کارل ډونیټس
| کارل ډونیټس | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۶ سېپتمبر ۱۸۹۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴] |
| مړینه | 24 ډېسمبر 1980 (89 کاله)[۱][۲][۴][۵][۶][۷][۸][۱۳][۱۴] |
| د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) |
| تابعیت | |
| ګوند | نازي ګوند (۱ فېبروري ۱۹۴۴–)[۱۵] |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال ، پوځي افسر |
| کاروونکې ژبه | جرمني ژبه [۲][۱۶] |
| پوځي خدمت | |
| وفاداري | نازي جرمني |
| برخه | کريګسمارينه [۱۷] |
| مشرتوب | کريګسمارينه (۳۰ جنوري ۱۹۴۳–۳۰ اپريل ۱۹۴۵) |
| جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه ، دويمه نړېواله جګړه |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
کارل ډونیټس (۱۶ سپټمبر ۱۸۹۱ – ۲۴ ډسمبر ۱۹۸۰ زکال) جرمنی امیر البحر و چې د ۱۹۴۵ زکال په مۍ میاشت کې یې د اډولف هیټلر له مړینې وروسته د لنډ مهال لپاره د جرمني واک خپل کړ او متحدینو ځواکونو ته په بشپړ ډول بې له قید او شرط پرته د فلنسبورګ د دولت تر تسلیمېدو پورې یې دغه ځایګی وساته. د سمندریز ځواک د اعلي سرقوماندان په توګه نوموړي د ۱۹۴۳ زکال په پیل کې د دویمې نړیوالې جګړې په سمندریز تاریخ کې مهم رول ولوباوه. نوموړی په ۱۹۴۶ زکال کې د نورمبورګ په محکمه کې په جنګي جرمونو محکوم شو. [۱۸]
هغه له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې خپل کار د جرمني د سترواکۍ په سمندریز ځواک کې پیل کړ. په ۱۹۱۸ زکال کې یې د UB-68 قومانداني کوله او د بریتانوي ځواکونو له خوا د جګړې پر مهال اسیر ونیول شو. هغه مهال چې په POW کمپ کې وه، هغه څه یې فورمول بندي کړل چې ده ورته وروسته Rudeltaktik («pack tactic»، او په عامه توګه د لیوانو تکتیک « wolfpack»)وایه.
د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې، ډونیټس د کریګس سمندري ځواکونو د یوبوټ (جنګي بېړیو) څانګې ((Befehlshaber der Unterseeboote (BdU))) ترټولو جګ پوړی قوماندان و. د ۱۹۴۳ زکال په جنوري میاشت کې، دونیټس د ګرنډ امیرالبحر (ګرنډ اډمیرال) رتبه ترلاسه کړه او د پخواني ګرنډ اډمیرال اریش ریدر پر ځای د سمندریزو ځواکونو اعلی سرقوماندان شو. ډونیټس په اتلانتیک جګړه کې د متحدینو د سمندریزو ځواکونو اصلي دښمن و. له ۱۹۳۹ زکال څخه تر ۱۹۴۳ زکال پورې یوبوټس په اغېزمنه توګه جګړه کوله خو د ۱۹۴۳ زکال په مۍ میاشت کې یې د عمل ابتکار له لاسه ورکړ. ډونیټس خپلو جنګي بېړیو ته امر ورکړ چې تر ۱۹۴۵ زکال پورې په جګړه کې ښکېل شي ،څو د وسله والو ځواکونو په نورو برخو فشار را کم شي. ۶۴۸ بېړۍ له منځه لاړې – ۴۲۹ نورې له کارکوونکو پرته پاتې شوې. په دې سربېره له دغو ۲۱۵ یې په لومړۍ ګزمه کې له لاسه ووتې. د ۴۰۰۰۰ هغو کسانو څخه چې په جنګي بېړیو کې یې خدمت کاوه ،نږدې۰۰۰ ۳۰ یې له منځه لاړل. [۱۹][۲۰]
د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په ۳۰ مه نېټه، د هیټلر له ځان وژنې وروسته د هغه د وصیت له مخې ډونیټس د جرمني ولسمشر او د جرمني د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان وټاکل شو . د ۱۹۴۵ زکال د مۍ په اوومه هغه د وسله والو ځواکونو لوی درستیز الفرد جودل ته امر وکړ چې د فرانسې په ریمز کې د جرمني د تسلیم کېدو اسناد لاسلیک کړي. ډونیټس تر هغه مهاله د فلنسبرګ دولت مشر پاتې شو، کله چې د متحدینو د ځواکونو له خوا د مۍ په ۲۳ مه منحل اعلان شو. [۲۱]
د ډونیټس د خپل اعتراف له مخې هغه یو نازي سرتېری او د هیټلر پیاوړی ملاتړی و، هغه یهودي ضد باورونه لرل او ټینګار به یې کاوه چې کریګز سمندري ځواکونه هم باید د هغه په سیاسي لیدلوري ټینګ ولاړ وي. له جګړې وروسته د یو جنګي مجرم په توګه ډونیټس په نورمبرګ محکمه کې په درېیو تورونو محکوم شو: د سولې پر وړاندې د جنایاتو د ترسره کولو توطئه، جنګي جرمونه او د بشریت پر ضد جرایم، د متجاوزې جګړې پلان کول، پیلول او مخکې وړل او همدارنګه د جګړې د قوانینو پر ضد جرایم. نوموړي د بشریت پر ضد د جرمنو له تور برائت ترلاسه کړ، خو د سولې پر وړاندې د جنایاتو د ترسره کولو او د جګړې د قوانینو پر وړاندې جنګي جرمونو له مخې پړ وبلل شو. هغه په ۱۰ کاله بند محکوم شو، له بند څخه له خوشي کېدو وروسته نوموړي هامبورګ ته څېرمه په یوه کلي کې تر ۱۹۸۰ زکال پورې تر هغه مهاله چې ومړ، ژوند وکړ.
