کفایت الله دهلوي
کفایت الله دهلوي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۸۷۵ |
مړینه | 31 ډيسمبر 1952 (76–77 کاله) ډېلي |
تابعیت | هند (۲۶ جنوري ۱۹۵۰–) |
عملي ژوند | |
تعلیم | دیوبند مدرسه |
کار/مسلک | |
سمول |
ولادت
[سمول]مفتي کفایت الله (رحمه الله) په ۱۲۹۲ کي د هند په شاجهان پور، محله زئی کي پیدا سو.
تعلیم
[سمول]د پنځو کلو په عمر یې د شاجهان پور په مدرسه کي درس شروع کړی. اردو، فارسي او حفظ یې د نسم الله صاحب څخه وویل. بیا مدرسه اعزازیه کي د فارسي کتاب اسکندر نامه او د عربي لومړني کتابونه وویل. بیا يې یو څه وخت په مدرسه شاهي مراداباد کي درس وویلی.
دارلعلوم دیوبند ته داخلیدل
[سمول]په ۱۳۱۲هـ کي دارالعلوم دیوبند ته ورغلی، او د (۲۱) کالو په عمر یې په ۱۳۱۵هـ کي سند فارغت ترلاسه کړی.
مشهوره اساتذه
[سمول]مولانا منفعت علي، مولانا غلام رسول، مولانا خلیل احمد، شیخ الهند (مولانا محمود الحسن دیوبندي) مولاناړعبدالحق او مولانا اعزاز حسن خان رحمة الله علیهم .
تدریس
[سمول]د فراغت څخه وروسته په مدرسه عین العلوم کي استاذ مقرر سوه،او ناظم منتخب سو. تقریباً (۵) کاله یې په دغه مدرسه کي تدریس وکړی. په ۱۳۲۰ هـ کي د مدرسه امینه دهلي مفتي صاحب بلنه ورکړه د تدریس لپاره. د ډېر وخت لپاره یې په دغه مدرسه کي تدریسي خدمات ترسره کړه.
تصانیف
[سمول]مفتي صاحب ډېر مفید کتابونه لیکلي دي لکه: قصیده عربي، روض الریاضین، المبري او مصطفي، تعلیم الاسلام، ترټولو مشهور کتاب یې کفایت المفتي دی.
مهمي کارنامې
[سمول]مفتي صاحب د علمي کارو سره سره سیاسي او ملي خدمات هم کول. په ۱۹۱۸م کي د مسلم لیګ په اجلاس کي د خپلو ملګرو سره په دغه مجلس کي برخه واخیستل. په ۱۹۱۹م کال خلافت کانفرنس په دهلي کي د برطانیې د سولي د جشن د نه منلو تجویز مفتي صاحب وړاندي کړی. د جمعت علماء هند لومړی صدر هم محترم مفتي صاحب وو. څو واري محبس ته بېول سوی دی. د مسلمانانو او ملکي خدماتو لپاره یې څو واري حجاز او نورو اسلامي ملکو ته سفر هم کړی دی. د طالب علمي په عمر کي یې د قادیانیت په خلاف یوه مجله هم چلول چي د (البرهان) په نامه یادېدل.
وفات
[سمول]په ۱۳۷۲هـ د ربیع الاول په میاشت کي دې ستر فقهې ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې.