کرپوله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Melissa officinalis
کرپوله
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ نعناعیانو (Lamiaceae)
جېنس Melissa

ليمو ويلني يا کرپوله (په لاتين: Melissa officinalis) د څو کلنه یو درملي بوټي دي چی په جنوبي اروپا او لويديځي آسيا کې شنه کېږي او په طبيعي درملنې کی مهم رول لوبوي. دغه بوټي څښاکونو او خواړو ته هم ورکول کېږي.

توصيف[سمول]

کرپوله یو درملي او بوی لرونکي بوټي دي چی د نعناعیانو په کورنی او د Melissa په جنس پورې اړه لري. اوږدوالي یی ۷۰ – ۱۵۰ سانتيمتره دي او سپين گلان لري. دغه بوټي د جون څخه تر اگسټ پورې گل نیسی. ليمو ويلنی یو شمېر طبيعي مواد لکه اسانسونه (۰،۱٪ ) ټانينونه، فلافونويډونه او معدني توکې لري.

کرپوله په طب کې[سمول]

کرپوله پر هاضمې باندي ښه آغېزه او د ارامکوونکي درمل په توگه هم کارېدلای شی. نومړي پوټي د هېرپېس سیمپلکس پر ضد آغېزه لري.