ولادمیر بوکوفسکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ولادمیر کنستانتینووېچ بوکوفسکي (په روسي ژبه: Влади́мир Константи́нович Буко́вский؛ زوکړه: د ۱۹۴۲ زکال د ډسمبر ۳۰مه – مړینه: د ۲۰۱۹ زکال د اکتوبر ۲۷مه) بریتانوي الاصله روسي لیکوال او د بشري حقونو فعال و. نوموړی د ۱۹۵۰مې لسیزې له وروستیو څخه د ۱۹۷۰مې لسیزې تر نیمايي پورې د شوروي اتحاد د مخالف خوځښت مخکښ غړی و چې په هېواد کې یې دننه او بهر شهرت درلود. هغه په شوروي اتحاد کې د برژنف د واکمنۍ پر مهال په ټولیزه کچه دوولس کاله د شوروي اتحاد په اروايي بندونو – روغتونونو، د اجباري کار په کمپونو او همدارنګه بند خونو کې تېر کړل.[۱]

وروسته له هغه چې نوموړی د ۱۹۷۶ زکال په وروستیو کې له شوروي اتحاد څخه تبعید کړای شو، بیا یې هم د شوروي نظام سره خپل څرګند مخالفت ښکاره کاوه او په روسیه کې یې د شوروي د ځای ناستي رژیم نیمګړتیاوو ته ګوته نیوله. د یو فعال، لیکوال او نیوروفیزیولوژېست په توګه نوموړی په شوروي اتحاد کې د اروايي درملنې څخه د ناوړه سیاسي ګټنې د افشا کولو او د هغو د درولو په موخه د مبارزې کولو له امله ستایل کېږي. [۲][۳][۴][۵]

بوکوفسکي د کمونېزم د قربانیانو د یاد ساتونکي بنسټ د نړیوالې مشورتي شورا غړی، د مننې د ځانګړي صندوق مشر (چې په ۱۹۹۸ زکال کې د پخوانیو سیاسي مخالفینو د ستاینې او د هغو څخه د ملاتړ په موخه تاسیس شو)، په نیویارک کې د بشري حقونو د بنسټ د نړیوالې شورا غړی او په واشنګټن ډي سي کې د کېتو انستیتیوت مخکښ همکار و. [۶][۷]

ولادمیر بوکوفسکي په ۲۰۰۱ زکال کې د ټرومن – رېګان د آزادۍ مډال ترلاسه کړ؛ دغه مډال له ۱۹۹۳ زکال راهیسې هر کال د کمونېزم د قربانیانو د یاد ساتونکي بنسټ له خوا ورکول کېږي. [۸]

نوموړی په ۲۰۱۵ زکال کې په بریتانیا کې د ماشومانو د پورنوګرافۍ په تور له جنایي څېړنو سره مخ شو، خو وړاندې له دې چې دوسیه یې محکمې ته ولاړه شي ومړ.

د شوروي پر مهال فعالیت[سمول]

راغونډېدنه[سمول]

د مایاکوفسکي میدان[سمول]

بوکوفسکي په ۱۹۶۰ زکال کې د مسکو پوهنتون ته ولاړ څو د ژوند پوهنې په برخه کې زده کړې وکړي. دلته نوموړي او د هغه څو نورو ملګرو پرېکړه وکړه چې د مسکو په مرکز، مایاکوفسکي میدان کې د اشعارو د ویلو دود په غیر رسمي بڼه بېرته را ژوندی کړي؛ هغه دود چې په دغه میدان کې د ۱۹۵۸ زکال پر مهال د یو شاعر د مجسمې له جوړېدو څخه یې سرچینه اخیسته. هغوی په دغه چاره کې له پخوانیو ونډه والو لکه، ولادیمیر اوسیپوف او یوري ګلانسکوف سره اړیکه ټینګه کړه چې لومړی یې د بومرنګ نشریې (۱۹۶۰ زکال) مدیر مسئول و او دویمي یې د فونېکس (۱۹۶۱ زکال) په نامه ادبي مجله خپروله؛ دواړې دغه مجلې د سامیزدات (مخفیانه یا زیر زمیني) ادبیاتو بېلګې وې. [۹][۱۰][۱۱]

دغه مهال ۱۹ کلن بوکوفسکي د ځوانو کمونېستانو د ډلې یا کومسومول اړوند خپل انتقادي یاددښتونه ولیکل. وروسته بیا دغه متن ته د شوروي اتحاد استخباراتي ادارې یا ک.ج. ب د «کومسومول د را پرځولو د رسالې» عنوان ورکړ. بوکوفسکي په خپله لیکنه کې شوروي اتحاد د «هغې ناقانونه ټولنې» په توګه یاد کړ چې له یوه حاد ایډیالوژیک کړکېچ سره مخ ده. هغه څرګنده کړه چې کومسومول «د له منځه تلو» په حالت کې دی ځکه چې خپل اخلاقي او معنوي ځواک یې له لاسه ورکړی او د هغو د دیموکراتیکه کېدو غوښتنه یې وکړه. دغه متن او د هغه نور فعالیتونه لامل وګرځېدل چې د شوروي چارواکو پام ځانته جلب کړي. نوموړی وړاندې له دې چې د ۱۹۶۱ زکال په مني کې له پوهنتون وویستل شي دوه ځلې ترې څېړنې وشوې. [۱۲][۱۳]

