ښوونه او روزنه د روشنګرۍ په عصر کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۶۵۰ مې تر ۱۷۸۰ یمې کلونو پورې د روشنګرۍ عصر د اروپا پرمختللي افکار تر خپل واک لاندې لرل. چې د «نویو» نظریاتو له یو شمېر سرچینو څخه رامنځته شوې وو لکه د کلیسا ننګونې او د کاتولیک کلیسا اقتدار او په علمي لارو چارو سره علمي نظریاتو ته د خلکو د لېوالتیا په زیاتوالي سره. په فلسفه کې یې د دودیز تفکر لارې چارې تر پوښتنې لاندې راوستې. د روشنګرۍ متفکرینو غوښتل چې ښوونیز نظام باید عصري شي او د همدې نظریاتو  په انتقال کې ډېر مرکزي رول ولوبوي. په اروپا کې د ښوونیزو نظامونو پراختیا د روشنګرۍ په اوږدو کې بیا د فرانسې تر انقلاب پورې دوام وموند. په ښوونیزو نظامونو کې اصلاحات د خلکو له خوا د مطالعې د عمومي کېدو لامل شول چې په پایله کې د چاپي مطالبو لپاره د بېلابېلو طبقو له خوا د بېلابېلو علاقې وړ موضوعګانو د لوستونکو غوښتنه زیاته شوه. له ۱۸۰۰زدیز کال وروسته، کله چې روشنګري خپل ځای رومانتیسم ته ورکړ، نو پر دلیل او د اقتدار د ننګونې په اړه ډېر کم ټینګار او د نوظهوره ناسیونالیزم او په ښوونځي کې د اجباري شتون په اړه ډېر ملاتړ وجود درلود.

د ښوونې او روزنې تاریخچه[سمول]

تر روشنګرۍ وړاندې، اروپايي ښوونیز نظامونه په اصل کې د محدود شمېر مسلکونو پر تدریس را څرخېدل، د بېلګې په توګه مذهبي فرمانونه لکه کشیشان، وروڼه او خویندې، د روغتیايي خدماتو کارکوونکي لکه ډاکتران او بیروکراتان لکه وکیلان او کاتبان، چې هغوی لا تر هغه وخته پورې په پراخه کچه د ساینسي انقلاب تر اغیز لاندې نه وو راغلي. دا چې ساینسي انقلاب او مذهبي تحولاتو د هغه وخت لیدلوري او دودیز طرز تفکر مات کړ، نو د دین او خرافاتو ځای استدلال او علمي حقایقو ونیو. د جان لاک په څیر فیلسوفانو دا نظریه مطرح کړه چې پوهه د احساس او تفکر له لارې په لاس راځي. دغه  نظریه د لاک په تیوري باندې مشهوره شوه چې هر څوک د احساس ورته وړتیا ولري او له همدې کبله نه باید زده کړه پر یوې مشخصې طبقې یا جنسیت پورې محدود شي. له ۱۷مې او ۱۸مې پیړۍ وړاندې، زده کړه او لیک لوست معمولاً په هغو سړیو پورې محدود و چې د اشرافو یا سوداګریز او مسلکي طبقو پورې اړوند وو. په انګلستان او فرانسه کې، «د کورني ژوند ایده ال تصورات، چې د مېندو او کور د دندو لپاره یې د نجونو د چمتو کولو پر اهمیت ټینګار درلود، د نجونو لپاره یې د ښوونځیو پراختیا ته لمن ووهله». [۱][۲]

تعلیمي نظریات[سمول]

جان لاک په انګلستان کې او ژان ژاک روسو په فرانسه کې د زده کړې په اړه اغیزناک اثار ولیکل. دواړو په لومړیو کلونو کې د ځوانانو د اذهانو د روزنې پر اهمیت باندې ټینګار کړی و. د روشنګري د عصر په وروستیو کې، په تیره بیا د امریکا او فرانسې له انقلاب را وروسته وختونو کې په نړیواله کچه د ښوونې او روزنې په وړاندې غوښتنه په زیاتیدو وه.

