کارلشتین کلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Karlštejn
کارلشتین کلا
هېواد دچېک جمهوریت
معمار کارل ۴
سپک گوتی سپک
د کلا بنسټ ۱۳۴۸
مقدس صلیب عبادت ځاي
کارلشتین کلا
یو مذهبي تصوير چې د Mistr Theodorik لخوا نقاشي شو

کارلشتین کلا (په چېکي: Hrad Karlštejn) د گوتي سپک یوه مشهوره کلا ده چې د چېک په جمهوريت کې د Beroun په ولسوالۍ کې پرته ده. نوموړي کلا د چېک ملي او ثقافتي یادگار هم دي.

تاريخ[سمول]

کارلشتین کلا په ۱۳۴۸ کال کې د چېکي پاچا او رومي امپراطور کارل ۴ او لوی اسقف Arnošt z Pardubic په امر د امپراطوري او پاچايی مقدسو شایانو (لکه امپراطوري تاج او نور) د ساتنې له امله جوړه شوه. خو نوموړي کلا د پاچا کارل ۴ مهم آراموونکی مقر هم وه. د کارلشتين د جوړولو کارونه په ۱۳۴۸ کال کې پېل شول او په ۱۳۵۷ کال کې پای ته ورسېدل او داخلي سنگار یې ۱۳۶۵ کال کې پای ته ورسېده. په ۱۵ پېړۍ کې د مذهبي انقلاب په اوږدو کې کارلشتين کلا د هوسیټي سلار Zikmund Korybutovič لخوا محاصره شوه. تر انقلاب وروسته په دي کلا کې چېکي پاچايي تاج او دولتي سندونه ‌ذخیره شول. په ۱۶ پېړۍ کې کله چې Jáchym Novohradský z Kolovrat د کارلشتین کلا سرپرست شو نو د دي کلا بیا جوړول پېل شو. په ۱۶۱۹ کال کې کله چې دریش کلن جگړه پېل شوه نو طلايي تاج د دولتي مامورانو لخوا پراگ ته کډه شوه. په ۱۶۴۸ کال کې کارلشتين کلا د سويډني پوځ لخوا ونیول شوه. کله چې امپراېور فرانتس ۲ په ۱۸۱۲ کال کې کارلشتين کلا ملاقات وکړ نو د دي کلا د بیا جوړولو لپاره یې پيسې ورکړ.

معماري[سمول]

کارلشتين کلا ډبرو جوړه شوی لویه کلا ده چې د چونې پر غر باندي پرته ده. نوموړی کلا د ۱۴ پېړۍ د گوتي معامري عالي مثال دي. کلا ته نژدی څنگل او د انگورو باغ پروت دی. نوموړي کلا د څو مهمو ودانیو څخه لکه د سرپرست د اوسیدو ځای، پاچایي ماڼۍ، مقدس ماریم برج او د اوبو برج جوړه شوي ده.

پاچایي مانۍ[سمول]

پاچایي مانۍ د امپراطور کارل ۴ اوسېدونکي ځاي وو چې دوه منزله لري. په لومړنی منزل کې نوکرانو او عسکرانو ژوند کول په دویمه منزل کې پاچايي خوب کوټه، اورېدونكى سال او لوگزامبورگي سال پروت دي. په دي منزل کې پاچا ژوند کاوه او د سیاستدانو، کشيشانو او نورو اشرافانو سره مخامخ کېده.

مقدس ماريم برج[سمول]

مقدس ماريم برج لکه پاچايي مانۍ غونډی دوه منزله هم لري او د پاچايي مانۍ سره د پل په مرسته تړل شوي دي. د دي برج په دویمه منزل کې مقدس مایم کلیسا پرته ده. ددی کلیسا دېوالونه د انجیل د نقاشیو لخوا سنگار شوي دي. نوموړي نقاشي احتمالا د یو مشهور آلماني رنگمال Mikuláš Wurmser لخوا جوړې شوې. په دی کلیسا کې کاترین عبادت ځای شته چې دېوالونه یې د ښایستو قیمتو ډبرو لخوا سنگار شوي ده. په لمړنۍ منزل کې د جواهرو کوټه پرته ده. په دي کوټه کې د پاچايي تاج یو کاپي پروت دي.

لوي برج[سمول]

لوي برج د مقدس ماریم برج سره پل په مرسته تړل شوي دي. په دي برج کې مقدس صلیب عبادت ځاي پرته ده. په دي عبادت ځاي کې تر ۱۷ پېړۍ پورې چېکي پاچايي تاج ‌ذخيره شوي وه. د دي عبادت ځاي دېوالونه د قيمتي ډبرو لخوا سنگار شوي ده . د عبادت ځاي پام د لمړ، سپوږمۍ او ستوری لخوا چې د ونيزي ښيښو څخه جوړ شوي دي، سنگار شوي دي. نوموړي عبادت ځاي د طلايي پنجره لخوا په دوو برخو تقسیم شوي دي. د عبادتځاي پر دېوالونو باندي مذهبي تصويرونه دي چې د یو مشهور ایـټالي هنرمند Mistr Theodorik لخوا نقاشي شول.