ښاريتوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په کابل کې متراکمه ژوند.

ښاریتوب له کلیوالي سیمو نه ښاري سیمو ته د خلکو بدلون، د کلیوالي سیمو په نفوسو کې کمښت او هغو لارو چارو ته ویل کېږي چې ټولنې په کې له دغه بدلون سره ځان برابروي. په دې بهیر کې ښارګوټي او ښارونه جوړېږي او دا چې ډېر خلک په مرکزي سیمو کې ژوند او کار پیلوي، دغه سیمې ورسره لویېږي.[۱][۲]

که څه هم کله ناکله دغه دوه مفاهیم د یو بل پر ځای کارول کېږي، خو د ښاریتوب او ښاري ودې تر منځ باید توپیر وشي. ښاریتوب په طبقه ‌بندي شویو ښاري سیمو کې د ټول ملي نفوس تناسب ته ویل کې او ښاري وده په دغو سیمو کې د مېشتو کسانو مطلق شمېر ته وايي. داسې وړاندوېینه کېږي چې تر ۲۰۵۰ ز کال پورې به د مخ پر ودې هېوادونو شاوخوا ۶۴ سلنه خلک او د پرمختللو هېوادونو شاوخوا ۸۶ سلنه خلک ښارمېشتي شي. دغه سلنه تر ۲۰۵۰ ز کال پورې له کابو ۳ میلیارده ښارمېشتو سره مساوي ده چې ډېره برخه به یې په افریقا او اسیا کې وي. د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې وړاندوېینه کړې چې د نړۍ د نږدې ټول نفوس وده به له ۲۰۱۷ ز نه تر ۲۰۳۰ ز کال پورې په راتلونکو لسو کلونو کې د ښارونو پر بنسټ نږدې ۱.۱ میلیارده نوي ښارمېشتي وي.[۳][۴][۵][۶]

ښاریتوب یوازې یوه معاصره ښکارنده نه ده، بلکې په نړیواله کچه د انسان د ټولنیزو رېښو چټک او تاریخي بدلون دی، چې له امله یې کلیوالي فرهنګ پر ښاري فرهنګ بدلېږي. د مېشتېدو په ډولونو کې لومړنی ستر بدلون زرګونه کاله مخکې په کلیو کې د هغو ښکاریانو راټولېدل وو، چې د ښکار له لارې یې د ژوند اړتیاوې پوره کولې. کلیوالي فرهنګ د ګډې شجرې، صمیمي اړیکو او ټولیز چلند پر بنسټ مشخصیږي، په داسې حال کې چې ښاري فرهنګ د لرې شجرې، نا اشنا اړیکو او رقابتي چلند له مخې مشخصیږي. داسې وړاندوېینه کېږي چې، د خلکو دغه بې‌ساری حرکت به په څو راتلونکو لسیزو کې دوام ولري او لا به چټک شي، ښارونه به دومره وده وکړي چې یوه پېړۍ مخکې یې هېڅ تصور نه کېده. [۷][۸][۹]

تاریخچه

د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې په بریتانیا کې د کرنیز او صنعتي انقلاب په پیل سره په ښارونو او کلیو کې د نفوس اړیکه پرې شوه او د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې ښاري نفوس بې‌سارې وده وکړه، په دې وده کې له کلیو نه ښارونو ته ډېره کډوالي شامله وه. په انګلنډ او وېلز کې په ښارونو کې د مېشت نفوس وده له ۲۰۰۰۰ کسانو نه چې په ۱۸۰۱ز کال کې ۱۷ سلنه وه، په ۱۸۹۱ ز کال کې ۵۴ سلنې ته لوړه شوه. د فرانسې په څېر په نورو هېوادونو کې دا شمېره ۳۷ سلنه، په پروسیا کې ۴۱ سلنه او په متحدو ایالتونو کې ۲۸ سلنه وه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

کله چې کارګران د ډېرو کرنیزو محصولاتو له امله په ځمکو کې له کاره خلاص شول، د منچسټر او بیرمنګم په څېر هغو نویو صنعتي ښارونو ته لاړل چې هلته سوداګرۍ، تجارت او صعنت وده کړې وه. په ټوله نړۍ کې مخ پر ودې سوداګرۍ له شمالي امریکا نه د غلو دانو او له استرالیا او سویلي امریکا نه د یخچالي غوښو واردول ممکن کړل. ښارونه د عمومي ترانسپورت د سیستمونو د ودې له امله پراخ شول، چې د کارګرانو لپاره یې د ښارونو مرکزونو ته اوږده مزلونه اسانه کړل. [۱۵][۱۶]

په ټوله لوېدیځه نړۍ کې ښاریتوب چټکه وده وکړه او له ۱۹۵۰مې ز لسیزې وروسته یې په مخ پر ودې هېوادونو کې هم وده پیل کړه. د شلمې پېړۍ په پیل کې د نړۍ یوازې ۱۵ سلنه خلکو په ښارونو کې ژوند کاوه. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ۲۰۰۷ ز کال د بشر په تاریخ کې لومړنی کال و چې د نړۍ تر ۵۰ سلنه ډېر نفوس په ښارونو کې ژوند کاوه. [۱۷][۱۸]

د ۲۰۱۶ ز کال په جون میاشت کې «يېل پوهنتون» له ۳۷۰۰ مخزېږد کال نه تر ۲۰۰۰ ز کال پورې د ښاریتوب په اړه معلومات خپاره کړل، دغه معلومات په هغه فلم کې وکارول شول چې د وخت په اوږدو کې یې په نړۍ کې د ښارونو وده ښودله. د دې تر څنګ لرغون‌ پوهانو په ټوله نړۍ کې د ښاري مرکزونو د پيدايښټ او پراختیا نقشې وکښلې. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

چاپېریالي اغېزې

ښاریتوب ښايي د بېلابېلو دلایلو له مخې له چاپېریالي کیفیت سره مرسته وکړي. د مثال په توګه: ښاریتوب د عاید کچه لوړوي چې چاپېریال ته د زیان نه لرونکو خدماتو سکتور هڅوي او د شنو او له چاپېریال سره برابرو محصولاتو لپاره غوښتنه لوړوي. پر دې سربېره ښاریتوب په ښاري سیمو کې د کلیوالو سیمو په پرتله د غوره امکاناتو او باکیفیته ژوند د معیارونو له لارې د چاپېریال له ښه‌والي سره مرسته کوي. په پای کې ښاریتوب د څېړنې، پراختیا او نوښتونو په ډېرېدو سره د ککړوالي د خپرېدو مخنیوی کوي. سټيوارټ برنډ په خپل کتاب «د ټولې ځمکې نظم» کې استدلال کوي چې، د ښاریتوب اغېزې په ابتدايي ډول د چاپېریال لپاره مثبتې دي. [۲۳][۲۴][۲۵]

اوسنۍ موجودې زېربناوې او د ښاري پلانونې طریقې تلپاتې نه دي. د ۲۰۱۳ ز کال په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو د اقتصاد او ټولنیزو چارو څانګې یو راپور خپور کړ او خبرداری یې ورکړ چې، تر ۲۰۵۰ ز کال پورې باید د ۲.۴ میلیارده کسانو په ډېرېدو سره د خوړو د تولید کچه ۷۰ سلنه لوړه شي، چې دا کار به غذايي سرچینې تر فشار لاندې راولي، په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې د چاپېریالي شرایطو د بدلون له امله مخکې له مخکې له غذايي نا امنۍ سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا: د چاپېریالي شرایطو د بدلون او ښاري سیمو د مخ پر ودې نفوس ترکیب به د حفظ الصحې او روغتیايي پالنو سیستمونه تر فشار لاندې راولي او په بالقوه ډول به د انساني او چاپېریالي ناورین لامل شي. [۲۶][۲۷]

د ښاري ګرمۍ ټاپو

د ښاري ګرمۍ د ټاپوګانو شتون له ډېرو کلونو راهیسې پر ډېرېدونکې اندېښنه بدل شوی دی. د ښاري ګرمۍ ټاپوهغه مهال جوړېږي چې صنعتي او ښاري سیمې تودوخه تولید او وساتي. د لمر ډېری تودوخه چې کلیوالي سیمو ته رسېږي، د اوبو د بړاس کېدو او د نباتاتو او خاورې په مرسته بېرته مصرفېږي. په ښارونو کې چې نباتات او خاوره کمه ده، ډېره دغه تودوخه د ودانیو او کانکرېټونو په مرسته جذبېږي چې د تودوخې د لوړېدو لامل کېږي. نقلیه وسایل، فابریکې او د ګرمولو او سړولو صنعتي او کورني سیستمونه ډېره تودوخه تولیدوي. ښارونه د کلیوالو سیمو په نسبت له ۱ تر ۳ سانتي ګرېد درجې ګرم دي. اغېزې یې د خاورې د نم کموالی او د کاربن ډای اکسایډ کم جذب او خپرېدل دي.  [۲۸][۲۹][۳۰]

د خوړو ضایعات

په پرمختللو هېوادونو کې د ټولنو چټکې ودې نوي ګواښونه زیږوي، له دې ډلې یو ګواښ د خوراکي توکو ضایعات دي چې د ښاري خوړو د ضایعاتو په نامه هم پېژندل کېږي. خوراکي ضایعات د خوراکي محصولاتو هغو ضایعاتو ته ویل کېږي، چې د نه استعمال، تر تاریخ تېرېدو یا خوسا کېدو له امله نور د کارولو وړ نه وي. د خوراکي موادو ضایعات ښايي چاپېریالي ګواښونه، لکه: د میتان ګاز د لوړېدو او ناروغۍ لېږدوونکو د ډېروالي لامل شي. د اشغالو د خښېدو ځایونه د میتان ګاز د خپرېدو درېیم اصلي لامل دی چې پر اوزون پرده او عامه روغتیا ناوړه اغېزه کوي. د خوارکي توکو ضایعات ډېرېدل د تخمر کېدو سبب کېږي، چې له امله یې حشرات او داړونکي حیوانات ډېرېږي. د ناروغیو د لېږدوونکو راتګ، انسان ته د لا ډېرو ناروغیو د پیدا کېدو سبب کېږي. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

روغتیايي او ټولنیزې اغېزې

په مخ پروده هېوادونو کې ښاریتوب، ژوندي پاتې کېدو ته د هیله‌ مندۍ د ډېرېدو په معنا نه دی. چټک ښاريتوب، د غیر ساري ناروغیو، لکه: نري رنځ (سرطان) او زړه د ناروغیو له امله د مړینې د زیاتوالي لامل کېږي. د ساري ناروغیو له امله په مړینه کې توپیر، په ناروغۍ او ځای پورې اړه لري. [۳۹][۴۰]

په ښار کې د روغتیا کچه په منځنۍ کچه تر کلیوالي سیمو ښه ده. د بېوزلو ښاري سیمو اوسېدونکي«د وخت په تېرېدو سره د ناوړه ناروغیو، ټپونو، ژرمړینې او بېوزلۍ» له امله زیانمنېږي. ډېری بېوزلي ښارمېشتي، د لګښتونو وس نه‌لري او روغتیايي خدمتونو ته په لاسرسي کې له ستونزې سره مخامخ دي، له همدې امله د بې‌کیفیته او غیر قانوني خدمتونو وړاندې کوونکو ته ورځي. [۴۱][۴۲]

سرچینې

  1. "Urbanization". MeSH browser. National Library of Medicine. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۴. The process whereby a society changes from a rural to an urban way of life. It refers also to the gradual increase in the proportion of people living in urban areas. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Urbanization in". demographic partitions. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tacoli, Cecilia (2015). Urbanisation, rural-urban migration and urban poverty. McGranahan, Gordon, Satterthwaite, David. London: International Institute for Environment and Development. OCLC 942419887. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781784311377. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 27 October 2012 باندې). Urban life: Open-air computers.
  5. "Urbanization". UNFPA – United Nations Population Fund. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Barney Cohen (په 2015 باندې). Urbanization, City Growth, and the New United Nations Development Agenda. Cornerstone, The Official Journal of the World Coal Industry
  7. Gries, T.; Grundmann, R. (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Fertility and modernization: the role of urbanization in developing countries"]. Journal of International Development 30 (3): 493–506. doi:10.1002/jid.3104. 
  8. "Urbanization". UNFPA – United Nations Population Fund. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Introduction to Social Macrodynamics: Secular Cycles and Millennial Trends. Moscow: URSS, 2006; Korotayev A. The World System urbanization dynamics. History & Mathematics: Historical Dynamics and Development of Complex Societies. Edited by Peter Turchin, Leonid Grinin, Andrey Korotayev, and Victor C. de Munck. Moscow: KomKniga, 2006. The World System urbanization dynamics. History & Mathematics: Historical Dynamics and Development of Complex Societies. Edited by Peter Turchin, Leonid Grinin, Andrey Korotayev, and Victor C. de Munck. Moscow: KomKniga, 2006. کينډۍ:ISBN. P. 44-62
  10. "A compare quantitative analysis". History & Mathematics 2: 115–53. 2006. https://www.academia.edu/26447633. 
  11. Abraham Eraly (2007), The Mughal World: Life in India's Last Golden Age, p. 5, Penguin Books
  12. Irfan Habib; Dharma Kumar; Tapan Raychaudhuri (1987). The Cambridge Economic History of India (PDF). 1. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 170. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Paolo Malanima (2009). Pre-Modern European Economy: One Thousand Years (10th-19th Centuries). Brill Publishers. د کتاب پاڼې 244. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004178229. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Caves, R. W. (2004). Encyclopedia of the City. Routledge. د کتاب پاڼې 738. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415862875. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Industrial Revolution | Definition, History, Dates, Summary, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. کينډۍ:Cite conference
  17. Annez, Patricia Clarke; Buckley, Robert M. (2009). "Urbanization and Growth: Setting the Context" (PDF). In Spence, Michael; Annez, Patricia Clarke; Buckley, Robert M. (المحررون). Urbanization and Growth. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8213-7573-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. کينډۍ:Cite conference
  19. Reba, Meredith; Reitsma, Femke; Seto, Karen C. (2016-06-07). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Spatializing 6,000 years of global urbanization from 3700 BC to AD 2000"]. Scientific Data 3: 160034. doi:10.1038/sdata.2016.34. ISSN 2052-4463. PMID 27271481. Bibcode2016NatSD...360034R. 
  20. "Research Data–Seto Lab". urban.yale.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "The History of Urbanization, 3700 BC – 2000 AD". YouTube. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  22. Stephens, Lucas; Fuller, Dorian; Boivin, Nicole; Rick, Torben; Gauthier, Nicolas; Kay, Andrea; Marwick, Ben; Armstrong, Chelsey Geralda et al. (2019-08-30). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Archaeological assessment reveals Earth's early transformation through land use"] (in en). Science 365 (6456): 897–902. doi:10.1126/science.aax1192. ISSN 0036-8075. PMID 31467217. Bibcode2019Sci...365..897S. 
  23. Yasin, Iftikhar; Ahmad, Nawaz; Chaudhary, M. Aslam (2019-07-22). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Catechizing the Environmental-Impression of Urbanization, Financial Development, and Political Institutions: A Circumstance of Ecological Footprints in 110 Developed and Less-Developed Countries"] (in en). Social Indicators Research 147 (2): 621–649. doi:10.1007/s11205-019-02163-3. ISSN 0303-8300. 
