Jump to content

کښته بابر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښکته بابر یا کښته بابر د افغانستان په سوېل کي د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ يو کلي دى چي د ٢٠١٠ کال په اکتوبر او نومبر کي د امريکايي پوځيانو له خوا ويجاړ سو. [۱]

د 2010 کال په مني کي د متحده ایالاتو اردو په افغانستان کي د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د پراخو سرتیرو د زیاتولو ستراتیژۍ د یوې برخي په توګه په کندهار کي د ډریګن برید عملیات پیل کړل. [۲] د یادو عملیاتو په جریان کي په ارغنداب کي د زیاتو تلفاتو له لیدلو وروسته د امریکا د 1-320 ساحوي توپخانې ډګرمن ډېوېډ ایس فلین، چې د 101 هوايي فرقې یوه برخه ګڼل کېده، په ځینو کلیو کي خلکو ته امر وکړ چي پخپلو سیمو کي چاودېدونکي توکي خراب او یا هم خپل کلي پریږدي، ترڅو امریکایي ځواکونه یې له منځه یوسي.

فلین وروسته څرګنده کړه چي کلی د خلکو تر وتلو وروسته له چاودیدونکو توکو ډک وو، [۳] یاده ادعا د نیویارک ټایمز لخوا هم تکرار سوه. [۴]

د ارغنداب ولسوال شاه محمد احمدي وویل د امریکایانو له لوري د ذکرسوي پیښي وروسته وویل چي د ده او د سيمي د اوسېدونکو په هوکړه باندي شپږ کلي له منځه وړل سوي دي. [۴]

  1. Ackerman, Spencer: ‘Why I Flattened Three Afghan Villages’. Wired Magazine, 1 February 2011.
  2. Hastings, Deborah, "Operation Dragon Strike: Battle for Kandahar Begins Archived 2018-10-04 at the Wayback Machine., AOL News, 27 September 2010.
  3. Flynn, David, "I Acted After a Great Deal of Deliberative Planning." Archived 2013-05-30 at the Wayback Machine. Thomas Rick's Foreign Policy Blog, 24 January 2011.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Norland, Rod and Taimoor Shah: NATO is Razing Booby-Trapped Afghan Homes. The New York Times, 16 November 2010.