کريم خان زند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کريم خان زند
کريم خان زند

كريم خان زند د ۱۷۰۵ ز كال په شاوخوا كې زېږېدلى دى. دى له ۱۷۶۰ ز كال نه د ۱۷۷۹ ز كال د مارچ تر ۱۳ پورې د پارس واكمن وو. كريم خان زند د كوردي كام (قام) د زند كورنۍ مشر وو. نوموړی په پارس او آذربايجان کې د افغان واکمن ازاد خان افغان تر ټولو پیاوړی سیال گڼل کيږي. كله چې کریم خان د پارس پاچا شو، نو يې د ځان لپاره د شاه نوم نه كاراوه، بلكې ځان يې وكيل الرعايا (د خلكو استازي) په نامه ياداوه. دى د نادر شاه افشار له جنرالانو څخه وو او د هغه له مړينې وروسته، په پارس كې د دغه هېواد د پلاز له يو شمېر نورو اداعاكوونكو سره د هاند او هڅې په پايله كې واك و ځواك ته ورسېد. پر ۱۷۴۷ ز كال كريم خان، عبدالفتح خان او عليمردان خان د هېواد د وېش او درېيم اسمعيل ته د پلاز د سپارلو په اړه په خپل منځ كې هوكړه (موافقه) وكړه. خو څه مهال وروسته علي مردان خان پر اصفهان بريد وكړ او عبدالفتح خان ووژل شو. لكه څنگه چې په دې كار سره د دوى ترمنځ موافقه مراعت نه، بلكې له هغې نه سرغړونه وشوه، كريم خان عليمردان خان وواژه او په پايله كې يې له خوراسان نه پرته نور ټول پارس ونيو.

دوتنه:Monument+karim khan.jpg
د کريم خان زند ياد څلی

پر ۱۷۵۰ ز كال يې شيراز د خپلې منځۍ په توگه غوره كړ. پر ۱۷۶۳ ز كال يې د ازربايجان سويلي برخه ونيوله او د پارس د يو موټى كولو كار يې پاى ته ورساوه. د تاريخ ليكونكو په اند، ده د پارس په تاريخ كې خپل ځان د يو له ډېرو ښو واكمنانو په توگه وښود. ده د هېواد د سمسورتيا په برخه كې كار كاوه، د شيراز ښار يې لا پسې ودان كړ، د لويو پارسي شاعرانو سعدي او حافظ پر ارامځايونو يې ډېرې ښې گومبتې جوړې كړې. په داسې حال كې چې دى په خپله نالوستى (بې سواده) وو، د شاعرانو او پوهانو درناوى يې كاوه او د دې په څنگ كې يو بشردوست او مهربان سړى هم وو. د ده يواځينۍ نېگړتيا، چې پارسيانو نه شو كولاى ده ته يې وبښي ، هغه د مشروباتو څښل او له هغوى سره لېوالتيا وه. اړینه ده وویل شی، چې کریم خان زند د عیاشۍ په برخه کې هم د ایران په تاریخ کې نوم لری. كريم خان زند له برتانوي امپراتورۍ سره ښه اړېكي درلودل او د ختيځ هند كمپنۍ د پارس په سويل كې يوه سوداگريزه منځۍ هم جوړه كړه. ډېری ایرانیان دی پر دې پړ او ملامت بولی ، چې له ختیځ هند کمپنۍ سره د ده د اړېکو له ټینگښت نه وروسته، انگرېزانو ایران ته مخ ورواړاوه او په دغه هېواد کې يې هم د ښېکلاکگر سیاست د پلي کولو په موخه هلې ځلې پیل کړې. كريم خان زند د ۱۷۷۹ ز كال د مارچ پر ۱۳ ومړ. نوموړى د شيراز ښار ارگ ته نږدې د بهرنيو سفيرانو د منلو په ځاى كې خاورو ته وسپارل شو. د ده له مړينې وروسته په پارس كې سملاسي د ده د خپلوانو تر منځ د واك وځواك پر سر خپلمنځي شخړې پيل شوې. د ۱۷۹۱ ز كال په پسرلي كې د پارس نوي واكمن اغا محمد شاه قاجار د شيراز ښار وران كړ، د كريم خان قبر يې هم ړنگ كړ، د ده هډوكي يې ترې راوايستل او په تهران كې يې د خپلې ماڼۍ په وره كې تر خاورو لاندې كړل، د دې لپاره چې كله دى ماڼۍ ته ننوزي او يا ترې وزي، نو په ياد به يې وي، چې دوښمن يې تر پښو لاندې دى

اخځونه