کلېمنټ اتلي
| کلېمنټ اتلي | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
| [[language|]]: Clement Attlee | |||||||
| د شخص مالومات | |||||||
| زېږون نوم | [[language|]]: Clement Richard Attlee[۱] | ||||||
| پيدايښت | ۳ جنوري ۱۸۸۳[۲][۳] | ||||||
| مړینه | 8 اکتوبر 1967 (84 کاله)[۴][۵] | ||||||
| د مړینې لامل | سینه بغل [۶] | ||||||
| تابعیت | |||||||
| واک | |||||||
| د برېتانیې لومړی وزیر [۱] | |||||||
| د واکمنۍ دوران ۲۶ جولای ۱۹۴۵ – ۲۶ اکتوبر ۱۹۵۱ |
|||||||
| |||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک | سياستوال [۷][۱]، ډیپلوماټ | ||||||
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲][۸] | ||||||
| پوځي خدمت | |||||||
| برخه | د برتانيا فوځ | ||||||
| جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه [۹] | ||||||
| وېبپاڼه | |||||||
| مخ پر IMDB باندې | |||||||
| سمول |
|||||||
کلېمنټ ریچارد اتلي، لومړی ایرل (زړور سرتېری) اتلي، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د وړتیا نښان (Order of Merit)، د اتلانو د ویاړ نښان (Order of the Companions of Honour)، د بریتانیا د خصوصي شورا ویاړ (Privy Council)، )، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society) درلودونکی (د ۱۸۸۳ ز کال د جنوري له ۳ نه د ۱۹۶۷ ز کال د اکتوبر تر ۸ مې پورې) یو بریتانوي سیاستوال و چې له ۱۹۴۵ ز کال نه تر ۱۹۵۱ ز کال پورې یې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه او د ۱۹۳۵ ز کال نه تر ۱۹۵۵ ز کال پورې یې د کارګر ګوند د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړی د چرچل تر واک لاندې د جګړې پر مهال د ائتلافي حکومت د لومړي وزیر مرستیال و او دوه ځله یې د اپوزیسیون د مشر په توګه له ۱۹۳۵ ز کال نه تر ۱۹۴۰ زکال پورې او له ۹۱۵۱ز کال نه تر ۱۹۵۵ ز کال پورې خدمت ترسره کړی دی.
اتلي د لوړې متوسطې طبقې په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د لندن د یوه شتمن وکیل زوی و. نوموړی د هیلي بیري د کالج په عامه ښوونځي او په اکسفورډ پوهنتون کې له زده کړو وروسته، د مدافع وکیل په توګه کار وکړ. د هغه رضاکارانه کار چې نوموړي د لندن په ختیځ کې ترسره کړ، نوموړی یې د بې وزلۍ له حالت سره مخامخ کړ چې وروسته یې د هغه سیاسي لیدلوری کیڼ اړخ ته بدل کړ. هغه خپله حقوقي دنده پرېښوده او د خپلواک کارګر ګوند سره یوځای شو او د لندن د اقتصاد په پوهنځي کې یې لیکچر پیل کړ. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د افسر په توګه د خدمت له امله، د هغه په دنده کې ځنډ راغی. هغه په ۱۹۱۹ ز کال کې د سټیپني ښاروال شو او په ۱۹۲۲ ز کال کې د لایم هاوز په استازیتوب د پارلمان غړی وټاکل شو. په ۱۹۲۴ ز کال کې اتلي د رامسي مکډونالډ په مشرۍ د لومړي لږه کي کارګر ګوند په حکومت کې دنده ترسره کړه او بیا یې د مکډونالډ د دویم لږه کي حکومت په اوږدو کې (۱۹۲۹ – ۱۹۳۱ز) په کابینې کې غړیتوب ترلاسه کړ. په ۱۹۳۱ ز کال کې د کارګرانو د سختې ماتې پر مهال د خپلې چوکۍ د ساتلو وروسته، نوموړي د ګوند د مرستیال مشر په توګه و ټاکل شو. په ۱۹۳۵ ز کال کې د کارګر ګوند مشر وټاکل شو او په لومړيو کې یې د آرامتیا پلوي کوله او په وسلو باندې د بریتانیا د بیا سمبالښت پر وړاندې ودرېد. هغه د دویمې نړیوالې جګړې په درشل کې د هټلر او موسولیني سره د نیول چمبرلین د آرامتیا د سیاست پروړاندې نیوکه وکړه. اتلي په ۱۹۴۰ ز کال کې کارګر ګوند د جګړې پر مهال په ائتلافي حکومت کې ګډ کړ او د وینسټن چرچل تر مشرۍ لاندې یې په پیل کې د کابینې د لوی غړي په توګه او او بیا له ۱۹۴۲ ز کال نه وروسته د لومړي وزیر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه.
ائتلاف د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ړنګ شو او اتلي د ۱۹۴۵ ز کال په عمومي ټاکنو کې د کارګر ګوند لویې بریا ته ورساوه.، چې د کارګر ګوند لومړی اکثریت حکومت یې را منځ ته کړ. د اقتصادي مدیریت لپاره د هغه د حکومت د کېنزي لیدلوري موخه دا وه چې په هېواد کې بشپړه ګومارنه، مختلط اقتصاد او د دولت له لوري د ټولنیزو چوپړتیاوو پراخ سیستم را منځ ته کړي. د دې موخو لپاره، حکومت د عامه خدماتو او لویو صنعتونو ملي کول پیل کړل او پراخ ټولنیز اصلاحات، لکه: د ۱۹۴۶ز کال د ملي بیمې د قانون، د ملي مرستې د قانون یې تصویب، په ۱۹۴۸ کال کې د ملي روغتیا د چوپړتیاوو را منځ ته کول او د عامه کورونو د جوړولو لپاره د عامه سبسایډي پراخول یې پلي کړل. د نوموړي حکومت د سوداګرۍ د اتحادیې قانون، د کار اصول او د ماشومانو کار هم اصلاح کړل. د ملي پارکونو سیسټم یې رامنځ ته کړ، د ۱۹۴۶ ز کال نويو ښارګوټو قانون یې تصویب کړ او د ښارونو او هېواد د پلان سیسټم یې رامنځ ته کړ.
اتلي بهرنۍ پالیسي ارنسټ بیوین ته و سپارله، خو د هند له تجزیې (۱۹۴۷ز)، د برما او سیلون له خپلواکۍ او د فلسطین او ترانس اردن (د ختیځ اردن امارت) د بریتانوي واکونو د منحل کېدو مشري یې وکړه. هغه او بیون متحده ایالات وهڅول چې په سړه جګړه کې پراخه ونډه ولوبوي، نوموړي چې په یونان کې د پوځي لاس وهنې توان نه درلود، نو په واشنګټن یې غږ وکړ چې هلته د کمونیستانو د پرمختګ مخه و نیسي، چې دې کار د ترومن نظریات منځ ته راوړل. نوموړي د امریکا په پیسو د لوېدیځې اروپا د بیا رغوني لپاره د مارشال له پلان نه ملاتړ وکړ او د شوروي بلاک پر وړاندې یې په ۱۹۴۹ ز کال کې د ناټو پوځي اتحاد ته پراختیا ورکړه. وروسته له هغه چې کارګر ګوند د ۱۹۵۰ز کال په عمومي ټاکنو کې په لږ توپیر سره بریالی شو، هغه د کوریا جګړې ته بریتانوي سرتېري واستول. [۱۰]
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، اتلي ته له افلاس سره مخامخ هېواد په میراث پاتې شوی و چې د خوراکي توکو، کور او سرچینو له کمښت سره لاس او ګرېوان و. د نوموړي د ټولنیزو اصلاحاتو او اقتصادي پروګرامونو تر څنګ، دې کړووانو او د پیسو تکراري ناورینونو او د متحده ایالاتو په مرستو پورې محدودیت د هغه د لومړي دورې په اوږدو کې دوام درلود. د ۱۹۵۱ز کال په عمومي ټاکنو کې د هغه ګوند د محافظه کارانو له خوا په لږ تو پیر ماتې وخوړه. نوموړی د کارګر ګوند د مشر په توګه دندې ته دوام ورکړ، خو د ۱۹۵۵ ز کال په ټاکنو کې له بایللو وروسته تقاعد شو او د اعیانو مجلس ته ولاړ. هغه په ۱۹۶۷ز کال کې مړ شو. په عامه بڼه، هغه معتدل او ساده ښکارېده، خو د پردې تر شا د هغه ژوره پوهه، خاموش چلند، رښتینې لیدنه او عمل قاطع ثابت شوي دي. اتلي چې ډېری وختونه د بریتانیې د لویو لومړیو وزیرانو نه ګڼل کېږي، د پوهانو تر منځ یې شهرت وده کړې ده او د عصري هوسا دولت د جوړولو او په سړه جګړه کې د جوزف سټالین په وړاندې د ائتلاف په را منځ ته کولو کې د هغه ښکېلتیا ستایل کېږي. هغه د بریتانیې په تاریخ کې د کارګر ګوند تر ټولو اوږد مهاله مشر پاتې شوی.
د ژوند لومړي کلونه او زده کړې
[سمول]د اټلي د ۱۸۸۳ ز کال د جنورۍ په ۳ مه نېټه په پوټني، سوري کې (چې اوس د لندن برخه ده) د یوې لوړې متوسطې طبقې په کورنۍ کې زېږېدلی، چې د اتو ماشومانو له ډلې نه اووم دی. پلار یې هنري اتلي (۱۸۴۱ – ۱۹۰۸ز) یو وکیل و او مور یې ایلن بریوری واټسن (۱۸۴۷ – ۱۹۲۰) د توماس سیمونس واټسن، د لندن د هنر اتحادیې د منشي لور وه. د نوموړي مور او پلار "د انګلیسي کلیسا ژمن پیروان" وو چې هر سهار یې دعاګانې او روحاني سرودونه ویل. [۱۱][۱۲]
اتلي په دوه پوړیزه کلا (ویلا) کې لوی شوی، چې یو لوی باغ او د ټینس ډګر یې او دری کارګران او یو باغبان یې درلود. د هغه پلار چې یو سیاسي لیبرال و، د کورنۍ ګټې یې د ژرندې او د بېر له تولید نه په میراث کې ترلاسه کړې وې او د ډروسس په حقوقي شرکت کې یو لوړ پوړی شریک و، د انګلستان او ویلز د قانون د ټولنې د رئیس په توګه یې د یوې مودې لپاره خدمت وکړ. نوموړي په ۱۸۹۸ ز کال کې د ایسېکس په تروپ لي سوکېن سیمه کې کې د ۲۰۰ جریبه (۸۱ هکتاره) ملکیت وپېرله. اتلي په نهه کلنۍ کې د هارتفورډشیر په نارتاو سیمه کې د هلکانو د چمتووالي ښوونځي ته واستول شو. هغه له خپلو وروڼو وروسته په ۱۸۹۶ ز کال کې د هیليبري کالج ته ولاړ، چې په هغه ځای کې نوموړی یو متوسط زده کوونکي و. هغه د خپل کورني ښوونکي فریډریک ویب هیډلي د ډاروین پلوه نظریاتو تراغېز لاندې راغلی و او په ۱۸۹۹ ز کال کې یې د ښوونځي په مجله کې د لندن په اعتصاب کوونکو ټکسي چلوونکو باندې نیوکه خپره کړه او وړاندوېنه یې وکړه چې دوی به ډېر ژر "د خپلو کرایو لپاره سواګري وکړي".[۱۲]
اتلی په ۱۹۰۱ ز کال کې، د اکسفورډ پوهنتون کالج ته ولاړ او معاصر تاریخ یې ولوست. هغه او د هغه ورور ټام ته "د پلار له خوا سخاوتمندانه خرڅ ورکړل کېده او د پوهنتون د ژوند بڼه یې خپله کړه - یعني استدلال، لوستل او ټولنیزې اړیکې ساتل". هغه وروسته د یوه ښوونکي له خوا د "هوښیار، هڅاند، د باور وړ سړی په توګه توصیف شو چې بې جوړه چلند لري ... خو د عالي او سالم قضاوت پر بنسټ". په پوهنتون کې نوموړي له سیاست او اقتصاد سره لږه لېوالتیا درلوده، وروسته یې خپل لیدلوری د هغه وخت په پرتله د "غوره پخواني امپریالیستي محافظه کاره" په توګه وړاندې کړ. هغه په ۱۹۰۴ ز کال کې لېسانس د دویمې درجې په ویاړ سره لاس ته راوړ. [۱۲]
اتلي بیا په اېنر ټمپل (د وکیلانو ټولنه) کې د مدافع وکیل په توګه وروزل شو او د ۱۹۰۶ ز کال په مارچ کې د مدافع وکیلانو ډلې ته وبلل شو. هغه د خپل پلار په حقوقي شرکت، ډروسز او اتلي کې د یو څه وخت لپاره کار وکړ، خو له کار نه یې خوند وانخیست او د حقوقي مسلک په برخه کې د بریالیتوب لپاره کومه ځانګړې هیله نه درلوده. هغه د فلیټ کلپ لپاره چې د لیګ غړی نه و، فوټبال هم لوبولی دی.[۱۳]
د اتلي پلار په ۱۹۰۸ ز کال کې له نړۍ نه سترګې پټې کړې او د ۷۵۳۹۴ پونډ په ارزښت (په ۲۰۲۰ ز کال کې له ۸۰۵۷۸۸۰ سره برابر) یې د میراث وصیت پرېښود. کينډۍ:Inflation-fn[۱۴]
لومړۍ تجربه
[سمول]نوموړي په ۱۹۰۶ ز کال کې په هیلیبري هاوز کې، چې د لندن په ختیځ سټیپني کې د کارکوونکو هلکانو لپاره یو خیریه بنست و او د هغه د پخواني ښوونځي له خوا پرمخ وړل کېده، د رضاکار په توګه دنده پیل کړه او د ۱۹۰۷ ز کال نه تر ۱۹۰۹ز کال پورې یې د بنسټ د مدیر په توګه دنده ترسره کړه. تر هغه وخته پورې، د نوموړي سیاسي لیدلوری ډېر محافظه کار و، خو وروسته د هغه ټکان له امله چې نوموړي د بې وزلۍ او محرومیت له امله د کوڅو د ماشومانو سره د کار په اوږدو کې ولید، دې پایلې ته ورسېد چې شخصي خیرات هېڅکله بیوزلي نشي را کمولای. یوازې د دولت له خوا مستقیم ګام او د عاید بیا وېش ژور اغېز درلودلای شي. دې کار یو داسې بهیر رامنځ ته کړ چې نوموړي سوسیالیزم واوښت. په ۱۹۰۸ ز کال کې هغه د خپلواک کارګر ګوند سره یوځای شو او په سیمه ییز سیاست کې فعال شو. نوموړی په ۱۹۰۹ ز کال کې، د سټیپني بورو د شورا لپاره د ګوند د نوماند په توګه په خپلو لومړیو ټاکنو کې له ناکامۍ سره مخامخ شو. [۱۵]
نوموړي په ۱۹۰۹ ز کال کې د ټوینبي هال سره د منشي په توګه له دندې نه مخکې، د بیټریس ویب لپاره د سکرتر په توګه د لنډ وخت لپاره دنده ترسره کړه .هغه د لږه کیو بېوزله وګړو د راپور د مشهورولو لپاره د ویب پاڼې د کمپاین لپاره کار کاوه، ځکه چې هغه د فابیان په سوسیالیستي کړیو کې خورا کارنده کس و، چې په دې ځای کې هغه له ډېرو سیاسي ټولنو - لیبرال، محافظه کار او سوسیالیست - نه لیدنه وکړه، ترڅو نظریات تشرېح او مشهور کړي او د کمپاین لپاره غوره استادان وګوماري. هغه په ۱۹۱۱ ز کال کې د انګلستان د حکومت له خوا د "رسمي تشرېح کوونکي" په توګه وګومارل شو – ترڅو د هېواد ګوټ ګوټ ته سفر وکړي او د خزانې د وزیر ډیوېډ لویډ جورج د ملي بیمې قانون خلکو ته تشرېح کړي. د دې کال په دوبي کې هغه په بایسکل سره ایسېکس او سومرسیټ ته سفر وکړ، ترڅو په عامه غونډو کې نوموړی قانون تشرېح کړي. نوموړي یو کال وروسته د لندن د اقتصاد په پوهنځۍ کې استاد شو، چې ټولنیز علوم او عامه اداره یې تدریس کوله. [۱۶]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ سرليک: Эттли, Клемент Ричард — خپور کړی: Small Soviet Encyclopedia Invalid
<ref>tag; name "88ce4153db4d9ee3d95083d33a114712d1c76d18" defined multiple times with different content - ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11958645f — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Clement-Attlee — subject named as: Clement Attlee — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپروونکی: Oxford University Press
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p4464.htm#i44636 — subject named as: Clement Richard Attlee, 1st Earl Attlee — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/30498 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپروونکی: Oxford University Press
- ↑ Who's Who UK ID: https://www.ukwhoswho.com/view/article/oupww/whoswho/U48054 — سرليک: Who's who — خپروونکی: A & C Black
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/86633571
- ↑ Lives of WWI ID: https://livesofthefirstworldwar.org/lifestory/100224
- ↑ Bullock, Ernest Bevin: Foreign Secretary (1983) ch 8
- ↑ Davies, Edward J. "The Ancestry of Clement Attlee", Genealogists' Magazine, 31(2013–15): 380–87.
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ "Clement Attlee". Spartacus Education.
- ↑ Beckett 1998، م. 17.
- ↑ "Attlee Henry of 10 Billiter-square London and Westcott Portinscull-road Putney Surrey died 19 November 1908" in Probate Index for 1908 at probatesearch.service.gov.uk, accessed 7 August 2016
- ↑ Beckett 1998، مم. 18–35.
- ↑ Beckett 1998، مم. 34–43.
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- 1967ز مړينې
- 8 اکتوبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1365
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1366
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