د روشنګري ماشومانو ته داسې درس ورکول کېده تر څو هغه حقایق چې د رنسانس په وخت کې رامنځته شوي وو په شفاهي او ګرافیکي لارو چارو سره ذهن ته وسپاري. له ۱۷۵۰ کال راهیسې د زده کړې غالبه روان پیژندنه په تیره بیا په شمالي اروپا کې یو ډول تداعي ګرايي وه؛ هغه خیال یا تصور چې ذهن د تکرار روټین له لارې نظریات یو ځای کوي یا یې بېلوي. دې کار د ذهن په اړه هغه عملي تیوري وړاندې کړه کوم چې ښوونکو ته یې اجازه ورکړه تر څو د ټولنې د ټيټو او منځنیو کچو زده کوونکو لپاره د زده کړې د چاپي او خطي پخواني فرهنګ ډولونه د زده کړې پر اغیزمنو ګرافیکي وسایلو باندې بدل کړي.[۳][۴]

زیاتره هغه مخکښ پوهنتونونه چې د روشنګرۍ له پرمختللو اصولو سره تړلي وو، په شمالي اروپا کې وو، چې د هغه وخت تر ټولو مشهور یې د لیډین، ګوتینجن، هالي، موټ پیلیر، اپسالا او ایډنبورګ پوهنتونونه وو. دغو پوهنتونونو په تیره بیا د ایډنبورګ پوهنتون، داسې پروفیسوران وروزل چې د هغو نظریاتو د بریتانیا د شمالي امریکا پر مستعمرو او بیا وروسته د امریکا پر جمهوریت باندې مهمې اغیزې درلودې. د طبیعي علومو په برخه کې د ایډنبورګ طبي پوهنتون هم وکړای شول چې په کیمیا، اناتومي او فارماکولوژي کې مخکې لاړ شي.[۵]

په هر حال، په عمومي توګه د فرانسې او د زیاترې اروپا پوهنتونونه او ښوونځي د دودیزو علومو سنګرونه او له روشنګرۍ  سره هومره پخلا نه وو. په دې برخه کې په فرانسه کې یوازینۍ استثناء د مونټ پیلیر د طب پوهنتون و.[۶]

د ښوونیز نظام وده[سمول]

لیک لوست[سمول]

یو مهال ښوونه او روزنه یوازې د لوړې طبقې خلکو امتیاز ګڼل کېده. که څه هم چې د ۱۷ او ۱۸مې پیړیو په اوږدو کې، «ښوونه او روزنه، لیک لوست او زده کړه» په تدریج سره «بډایو او بېوزلو خلکو ته یو شان» وړاندې کېده. په اروپا کې له ۱۷ تر ۱۸مې پیړۍ پورې د لیک لوست کچې د پام وړ وده ومونده. په ۱۷مه او ۱۸مه پیړۍ کې د «لیک لوست» د اصطلاح تعریف له هغه څه سره توپیر لري کوم چې موږ یې اوس د لیک لوست لپاره لرو. تاریخ پوهانو په ۱۷مه او ۱۸مه پیړۍ کې د خلکو لیک لوست د هغوی له خوا د خپل نوم د لاسلیک کولو د وړتیا لرلو له مخې په ګوته کړی و. په داسې حال کې چې د لیک لوست د معلومولو دا ډول میتود د دې ښکارندوی نه دی چې هغو خلکو دې کولای شوای لوستل وکړي. دې کار د روشنګرۍ له عصر مخکې د ښځو د لیک لوست پر ظاهري کچې اغیزه کوله او هغه هم په دې خاطر چې د تیاره عصر او د روشنګرۍ د عصر تر منځ هغه ښځې چې نه یې شوای کولای خپل نوم ولیکي یا لاسلیک وکړي، خو زیاترو یې بیا تر یوه بریده کولای شول چې لوستل وکړي.[۷][۸]

په زیاترو ګڼ وګړیزو سیمو اوهغو سیمو کې چې مذهبي ښوونځي وو هلته د نالوستي کچه په چټکۍ سره راټیټه شوه. په انګلستان کې په ۱۶۴۰ کال کې د لیک لوست کچه د نارینه وو لپاره ۳۰ سلنه ؤ، چې دا شمېره بیا د ۱۸مې پیړۍ په نیمايي کې ۶۰ سلنې ته لوړه شوه. په فرانسه کې بیا له ۱۶۸۶ تر ۱۶۹۰ کلونو پورې د لیک لوسته کچه د نارینه وو لپاره ۲۹ سلنه او د ښځو لپاره ۱۴ سلنه وه، چې له هغه وروسته دا شمېره د نارینه وو لپاره ۴۸ سلنې او د ښځو لپاره ۲۷ سلنې ته لوړه شوه.[۸]

د لیک لوست په کچه کې د زیاتوالې یوازینی دلیل مذهبي اغیزو، ځکه چې زیاتره ښوونځي او کالجونه د روحانیونو، مبلغینو یا نورو مذهبي سازمانونو له خوا اداره کېده. هغه علت چې مذهب یې دې ته وهڅاوه څو په عامه خلکو کې د لیک لوست کچه لوړه کړي، هغه دا و چې انجیل په ډېروژبو کې چاپ شوی ؤ او له همدې امله خلکو ته لیک لوست ور زده کېده څو د خدای (ج) پر خبرو پوه شي. په ۱۷۱۴ کال کې د هغو ښځو تناسب چې کولای یې شول لوست وکړای شي تقریباً ۲۵ سلنې ته پورته شو، دغه کچه تر ۱۷۵۰ کال پورې ۴۰ سلنې ته لوړه شوه. د دې کچې د زیاتوالې اصلي علت هغه عمومي لېوالتیا وه کوم چې د سپیڅلي کتاب پر لوستلو باندې یې ټینګار کاوه او همداشان په داسې یوه ټولنه کې چې ورځ تر بلې یې سوداګریزه بڼه غوره کړې، په ټولنه کې د لیک لوست د غوښتنې زیاتوالی ؤ. هغه ډله چې تر ډېره اغیزمنه شوې وه، هغه مخ پر زیاتیدونکې مسلکي او سوداګریزه طبقه وه او په دې وخت کې د هغوی د زامنو لپاره د روزنې د ورکړې لپاره د لیکلو او حساب ښوونځي جوړل شول. پر لیک لوست باندې د اصلاحاتو اغیز البته چې د پروتیستانو په سیمو کې ډېر زیات وو. له همدې امله، په شمالي اروپا کې چې زیاتره وګړي یې پروتستان وو هلته د لیک لوست کچې د سویلي اروپا د کاتولیکانو په پرتله په چټکۍ سره زیاتوالی وموند.یسوعیان چې د کاتولیک اصلاحاتو (اصلاحاتو ضد) محصول ؤ، د کاتولیکانو په سیمو کې یې په مناسبه توګه د لیک لوست په زیاتوالې کې مرسته وکړه.[۹][۱۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Encyclopædia Britannica, "Education," in "Encyclopædia Britannica Online" http://www.britannica.com/EBchecked/topic/179408/education (accessed on April 3, 2009).
  2. de Bellaigue, (2007) p. 11
  3. Hotson, Howard (2007). Commonplace Learning: Ramism and Its German Ramifications 1543–1630. Oxford: Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Eddy, Matthew Daniel (2013). "The Shape of Knowledge: Children and the Visual Culture of Literacy and Numeracy". Science in Context. 26: 215–45. doi:10.1017/s0269889713000045. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Eddy, Matthew Daniel (2008). The Language of Mineralogy: John Walker, Chemistry and the Edinburgh Medical School, 1750–1800. Aldershot: Ashgate. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Elizabeth Williams, A Cultural History of Medical Vitalism in Enlightenment Montpellier (2003) p. 50
  7. Kurtz, (1994), pp. 14, 15.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Melton, (2001), pp. 81–82.
  9. American Eras. 8 vols. Gale Research 1997–1998, "Education Overview"
  10. de Bellaigue, (2007) p. 12