کونگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کونگ

کونگ (سټريجيفارم) سټريجي بڼه يوه د مارغانو سټه چې د ۲۲۰ خېلونو په شمېر موندل شوي. دوی په دوه ډوله د مارغانو کورنيؤ باندې وېشل کېږي . اصلي سټريجي بڼه کونگان،او (ټايټونيډای) څادرپوښه کونگان . لدې څخه په افغانستان کې ېې هم څو خېلونه موندل کېږي . څېړونکي په دې عقيده دي چې دا مارغان په ټوله نړۍ کې پرته له شمالي انټرکټيکا څخه نور په هرځای ليدل شوي دي. په شمالي اروپا کې ېې د ۱۰و شاوخوا خېلونه موندل کېږي.

د کونگانو ځانتياوې

کونگان په يوازېتوب حالت کې روږدي دي، د شپې لخوا ېې الوتنې خوښېږي ځکه هم د شپې مارغه ورته وايي. ددوی سترگې خورا روڼې او روښانه ليد لري. کونگان د ډېرو وړوکيو ژويو ، مارغانو، چيچنده ځناورو او خزدکو ښکار کوي .

څېره ايزې ځانتياوې

کونگان پلنه څېره ، گردې ننوتلي او شاوخوا ترې چاپېره نخشمنه سترگې او سوري غوږونه لري.مښوکه ېې د گوربت پشان راځړېدلې تاؤ ده ، خو په اندازه کې ترې ډېره وړوکې ده . خپړې ېې وړې او پښو کې بې سېکه دي. که څه هم چې دکونگانو سترگې د لرليدونکيو (دوربيني) ليد وړتيا لري ، خو بيا هم کله چې غواړي د يو ښکار په ليدو ځان ډاډمن کړي نو د خپل پوره سرد تاؤولو وړتيا لري څو خپل ليد له څو اړخونو بدل کړي . کونگان خپل پوره سر د ۲۷۰ درجو شاؤخوا تاؤولای شي . کونگان لرې ليدونکي مارغان دي ، دوی نشي کولای چې د څو نژدې سانټي ميټر و په مېچ يو څه وويني . ددوی سترگې د لږې رڼا يا تتې رڼا په مهال ډېرې تېزېږي او روڼتيا ېې بې جوړې ده .