د جرمني ولسمشر
[سمول]ډونیټس به هیټلر ستایه او د هغه په مشرتابه کې به یې د یو شمېر ځانګړنو اړوند خبرې کولې. د ۱۹۴۳ زکال په اګست میاشت کې نوموړي خپل راتلونکی لیدلوری او پر ځان باور وستایه، ده وویل: «هرڅوک چې فکر کوي، له رهبرنه ښه کار ترسره کولی شي، هغه احمق دی». له هیټلر سره د ډونیټس اړیکه د جګړې تر پایه په ځانګړې ډول د جولای د ۲۰ مې له توطئې وروسته ډېره پیاوړې شوه، ځکه په دغه توطئه کې د سمندریز ځواک افسرانو لاس نه درلود، هغه مهال چې دغه خبر OKM ته ورسېد غصه یې راوپاروله. آن له جګړې وروسته ډونیټس وویل چې ده هېڅکله نه شو کولای له توطئه ګرانو سره مل شي. ډونیټس هڅه کوله د خپلو افسرانو ترمنځ سوسیال ملت پاله انګېزه رامنځته کړي، په داسې حال کې چې د سمندریزو ځواکونو باورونه د ډونیټس له فکر څخه سرچینه نه اخیسته، بلکې د هغې نازي سازۍ دوام و چې د هغه د مخکښ ریډر پر مهال پیل شوې وه. د سمندري ځواک افسران اړو و څو د نازي آیډیالوژۍ په پنځه ورځني روزنیز پروګرام کې برخه واخلي. هیټلر او د هغه آرمانونو ته د ډونیټس د وفادارۍ له امله، چې هیټلر پوهېده چې د ډونیټس تر مشرۍ لاندې سمندریز ځواک به هېڅکله هم دی یوازې نه پرېږدي، نوموړي له ځان وژنې وړاندې د سمندریزو ځواکونو دغه قوماندان د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
په پوځي مسائلو کې هم د ډونیټس اغېز معلوم و. هیټلر د ۱۹۴۴ زکال په سپټمبر میاشت کې د ډونیټس په مشوره وروسته له هغه چې فنلنډ له محور ځواکونو څخه ووت، د فنلنډ خلیج بند کړ. د Tanne Ost عملیات هم یوه کوچنۍ فاجعه وه چې عملي شوه. د جګړې په وروستیو ورځو کې هغه مهال چې هیټلر په برلین کې د صدارت عظمی په باغ کې خپل پناه ځای فورربنکر ته لاړ، په ښکاره توګه رایش مارشال هرمن ګورینګ د هیټلر ځای ناستی بلل کېده چې وروسته بیا رایشسفور- اس اس هینریش هیملر هم یادول کېده. ورته مهال ګورینګ په برلین کې هیټلر ته د راډیويي/مخابروي پیغام په استولو له هغې اجازه وغوښته چې واک رایش ته ولېږدوي، هغه چاره چې د هیټلر غصه یې راوپاروله. هیملر هم هڅه وکړه چې له کونټ برناډوت سره له خبرو اترو وروسته واک خپل کړي. د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په اته ویشتمه بي بي سي راپور ورکړ چې هیملر لویدیځو متحدینو ته د تسلیمۍ ویلي ،خو د هغوی له خوا یې غوښتنه رد شوې. [۲۸][۲۹]
د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په نیمايي کې ډونیټس او د رایش د دولت یو شمېر پاتې چارواکي په پلون کې Stadtheide Barracks ماڼۍ ته ولېږدول شول. هیټلر د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په ۲۹ مه نېټه په خپل وروستي حکم او وصیت کې ډونیټس پر خپل ځای د ولسمشر او د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان د القابو په ورکولو د دولت مشر وټاکه. په همدغه سند کې یې د تبلیغاتو وزیر یوزف ګوبلس د لومړي وزیر په لقب سره د حکومت مشر اعلان کړ. په دې سربېره هیټلر ګورینګ او هیملر دواړه خاینین اعلان کړل او هغوی یې له ګونده واېستل. هغه د اپرېل په ۳۰ مه ځان وواژه.[۳۰][۳۱]
د مۍ په لومړۍ نېټه، د هیټلر له ځان وژنې یوازې یوه ورځ وروسته ګوبلس هم ځان وواژه. له دې ځایه وروسته ډونیټس د مخ پر زوال رایش جرمني یوازنۍ استازی پاتې شو. د مۍ په دویمه رایش نوی دولت فلنسبرګ –مورویک ته وتښتېد او هلته د ۱۹۴۵ زکال د مۍ تر ۲۳ مې هغه مهال چې ډونیټس ونیول شو دوام یې وکړ. د مۍ د دویمې نېټې په شپه ډونیټز ملت ته په یوه راډیويي پیغام کې اعلان وکړ چې هیټلر مړ شوی او زیاته یې کړه چې په ختیخ کې به جګړه «د مخکې تلونکو بلشویکي ځواکونو له ویجاړولو څخه د جرمني د ژغورنې په موخه دوام ولري». [۳۲][۳۳]
