Jump to content

کيچوا ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کيچوا ژبه
Qhichwa simi (کيچوا) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
ليکدود
ويونکو شمېر
۸٬۹۰۰٬۰۰۰ (۲۰۰۷)
۵۹۱٬۴۴۸ (۲۰۱۰)
۳٬۷۹۹٬۷۸۰ (۲۰۱۷) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
qu[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
qu ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

کيچوا ژبه (Qhichwa, Qiĉwa, Quechua) د سوېلي امریکا د سورپوستو د مورنیو ژبو د کورنۍ نوم دی چې د انډیز په غرونو کې ويل کيږي. کیچوا په امریکا کې تر ټولو پراخه سورپوستې ژبه ده چې د ويوونکو شمېر يې نږدې له ۶-۱۳ مېليونو تنو اټکل شوی.

د کیچووا ځینې ویونکي دې ژبډلې ته د "رونا سامي" (د خلکو ژبه) وايي. د کیچوا ژبې له سویلي کولمبیا څخه ارجنټاین ته خپریږي، مګر د هغې ډېری ویونکي په پیرو (۷.۷ مېلیون)، بولیویا (۲.۹ مېلیون) او اکوادور (۱.۵ مېلیون) کې دي، او کیچوا په دې درېوو هېوادونو کې رسمي حیثیت لري. نږدې ۲۵٪ پیرویان په کیچوا ژبه خبرې کوي. [۴] [۵]

کیچوا په ۱۵ او ۱۶ پېړیو کې د اينکا امپراتورۍ اصلي ژبه وه، او حتی اوس هم د مرکزي انډیز منځنۍ ژبه ګڼل کیږي. کیچوا په لاتیني ليکدود لیکل کیږي. د اسپانيايي او پورتګالي ژبو د مخ په زیاتېدونکي اغېز له امله، د کیچوا خپرېدل او کارول راکم شوي.

ژببېلګه

[سمول]
پښتو آیاکوچو وينګ کوزکو ژبه د کيچوا سوېلي وينګ
څښاک upyay uhyay upyay
چټک utqa usqha utqha
کار کول llamkay llank'ay llamk'ay
موږ ñuqanchik nuqanchis ñuqanchik
(زياتوالي وروستاړی) -chka- -sha- -chka-
ورځ punchaw p'unchay p'unchaw

سرچینې

[سمول]
  1. ذکر کېدنه: اېتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګليسي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  2. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/que.
  3. "Language". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Peru | Languages". Ethnologue. Dallas, Texas: SIL International. 2017. لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۷. Population total all languages: 7,734,620. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Peru | Country". Ethnologue. Dallas, Texas: SIL International. 2017. لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۷. Population 30,814,000 (2014 UNSD) منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)