کارن:Shafiqa2020/sandbox

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مریم غني

مریم غني ( په انګریزي Mariam Ghani) هنرمنده، فلم جووړنکې، لیکواله او ښوونکې ده. په ۱۹۷۸ز کال کې د امریکا د متحده ایلاتونو د نېویارک په بورکلاین کې زیږدلې. پلار یې اشرف غني له ۲۰۱۴ ز کال راپه دېخوا د افغانستان ولسمشر او مور یې رولا غني (بي بي ګل) د هېواد لومړۍ مېرمن ده. مریم غني په تر ۲۰۰۲ کاله پورې وطنه ته نه وه تللې. خپل لیسانس یې د نېویارک له پوهنتون اخیستی. د منهتن د هنرونو له ښوونځي یې په مقایسوي ادبیاتو، د ویډیو جوړلو، عکاسي کولو او نصبولو یې هم یو تعلیمي سند تر لاسه کړی.

شخصي ژوند[سمول]

مریم غني له افغانستان نه د باندې لویه شوې ده. دا ۲۴ کلنه وه چې په لومړي وار یې وطن ولید. هغه وخت یې پلار د حامد کرزي په حکومت کې د مالې وزیر و. که څه هم پلار یې د افغانستان ولسمشر دی خو مریم بیا هم خپل هنري کارونه ژوندي ساتلي. په ۲۰۱۵ز کال کې د دې یوې همکارې نېویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل: مریم غواړي خلک د دې کار ته وګوري نه د دې کورنیو اړیکو ته.

یاده مرکه کې مریم غني ویلي: زه په بېلابېلو دودنو ورزول شوم، شاید همدا دلیل و چې هنرمنده شوم.

دې په کابل کې هم د هنرمندو ښځو د روزنې زده کړه هم ورکړې. دا په اووه ژبو خبرې کولی شي.

کارونه[سمول]

مریم غني له ۲۰۰۴ کاله را وروسته د ملټيمیډیا په پروژې چې (د ورکو نوملړ) نومیږي کار کوي. دغه پروژه د سپمټبر د نهمې پیښې وروسته د کډوال په اړه د خلکو غبرګونونو او د امریکا د متحده ایلاتونو د بندیانو د نوملړ په اړه ده. د دې دا پروژه ورځ تر بلې پراخېده بلاخره یې د ( تاسې ورک څرنګ وینئ؟) لنډ فلم جوړ کړ. دې ویبپاڼو ته په دې اړه ولیکل. ځینې یې لنډ انځوریز او غږییز کلیوپونه هم ورته جوړ کړل. دې په ۲۰۰۳ کال کې د برلین په ترانزمیدیالي، په ۲۰۰۴ کال کې په لیورپول، په ۲۰۰۵ کال کې اي ایم اې پي سیول، په ۲۰۰۷ کال کې د لندن په مدرڼ ټېټ، په ۲۰۰۸ کې د واشنګټن په ملي ګالري، په ۲۰۰۹ کال په بېجینګ، او په ۲۰۰۹ او ۱۱ کې یې په شارجه کې نندارتون لرلي دي.

دې نوملړ ته مریم غني نور کارونه هم ورزیات کړل. په ۲۰۱۳ کال کې د (لکه د تېږو اوبه) په نوم فلم په ناورې کې جوړ کړ، بیا یې په ۲۰۱۴ کې یو لنډ فلم د امریکا د بنسټیزو ټوولنیزو بې اعدالتیو په اړه نندارې ته وړاندې کړ. په همدې کال یې په لاس انجلیس کې د (یرغلګرو) په نوم فلم نندارې ته کیښود چې په ژبه کې د ژباړې د ذاتي ستونزو په اړه و. مریم ټکنالوژي او ډیجټل رسنۍ د خپل هنر د پنځولو لپاره تر ټولو ښه وسیله ګڼي.

د هنري پنځونو تر څنګ د یوې ژورنالیستې دنده هم لري. هغه په بېلابېلو مسایلو لیکنې او لېکچرونه ورکوي.

فلمونه[سمول]

۱ـ لکه د تېږو اوبه

۲- یرغلګر

۳تاسې ورک څرنګ وینئ؟

اخځونه[سمول]

[۱]

[۲]

  1. https://en.wikipedia.org/wiki/Mariam_Ghani#Biography
  2. https://static01.nyt.com/images/2015/02/22/nyregion/22GHANI/22GHANI-master1050.jpg