کلمه
کلمه د ژبي یو بنسټیز عنصر دی چي معنی لري. [۱] د دې حقیقت سره سره چي د ژبې ویونکي تر ډېره پوري د کلمې په اړه پوهه لري، خو د ژبپوهانو ترمنځ د هغې په تعریف باندي هیڅ یووالی نسته او د مفکورې د ځانګړو معیارونو موندلو لپاره ډیری هڅي همداسي متنازع پاته دي. [۲] په عمومي توګه د کلمې د تعریف په اړه د پوهانو له لوري بېلابېل معیارونه وړاندیز سوي دي, چي په نظري شالید او تشریحي شرایطو پوري اړه لري. [۳]
ځانګړې وېشنيزه |
---|
برخې | |
---|---|
برخه د |
د "کلمې" مفهوم د ګړ یا مورفیم څخه توپیر لري، کوم چي د ژبي ترټولو کوچنی مانا لرونکی واحد ګڼل سوی دی. [۱] په یوه ژبه کي کلمې لږترلږه د یوه مورفیم څخه جوړي سوي دي. همدارنکه ګړ یا مورفیم هم د مورفولوژیکي مشتق په پروسه کي د نورو کلمو رامینځته کولو لپاره یوځای کیدی سي.هغه کلمې چې له یو څخه زیاتې ریښې ولري لکه د انګلیسي ژبي ("[ډول] [لیک]، "[غوا[هلک]"، "[ټیلی[ګراف] یا داسي نور مرکب کلمې ګڼل کیږي.
د نړۍ په ډیرو ژبو کي د "کلمه" مفهوم د لیکلو سیسټم د زده کړي د برخي په توګه هم بلل سوی دی. [۴]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Brown, E. K. (2013). The Cambridge dictionary of linguistics. J. E. Miller. Cambridge: Cambridge University Press. p. 473. ISBN 978-0-521-76675-3. OCLC 801681536.
- ↑ Bussmann, Hadumod (1998). Routledge dictionary of language and linguistics. Gregory Trauth, Kerstin Kazzazi. London: Routledge. p. 1285. ISBN 0-415-02225-8. OCLC 41252822.
- ↑ Brown, Keith (2005). Encyclopedia of Language and Linguistics: V1-14. Keith Brown (2nd ed.). ISBN 1-322-06910-7. OCLC 1097103078.
- ↑ . 2011.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help)