ژولین کالیزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ژولین کالیزه
د شخص معلومات
عملي ژوند
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژولین کالیزه چې د ژولیوس سزار له خوا یې د روم د پیدایښت په ۷۰۸ کال کې (له میلاد ۴۶ کاله وړاندې) وړاندیز وشو؛ په رومي کالیزه کې اصلاحاتي ګام و. دغه کالیزې د روم د پیدایښت د ۷۰۹ کال د جنوري په لومړۍ نېټه (له میلاد ۴۵ کاله وړاندې) د سلطنتي فرمان پر بنسټ اجرایوي بڼه ومونده چې د الکساندریې د سوسیجینس په څېر د یوناني ریاضي پوهانو او ستور پوهانو له خوا طراحي شوې وه. [۱]

دغه کالیزه تر ۱۵۸۲ کال پورې د څه باندې ۱۶۰۰ کلونو لپاره د روم د سترواکۍ او ورپسې په ډېری لویدیځو هېوادونو کې د مخکښې کالیزې په توګه کارول کېده؛ هغه مهال چې په ۱۵۸۲ کال کې دیارلسم پاپ ګریګوري د کال په اوږدوالي کې ډېر کوچنی اغیز رامنځته کړ یعنې دا چې د کال اوږدوالی یې له ۳۶۵.۲۵ ورځو څخه ۳۶۵.۲۴۲۵ ورځو ته راکم کړ او په دې سره د ژولین کالیزې تاریخ د لمریز کال سره برابر شو. دغه اصلاح شوې کالیزه چې په میلادي کالیزې یې شهرت وموند په راتلونکو کلونو کې لومړی په کالتولیک هېوادونو او ورپسې د لویدیځې عیسوي نړۍ په پروتسانت هېوادونو کې دود شوه.

ژولین کالیزه تر نن ورځې پورې ختیځې ارتودوکس کلیسا او مشرقي ارتدوکس کلیسا  ته په اړوندو برخو او همدارنګه د بربر وګړو ترمنځ دود ده.[۲]

ژولین کالیزه دوه ډوله کلونه لري: عادي ۳۶۵ ورځني او کبیسه ۳۶۶ ورځنی کال. د دغې کالیزې په ساده دوره کې درې عادي کلونه او یو کبیسه کال شاملېږي چې د دغو کلونو اوسط اوږدوالی ۳۶۵.۲۵ ورځې کېږي. دغه کچه د واقعي لمریز کال له اوږدوالي یا ۳۶۵.۲۴۲۱۹ ورځو (له اوسنۍ کچې څخه، چې توپیر لري) زیاتېږي. د هرې ټاکلې پېښې لپاره له ۱۹۰۱ کال څخه تر ۲۰۹۹ کال پورې د هغو نېټه د ژولین کالیزې له مخې له میلادي کالیزې ۱۳ ورځې شاته کېږي.

میاشتې[سمول]

ژولین میاشتې له ژولین وړاندې په رومي کال کې د ۱۰ ورځو په زیاتوالي د یو منظم ۳۶۵ ورځنی ژولین کال پر بنسټ رامنځته کېږي. دوه دوه ورځې په جنوري، سکسټیلیس (اګست) او ډسمبر کې، یوه یوه ورځ په اپرېل، جون، سپټمبر او نومبر میاشت کې اضافه کېږي. فبروري میاشت په معمولي کلونو کې تغیر نه کوي او د ۲۸ سنتي ورځو له مخې دوام کوي. له همدې امله د ټولو میاشتو (یعنې د عادي کال؛ نه د کبیسه کال) اوږدوالی د ژولین کالیزې له مخې په هماغه کچه دی چی اوس مهال یې میلادي میاشتې لري.

د ژولین اصلاحاتو هغه کړنلار چې د میاشتې د ورځو د محاسبې په موخه له ژولین کالیزې وړاندې ترې ګټنه کېده او د میاشتې د لومړۍ ورځې (Kalends)، د میاشتې د نهمې ورځې (Nones) او د میاشتې د نیمايي د ورځې (Ides) پر بنسټ وه، بدله نه کړه او همدارنګه یې دغه دریو تاریخونو ته په میاشتو کې هېڅ تغیر ورنکړ. ماکروبیوس څرګندوي چې اضافي ورځې د میاشتې په اخر کې اضافه شوې څو د میاشتې په نهمه او منځنۍ ورځ باندې د ثابتو مذهبي مراسمو د وخت له ګډوډ کېدو مخه ونیول شي. ورته مهال له دې امله چې د میاشتې له منځنۍ ورځې څخه وروسته رومي تاریخ تر نوې میاشتې پورې په معکوس ډول حساب کېده نو همدا و چې په اوږدو میاشتو کې اضافي ورځو د منځنۍ ورځې څخه د شمېر په لومړنۍ کچه خپل اغېز درلود. [۳][۴]

د کال اوږدوالی؛ کبیسه کلونه[سمول]

په ژولین کالیزه کې دوه ډوله کلونه شتون لري: عادي ۳۶۵ ورځني کلونه او ۳۶۶ ورځني کبیسه کلونه. له همدې امله د دغې کالیزې له مخې له هرو درې «عادي» کلونو وروسته یو کبیسه کال راځي او همدغه موډل د تل لپاره له کومې استثنا پرته تکرار کېږي. له همدې امله ژولین کال په منځنۍ کچه ۳۶۵.۲۵ ورځې دی. په پایله کې ژولین کال د وخت په اوږدو کې لمریز کال (۳۶۵.۲۴۲۱۷ ورځې) ته په پام تغیر کوي. [۵]

په داسې حال کې چې یوناني ستورپوهان حد اقل د هیپارخوس له مهاله یعنې د ژولین له اصلاحاتو یوه پېړۍ وړاندې په دې پوهېدل چې لمریز کال له ۳۶۵.۲۵ ورځو څخه ډېر لږ کم دی خو بیا یې هم په دغه کالیزه کې یاد توپیر جبران نه کړ. له همدې امله د اعتدال مهال او موسمونو ته په پام په هرو څلورو پېړیو کې د ژولین کالیزې کال درې ورځې زیاتوالی مومي.  دغه اختلاف بیا په ۱۵۸۲ کال کې تر ډېره پورې د میلادي کالیزې د اصلاحاتو پر مټ راکم کړای شو. د میلادي کالیزې د میاشتو اوږدوالی او د میاشتو ترتیبب له ژولین کالیزې سره ورته دی، خو په میلادي کالیزه کې کلني اعداد چې په مساوي توګه په ۱۰۰ د وېش وړ دي کبیسه کلونه نه دي یوازې له هغو پرته چې په مساوي توګه په ۴۰۰ د ویش وړ راځي هغه بیا کبیسه کلونه دي. (حتی هماغه مهال مهال میلادي کالیزې له نجومي مشاهداتو څخه په ۳۰۳۰ کلونو کې یو ورځ انشعاب درلود). [۶][۷][۸]

په منځنۍ کچه د ژولین کال (۳۶۵.۲۵ ورځې) او میلادي کال (۳۶۵.۲۴۲۵ ورځې) ترمنځ توپیر ۰.۰۰۲٪ سلنه دی چی له مخې یې ژولین کال ۱۰.۸ دقیقې له هغو زیاتېږي. له دې امله رامنځته شوی اغېز له شاوخوا ۱۶۰۰ کلونو راهیسې چې د ایستر له ورځې څخه د محاسبې له مخې یې په نیقیه لومړۍ شورا کې بنسټ کېښودل شو په دې معنی دی چې د بېلګې په توګه د ۱۹۰۰ کال د ژولین د فبروري له ۲۹ مې (د میلادي د مارچ له ۱۳ مې) د ۲۱۰۰ کال د ژولین کالیزې د فبروري تر ۲۸ مې (د میلادي د مارچ تر ۱۳ مې) ژولین کالیزه له میلادي کالیزې ۱۳ ورځې مخکې کېږي؛ یوه ورځ وروسته (یعنې د ژولین د فبروري په ۲۹مه یا د میلادي د مارچ په ۱۴مه) دغه توپیر ۱۴ ورځو ته رسېږي.

د نوي کال ورځ[سمول]

رومي کالیزه د جنوري په لومړۍ نېټه پیل کېده او دغه پیل په ژولین اصلاحاتو کې هم وساتل شو. له دې سره آن وروسته له هغه چې سیمه ئیزې کالیزې له ژولین کالیزې سره همغږې شوې، نوی کال به یې په مختلفو تاریخونو پیل کاوه. په مصر کې د اسکندریې کالیزه د اګست په ۲۹مه (د اسکندریې له یو کبیسه کال وروسته د اګست په ۳۰مه ) پیل کېده. د څو سیمه ئیزو کالیزو د پیل ورځ د سپټمبر ۲۳ مه یا د اګوستوس د زیږون ورځ وه. د روم په سترواکۍ کې پنځلس کلنه مالي دوره د بیزانسي کال لامل وګرځېده چې له ژولین کالیزې یې کار اخیست او د سپټمبر په لومړۍ نېټه پیل کېده؛ له دغه تاریخ څخه اوس هم په ختیځه ارتودوکس کلیسا کې د نوي عبادتي کال د پیل د ورځې په توګه ګټنه کېږي. هغه مهال چې ژولین کلیزه په ۹۸۸ کال کې د ولادیمیر کبیر (د کیف د لومړي ولادمیر) له خوا ومنل شوه دغه کال انوموندي ۶۴۶۹ شمېره وبلل شو چې د مارچ په اوله د بیزانیسي انوموندي کال له پیل شپږ میاشتې وروسته په هماغه شمېره پیل شو. په ۱۴۹۲ کال کې (انوموندي ۷۰۰۰ کال) دریم ایوان د کلیسا له دود سره مطابق د کال پیل بېرته د سپټمبر لومړۍ ورځې ته تغیر کړ، له همدې امله انوموندي ۷۰۰۰ کال یوازې د شپږو میاشتو لپاره د ۱۴۹۲ کال د مارچ له لومړۍ نېټې د اګست تر ۳۱ مې په روسیه کې دوام وکړ. [۹]

د منځنیو پېړیو پر مهال په ډېری لویدیځو اروپايي هېوادونو کې (هغه چې د روم کاتولیک کلیسا ته اړوند و)  د جنوري لومړۍ نېټه د کال لومړۍ ورځ (یا د هغو په معادلو نومونو) وبلل شوه، له دې سره چې د منځنیو پېړیو کالیزو لاهم له جنوري څخه تر ډسمبر پورې د میاشتې ترتیب ته دوام ورکاوه (دولس کالمه یې لرل چې هر یو کالم له ۲۸ څخه تر ۳۱ ورځو لرلې) هماغه ډول چې د رومیانو کالیزه وه. له دې سره ډېری دغو هېوادنو د ډسمبر ۲۵ مه (د عیسی د زیږون ورځ)، د مارچ ۲۵ مه (د دوی پر باور د عیسی د تجسم ورځ) یا آن لکه په فرانسه کې د ایستر ورځ د خپل کال د بدلون ورځ وبلله.

په انګلو ساکسوني انګلستان کې کال په معمول ډول د ډسمبر په ۲۵ مه پیل کېده چې (تقریبا) د ژمني انقلاب په توګه یې د بت پرستۍ پرمهال د کال د پیل سره ورته والی درلود، په داسې حال کې چې په ۱۱ مه پېړۍ کې اعتدال د مارچ په ۲۵مه ثبت شوی دی. [۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Richards 2013، ص. 595.
  2. "Berbers mark New Year in Algeria, welcoming 2968". Daily Sabah. 12 January 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۹. The Berber calendar is an agrarian system, based around the seasons and agricultural work, that was inspired by the Julian calendar. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Macrobius, Saturnalia 1.14.9 (Latin). Exceptionally, the extra day in April was inserted as the 26th, a.d. VI Kal. Mai. in the Julian calendar, in order to avoid adding a day to the Floralia, which ran from a.d. IV Kal. Mai. (27 April in the pre-Julian calendar) to a.d. V Non. Mai.
  4. Macrobius, Saturnalia 1.14.12 (Latin).
  5. Using value from Richards (2013, p. 587) for tropical year in mean solar days, the calculation is 1/(365.2425-365.24217)
  6. Claudius Ptolemy, tr. G. J. Toomer, Ptolemy's Almagest, 1998, Princeton University Press, p. 139. Hipparchus stated that the "solar year ... contains 365 days, plus a fraction which is less than 1/4 by about 1/300th of the sum of one day and night".
  7. Introduction to Calendars Archived 2019-06-13 at the Wayback Machine.. (15 May 2013). United States Naval Observatory.
  8. Using value from Richards (2013, p. 587) for tropical year in mean solar days, the calculation is 1/(365.2425-365.24217)
  9. "История календаря в России и в СССР (Calendar history in Russia and in the USSR)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. M. L. R. Beaven, "The Regnal Dates of Alfred, Edward the Elder, and Athelstan", English Historical Review 32 (1917) 517–531; idem, "The Beginning of the Year in the Alfredian Chronicle (866–87)", English Historical Review 33 (1918) 328–342.
  11. Catholic Encyclopedia, General Chronology (Beginning of the Year).