کوشنی پېنټاګون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کوچنی پينتاگون يا د افغانستان د دفاع وزارت له پاره نوې ودانۍ د امريکا متحدو ايالاتو په مالي مرسته د افغانستان د دفاع وزارت له پاره په کابل کي داسي ودانۍ جوړه سوې ده چې خلک یې «کوچنی پنتاگون» بولي. پر دغي ودانۍ څلور کاله کار روان وو. د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د دغه هيواد د دفاع وزارت له پاره د امريکا متحدو ايالاتو په ۱۶۰ ميليونه ډالره مرسته له مرمرو ډبرو څخه داسي ودانۍ جوړه سوې چې په دغه هيواد کي یې ساری نه ليدل کيږي او «کوچنی پنتاگون» ورته ويل کيږي.

اسوشېتدپريس خبري آژانس د امريکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی دئ، چې دغه ودانۍ چې ۳۴ ميتره لوړوالی لري د جوړولو چارو یې څلور کاله وخت نيولی. په دغه ودانۍ کي ۲۵۰۰ کسان کار کولای سي. په دغه ودانۍ کي يو روغتون، يو جمنازيوم، يو داسي تالار چې په يوه وخت کي ۹۰۰ کسان پکښي ځايږي جوړ سوی دئ. ويل سوي دي چې په ودانۍ کي عسکرو ته بارکونه هم جوړ سوي.

په دغه ودانۍ کي چې پر ۳۸۵۰۰ متره مربع مځکه باندي جوړه سوې ده پر نورو سربيره د پوځي محکمې له پاره هم ځای لري.

ويل کيږي چې دغي ودانۍ ته ۷۰ ټنه فرنيچر رانيول سوې او د نزدې ۳۳،۳ ميليونو ډالرو په لکښت معلوماتي تکنالوژي پکښي ځای پر ځای سوې ده.

د امريکايي ځواکونو يوه افسر تاډ سيمونايټ چې د دغي ودانۍ د جوړېدو څارنه یې کوله اسوشېتدپريس خبري آژانس ته ويلي دي: «دغه ودانۍ د افغانستان د دفاع وزارت له پاره يو نوی پيل دئ.»

تړلې لیکنې[سمول]

دا هم وگورئ[سمول]

سرچینې[سمول]