د شوروي اتحاد جمهوریتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شوروي سوسیالیسټي جمهوریتونو اتحاد جمهوریتونه یا د اتحادیې جمهوریتونه (په روسي کې: Сою́зные Респу́блики, tr. Soyúznye Respúbliki) هغه پخواني پر ملي بنسټ ولاړ هېوادونه او پر قومي بنسټ ولاړ اداري واحدونه وو چې د شوروي اتحاد په سوسیالیسټي جمهوریتونو (USSR) کې شامل وو. د شوروي اتحاد جمهوریتونه شوروي سوسیالیسټي جمهوریتونو لکه بېلاروس، اوکراین، روسیه او د قفقاز سیمې فدراسیون ترمنځ د تړون په اساس رامنځته شول چې د هغه پر اساس دوی اساسي جمهوریتونه شول. د شوروي اتحاد جمهوریتونه په خپل ډېری تاریخ کې، سربېره پر دې چې د نوم له مخې د جمهوریتونو یوه فډراسیون په توګه جوړ شوی، یو ډېر متمرکز دولت وو. د غیرمرکزي کولو اصلاحات د پرسټرویکا («د جوړښت نوي کول») او ګلاسنوسټ («خلاص توب») په دورو کې د میخایل ګورباچوف لخوا ترسره شوي چې په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد جمهوریتونو د نړېدو لپاره یو له لاملونو څخه شمېرل کېږي.[۱]

د شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې دوه بېلابېل جمهوري ډولونو شتون درلود: لوی اتحادي جمهوریتونه، چې د اتحادیې اصلي قومي ډلو استازي وو او د اساسي قانون له مخې یې له هغو څخه د جلا کېدو حق درلود، او خودمختاره کوچني جمهوریتونه چې د اتحاد جمهوریتونو په منځ کې یې شتون درلود او د قومي لږکیو استازیتوب یې کاوه.

د کارېلو – فنلنډ شوروي سوسیالیسټي جمهوري، د شوروي او فنلنډ د جګړې یادګار، یوازنی اتحادي جمهوریت شو چې په ۱۹۵۶م کال کې له خپل وضعیت څخه محروم شو. د RSFSR د ننه یوه خودمختاره جمهوریت ته د کارېلا د رتبې ټیټېدو په هکله پرېکړه پرته له دې چې د هغه هېواد له نفوس سره مشوره وشي د مرکزي‌ دولت له لوري په یواړخیز ډول ونیول شوه.

عمومي کتنه[سمول]

د شوروي اتحاد جمهوریتونو د ۱۹۷۷م کال اساسي قانون ۷۶مې مادې په اساس، یو متحد جمهوریت د شوروي سوسیالیسټي هېواد په توګه خپلواک وو چې له نورو شوروي جمهوریتونو سره په USSR کې یوځای شوی وو. د اساسي قانون ۸۱مه ماده کې راغلي دي چې: «د اتحاد جمهوریتونو د حاکمیت حقونه باید د USSR لخوا وساتل شي.»[۲]

د شوروي اتحاد جمهوریتونه د خپل شتون په وروستیو لسیزو کې په رسمي توګه د پنځه لسو شوروي سوسیالیسټي جمهوریتونو (SSR) څخه جوړ وو. دا ټول، د روسیې فډراسیون پرته (تر ۱۹۹۰م کاله)، د ټول اتحاد کمونیسټي ګوند کې خپل ځایي ګوندي شعبې لرلې.

د روسیې فډراسیون له سیمې د باندې، جمهوریتونه په عمده ډول هغو سیمو کې جوړېدل چې پخوا یې د روسیې امپراتورۍ پورې تړاو درلود او د ۱۷۰۰م کال لویې شمالي جګړې او د ۱۹۰۷م کال کې د انګلیس کنوانسیون او روسیې جګړې ترمنځ یې تصرف کړې.

په ۱۹۴۴م کال کې، د شوروي اتحاد جمهوریتونو په اساسي قانون کې ځینو اصلاحاتو د هر شوروي جمهوریت ته دا اجازه ورکړه ترڅو د سور پوځ بېلابېلې څانګې جوړې کړي. هغو همدارنګه د جمهوریت په کچه د بهرنیو چارو او دفاع کمیساریانو جوړولو اجازه ورکړه او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې په نړیوالو حقوقو کې د قانوني خپلواکو هېوادونو په توګه وپېژندل شي. دا کار د شوروي دوه جمهوریتونو، اوکراین او بلاروس (او همدارنګه په ټولیزه توګه USSR) ته اجازه ورکړه ترڅو په ۱۹۴۵م کال کې د موسسو غړو په توګه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې سره یوځای شي.[۳][۴][۵]

د اتحاد ټول پخواني جمهوریتونه اوس خپلواک هېوادونه دي او لس هېواده یې (د بالټیک، ګرجستان او اوکراین پرته نور ټول) په ضعیف ډول د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو په توګه تنظیم شوي دي. د بالټیک هېوادونه ادعا کوي چې په ۱۹۴۰م کال کې د شوروي اتحاد جمهوریتونو سره د هغوی الحاق کېدل (د لیټوانیا، لاټویا او اسټونیا SSR په توګه) د ۱۹۳۹م کال د مولوټوف – ریبنټروپ تړون په اساس غیرقانوني دی او له همدې کبله هغوی د شوروي تر اشغال لاندې خپلواک هېوادونه پاتې کېږي. د هغوی موقف د اروپا ټولنې، د بشر حقونو اروپايي محکمې، د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو شورا او متحده ایالتونو لخوا ملاتړ کېږي. په مقابل کې، د روسیې دولت او دولتي چارواکي په دې باور دي چې شوروي سره د بالټیک هېوادونو الحاق قانوني وو.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د اساسي قانون له مخې، د شوروي اتحاد یو فډراسیون وو. په اساسي قانون کې د شته مقرراتو په اساس (په ۱۹۲۴، ۱۹۳۶ او ۱۹۷۷ کې تصویب شوې نسخې)، د شوروي اتحاد جمهوریتونو څخه د هر جمهوریت د وتلو حق وساته. د سړې جګړې په اوږدو کې، دا حق په پراخ ډول بې معنی ګڼل کېده. په هرحال، د ۱۹۷۷م کال اساسي قانون اړونده ۷۲مه ماده د ۱۹۹۱م کال په ډسمبر کې په اغېزناک ډول د شوروي اتحاد له منځه وړلو لپاره وکارول شوه، کله چې روسیه، اوکراین او بلاروس له دې اتحاد څخه جلا شول.

په عمل کې، د شوروي اتحاد سوسیالیسټي جمهوریتونه په ۱۹۲۲م کال کې د جوړېدو له وخته د ۱۹۸۰مې لسیزې ترمنځه، کله چې د میخایل ګورباچوف لخوا ترسره شويو اصلاحاتو سره سیاسي ځواکونه د مرکزي کنټرول د کمېدو او په پایله کې د هغې د حتمي له منځه تللو لامل شول، یو ډېر متمرکز نهاد وو. د هغه اساسي قانون پر اساس چې په ۱۹۳۶م کال کې تصویب شو او د وخت په تېرېدو سره د ۱۹۷۷م کال تر اکټوبره پورې اصلاح شو، د شوروي اتحاد سیاسي بنسټ د خلکو استازو شوراګانو لخوا جوړ شو. دې د اداري سلسله مراتبو په ټولو کچو کې شتون درلود، چې د شوروي اتحاد د یوه کُل په توګه د USSR عالي شوروي تر کنټرول لاندې وه، کوم چې د روسي SFSR د ننه په مسکو کې موقعیت درلود.

له ایالتي اداري سلسله مراتبو سره، هلته د ګوندي سازمانونو موازي جوړښتونو شتون درلود چې سیاسي دفتر ته یې اجازه ورکوله ترڅو پر جمهوریتونو لا ډېر کنټرول ولري. دولتي اداري ارګانونو ته د ګوند موازي ارګانونو لخوا لارښوونه کېده او د ټولو ګوندي او دولتي چارواکو انتصاب د ګوند مرکزي ارګانونو تایید ته اړتیا لرله.

هر جمهوریت د خپلو دولتي سمبولونو ځانګړې ټولګه درلودله: یو بیرق، د پوځیانو جامې، او تر ۱۹۹۰م کاله د روسیې په استثنا، یو سرود. همدارنګه د شوروي اتحاد هر جمهوریت ته د لنین نښان ډالۍ ورکړل شو.