  24. Urbanization: An Environmental Force to Be Reckoned With
  25. Carbon Zero: Imagining Cities that can save the planet by Alex Steffen
  26. "World Economic and Social Survey (WESS) 2013" World Economic and Social Affairs. July 2013.
  27. Auber, Tamar (17 July 2013) "Climate change and rapid urban expansion in Africa threaten children’s lives." Archived 13 November 2014 at the Wayback Machine. UNEARTH News. Retrieved 10 August 2013.
  28. Park, H.-S. (1987). Variations in the urban heat island intensity affected by geographical environments. Environmental Research Center papers, no. 11. Ibaraki, Japan: Environmental Research Center, The University of Tsukuba.
  29. "Heat Island Effect". Epa.gov (17 November 2010). Retrieved on 7 April 2014.
  30. "Heating Up: Study Shows Rapid Urbanization in China Warming the Regional Climate Faster than Other Urban Areas". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Thyberg, Krista L.; Tonjes, David J. (2016). "Drivers of food waste and their implications for sustainable policy development". Resources, Conservation and Recycling 106: 110–123. doi:10.1016/j.resconrec.2015.11.016. ISSN 0921-3449. https://www.tib.eu/en/search/id/tema:TEMA20151218325/Drivers-of-food-waste-and-their-implications-for/. 
  32. "Article: "Urban Food Waste generation: challenges and opportunities" Journal: Int. J. of Environment and Waste Management, 2009 Vol.3 No.1/2 pp.4 - 21 Abstract: Greater economic activity and a wider economic gap between rural and urban areas is leading to accelerated urbanisation and the generation of 35% more Urban Food Waste (UFW) from 2007 to 2025. Besides landfilling, this paper examines the advantages of introducing onsite composting and anaerobic digestion for the environmental recycling of UFW and the lowering of handling cost. For Asia and Africa, these solutions for UFW could reduce the mass of MSW by 43% and 55%, respectively, thus help there cities manage almost all of their MSW. For North America and Europe, such practice could reduce earth warming trends. - Inderscience Publishers - linking academia, business and industry through research". inderscience.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Adhikari, Bijaya K.; Barrington, Suzelle; Martinez, José (October 2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Predicted growth of world urban food waste and methane production"]. Waste Management & Research 24 (5): 421–433. doi:10.1177/0734242X06067767. ISSN 0734-242X. PMID 17121114. 
  34. Adhikari, Bijaya K.; Barrington, Suzelle F.; Martinez, Jose (2009). "Urban Food Waste generation: challenges and opportunities". International Journal of Environment and Waste Management 3 (1/2): 4. doi:10.1504/ijewm.2009.024696. ISSN 1478-9876. https://hal.archives-ouvertes.fr/hal-00615443/file/RE2009-PUB00026234.pdf. 
  35. Adhikari, Bijaya K.; Barrington, Suzelle; Martinez, José (October 2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Predicted growth of world urban food waste and methane production"]. Waste Management & Research 24 (5): 421–433. doi:10.1177/0734242X06067767. ISSN 0734-242X. PMID 17121114. 
  36. "Vector-borne diseases". World Health Organization. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. EPA,OA, US (2015-12-23). "Overview of Greenhouse Gases | US EPA". US EPA. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Venkateswaran, Sandhya (1994). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Managing Waste: Ecological, Economic and Social Dimensions"]. Economic and Political Weekly 29 (45/46): 2907–2911. 
  39. "Urbanization and health in developing countries: a systematic review". World Health & Population 15 (1): 7–20. 2014. doi:10.12927/whp.2014.23722. PMID 24702762. http://www.longwoods.com/product/download/code/23722. 
  40. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Quantification of urbanization in relation to chronic diseases in developing countries: a systematic review"]. Journal of Urban Health 85 (6): 938–51. November 2008. doi:10.1007/s11524-008-9325-4. PMID 18931915. 
  41. "Urbanization, gender and urban poverty:Paid work and unpaid carework in the city". UNFPA. 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Urbanization and health in developing countries: a systematic review". World Health & Population 15 (1): 7–20. 2014. doi:10.12927/whp.2014.23722. PMID 24702762. http://www.longwoods.com/product/download/code/23722.