کېټ شېپرډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کېټ شېپرډ
کېټ شېپرډ
کېټ شېپرډ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Catherine Lopez garcia د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۰ مارچ ۱۸۴۷[۱][۲]
لیورپول[۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 13 جولای 1934 (87 کاله)[۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
نيوزيلينډ  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)
خبريال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
کېټ شېپرډ
کېټ شېپرډ

کاترین وېلسن شېپرډ (د ۱۸۴۸ کال د مارچ ۱۰مه – د ۱۹۳۴ کال د جولای ۱۳مه) په نیوزلنډ کې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو د غورځنګ مخکښه غړې او د دغه هېواد د رایې د حق مشهوره غوښتونکې وه. دا د انګلستان په ليورپول ښار کې وزیږېده او په ۱۸۶۸ کال کې له کورنۍ سره یوځای نیوزلنډ ته کډواله شوه. هلته د نیوزلنډ د مسیحي ښځو د اعتدال اتحادیې (WCTU NZ) او دې ته ورته نورو مذهبي او بېلابېلو ټولنیزو ادارو فعاله غړې شوه. په ۱۸۸۷ کال کې د (WCTU NZ) د رایې د حق او قانون جوړونې د ملي څارونکې په توګه وټاکل شوه، له دغه مقام څخه یې په نیوزلنډ کې د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړه.

کېټ شېپرډ د ښځو د رایې حق‌غوښتنه د عمومي غونډو په تنظیمولو، رسنیو ته د لیکنو په لېږلو او له سیاستوالو سره د اړیکو په جوړولو عامه کړه. اغلې شېپرډ د «وایټ رایبون» ورځپاڼې اېډېټره وه، دا په نیوزلنډ کې لومړنۍ ورځپاڼه وه چې د ښځو تر مدیریت لاندې وه. شېپرډ د خپلو ماهرانه لیکنو او هڅوونکو عمومي ویناوو له لارې د ښځو د رایې د حق بریالۍ ننګه وکړه. د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو لپاره یې پارلمان ته ۳۰۰۰۰ لاسلیکونه وړاندې کړل او په ۱۸۹۳ کال کې د ښځو د رایې د حق بریالۍ پراختیا اوج ته ورسېده. په پایله کې نیوزلنډ لومړنی هېواد شو چې ښځو ته یې د عمومي رایې ورکولو حق ورکړ.

شېپرډ د نیوزلنډ د ښځو د ملي شورا لومړنۍ مشره وه، دا شورا په ۱۸۹۶ کال کې جوړه شوه. شېپرډ د ژوند په وروستیو کلونو کې بریتانیا ته لاړه او هلته یې د رایې د حق ترلاسه کولو له غورځنګ سره همکاري وکړه. د روغتیا په خرابېدو سره بېرته نیوزلنډ ته را وګرځېده، که څه هم له سیاسي پلوه کمه فعاله وه خو د ښځو د حقونو په اړه یې لیکلو ته دوام ورکړ. اغلې شېپرډ په ۱۹۳۴ کال کې مړه شوه او هېڅ نسل ترې پاتې نه شو.

شېپرډ د نیوزلنډ په تاریخ کې د یوې مهمې څېرې په توګه پېژندل کېږي. یادګار یې په «کرېسټ چرچ» ښار کې موجود دی. په ۱۹۹۱ کال کې د نیوزلنډ د پیسو د لسګون نوټ پر مخ د دویمې ملکې الیزابېت پر ځای د شېپرډ تصویر چاپ شو.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

کېټ شېپرډ د ۱۸۴۸ کال د مارچ میاشتې په ۱۰مه نېټه د انګلستان په ليورپول ښار کې وزیږېده. مور او پلار یې د سکاټلنډ وو. مور یې «جمیما کراوفورډ سوټر» او پلار یې «انډریو وېلسن مالکوم» نومېدل. پلار یې په ۱۸۱۹ کال کې په سکاټلنډ کې زیږېدلی و، په بېلابېلو اسنادو کې د حقوق‌پوه، بانکوال او حقوقي مامور په توګه یاد شوی دی. ښاغلي مالکوم د ۱۸۴۲ کال د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه له «سوټر» سره واده وکړ. کاترین یې د نیا «کاترین وېلسن مالکوم» په نامه نومول شوې وه، خو غوره یې ګڼله چې نوم یې «کاترین» یا په لنډ ډول «کېټ» ولیکل شي. دې یوه مشره خور لرله چې «ماري» نومېده او په سکاټلنډ کې زیږېدلې وه او درې یې کوچني خویندې او وروڼه وو چې «فرانک» په بیرمنګم کې زیږېدلی و، «ایزابلا» او «رابرټ» دواړه په لندن کې زیږېدلي وو. کورنۍ يې هماغه مهال کډواله شوې وه. د ماشومانو د زد‌ه‌کړو جزئیات معلوم نه دي، که څه هم د کېټ په وروستیو لیکنو کې د ساینس او قانون پراخه پوهه او دا دلیل دی چې هغې قوي زده‌کړې لرلې. اغلې شېپرډ د ډېرې پوهې او فکري وړتیا له امله مشهوره وه. پلار یې پر موسیقۍ مین و او پر دې ډاډه و چې کورنۍ یې هم په موسیقۍ کې ښه روزل شوې ده. [۶][۷][۸]

د کېټ پلار په ۱۸۶۲ کال کې مړ شو، که څه هم عمر یې د څلوېښتو کلونو شاوخوا و، خو کونډې مېرمنې ته یې د کورنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره پوره امکانات پرېښودل. کېټ د پلار تر مړینې وروسته په «نایرین» سیمه کې له خپل کاکا سره اوسېده، کاکا یې د سکاټلنډ د ازادې کلیسا کشیش و. دغه کاکا یې دا تر بل هر چا ډېره د مسیحي سوسیالېزم پر ارزښتونو پوهه کړه. په دې دوره کې یې د کورنۍ پاتې غړي له خپلوانو سره په ډوبلین کې پاتې شول او کېټ هم بیا وروسته له دوی سره یوځای شوه. [۷][۹][۱۰]

کېټ د ۱۸۷۱ کال د جولای په ۲۱مه نېټه له «والټر الن شېپرډ» سره د خپلې مور په کور کې واده وکړ. والټر په ۱۸۶۸ کال کې د «کرېسټ چرچ» ښار د شورا غړیتوب ته ټاکل شوی و او داسې ښکاري چې کېټ په محلي موضوعاتو کې د والټر د پوهې تر اغېز لاندې وه. دوی د کېټ د مور له کوره لږ لرې او ښار ته نږدې اوسېدل. له ۱۸۷۲ څخه تر ۱۸۷۴ کال پورې د کلیسا د نوې ودانۍ جوړولو ته بودیجه راټوله شوه چې ښايي کېټ په دغه کار کې رول لرلی وي. کېټ له سیاستوال او د اعتدال غوښتنې له فعال غړي «الفرډ سانډرز» سره ملګرې شوه، ښايي د ملګرتیا لامل یې د ښځو د رایې د حق غوښتنې په اړه د الفرډ هغه نظرونه وي چې پر کېټ یې اغېز وکړ. شېپرډ او خاوند یې په ۱۸۷۷ کال کې انګلستان ته لاړل، یو کال یې هلته تېر کړ او بېرته «کرېسټ چرچ» ښار ته وګرځېدل. د دوی یوازنی زوی «ډاګلاس» و چې د ۱۸۸۰ کال د ډسمبر میاشتې په ۸مه نېټه وزیږېد.[۱۱][۱۲][۱۳]

کانټربوري د ښځو انستېتیوت او د ښځو ملي شورا[سمول]

کانټربوري د ښځو انستېتیوت چې د ۱۸۹۲ کال په سپټمبر میاشت کې جوړ شو، شېپرډ اصلي رول په کې ولوباوه او د دغه انستېتیوت د اقتصادي برخې مسؤله شوه. دغه انستېتیوت د نرینه‌وو او ښځینه‌وو لپاره و او هڅه یې کوله چې د دوی تر منځ نابرابري کمه کړي. شېپرډ پر دې باوري وه چې د رایې حق ترلاسه کول د نورو اصلاحاتو د راوستلو لپاره لومړی ګام دی؛ نور اصلاحات د واده، پلارتوب او ملکیت ناعادلانه قوانین اصلاح کول او په اخلاقو کې د نابرابر جنسیتي چلند ختمول وو. [۱۴]

د نیوزلنډ د ښځو ملي شورا د ۱۸۹۶ کال په اپرېل میاشت کې د کانټربوري د ښځو د انستېتیوت او په ټول نیوزلنډ کې د ښځو د لسو نور ډلو له‌خوا جوړه شوه، شېپرډ د دغې شورا د کنوانسیون له لارې د مشرې په توګه انتخاب شوه. دې شورا په پارلمان کې د ښځو د ګډون، برابرې تنخوا او د ښځو لپاره د برابرو کاري فرصتونو په برخه کې کار کاوه؛ غوښتل یې هغه قانوني ناتوانۍ ختمې کړي چې ښځې یې تر اغېزې لاندې راوستلې او د دې تر څنګ یې د متاهلو ښځو د اقتصادي خپلواکۍ لپاره کار کاوه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ژوند وروستي وختونه[سمول]

شېپرډ د «وایټ رایبون» د اېډېټرې او د ښځو ملي شورا د مشرې په توګه د ښځو د وضعیت او حالت د ښه‌والي په اړه ډېرې نظریې عامې کړې. دا له نرانو څخه د ښځو د حقوقي او اقتصادي خپلواکۍ رامنځته کولو ته اندېښمنه وه. نه یوازې د ښځو د حقونو پر پرمختګ لګیا وه، بلکې سیاسي اصلاحات یې عام کړل. په دغو سیاسي اصلاحاتو کې تناسبي استازولي، لازمي ټول‌‌پوښتنې او داسې کابینه چې په مستقیم ډول د پارلمان له‌خوا وټاکل شي، یادولی شو.[۷][۱۹][۲۰]

داسې ښکاري چې په ۱۹۰۲ کال کې د شېپرډ واده یا ګډ ژوند له فشارونو سره مخامخ و او دا فشارونه له څو کلونو راهیسې موجود وو. خاوند یې کور خرڅ کړ او له زوی سره چې په لندن کې یې د زده‌کړو لېوالتیا لرله، انګلستان ته لاړ. شېپرډ د کور لپاره نوي اسباب واخیستل، داسې ښکارېده چې په کرېسټ چرچ کې د اوږدمهالې استوګنې لپاره پلان جوړوي، خو دغه وسایل یې په ۱۹۰۳ کال کې بېرته خرڅ کړل، د ښځو په ملي شورا کې یې خپل مقام پرېښود او په داسې ډول انګلستان ته لاړه چې د بېرته راتلو کومه نېټه یې مشخصه نه‌کړه. په لاره کې د لنډې مودې لپاره په کاناډا او امریکا کې پاتې شوه او هلته یې د رایې د حق ترلاسه کولو له امریکايۍ فعالې کري چمپن کټ سره وکتل. په لندن کې د ښځو د رایې د حق‌غوښتنې په عامولو کې فعاله وه، خو مخ پر ځوړ روغتیايي حالت اړ کړه چې دا کار پرېږدي.[۲۱][۲۲][۲۱][۲۳]

د شېپرډ خاوند په ۱۹۱۵ کال کې په انګلستان کې مړ شو. «شېپرډ» او «ویلیام لاول سمېت» په ۱۹۲۵ کال کې واده وکړ. د شېپرډ دویم خاوند «لاول سمېت» څلور کاله وروسته مړ شو او شېپرډ هم د ۱۹۳۴ کال د جولای میاشتې په ۱۳مه نېټه په «کرېسټ چرچ» ښار کې د ۸۶ کلونو په عمر مړه شوه. زوی یې «ډاګلاس» په ۱۹۱۰ کال کې د ۲۹ کلونو په عمر د وینې د ډېر کمښت له امله مړ شو او یوازنۍ لمسۍ یې «مارګارټ ایزابل شېپرډ» وه چې په ۱۹۳۰ کال کې د ۱۹ کلونو په عمر د سېل ناروغۍ له امله مړه شوه. د شېپرډ هېڅ داسې ژوندی نسل پاتې نه شو چې مستقیماً له دې سره تړاو ولري. اغلې شېپرډ د کرېسټ چرچ ښار په «اډینګټون هدیره» کې خاورو ته وسپارل شوه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچینې[سمول]

  1. subject named as: Katherine Wilson Sheppard — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=25200 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. https://www.britannica.com/biography/Kate-Sheppard
  3. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/53522 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  4. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Kate-Sheppard — subject named as: Kate Sheppard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. subject named as: Katherine Wilson Sheppard — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=25200 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Devaliant 1992، صص. 5–6.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Malcolm 2013.
  8. Devaliant 1992، ص. 5.
  9. Fleischer 2014، صص. 151–154.
  10. Devaliant 1992، ص. 6.
  11. McKenzie 1993.
  12. "Shipping".
  13. Devaliant 1992، صص. 6–7.
  14. Devaliant 1992، صص. 101–103.
  15. Grimshaw 1987، صص. 112–113.
  16. Devaliant 1992، صص. 147–149.
  17. The National Council of Women.
  18. Cook.
  19. Devaliant 1992، صص. 152–157.
  20. Devaliant 1992، ص. 165.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Devaliant 1992، ص. 174.
  22. Devaliant 1992، صص. 177–181.
  23. Devaliant 1992، ص. 130.
  24. Devaliant 1992، صص. 201–202.
  25. Devaliant 1992، صص. 193–197.
  26. Devaliant 1992، ص. 188.
  27. Lovell-Smith 2000.
  28. Devaliant 1992، صص. 185–187.
  29. Devaliant 1992، صص. 182, 187.