د شوروي اتحاد متحد جمهوریتونه[سمول]

د شوروي اتحاد د متحدو جمهوریتونو شمېر له ۴ تر ۱۶ پورې توپیر درلود. له ۱۹۵۶م کاله تر ۱۹۹۱م کاله چې ونړېد، د شوروي اتحاد له ۱۵ شوروي سوسیالیسټي جمهوریتونو څخه جوړ وو. د دې پرځای چې جمهوریتونه د الفبا له مخې ترتیب کړي، جمهوریتونه د اساسي قانون په ترتیب سره لیسټ شول، چې په ځانګړې توګه د شوروي اتحاد په وروستیو لسیزو کې، نه د نفوس له مخې او نه هم د اقتصادي قدرت له مخې جمهوریتونو له دې ترتیب سره سمون نه درلود.

د ترکستان شوروي فډراټیف جمهوریت په ۱۹۱۸م کال کې اعلان شو خو د شوروي اتحاد تر جوړېدو پورې یې دوام ونکړ او د شوروي سوسیالیسټي جمهوریت په لنډ عمره خودمختاره ترکستان RSFSR باندې بدل شو. د کریمیې شوروي سوسیالیسټي جمهوریت (د تاوریډا شوروي سوسیالیسټي جمهوریت) هم په ۱۹۱۸م کال کې اعلان شو، خو د اتحاد په یوه جمهوریت بدل نشو او د RSFSR په خودمختاره جمهوریت بدل شو، که څه هم د کریمیې تاتارانو د سرشمېرنو له مخې تر ۱۹۳۰مې لسیزې یا ۱۹۴۰مې لسیزې پورې نسبي اکثریت درلود. کله چې په ۱۹۴۴م کال کې د تووان د خلکو جمهوریت د شوروي اتحاد سره یوځای شو، هغه د اتحاد په یوه جمهوریت بدل نشو، او پرځای یې د RSFSR یوه خودمختاره جمهوریت په توګه تاسیس شو.

د بلغارستان د خلکو جمهوریت مشر، ټوډور ژیوکوف، د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې سپارښتنه وکړه چې هېواد یې باید د اتحاد په یوه جمهوریت بدل شي، خو دا سپارښتنه رد شوه. د شوروي – افغانستان جګړې په اوږدو کې، د شوروي اتحاد سپارښتنه وکړه چې د افغانستان شمال د خپل اتحاد شپاړسم جمهوریت په توګه ضمیمه کړي چې په پایله کې به ورته د افغان شوروي سوسیالیسټي جمهوریت نوم ورکړي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Hough, Jerry F (1997). Democratization and revolution in the USSR, 1985-1991. Brookings Institution Press. د کتاب پاڼې 214. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8157-3749-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Federalism and the Dictatorship of Power in Russia By Mikhail Stoliarov. Taylor & Francis. 2014. د کتاب پاڼې 56. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-30153-4. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Walter Duranty Explains Changes In Soviet Constitution". Miami News. 6 February 1944. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  4. "League of Nations Timeline - Chronology 1944". Indiana.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "United Nations - Founding Members". Un.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The Occupation of Latvia at Ministry of Foreign Affairs of the Republic of Latvia". Am.gov. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ نومبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 3 May 2005 باندې). Estonia says Soviet occupation justifies it staying away from Moscow celebrations.
  8. Motion for a resolution on the Situation in Estonia by the EU
  9. "UNITED NATIONS Human Rights Council Report". Ap.ohchr.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "U.S.-Baltic Relations: Celebrating 85 Years of Friendship" (PDF). U.S. Department of State. 14 June 2007. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. European Court of Human Rights cases on Occupation of Baltic States
  12. Russia denies Baltic 'occupation' by BBC News
  13. Elster, Jon (1996). The roundtable talks and the breakdown of communism. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 179. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-20628-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Held, Joseph (1994). Dictionary of East European history since 1945. Greenwood Press. د کتاب پاڼې 84. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-313-26519-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Gökay, Bülent (2001). Eastern Europe since 1970. Longman. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-582-32858-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Soviets may be poised to annex the Afghan North - Chicago Tribune. 19 August 1984. Retrieved on 10 December 2016. "Miraki said then-Soviet leader Leonid Brezhnev urged Afghan President Babrak Karmal to win Afghan Communist Party approval for Moscow's annexation of eight northern provinces and their formation into the 16th Soviet republic, the Socialist Republic of Afghanistan. The defector said Brezhnev envisioned the southern half of the country as a powerless, Pa-than-speaking buffer with U.S.-backed Pakistan."