کې جي بي (KGB)
د بهرنیو چارو د امنیت کمیټه یا په لنډه توګه ( انګلیسي : KGB ) د 1954 د مارچ له 13 نیټې نیولې بیا د 1991 د ډسمبر تر 3 نیټې پوري د شوروي اتحاد اړوند یوه امنیتي او استخباراتي اداره وه. د پخوانیو ادارو لکه Cheka, GPU, OGPU, NKGB, NKVD او MGB د مستقیم ځایناستي په توګه دا اداره د شوري اتحاد د وزیرانو په شورا پوري تړلې وه.
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| مرکز | |
| اداري سیمه | |
| هېواد | |
| ځایناستی د | |
| ځایناستی |
| د ړنګېدو وخت |
|---|
کې جي بي "د اتحادي-جمهوریت د قضاء" اړوند لویه دولتي اداره وه، چي داخلي امنیت، بهرني استخبارات، د استخباراتو ضد او د پټو پولیسو دندي یې ترسره کولې. ددې ادارې سره نښتو دفترونو د روسیې SFSR پرته د شوروي اتحاد په هر جمهوریت کي فعالیت کاوه، چیري چي به د KGB مرکزي دفتر، ډیری اړوند وزارتونو، دولتي کمیټې او دولتي کمیسیونونو هم شتون درلود.
کې جي بي اداره په اصل کي یو نظامي خدمت وو چي د اردو د قوانینو او مقرراتو په ډول د شوروي اردو یا MVD داخلي سرتیرو په څیر اداره کېدی. پداسي حال کي چي د KGB ډیری آرشیفونه لا اوس هم محرم پاته دي، خو دوې آنلاین مستندي سرچینې یې شتون لري. [۲]
ویل کیږي چي د کې جي بي اصلي دندي د بهرنیو استخباراتو چاري، عملیاتي پلټنیز فعالیتونه، د شوروي اتحاد د دولت د پولو ساتنه، د کمونست ګوند او د شوروي حکومت د مرکزي کمیټې د مشرتابه ساتنه، د حکومت د اړیکو تنظیم او امنیت او همدارنګه د ملتپال، مخالف، مذهبي او نورو شوروي ضد فعالیتونو په وړاندي مبارزه وه. د 1991 کال د دسمبر په 3 نېټه کې جي بي په رسمي توګه له منځه ولاړه او په نوې روسیه کي د بهرنيو استخباراتو خدمت (SVR) رامنځ ته سو، چي ورپسې د فدرالي امنیت خدمت (FSB) په نوم نوي ځایناستي ادارې یادي چاري په غاړه واخیستې.
- ↑ سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20170421140936/http://www.bestpravo.com/sssr/eh-praktika/w7a.htm. بياځلي سمون: ۲ جولای ۲۰۲۵.
- ↑ JHU.edu Archived 25 April 2011 at the Wayback Machine., archive of documents about the Communist Party of the Soviet Union and the KGB, collected by Vladimir Bukovsky.
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P159 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P576 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P527 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P155 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P156 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP154
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه