کوچيان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
1848 ز. کال په افغانستان کې، په یو حجارۍ کې کوچيان ښيي

کوچي هغه چاته ويل کيږي چي په ترور خيمو کي ژوند کوي ، دپسو او وزوپه روزلو بخت وي او خپلو څارويو ته د څړځايونو اوورشوگانو دپيداکېدوپه منظور دکال په مختلفو فصلونو کي له يوه ځاي نه بل ځاي ته کوچ کوي . کوچيان دکوچ او باروړلواو راوړلو په منظور اوښان هم روزي . کوچيان دژوند ټولي اړتياوي دڅارويو دمحصولاتودخرڅلاوله لاري پوره کوي . کوچيان په انگليسي ژبه (Nomandes) ) په نوم يادشوی دي،په سويدني ژبه ورته نومادر (Nomader ) ، ديوناني (Nemein) له کليمي سره چي دڅرېدلو په معنا ده ارتباط لري .د کوچيانو دپيژندلو بيلگه هم دڅارويو څرېدل دی . په پښتو اودری ژبه کې هم له کوچيتوب سره دڅارويو روزل اوپوول ئې ځنگړې بېلگه ده . د افغانستان په كوچيانوكي پښتانه، بلوڅ، ازبك، تركمن، قرغز، هزاره، فېروزكوهيان، جمشېديان او ايماق سته، خو يولوي اكثريت يې پښتانه دي . پښتانه كوچيان دوې ستري څانګي لري : دُراني او غلجي كوچيان . دالفنسټن دبيان له مخې د دُرانيودقوم پوره نيمايي کوچيان اونور ئې کروندگر دي [1].

د افغانستان يو کوچی

په منځنۍ اسيا او ننني افغانستان كي هم د كوچيتوب پيدايښت لرغونو زمانو ته رسېږي. د زردشتي عصر په متونو كي د كوچي قبايلو او زردشتيانو تر منځ د دښمنيو ډېر بيانونه سته . داسي روايت لا هم سته چي كوچيو ساكانو د پارس ستر امپراتور (كوروش) ته سره لـه دې چي بېساري لښكر يې درلود، سخته ماته وركړه . كوچي ساكان هغه قبايل دي چي په تخارستان، سيستان، اراكوزيا، مرغاب، ننګرهار او باميانو كي خپاره وو. كوشاني امپراتوري په همدغو ساكانو اړه لرلـه . دافغانستان په شمالي او شمالي غربی ولايتو کښي دتاريخي اسنادو له مخې تر نوروسيمو ډير پخوا يوشمير اوسېدونکو دکوچيتوب له ژوند سره مخه ښه کړېده .مگر دټولو اقتصادي اوفرهنگی تغيراتو سره بيا هم تر اوسه په (۱۱) ولايتونو کښي لکه ( بدخشان ، تخار ، بغلان، کندوز ، سمنگان ، بلخ ، جوزجان ، فارياب ، بادغيس ، هرات ،غور) پښتنو دمختلفو قومونو کوچيان اوهمدا ډول تاجک، ازبک، ترکمن، بلوڅ، بختياری، تاتار، چارايماق، عرب،پشه ئي ،گوجر ، جټ، مغل، جوگي اونور و ژوند کاوه چي يو شمير ئي اوس له منځه تللي اوياله شمالي سيمونه جنوبي اوشرقی سيموته کډه شوي دي[2] .

سرشميرنې ښودلې چى دافغانانو ١۶٪ ځانونه كوچيان بولي، او ددوى نه ستنيدنه ځمكو ته دنه لاس رسيدنې ستونزه بلل كېږي. دوى هم دنورو افغانانو غوندې د ١٩٨٠ كلونو په شاوخوا كى پاكستان ته راوكوچيدل چى په ترڅ كى يې ددوى كوچيانې ژوند هم تيت شو. ددوى ډيره په سرحد صوبه، او بلوچستان كى ديره شول خو ددوى پام وړ شمير په پنجاب ايالت كى هم ديره شول چى هلته يي دټولو افغانانو ۴٠ فيصده جوړول.اكثره كوچيان دافغانستان دمركزي، شمالي او ختيځو ولايتونو پورې تړلي دي چى دوګړو ٧٩،٧ فيصده جوړوي. ددوى ۶١،٠٪ ځانونه پرورځنيوو مزدوريوو متكي بولي، او يواځې ۵،٠٪ وايي چى دوى ته كار وركړل شوې. دوى هم دبيرته ستنيدنې پلوي دي خو نزدې ٧٩،٠٪ يې بيا دنورو افغانانو په شان هماغه ستونزې په ګوته كوي.[3]

ګالری

سرچینې

  1. معصوم هوتک دکوچيان اودهغوي دتلو راتلو لرغوني لاري . اوله اودوهمه برخه
  2. پروفيسور ډاکتر گلجان ورور وردگ ، دپښتانه په شمال کي . ۶۰ مخ
  3. دافغانستان دڅيړنو او ارزيابۍ واحد خبرپاڼه شمار ه ۲۰۰۵ ز. کال