خړ کاز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Anser anser
خړ کاز
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه مرغان
الوتونکی مرغان
Anseriformes
کورنۍ اېناټائيډی
جنس کازان
Anser anser

خړ کاز (په لاتين: Anser anser) د کازانو څخه تر ټولو گڼ شمېر لرونکی ډول دی چې د کورنیو کازانو څو دورگه شويو ډولونو جد هم دی.

توصيف[سمول]

خړکاز د اېناټائيډی په کورنۍ او د کاز په جنس پورې اړه لري. اوږدوالی یې ۷۵ - ۱۰۰ سانتیمتره او وزن یې ۲،۵ - ۴ کیلوگرامه دی. اوږدی قوي خړ رنگ لرونکې بڼې او قوي ژیړه مښوكه لري. نوموړی مارغه د اوراسيا په بېلا بېلو سیمو کې اوبو ته نژدې ژوند کوي. خړکازان په دایمو جوړو کې ژوند کوي او په سپټمبر کې په لویو سېلو کې سوېلي گرمو سیمو ته الوزي. خړ کاز په ځانگړي ډول مېوې، بوټي او د اوبو بوټي او کوچنۍ ژوې خوري.