ژوزه ساراماګو
ژوزه ساراماګو د پرتګال مشهور لیکوال او د نوبل ګټونکی دی. [۱] نوموړی داسې لیکوال دی چې په نړۍ کې یې د نوبل د ګټلو له امله خلک حیران کړل. هېچا ګومان نه کاوه چې یو مستري او کاریګر ځوان دې دومره پیاوړی شي، چې د نوبل جایزه وګټي.
ژوزه ساراماګو | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | ليوکېمي [۴] |
تابعیت | P27 |
مذهب | اتيزم [۵] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکې ژبه | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هغه له عادي کاریګرۍ دومره پیاوړی او مشهور شو چې د نوبل تر جایزې ورسېد. دی د کمونیست ګوند غړی وو، خو تر ټولو مهمه ځانګړنه یې دا ده چې هېڅ وخت یې خپل اثار د دې ګوند د مفکورې په واک کې ور نه کړل. هغه تخیل او واقعیت دومره نږدې سره وتړل چې لوستونکي یې د واقعیت او خیال ترمنځ پر تفکیک حیران کړل. د هغه مشهور اثر ړندوالی يا (Blindness) دی.
ژوندليک
[سمول]ژوزه ساراماګو پرتګالی لیکوال دی چې د ۱۹۲۲ کال د نومبر په شپاړسمه زیږېدلی دی. هغه د یوه بزګر په کور کې وزیږېد. کورنۍ یې د لیسبون په شمال کې په واړه کلي کې اوسېده. دوه کاله وروسته یې دی هم له کورنۍ سره یو ځای لیسبون ته راغی. دی په یوه بې وزله کورنۍ کې زیږېدلی و، د زده کړو د بشپړولو مالي وړتیا یې نه لرله، د اقتصادي ستونزو له امله یې ښوونځی په نیمايي کې پرېښود. ده د زده کړو پر ځای کار او کسب ته مخه کړه. بیا یې آهنګرۍ، مستريتوب، کارګرۍ او روزمزدۍ ته مخه کړه. هغه د بې وزلۍ له امله دا ټولې لارې چارې و ازمویلې او یوازینی هدف یې د ژوند تېرول او یوې ګولې ډوډۍ پیدا کول وو. وروسته وروسته یې د پرتګال له کمونیست ګوند سره اړیکې پيدا کړې. بیا په همدې ګوند کې له نشراتي برخې سره یو ځای شو. هلته یې په نشریو او چاپي رسنیو کې فعالیت کاوه. همدلته یې په شخصي توګه هم لیکنې پيل کړې او د کتابونو په پنځونه یې پيل وکړ. لومړنی کتاب یې روښنايي نومېده. بیا یې د ګناه د هېواد په نامه یو ناول په ۱۹۴۷ کال کې چاپ کړ. دا کتاب د خلکو له دومره هرکلي سره مخ نه شو. ده ته یې هم کومه ګټه و نه کړه او ناشر هم د دې کتاب له خپراوي دومره خوښ نه و؛ ځکه په بازار کې له هرکلي سره مخ نه شو او نه یې مادي عایدات لرل. دا مسئله د دې لامل شوه چې ساراماګو د اوږدې مودې لپاره له لیکوالۍ سره مخ ښه وکړي او لیکل ودروي. هغه د اوږدو کلونو یانې د نږدې څلوېښتو کلونو لپاره له ناول لیکنې لاس په سر شو. تر دې چې په ۱۹۸۲کال کې یې د بالتازار او بلموندا کتاب خپور کړ. د دې کتاب انګلیسي ژباړه یې هم په ۱۹۸۸ کال کې چاپ کړه. له همدې وروسته شهرت او ویاړونو د ساراماګو د بخت ور وټکاوه.
