کورنۍ کاز
Anser anser domesticus کورنۍ کاز | |
---|---|
![]() | |
مملکه | ژوی |
عمومي بڼې | Chordata |
ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
طبقه | مرغان |
الوتونکی مرغان | |
Anseriformes | |
کورنۍ | اېناټائيډی |
جنس | کازان |
ډول | کورنۍ کاز |
کورنۍ کاز (په لاتين: Anser anser domesticus) د خړ کاز یو اېل شوی (اهلي شوي) ډول دی چې په ځانگړي ډول په اروپا او آسیا کې روزل کېږي.
تاريخ[سمول]
تاريخي سرچینې وایي چې کازان ۵۰۰۰ کاله مخکې په عراق کې او ۲۰۰۰ کاله مخکې په مصر، یونان او منځنۍ اروپا کې ایل شوي ول. د مثال په توگه: مصریانو کازان د غوښو لپاره روزل او د خپلو کورونو د ساتلو لپاره یې هم کارول. په لرغوني يونان او روم کې کاز مقدس مارغه و چې په خدایانو آفروډيټا او یونو تقدیس شوی و. د کېلټيانو او جرمانيانو قبیلو کازان په ځانگړی ډول د غوښو او بڼكو لپاره روزل. په منځنۍ پېړۍ کې کازانو په اقتصاد کې مهم رول لوبول. په دي وخت کې انسانانو د کازانو د مڼکو څخه د غشو، لیکاڼو او پتونود جوړولو لپاره کار اخيستل او کاز د ارزانو غوښو مهمه سرچِینه هم وه.