انسولين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
انسولين

انسولين (په انگرېزي: Insulin) يو حيواني هورمون دی چې د بدن په مېټابوليزم او نورو کيميايي کړنو باندې اهمه اغېزه لري. انسولين د ځيگر، عضلاتو او شهمي ژونکې (سلولونه) د دې جوگه کوي چې له وينې نه گلوکوز واخلي او په ځيگر او عضلاتو کې يې د گلايکوجېن په توگه زېرمه کړي او همداشان شهميات د انرژي د سرچينې په توگه و نه کاروي. کله چې انسولين په بدن کې نه وي (او يا هم لږ وي)، نو د بدن ژونکې (سلولونه) د وينې له بهير نه گلوکوز نه شي اخيستلی، او په دغه وخت کې بدن د انرژي د اړتيا د پوره کولو په خاطر له شهمياتو نه کار اخلي، مثلاً، د انرژي د سرچينې په ډول، د شهمي ووب نه ليپيدونه، ځيگر کې د مېټابوليزم لپاره ورځي. دا څرگنده ده چې د اصلي مېټابوليکي کنټرول په کړنه کې انسولين خپل ځانته ځانگړی ځای لري، خو دغه هورمون د بدن په نورو غونډالونو (د بدن ژونکو (سلولونو) کې د امينو اسيدونو د جذبېدو کړنه) کې د کنټرولي سېگنال په توگه ځانته بېل دريځ خپل کړی هم دی. دغه هورمون په بدن کې د گڼ شمېر نورو انابوليکو اغيزو نه هم برخمن دی. کله چې د انسولينو د کنټرول کچه وغورځېږي، نو په دغه وخت کې ډيابېټيز مېليټوز يا د شکرې ناروغۍ پېښېږي.

په طبي ډول انسولين د ډيابېټيز مېليټوز په درملنه کې کارېږي. د ډيابېټيز مېليټوز ۱ ډول ناروغۍ باندې اخته ناروغان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د انسولينو ستنې ته اړتيا لري (چې اکثراً د پوستکي لاندې تذريق کېږي)، دا ځکه چې د هغوی بدن نور دا هورمون نه جوړوي. د ډيابېټيز مېليټوز ۲ ډول نارغۍ باندې اخته ناروغان د انسولينو په وړاندې مقاومت ښکاره کوي، او د همدې دليل په خاطر د هغوی بدن د انسولينو د نسبي کمښت سره مخ کېدلای شي؛ په ځينې نورو ناروغانو کې چې کله نورې درملنې ناکامه شي، نو په وينه کې د گلوکوزو د کچې د کنټرول لپاره، د انسولينو اخيستو ته اړ شي.

انسولين يو پېپټايډ هورمون دی چې له ۵۱ امينو اسيدونو نه جوړ دی او ماليکيولي وزن يې ۵۸۰۸ ډالټونه دی. دا هورمون د پانکراس، د لانگرهانز په ټاپوانو کې جوړېږي. د انسولين نوم هم د پانکراس د جوړېدونکې سلولي بڼې نه راوتلی، دا يو لاطيني نوم دی او له انسولا نه راوتلی او د ټاپو مانا لري.

د ژويو په بېلابېلو توکمونو کې د انسولين جوړښت ډېر لږ توپير لري. د ژويو له سرچينې نه لاس ته راغلي انسولين د انساني انسولينو سره څه نا څه په 'ځواکمنتيا' کې توپير لري (مثلاً، د کاربوهايډرېټو يا نشايستې د مېټابوليزم د کنټرول په اغېزمنتيا کې). پورساين (د خنځير نه لاس ته راځي) انسولين هغه ځانگړي حيواني انسولين دي چې د انساني انسولينو ته ډېر ورته والی او نژدېوالی لري.

جين

پروانسولين د انسولين سزرځی دی چې د INS په کوډ د جين په بڼه څرگند شوی.[1][2]

آلېلونه

پروټيني جوړښت

په شمزۍ لرونکيو ژويو کې د انسولينو ورته والی ډېر نژدې دی. بوين (Bovine) انسولين د انساني انسولينو سره يواځې په درې امينو اسيدونو کې توپير لري، همدا شان پورساين (porcine) انسولين په يوه امينو اسيد کې د انساني انسولين سره توپير لري. آن د ځينو ډول کبان هم د انساني انسولينو سره ورته والی لري چې په کلينيکي لحاظ انسانانو ته گټور تمامېدلی شي. په بې شمزيو ژويو کې (د بېلگې په توگه، کانورهابدايټس اېلېگانس نېماټوډ) هم ځينې انسولينونه د انسانانو انسولينو سره نژدې والی، په سلولونو باندې يو ډول اغېزې او د جوړښت له مخې ورته والی لري. د بېلابېلو ژويو تر مېنځ د بشپړتابه په وختونو کې انسولينو يو څه نا څه په کلکه توگه خپل آرنی حالت ساتلی دی، او له دې نه دا څرگندېږي چې انسولين د ژويو په مېټابوليکي کړنو کې مرکزي حيثيت لري. د بېلابېلو ډولونو ژويو کې د پروانسولين، چې د دويم کچې هورمون دی، په سي-پېپټايډ (C-peptide) تړ (بانډ) کې ډېر توپير ليدل کېږي.

جوړېدنه، فيزيولوژيکي اغېزې او کمېدنه

جوړېدنه

انسولين د توليدي لارې نه د لېږدېدو وروسته د ستر بدلون سره مخامخېږي. د انسولينو توليد او افرازېدنه يوه خپلواکه پروسه ده؛ جوړشوي انسولين د افرازېدلو انتظار باسي. دواړه، د سي-پېپټايډ (C-peptide) او رسېدلي انسولين په بيالوژيکي توگه فعاله وي. په همدې انځور کې سلولي توکي او پروټينونه د اندازې له مخې نه دي ښودل شوي.

انسولين په پانکراس کې توليدېږي او دا هورمون هغه وخت افرازېږي کله چې گڼې پارېدنې راولاړې شي. په دغو کې د پروټينو جذبېدنه او په وينه کې د گلوکوزو شتون شامل دي (له خوړو نه چې د هضمېدلو وروسته په گلوکوزو بدلېږي—دا په ځانگړي توگه کاربوهايډرېټ يا نشايسته ده، که څه هم چې هر ډول خواړه گلوکوز نه جوړوي او نه هم په وينه کې د گلوکوزو کچه لوړوي). انسولين په هدفي سلولونو کې د يوه سگنال لېږدنې پېل کوي چې همدا سگنال د وينې له بهير نه د گلوکوزو په اخيستنه او زېرمه کولو اغېزه ښکاره کوي. په پای کې انسولين د انتزالي حالت نه تېرېږي او د کمېدنې وروسته ځوابي اغېزه پای مومي.

سرچينې

  1. "Entrez Gene: INS insulin". 
  2. Bell GI, Pictet RL, Rutter WJ, Cordell B, Tischer E, Goodman HM (March 1980). "Sequence of the human insulin gene". Nature 284 (5751): 26–32. doi:10.1038/284026a0. PMID 6243748.