ادبي څېره
[سمول]ژوزه داسې لیکوال دی چې که یې په اړه د معلوماتو پلټنه کوی، نو د کاریګرۍ نوم ارومرو ورسره لیدلی شی. ارومرو به ورسره لیکلي وي، هغه کاریګر چې د نوبل ګټونکی شو. موږ وویل چې ژوزه سخت ژوند درلود، له اقتصادي ستونزو کړېده، نو له همدې امله یې کاریګرۍ ته مخه کړه او د خپلې کورنۍ د چلولو لپاره یې د زده کړو پر ځای کار غوره کړ؛ خو وروسته وروسته یې همت له لاسه ور نه کړ او په دې بریالی شو چې له خپل استعداد سره سم قلم وچلوي او له کلونو لیکنو او پنځونو وروسته بشر ته دا ثابته کړي چې استعداد یوازې د زده کړو او لوړو تعلیماتو لرل نه دي، بلکې استعداد پالل غواړي او پر هغه زیار او کار انسان بریا ته رسوي.
دغه تکړه پرتګالی لیکوال تر اوولس کلنۍ په لانزاروته جزیره کې اوسېده. هغه په ۱۹۳۳کال کې دې جزیرې ته لېږدېدلی و؛ ځکه هغه وخت د محافظه کار حکومت پر ضد یې په سیاسي فعالیتونو کې لاس درلود، نو له همدې امله دې جزیرې ته راغلی و او له خپلې اسپانوۍ مېرمنې سره دلته مېشت و. لومړنی ناول یې لکه مخکې مو هم چې یادونه وکړه په ۱۹۴۷کال کې خپور کړ. د ګناه هېواد نومېده. په دې اثر کې د لیکوال ځانګړی سبک وینو، هغه په لیکنو کې نښانې او سمبولونه کارولي دي، اوږدې جملې یې کارولې دي، د ډيالوګونو ترمنځ یې لږ ګډوډي موجوده ده، خبرې یې واضح نه دي، په ځينو مواردو کې ان دا نه ښکاري چې کومه جمله کوم کرکټر ویلې ده. له همدې امله د ژوره دغه ناول د خلکو له هر کلي سره مخ نه شو. یو لامل یې دا و، چې په سمبولونو د چا سر نه خلاصېده. لوستونکي نه غوښتل ځان ته د سر درد پیدا کړي. بل دا چې اوږدې جملې له لوستونکي د لارې د ورکېدو سبب ګرځېدې. د ډيالوګونو ترمنځ ابهام هم هغه ستونزه وه چې د دې کتاب د لږ پلورل کېدو او ناکامېدو سبب شوه.
د ژوزه په اړه یوه بله خبره دا ده چې هغه په خپلو خبرو کې تل له کنایه ډوله الفاظو استفاده کړې ده. هغه په خپلو خبرو کې په پټه ډېر ترخه حقایق بیانوي. کله کله د ټولنې وګړو ته سپکاوی کوي، په دې مانا چې د ځینو خویونو له امله یې دوی رټي. دی په دې توګه د لوستونکي ذهن له تخیلي نړۍ د اوسنۍ او محسوسې نړۍ واقعیتونو ته راګرځوي. له همدې امله ده چې ځینې نقادان هغه د جادويي ریالیزم د سبک پیرو بولي. دوی په دې باور دي چې هغه په ځانګړي سبک خیالي شیان له حقیقي نړۍ سره تړلي دي. دوی تر ډېره د ژوزه اثار د ګابرېل ګارسیا مارکز له اثارو سره پرتله کوي چې هغه هم د جادويي ریالیزم لاروی و. دی په خپلو خبرو کې تاریخ راوړي، حقایق راوړي، په ټولنه کې بې عدالتیو او ناخوالو ته ګوته نیسي، نیوکه ورباندې کوي، له سیاسي مسایلو سره ټکر کوي، له بېوزلۍ سره مبارزه کوي. کره کتونکي په دې باور دي چې هغه د مارکز او بارګاس یوسا په څېر لیکل کوي، خو دی په خپله بیا په دې باور دی چې پر اثارو یې تر ډېره ګوګول او سروانټس اغېز پرې اېښی دی. د یادښت کتابچه، د فیل سفر، د مرګ ستاینه، لیدل، تکثیر شوی نارینه، ړندوالی، د نقاشۍ او خطاطۍ بنسټ، د ژوزه نور اثار دي چې د خلکو له هرکلي سره مخ شوي دي. خو تر ټولو ډېر د ړندوالي نول مشهور کړی دی.
اثار
[سمول]ړندوالی د ژوزه مشهور کتاب دی. دا کتاب یې په ۱۹۹۵ کال کې خپور کړی دی. دا یو تمثیلي اثر دی، داسې اثر چې د زمان او مکان له محدودیت لرې یې د انساني ژوند ناخوالو ته کتنه کړې ده. دی په دې ناول کې دا ښيي چې لارورکي انسانان په روان سیاسي او ټولنیز وضعیت کې له کومو ناخوالو سره مخ دي او کومې چارې باید تر سره کړي چې په دې لار ورکۍ کې خپل مسیر پيدا کړي. د نقادانو په باور په دې ناول کې د ساراماګو د فکر او فلسفي ذهنیت ستر کشمکش دا دی، چې د معاصر انسان ناخوالې او ذهني کشمکشونه انځور کړي.
د ړندوالي ناول په زړه پورې او عالي بڼه لیکل شوی دی. په ښار کې د ړندېدو ناروغي خپرېږي. دا داسې ناروغي ده چې د اوسنۍ کرونا په څېر ساري ده. له یوه کس یې بل ته د تګ امکان شته دی. دا ناروغي له یوه بوډا سړي په ټول ښار کې خپرېږي او تر ټولو پورې رسېږي؛ خو یوه مېرمنه ده چې په استثنايي توګه له دې ناروغۍ بچ وي او یا ووایو چې نه ړندېږي. پاتې د ښار ټول خلک ړانده شي. په ناول کې د دې ټولو خلکو د ژوند سخت وضعیت انځور شوی دی. په اصل کې د لیکوال موخه له دې سمبولیک ناول دا ده چې په اوسنۍ یا معاصره ټولنه کې خلک څومره په ځان کې غرق دي. څومره فکر کوي چې په هر څه پوه دي، خو په حقیقت کې دوی پر ډېرو مهمو حقایقو سترګې پټوي او ړانده دي. لیکوال ټول هغه مسایل را اخیستي دي چې په ښار کې تر سره کېږي او ټول ورباندې ړانده کاڼه دي. په دې منځ کې د جوړې پاتې شوې ښځې وضعیت بیا تر ټولو خراب دی. هغه د ناخوالو له لیدلو دومره زړه تنګې او ناراضه ده چې هیله کوي درېغه دا هم ړنده وی. دا چې ټول خلک ړاندي دي، نو په بیغمه زړه هر ځای یې چې وغواړي، هره ناروا تر سره کوي، فکر کوي څوک مو نه ویني؛ خو له ړندوالي پاتې شوې ښځې ته د ټولو انسانانو رښتینې څېرې ښکارېږي. دا ناول له لوستونکي دا غواړي چې ځان په وړو مسایلو کې بندي نه کړي. لوی افکار ولري او باید پر حقایقو ړوند نه وي. ددې تر څنګ دا هم ښيي چې که په یوه ټولنه کې ټول په یوه فکر روان وي، ټول ناسمې کړنې ترسره کوي، نو د هغه چا ژوند ډېر سخت دی، چې هغه حق لیدلی شي خو نور یې په خبرو باور نه کوي، نه غواړي حقایق وویني او نه غواړي ددې جوړ کس له سترګو حقایقو ته وګوري.