ډونیټس پوهېده چې جرمني نور د دفاع وړتیا نه لري او ورماخت نه شي کولای په معنا داره توګه مقاومت وکړي. هغه د خپلې ولسمشرۍ په لنډه موده کې هڅه وکړه چې د جرمني ځواکونو له وفادارۍ ډاډ ترلاسه کړي او همدارنګه یې هڅه وکړه څو جرمني وسله وال ځواکونه بریتانویانو یا امریکایانو ته تسلیم شي نه شورویانو ته. هغه د شوریانو له غچ اخیستو ویره لرله او تمه یې لرله چې له لویدیځو متحدینو سره ژر یوې هوکړې ته ورسېږي. په پایله کې د ډونیټس تاکتیک تر ډېره بریالی شو او لار یې برابره کړه چې نږدې ۱.۸ میلیونه جرمني سرتېري د شوروي له بنده وتښتي. همدارنګه نږدې ۲.۲ میلیونه نور واېستل شول. [۳۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118526251 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12810533c — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12810533c — سرليک: Hitler's U-Boat War: The Hunters, 1939-1942 — پاڼه: 35 — ISBN 0-394-58839-8
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Karl-Donitz — سکالو پېژند: Karl Donitz — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pz57rb — سکالو پېژند: Karl Dönitz — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4363 — سکالو پېژند: Karl Dönitz — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ سکالو پېژند: Karl Dönitz — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/07c36aab11f541ebb5330db88677605c — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/dönitz-karl — سکالو پېژند: Karl Dönitz — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Karl_Dönitz — سکالو پېژند: Karl Dönitz — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0022777.xml — سکالو پېژند: Karl Dönitz — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/18276 — سکالو پېژند: Karl Dönitz — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=15928 — سکالو پېژند: Karl Dönitz — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000636 — سکالو پېژند: Karl Dönitz — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Oorlogsbronnen ID: https://www.oorlogsbronnen.nl/person/d8bbd27d-b47a-4ac8-81a1-f83af3c7f29f — سکالو پېژند: Karl Dönitz — خپرېدونېټه: ۲۲ فېبروري ۲۰۲۵
- ↑ ليکوال: Dieter Hartwig — سرليک: Großadmiral Karl Dönitz. Legende und Wirklichkeit — پاڼه: 158 — خپروونکی: Ferdinand Schöningh — خپرولونېټه: ۲۰۱۰
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/17364835
- ↑ ليکوال: Rainer Busch او Hans-Joachim Röll — سرليک: Der U-Boot-Krieg, 1939-1945 — پاڼه: 55 — خپروونکی: E.S. Mittler & Sohn — ISBN 978-3-8132-0515-2
- ↑ Zabecki 2007، مم. 65–67.
- ↑ Terraine 1989، مم. 614–615.
- ↑ Niestlé 1998، م. 4.
- ↑ Hamilton 1996، مم. 285, 286.
- ↑ Thomas 1990، مم. xxi, 253.
- ↑ Thomas 1990، م. 249.
- ↑ Thomas 1990، م. 211.
- ↑ Terraine 1989، م. 521.
- ↑ Thomas 1990، م. 241.
- ↑ Frieser او نور 2007، م. 227.
- ↑ Thomas 1990، م. 250.
- ↑ Frieser او نور 2007، م. 635.
- ↑ Steinweis، Rogers او Grier 2003، م. 182.
- ↑ Kershaw 2008، مم. 943–946.
- ↑ Kershaw 2008، م. 962.
- ↑ Beevor 2002، مم. 380–381.
- ↑ Vego 2003، م. 280.
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1980ز مړينې
- 24 ډېسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P945
- د عسكري معلومات د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P598
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په بوکمول
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره

