کارل پاپر
سر کارل رايمنډ پاپر (۱۹۰۲ ز، د جولای ۲۸ – ۱۹۹۴ ز، د سپتمبر ۱۷) اطريشي الاصله بریتانوي فيلسوف، عالم او ټولنيز څېړونکی و. د شلمې پېړۍ د پوهې يو له تر ټولو اغېزناک فيلسوف، چا چې د تجرباتي جعلکارۍ په پلوۍ د علمي تګلارو په اړوند کلاسيک قياسي اندونه رد او په دې توګه يې شهرت وموند. د پاپر په وينا: په تجرباتي علومو کې يوه نظريه کله هم نه شي ثابتېدای، بلکې په درواغو جوړېدای شي، دامعنا چې کېدای شي (او بايد چې وي) په پرېکنده ازمېښت سره يې ارزونه وشي. پاپر له پوهې څخه د کلاسيکې توجيه د روايت کلک مخالف و او د دې پر ځای يې د معقولې نيوکې پلوي کوله، په دې معنا چې هغه «د فلسفې په تاریخ کې د غیر توجيهي نيوکې لومړۍ فلسفه» ده.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳] په سياسي خبرو اترو کې، هغه د ليبرال ديموکراسۍ او د ټولنيزې کره کتنې له اصل څخه په خپلې سختې دفاع مشهور دی، د کوم په اړه چې هغه باور درلود، د نېکمرغه پرانيستې ټولنې د رامنځ ته کېدو شونتيا پیدا کولای شي. د هغه سياسي فلسفې له بنسټيزو ديموکراتيکو سياسي ليدونو څخه نظريات په غېږ کې نيولي، چې په هغې کې سوسياليزم، ټولنيزه دموکراسي، ليبراليزم،کلاسيک ليبراليزم او محافظه کاري شامل دي، هغه هڅه کړې چې، دا ټول سره يو ځای کړي.[۴۴] ژوند او مسلک[سمول]کورنۍ او روزنه[سمول]کارل پاپر په ۱۹۰۲ز کال کې په ويانا (هغه مهال د اطريش-هنګري برخه وه) کې زېږېدلی، پلار او مور يې د منځنۍ لوړې طبقې اړوند وو. د پاپر ټول نيکونه يهوديان وو، خو هغوی د مذهب بشپړه پلوي نه کوله او د کلتوري يو ځای کېدو د بهير د يوې برخې په توګه د پاپر کورنۍ د هغه له زېږون مخکې لوترانيزم غوره کړی و او په دې ډول هغه ته د لوتر په توګه مذهبي غسل ورکړل شو. د هغه پلار «سيمون زيګمونډ کارل پاپر» د بوهيميا اوسېدونکی يو وکيل و، د ويانا په پوهنتون کې يې د حقوقو دوکتورا لرله، په داسې حال کې چې مور يې «جني شيف» سيلسيايي او هنګري الاصله وه. د پاپر تره «جوزف پاپر-لينکويس» يو اطريشي فيلسوف و. په ويانا کې له ځای پر ځای کېدو وروسته، د پاپر کورنۍ د ويانا په ټولنه کې چټک پرمختګ وکړ، پلار يې د ويانا د ليبرال ښاروال رايمونډ ګربل په حقوقي شرکت کې سهم تر لاسه کړ او په ۱۸۹۸ز کال کې د ګربل له مرګ وروسته يې ټول تجارت په خپل لاس کې واخيست. پاپر د خپل نوم منځنۍ برخه د رايمونډ ګربل له نوم څخه اخېستې. (پاپر په خپل ژوند ليک کې په تېروتنې سره یادنه کوي چې د ګربل لومړی نوم کارل و). د هغه مور او پلار د زيګمونډ فريوډ د خور روزا ګراف نژدې ملګري وو. پلار يې کتاب پېژندونکی و چې له۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ ټوکو پورې کتابونه يې په خپل کتابتون کې لرل، هغه په فلسفه، کلاسيکو آثارو، ټولنيزو او سياسي مسائلو کې لېوالتيا لرله. پاپر ته له خپل پلار څخه کتابتون او چلند دواړه په میراث پاتې شول. وروسته به هغه خپله روزنيزه فضا «پریکنده کتاب خوښونکې» بلله.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲] پاپر په شپاړس کلنۍ کې ښوونځی پرېښود او د رياضياتو، فزيک، فلسفې، روان پوهنې او د موسيقۍ د تاريخ درسونو ته به د مېلمه زده کوونکي په توګه د ويانا په پوهنتون کې حاضرېده. په ۱۹۱۹ز کال کې، له مارکسيزم څخه اغېزمن شو او په پای کې د سوسياليست ښوونځيو د زده کوونکو له ټولنې سره يو ځای شو. هغه د اطريش د ټولنيز ديموکراتيک کارګرانو د ګوند غړيتوب تر لاسه کړ، کوم ګوند چې هغه مهال په ټوله معنا د مارکسيزم نظريه خپله کړې وه. د ۱۹۱۹ز کال د جون مياشتې په پنځلسمه نېټه، د «هورلګاسه» د کوڅې له نښتو وروسته، پوليسو د هغه د ګوند اته بې وسلې ملګري وويشتل، پاپر له هغه څه څخه ناهيلی شو، چې د فيلسوف کارل مارکس د تاريخي ماترياليزم «شبه علمي» کې يې لیدلي و، دا نظريه يې خوشې کړه او په ټول ژوند کې د ټولنيز لبراليزم پلوی پاتې شو.[۵۳] هغه د لنډې مودې لپاره د کوڅو په جوړولو کې کار وکړ، خو د درندې مزدورۍ توان يې نه درلود. په داسې حال کې چې پوهنتون ته د مېلمه زده کوونکي په توګه ته، هغه د المارۍ جوړونکي په توګه د شاګردۍ کار پيل کړ او په دې هنر کې يې بشپړ مهارت تر لاسه کړ. هغه د کوچنيانو لپاره د يوه وړکتون د جوړولو فکر په سر کې پاله او په دې باور و چې د کور د وسايلو جوړولو توان به ګټور وي. له هغه وروسته چې د روان پوهنې «الفرډ اډلر» د کوچنيانو په يوه روغتون کې په په خپله خوښه کار وکړ. په ۱۹۲۲ز کال کې هغه د دويمې موکې د زده کړو له لارې خپل بشپړوونکی پړاو تېر کړ او په پايله کې د یوه عادي محصل په توګه په پوهنتون کې داخل شو. نوموړی په ۱۹۲۴ز کال کې د لومړني ښوونځي د ښوونکي په توګه ازموينه بشپړه کړه او له ټولنيزو ګواښونو سره د مخامخ کوچنيانو لپاره له ښوونځي وروسته د پالنې په يوه بنسټ کې يې کار پيل کړ. په ۱۹۲۵ز کال کې هغه د پيداګوژۍ نوي تاسيس شوي انستيتيوت ته ولاړ او هلته يې د فلسفې او روان پوهنې زده کړې جاري وساتلې. په دې موده کې، هغه له «جوزفين انا هنينګر» سره مرکه وکړه، کوم چې وروسته د هغه مېرمن شوه. په ۱۹۲۸ز کال کې، پاپر د «کارل پولر» تر څارنې لاندې په روان پوهنه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ، په داسې حال کې چې «مورټيز شليک» د رسالې د کتونکي پلاوي دويم مشر و. د هغه وروستۍ رساله، د « Zur Methodenfrage der Denkpsychologie» په نوم وه (يعنې د فکر کولو په روان پوهنه کې د چلند په اړه پوښتنې). په ۱۹۲۹ز کال کې، هغه په منځني ښوونځي کې د رياضياتو او فزيک د تدريس کولو اجازه تر لاسه کړه او په استادۍ يې پيل وکړ. هغه له خپلې ملګرې «جوزفين انا هنينګر» سره په ۱۹۳۰ز کال کې واده وکړ (۱۹۸۵-۱۹۰۶). د نازيزم له را پیداکېدو او د انشلوس د ګواښ له وېرې هغه شپه او ماښام د خپل کتاب « Die beiden Grundprobleme der Erkenntnistheorie» په لیکلو پيل وکړ، د دې کتاب د نوم معنا ده (د پوهې د نظريې دوه بنسټيزې ستونزې). هغه د يوه کتاب خپرولو ته اړتيا درلوده، تر څو په داسې يوه هېواد کې دنده تر لاسه کړي، کوم چې د يهودي اصليت د خلکو لپاره خوندي و. په پايله کې، هغه دوه جلديز کتاب خپور نه کړ، خو د هغه پر ځای يې په ۱۹۳۴ز کال کې د « Logik der Forschung» په نوم يوه لنډيز شوې ټولګه، له څه نويو موادو سره خپره کړه، د هغه د دې کتاب د نوم معنا ده (د علمي کشف منطق). په دې کتاب کې هغه په روان پوهنې، طبيعيت پالنې، قياس پالنې او منطقي مثبت پالنې نيوکې وکړې او د جعل کارۍ بالقوه نظريه يې د يوه معيار په توګه وړاندې کړه، چې د علم او غیر علم ترمنځ توپير کوي. په ۱۹۳۵ او ۱۹۳۶ز کلونو کې هغه انګلستان ته د زده کړو په موخه د تګ لپاره بې له معاش څخه رخصت واخيست.[۵۴][۵۵] علمي ژوند[سمول]په ۱۹۳۷ز کال کې، پاپر هغه دنده تر لاسه کړه چې، له هغه سره يې مرسته کوله نيوزيلانډ ته کډه وکړي، چېرې چې هغه په کرايست چرچ کې د نيوزيلانډ پوهنتون په کانتربري پوهنځي کې د فلسفې د استاد په توګه کار پيل کړ. دلته هغه خپل اغېزناک اثر «پرانيستې ټولنه او دښمنان» ولیکه. په «دونډين» کې هغه د فيزيولوژي (د غړو د پېژندلو علم) له استاد «جان کريو اکلس» سره وليدل او د عمر تر پايه يې له هغه سره ملګرتيا وه. په ۱۹۴۶ز کال کې له دویمې نړيوالې جګړې وروسته، هغه انګلستان ته ولاړ، تر څو د لندن د اقتصادياتو په ښوونځي کې؛ هغه ښوونځی چې د لندن له پوهنتون نه جوړ شوی و، د علمي لارو چارو مطالعه وکړي. په دې ځای کې درې کاله وروسته، په ۱۹۴۹ز کال کې هغه د منطق او علمي لارو چارو د پروفيسر په توګه وټاکل شو. پاپر له ۱۹۵۸ز کال څخه تر ۱۹۵۹ز کال پورې د ارستويي ټولنې رئيس و. هغه په ۱۹۶۹ز کال کې له علمي ژوند څخه متقاعد شو، خو بيا هم د ژوند تر پايه له فکري پلوه فعال پاتې شو. په ۱۹۸۵ز کال کې هغه اطريش ته راستون شو، چېرې چې د هغه د مېرمن خپلوان اوسېدل اوموخه يې دا وه چې، مېرمن يې د ژوند په وروستيو مياشتو کې د خپلو خپلوانو سره نژدې پاتې شي، مېرمن يې د همدې کال په نومبر کې مړه شوه. کله چې « Ludwig Boltzmann Gesellschaft» ونه توانېد ،چې پاپ د هغې نوې څآنګې د مدير په توګه وټاکي، کومې څانګې چې د فلسفې په علم کې څېړنې کولې، هغه په ۱۹۸۶ز کال کې يو ځل بيا انګلستان ته ولاړ او په کينلي سوري کې مېشت شو.[۵۶] سرچینې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118595830 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11920314s — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Karl-Popper — subject named as: Sir Karl Popper — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ RKDartists ID: https://rkd.nl/explore/artists/440784 — subject named as: Karl Popper