لیدل یې بل مشهور ناول دی. دې دواړو ناولونو ژوره ساراماګو ته نړیوال شهرت ورکړ. یو ناول تر بل خلکو ته په زړه پورې و. همدا دواړه ناولونه سره یو ځای شول او ساراماګو ته یې نړیوال شهرت ورکړ. بینايي ناول په یوه ښار کې د ډېرو بینا یا هغو کسانو په اړه دی چې تر نورو یې د لید قوه پیاوړې ده. دلته کیسه په یوه ښار کې له ولسمشریزو ټاکنو پيلېږي. ګوري چې خلکو ټولې سپینې رایې ورکړې دي. د حکومت تږي خلک فکر کوي چې په دې ښار کې یې قدر نشته. له دې ښاره ځي خو بیا هم خلک هېڅ غبرګون نه ښيي، هېڅ پروا یې نه کوي. حکومت په جعلي چاودنو غواړي د خلکو پام ځان ته را واړوي او دا په ډاګه کړي چې ګواکې حکومت مهم دی او که نه وي، نو خلک تباه کېږي. بیا یې هم خلک په کیسه کې نه کېږي. په ټوله کې د لیکوال هدف دا دی، چې نه ډېر ړندوالی د ټولنو په ګټه دی او نه هم دومره بینايي چې انسان ورک کړي. ځکه په دې وخت کې هغه کسان چې ځان ډېر بینا بولي، هڅه کوي پر نورو حکومت وکړي.
په ټوله کې ژوزه په سمبولیکه ژبه خبرې کوي. هغه لوستونکي ته دا په ډاګه کوي چې شاوخوا یې له څومره وحشتونو ډکه ده. که یې خبره زده وه او د وخت واکمن یې خبره خوښه نه کړه، نو باید ګنګی کړل شي. که یې سترګو کار کاوه او د وخت د حاکم ناخوالې او نیمګړتیاوې یې لیدې، نو سترګې یې ور ړندوي. واکمنان نه سترګهور غواړي او نه ژبور. همدا مسئله ده چې ژوزه د ړندوالي او لیدلو په نومونو ناولونه لیکلي دي. په دې دواړو ناولونو کې یې تاریخ، سیاسي مسایل، ټولنیز مسایل او نور موارد راوړي دي.
د نوبل جايزه
[سمول]ژوزه د دې اثارو تر لیکلو وروسته ښه مشهور شوی و، خو کله چې په ۱۹۹۸کال کې د کتابونو په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره فرانکفورت ته روان و، نو یوه خبر حیران کړ. د نوبل بنسټ اعلان وکړ چې د دې کال د نوبل ګټونکی یې ژوزه دی. دغه بنسټ په خپل پیغام کې ویلي وو چې ساراماګو له کنایو په ډکو الفاظو، په ټولنه کې د ناخوالو، تاریخي پېښو او مډرن شک په اړه زړه راښکونکې څرګندونې کړې دي. دوی د ژوزه د اثارو ستاینه کړې وه او هغه یې د بشریت په فرهنګي او ادبي تاریخ کې یوه ګټوره اضافه بللې وه. په دې توګه نو ژوزره ساراماګو هغه لیکوال و، چې له مستریګرۍ او کارګرۍ د نوبل تر ګټلو ورسېده. هغه جایزه چې زرګونه لیکوالان یې د ګټلو او تر لاسه کولو هیله لري.[۶]
مړينه
[سمول]ژوزه ساراماګو تر دېرشو ډېر اثار پنځولي او خپاره کړي دي. هغه د ژوند تر وروستیو کلونو لیکل کول. ده به ویل په دې پوهېږي چې د ژوند او عمر وروستي کلونه یې دي، خو لیکل کوي، هره ورځ په یوه نوې موضوع پسې ګرځي او غواړي څه په میراث پرېږدي. د پرتګال دغه مشهور لیکوال تر کلونو لیکوالۍ او هڅو وروسته په ۲۰۱۰ کال کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۷ کلونو په عمر ومړ.
سرچينې
[سمول]- ↑ سپوږمۍ راډيو - ژوزه ساراماګو
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?4793 — subject named as: José Saramago — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ http://www.telegraph.co.uk/news/obituaries/culture-obituaries/books-obituaries/7847541/Jos-Saramago.html
- ↑ https://exploringyourmind.com/jose-saramago-biography-writer/ — د نشر نېټه: ۲۷ اگسټ ۲۰۲۰
- ↑ https://www.independent.co.uk/news/saramago-the-atheist-an-outsider-in-his-own-land-1177040.html — د نشر نېټه: ۲۷ اگسټ ۲۰۲۰
- ↑ https://www.spogmairadio.com/19935/
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P140
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي