کارن:شفیق الله مسرور وردګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډايبېتېز مېلېتوز يا په عامه اصطلاح د شکرۍ ناروغۍ، د مېټابوليک يا استقلابي ناروغيو يوه ډله ده چې د دې ناروغۍ د ناروغ په وينه کې د گلوکوزو کچه لوړه وي. د  خوږو د لوړوالي سبب يا خو د ناروغ بدن په کافي کچهانسولين نه جوړوي او يا هم د بدن ژونکې توليدېدونکي  انسولين اغېزو ته ځواب نه وايي. نو کله چې په ناروغ کې د خوږو کچه لوړه وي بيا همدا بې نظمي يو لړ کلاسيکې نښې نښانې ښکاره کوي چې په دغو کې پولي يوريا يا ډېر ميژل، پولي ډېپسيا يا ډېره تنده او پولي فېجيا يا ډېره ولږه شامل دي.