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6br8tcd — subject named as: Karl Popper
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6663 — subject named as: Karl Popper
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/popper-karl-raimund — subject named as: Karl Raimund Popper — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0052122.xml — subject named as: Karl Raimund Popper — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3738 — subject named as: Karl Popper — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ General Diamond Catalogue ID: https://opac.diamond-ils.org/agent/29163 — subject named as: Karl Raimund Popper
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Salzburgwiki ID: https://www.sn.at/wiki/index.php?curid=162114 — subject named as: Karl Popper
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=49502 — subject named as: Karl Raimund Popper — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
- ↑ https://cs.isabart.org/person/75502
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Karl Raimund Popper
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000012739 — subject named as: Sir Karl Popper
- ↑ پیوستون : 118595830 — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118595830 — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Поппер Карл Раймунд — نسخهدريم — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ https://www.britannica.com/biography/Karl-Popper
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11920314s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Karl-Popper — subject named as: Sir Karl Popper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ RKDartists ID: https://rkd.nl/explore/artists/440784 — subject named as: Karl Popper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6br8tcd — subject named as: Karl Popper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6663 — subject named as: Karl Popper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3738 — subject named as: Karl Popper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- ↑ https://cs.isabart.org/person/75502 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000012739 — subject named as: Sir Karl Popper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/164/000087900/
- ↑ NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/164/000087900/
- ↑ Stanford Encyclopedia of Philosophy ID: https://plato.stanford.edu/entries/popper/
- ↑ abART person ID: https://en.isabart.org/person/75502
- ↑ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Karl-Popper
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11920314s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ https://iep.utm.edu/popp-pol/
- ↑ ۳۴٫۰ ۳۴٫۱ https://plato.stanford.edu/entries/popper/
- ↑ Miller, D. (1997). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sir Karl Raimund Popper, C. H., F. B. A. 28 July 1902 – 17 September 1994.: Elected F.R.S. 1976"]. Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society 43: 369–409. doi:10.1098/rsbm.1997.0021.
- ↑ Adams, I.; Dyson, R. W. (2007). Fifty Major Political Thinkers. Routledge. p. 196. "He became a British citizen in 1945".
- ↑ Karl Raimund Popper 1902–1994 John Watkins, Proceedings of the British Academy, Volume 94: 1996 Lectures and Memoirs. pp. 645-684 (1997)
- ↑ Watkins, John (1 December 1994). "Karl Popper (1902–1994)" (in en). The British Journal for the Philosophy of Science 45 (4): 1089–1090. doi:10.1093/bjps/45.4.1089. ISSN 0007-0882. Bibcode: 1994Natur.371..478B. https://academic.oup.com/bjps/article/45/4/1089/1581819.
- ↑ "Karl Popper (1902–94) advocated by Andrew Marr". BBC In Our Time – Greatest Philosopher. Retrieved January 2015.
- ↑ Thornton, Stephen (1 January 2015). Zalta, Edward N. (المحرر). Karl Popper (الطبعة Winter 2015). الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Horgan, J (1992). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Profile: Karl R. Popper – The Intellectual Warrior"]. Scientific American 267 (5): 38–44. doi:10.1038/scientificamerican1192-38. Bibcode: 1992SciAm.267e..38H.
- ↑ کينډۍ:Cite IEP
- ↑ William W. Bartley (1964). "Rationality versus the Theory of Rationality". In Mario Bunge: The Critical Approach to Science and Philosophy (The Free Press of Glencoe). Section IX.
- ↑ کينډۍ:Cite IEP
- ↑ Malachi Haim Hacohen. Karl Popper – The Formative Years, 1902–1945: Politics and Philosophy in Interwar Vienna. Cambridge: Cambridge University Press, 2001. pp. 10 & 23, کينډۍ:ISBN
- ↑ Magee, Bryan. The Story of Philosophy. New York: DK Publishing, 2001. p. 221, کينډۍ:ISBN
- ↑ "Eichstätter Karl Popper-Seite". Helmut-zenz.de. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسينېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Karl Popper: Kritischer Rationalismus und Verteidigung der offenen Gesellschaft. In Josef Rattner, Gerhard Danzer (Eds.): Europäisches Österreich: Literatur- und geistesgeschichtliche Essays über den Zeitraum 1800–1980, p. 293
- ↑ Karl R. Popper ([1976] 2002. Unended Quest: An Intellectual Autobiography, p. 6.
- ↑ Wittgenstein's Poker, page 76
- ↑ Raphael, F. The Great Philosophers London: Phoenix, p. 447, کينډۍ:ISBN
- ↑ Manfred Lube: Karl R. Popper – Die Bibliothek des Philosophen als Spiegel seines Lebens. Imprimatur. Ein Jahrbuch für Bücherfreunde. Neue Folge Band 18 (2003), S. 207–38, کينډۍ:ISBN.
- ↑ کينډۍ:Cite IEP
- ↑ "Cf. Thomas Sturm: "Bühler and Popper: Kantian therapies for the crisis in psychology," in: Studies in History and Philosophy of Biological and Biomedical Sciences, 43 (2012), pp. 462–72". د لاسرسينېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ A. C. Ewing was responsible for Karl Popper's 1936 invitation to Cambridge (Edmonds and Eidinow 2001, p. 67).
- ↑ Miller, D. (1997). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sir Karl Raimund Popper, C. H., F. B. A. 28 July 1902 – 17 September 1994.: Elected F.R.S. 1976"]. Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society 43: 369–409. doi:10.1098/rsbm.1997.0021.
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 1994م وفاتونه
- 17 سپټمبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P551
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P172
- د خاصيت کارولو پاڼې P69
- د خاصيت کارولو پاڼې P512
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P108
- د خاصيت کارولو پاڼې P737
- د خاصيت کارولو پاڼې P135
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره