کروم او اېس
ښکارېدونکې بڼه
کروم او اس (ChromeOS) [۱] چي مخکي د کروم OS په توګه جوړ او پېژندل کېدی، د لینکس ویش Linux distribution اړوند دی چي د ګوګل لخوا رامینځته سوی او ډیزاین سوی دی.
یاد OS د ChromiumOS له سرچینې څخه اخیستل سوی دی، چي د لینکس کرنل پراساس د ګوګل کروم ویب براوزر د خپل اصلي کارونکي انٹرفیس په توګه کاروي.
ګوګل کمپنۍ د 2009 کال په جولای کي دا پروژه اعلان، او په پیل کې یې دا د عملیاتي سیسټم په توګه تشریح کړه ترڅو غوښتنلیکونه او د کار کوونکي ډاټا په کلاوډ کي پاته سي. د ChromeOS سیسټم په عمومي توګه د ویب غوښتنلیکونو د چلولو لپاره کارول کیدی.
ChromeOS د 2016 څخه وروسته وکولای سول ترڅو د ګوګل پلی څخه د Android غوښتنلیکونه هم پرمخ بوځي. [۲] د 2018 راهیسي او د ChromiumOS/ChromeOS 69 نسخې جوړېدلو وروسته دغه سیسټم د لینکس د غوښتنلیکونو ملاتړ کوي. [۳] [۴]