بوکوفسکي د ۱۹۶۳ زکال د جون په لومړۍ نېټه ونیول شو. وروسته له هغه چې نوموړی رواني ناروغ وبلل شو دولت له همدې پلمې څخه په ګټنې هغه د شوروي اتحاد د جزایي قانون د اویایمې مادې د لومړي بند («شوروي ضد تحریک او تبلیغ») پر بنسټ په غیابي بڼه محکوم کړ. په هغه باندې رسمي تور دا و چې د شوروي ضد ادبیاتو کاپی ګانې یې له ځانه سره لرلې؛ دا د میلوان جیلاس د ممنوعه اثر دوه نسخې وې. بوکوفسکي د شوروي اتحاد د اروايي طبیبانو له خوا معاینه کړای شو او د معایناتو پایلو هغه په شیزوفرني اخته اروايي ناروغ وباله، له همدې امله نوموړی په لینېنګراد کې د اروايی ناروغیو ځانګړو روغتون ته ولېږل شو او هلته یې د ۱۹۶۵ زکال د فبروري تر میاشتې پورې شاوخوا دوه کاله تېر کړل. همدلته و چې له بندي جنرال پټرو ګریګورنکو سره یې وپېژندل.[۱۴][۱۵]

وروستی ځل نیونه (۱۹۷۱ زکال) او بندي کېدل[سمول]

د یو شمېر اسنادو له خپرېدو وروسته بوکوفسکي د پراوډا په نامه د کمونېست ګوند د ورځپاڼې له خوا «په شوروي ضد فعالیتونو کې ښکېل کوڅه ډب بدخواه» وبلل شو؛ همدا و چې د ۱۹۷۱ زکال د مارچ په ۲۹مه ونیول شو. په پیل کې نوموړی لېفورتوو بند ته یووړل شو خو تر اګست میاشتې پورې یې نږدې درې میاشتې په سربسکي انستیتیوت کې تېرې کړې او دا ځل نوموړی له رواني پلوه سالم او د محاکمې په شرایطو برابر وګڼل شو. [۱۶]

نوموړی د ۱۹۷۲ زکال په جنوري کې محاکمه شو، په هغه باندې تور پورې کړای شو چې د شوروي په اروايي درملګرو باندې یې تور لګولی، له بهرنیو خبریالانو سره یې اړیکه لرلې او همدارنګه یې ممنوعه نشریات له ځانه سره لرلي او هغه یې توزیع کړي. هغه په محکمه کې د خبرو کولو له خپل حق څخه ګټنه وکړه چې د هغه مهال د ډیری پټو نشریاتو پر مټ پریمانو مخاطبینو ته ورسېدې. بوکوفسکي په دوه کاله بند، پنځه کاله د اجباري کار په کمپ کې په وخت تېرولو او پنځه کاله نور په هېواد کې دننه په تبعید محکوم شو. [۱۷]

له شوروي اتحاد څخه تبعید (۱۹۷۶ زکال)[سمول]

د بوکوفسکي او په شوروي اتحاد کې د نورو سیاسي بندیانو برخلیک د لویدیځو دیپلوماتانو او د بشري حقونو د ډلو له دې ډلې د بخښنې د نړیوال سازمان پر مټ چې په ۱۹۶۱ زکال کې رامنځته شوی و، په مکرر ډول د نړیوالې ټولنې پام ځانته جلب کړ. [۱۸]

د ۱۹۷۶ زکال په ډسمبر میاشت کې بوکوفسکي له شوروي اتحاد څخه وویستل شو او د زوریخ په هوايي ډګر کې د شوروي دولت له خوا د چلي د کمونېست ګوند د بندي عمومي منشي لوئیس کوروالان سره تبادله شو. بوکوفسکي په ۱۹۷۸ زکال کې لیکلي خپل ژوند لیک کې دا توضېح کړې چې څه ډول یې هغه لاس تړلی تر سویس پورې یووړ. دغه پام وړ تبادله چې رسنیو یې په اړه پریمانه راپورنه خپاره کړل د شوروي د مخالفینو اړوند یې په لویدیځ کې عامه درک زیات کړ.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

شوروي اتحاد ته بېرته راستنېدل (۱۹۹۱ زکال)[سمول]

ولادیمیر بوکوفسکي د ۱۹۹۱ زکال په اپرېل میاشت کې له پنځلس کلن تبعید وروسته یو ځل بیا مسکو ته راغی. [۲۵]

د ۱۹۹۱ زکال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د بوریس یلتسین ټاکنیزې ډلې بوکوفسکي د ولسمشر لپاره د پیاوړو مرستیالانو په کتار کې شامل کړ، خو بالاخره د افغانستان د جګړې (۱۹۷۹- ۱۹۸۹ زکال) پخوانی افسر او د شوروي اتحاد اتل الکساندر راسکوی د هغه د مرستیال په توګه وټاکل شو. د ۱۹۹۱ زکال د ډسمبر په ۵مه د روسیې سترې محکمې د شوروي د دوران پر مهال پر هغه لګېدلي دواړه محکومیتونه لغو کړل. یو کال وروسته ولسمشر یلتسین په رسمي ډول هغه ته بېرته خپل روسي تابعیت ورکړ؛ په داسې حال کې چې هغه له هېواد څخه د تبعید په حالت کې هم هېڅکله د شوروي له تابعیت څخه نه و محروم شوی. [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Boobbyer, Philip (July 2009). "Vladimir Bukovskii and Soviet Communism". The Slavonic and East European Review. 87 (3): 452–487. doi:10.1353/see.2009.0092. JSTOR 40650408. S2CID 147788063. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bukovsky, Vladimir (1978). To Build a Castle: My Life as a Dissenter. Andre Deutsch: London. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-233-97023-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Jacket
  3. Bukovsky's works on neurophysiology Eight articles published 1981–1988.
  4. Hilton, Ronald (1986). World affairs report. Volumes 16–17. California Institute of International Studies. د کتاب پاڼې 26. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  5. Davidoff, Victor (په 13 October 2013 باندې). Soviet Psychiatry Returns. The Moscow Times.
  6. "International Advisory Council". Victims of Communism Memorial Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Vladimir Bukovsky", Cato Institute website
  8. "Truman-Reagan Medal of Freedom". Victims of Communism Memorial Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Vladimir Bukovsky, "A Soviet Hyde-Park Corner" in My predchuvstvie, predtecha ...: Ploshchad Mayakovskogo, 1958–1965, Zvenya: Moscow, 1996 (Collection title in English: We were the premonition, the forerunners ...)
  10. Sentenced to 7 years in labour camp for samizdat activities, released in 1968. See CCE 4.7 (31 October 1968), "News in brief" (item 9).
  11. Rubenstein, Joshua (1980). Soviet dissidents: their struggle for human rights. Boston: Beacon. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8070-3212-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Vladimir Bukovsky, "Tezisy {o razvale Komsomole}" in My predchuvstvie, predtecha ...: Ploshchad Mayakovskogo, 1958–1965 Zvenya: Moscow, 1996. See also 1997 book of same name کينډۍ:ISBN
  13. Boobbyer, Richard (July 2009). "Vladimir Bukovskii and Soviet Communism". The Slavonic and East European Review. 87 (3): 452–487. doi:10.1353/see.2009.0092. JSTOR 40650408. S2CID 147788063. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Boobbyer, Richard (July 2009). "Vladimir Bukovskii and Soviet Communism". The Slavonic and East European Review. 87 (3): 452–487. doi:10.1353/see.2009.0092. JSTOR 40650408. S2CID 147788063. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rubenstein, Joshua (1981). Soviet Dissidents: Their Struggle for Human Rights. London: Wildwood House. د کتاب پاڼې 135. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7045-3062-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Boobbyer, Richard (July 2009). "Vladimir Bukovskii and Soviet Communism". The Slavonic and East European Review. 87 (3): 452–487. doi:10.1353/see.2009.0092. JSTOR 40650408. S2CID 147788063. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Boobbyer, Richard (July 2009). "Vladimir Bukovskii and Soviet Communism". The Slavonic and East European Review. 87 (3): 452–487. doi:10.1353/see.2009.0092. JSTOR 40650408. S2CID 147788063. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Hurst, Mark (2016). British Human Rights Organizations and Soviet Dissent, 1965–1985. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4725-2516-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Laird, Robbin; Hoffmann, Erik (1986). Soviet foreign policy in a changing world. Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-202-24166-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Ulianova, Olga (2013). "Corvalán for Bukovsky: a real exchange of prisoners during an imaginary war. The Chilean dictatorship, the Soviet Union, and US mediation, 1973–1976". Cold War History. 14 (3): 315–336. doi:10.1080/14682745.2013.793310. ISSN 1743-7962. S2CID 154704693. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bukovsky, Vladimir (1978). To Build a Castle: My Life as a Dissenter. Andre Deutsch: London. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-233-97023-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Jacket
  22. Hurst, Mark (2016). British Human Rights Organizations and Soviet Dissent, 1965–1985. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4725-2516-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Glasnost' and Freedom, Memoirs by Sergei Grigoryants.
  24. "ОБМЕНЯЛИ ХУЛИГАНА НА ЛУИСА КОРВАЛАНА" [They exchanged a hooligan for Luis Corvalan]. www.trud.ru (په روسي ژبه کي). 15 September 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 16 October 2007 باندې). Soviet-Era Dissident Returns to Moscow.
  26. Saul, Norman E. (2015). Historical Dictionary of Russian and Soviet Foreign Policy. Lanham, Maryland: Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-6806-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "perestroika, Soviet Archives". www.bukovsky-archives.net. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. The official Presidential website, Bukovsky biography (in Russian) Archived 2 May 2019 at the Wayback Machine..