کنکه لېږندويه انسېفلايټس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کنکه لېږندويه انسفلايټس يا د کنکه بوونکی اېنسفلايټس (په انگرېزي: tick-borne encephalitis) د مرکزي عصبي نظام يو ويروسي انتاني ناروغي ده. دا ناروغي اکثراً د مېنېنجايټس، اېنسېفلايټس، مېنېنجواېنسفلايټس په توگه برسېرېږي. که څه هم چې دا ناروغي د عصبي بې نظميو په توگه پېژندل شوې، خو تبه هم د دې ناروغۍ سره پېښېږي. په دغې ناروغۍ اخته کسانو کې له ۱۰ - ۲۰ ٪ ناروغان اوږد مهاله يا تل پاتې نيوروسايکايټرېک علايم له ځانه ښيي.

په اکثرو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ پېښې مخ په ډېرېدو ښودل شوي.[۱]

د کنکه لېږندويه اېنسفلايټس ويروس کوربانه ډېر دي، په دغو کوربنو کې شخوند وهونکي څاروي، مارغان، مږکان، غوښه خواره ژوي، اسونه او انسانان شامل دي. دا ناروغي له ژوو نه انسانانو ته هم لېږدول کېږي چې په داسې ژوو کې واښه خواره او سپيان د انسانانو د اخته کېدو اصلي سرچينې گڼل کېږي.[۲]

څرگندېدنه

د دې ناروغۍ ويروس د ماغزو تسپود يا انسفلايټس، د مېنېنجېز تسپود يا مننجايټس او يا هم د دواړو مېنېنجواېنسفلايټس تسپودونه رامېنځ ته کولای شي.[۳] په عام ډول، د دغې ناروغۍ په سبب مړينه له ۱٪ نه تر ۲٪ پورې ده چې د نيورولوجيکو نښونښانو د راڅرگندېدو نه ۵ تر ۷ وروځو وروسته پېښېږي.

په سپيانو کې هم دا ناروغي د نيورولوجيکو بې نظميو او نورو نښانو تر څنگ د رېږدېدا، تشنج او مړينې په ډول څرگندېږي.[۲]

په واښه خورو کې هم نيورولوجيکي علايم له ځانه ښيي او څاروي د خوراک نه پاتې کېږي، کمزوري ښکاري او د ساه اخيستلو ستونزې ورته پېښېږي.[۲]

لېږدېدنه

دا ډول ښځينه کنکه (اکسوډس ريسينس) د ناروغۍ د لېږدېدو سبب گرځي

کله چې کنکه يو څاروی او يا هم انسان وچيچي نو د کنکې په ناړو سره يوځای زهرجن ماليکولونه د چيچلو ځای بې حسه کوي او انسان او څاروي د کنکې چيچل نه احساسوي. د همدغو ناړو سره کنکه خپل نېښ ژور په پوستکي کې خښ کړي او د وينې په زبېښلو پيل وکړي چې د نېښ لگولو سره سم د کنکې لخوا د کوربه بدن ته ويروس ورننوځي. کنکې په گڼ شمېر جنسونو او ډلبنديو کې موندل کېږی او هغه يې چې انتاني ناروغۍ بېښوي د اکسوډس ريسينس، اکسوډس سکاپولارس او اکسوډس پرسولکاټوس په نامه يادېږي،[۴] دا انتان کله نا کله د ناروغې غوا د شيدو له لارې هم انسانانو ته ورځي.[سرچينه پکارده]

سببونه

کنکه لېږندويه اېنسېفلايټس یا ټي بي اي ويروس د فلاوي ويريدې د کورنۍ د فلاوي ويروس د جنس يو غړی ويروس دی. دا ويروس د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۷ ز. کال کې جلا شوی. د دې ويروس درې څېرمه ډولونه، اروپايي يا غربي کنکه لېږندويه اېنسفلايټس ويروس، سايبېريايي کنکه لېږندويه اېنسفلايټس ويروس، او د لرې ختيځ کنکه لېږندويه اېنسفلايټس ويروس (پخوا د روسي پسرلي دوبي اېنسفلايټس ويروس په نامه پېژندل کېده) دي.

هر کال په روسيې او اروپا کې نژدې 5,000-7,000 انسانان په دې ناروغۍ اخته کېږي.[۱][۵]

د کنکه لېږندويه ناروغيو په اړه پخواني شوروي اتحاد څېړنې کړي وې چې په دغو کې کنکه لېږندويه انسفلايټس هم شامل و.

تشخيص

د کنکه لېږندويه اېنسفلايټس يا ټي بي اي ويروس کېدای شي د سېرونېگېټيف سويې څېرمه ډول کې موجود وي. په داسې پېښو کې د ټي بي اي انتان نښه ښوونکي IFN-g کچه په سېرېبروسپينال مايع کې لوړه وموندل شي.[سرچينه پکارده]

د ماغزو په انساجو کې ډېر ځل د ويروس انټيجن موندل کېږي. د اېلايسا لابراتواري آزمويښتونو په مرسته، په سېرولوجيکي موندنو هم دغه ناروغي پېژندل کېږي.[۲]

درملنه او ژغورنه

د لېتوانيا په يوه ځنگل کې نصبه شوې لوحه چې د کنکه لېږندويه انسفلايټس د شتون احتمال اټکلوي او خلکو د دغې ناروغۍ له وېرې خبروي.

دا يوه ناعلاجه ناروغي ده، د دې ناروغۍ لپاره ځانگړې کومه درملنه نشته. د ماغزو د علايمو او ناروغيو په پېښو کې په روغتون کې درملنه ضروري ده او د ناروغۍ د شدت په وخت کې ملاتړې پالنې په پام کې نيول کېږي. د تسپود ضد درمل، لکه کورټيکوسټېرويډونه، به ځينو وختونو کې د علايمو نه د خلاصون په تکل کارېږي. د سا اخيستنې د ستونزو په وخت کې ټراکيل انټيوبېشن او مصنوعي ساه ورکولو لارې چارې په پام کې بايد ونيول شي، خو د دغه انتان ژغورنه د واکسین په مرسته شونې ده.

Prevention includes non-specific (tick-bite prevention, tick checks) and specific prophylaxis (vaccine, TBE immunoglobulin). Tick-borne encephalitis vaccine is very effective and available in some disease endemic areas.[۶]

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Suss J (June 2008). "Tick-borne encephalitis in Europe and beyond--the epidemiological situation as of 2007". Euro Surveill. 13 (26). PMID 18761916. http://www.eurosurveillance.org/ViewArticle.aspx?ArticleId=18916. 
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ Tickborne Encephalitis Virus Archived 2019-06-03 at the Wayback Machine. reviewed and published by WikiVet, accessed 12 October 2011.
  3. Kaiser R (September 2008). "Tick-borne encephalitis". Infect. Dis. Clin. North Am. 22 (3): 561–75, x. doi:10.1016/j.idc.2008.03.013. PMID 18755391. http://linkinghub.elsevier.com/retrieve/pii/S0891-5520(08)00027-5. 
  4. Dumpis U, Crook D, Oksi J (April 1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Tick-borne encephalitis"]. Clin. Infect. Dis. 28 (4): 882–90. doi:10.1086/515195. PMID 10825054. 
  5. Salisbury, Dr David; Noakes, Dr Karen (2006), Immunisation against infectious disease (الطبعة Third), TSO (The Stationery Office - UK Department Of Health), د کتاب پاڼي 385–390, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-11-322528-6, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۱۱ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Demicheli V, Debalini MG, Rivetti A (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Vaccines for preventing tick-borne encephalitis"]. Cochrane Database Syst Rev (1): CD000977. doi:10.1002/14651858.CD000977.pub2. PMID 19160184. 

باندنۍ تړنې