ډېوېډ لېنچ
ډېوېډ لېنچ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
استوګنځای | لاس انجلس |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 180 سانتي متره |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | امریکايي انګرېزي |
کاروونکي ژبه | |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې[۲] | |
سمول |
ډېوېډ کېټ لېنچ (د ۱۹۴۶ کال د جنوري په ۲۰مه زېږېدلی) یو امریکایی فلم جوړوونکی، انځورګر، بصري هنرمند، اداکار/موسیقار، لیکوال او انسان دوست دی. په ۲۰۱۹ کال کې یې ویاړلې علمي جایزه ترلاسه کړې، درې ځله د غوره کارګردان په توګه د اوسکار جایزې ته نوماند شوی، دوه ځله یې د ترټولو غوره بهرني فلم لپاره د سېزار جایزه او همدارنګه یې د کنېس په فیستیوال/ دفلمونو نړیوال فیستوال کې د ډور پالم (په انګلیسي ژبه ګولډن پالم، د سرو زرو وږی/څانګه تر ټولو لوړه فلمي جایزه، ژباړن) او د وینز د فلم په فیستیوال کې د ټولې لاسته راونې په نوم فلم لپاره د کولډن لاین/ د سرو زرو زمری جایزې ګټونکی دی. په ۲۰۱۷ کال کې د ګاردین ورځپاڼې له خوا رامنځته شوې د منتقدانو یوې ډلې اعلان وکړ چې "په پایله کې تر ټولو بحثونو وروسته هېڅوک هم دا خبره نه شي کولی چې ډېوېډ لېنچ دې د دې دور تر ټولو غوره فلم جوړوونکی وي. حال دا چې ال مووي هغه "د مدرنې امریکایي فلم جوړونې د رینانس/ بیاراژوندي کوونکي سړي په توګه یادوي." د هغه کار د دې لامل شو چې د فلمي منتقد پایولین کېل له خوا د تر ټولو غوره سریال جوړوونکي لقب خپل کړي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
لېنچ مخکې له دې چې د لنډو فلمونو جوړولو ته مخه کړي د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې یې انځورګري زده کړه. د ایرېزرهېډ په نوم د هغه لومړنی ۹۰ دقیقه یی فلم (۱۹۷۷) د نیمې شپې د فلمونو په مدار کې بریالی و او د فیل سړي (۱۹۸۰)، د شګو غونډۍ (۱۹۸۴) او ابي بخمل (۱۹۸۶) په نوم فلمونو له کاګردانۍ سره بریا ته ورسېد. لېنچ ورپسې له مارک فراسټ سره خپله تلویزوني شبکه جوړه کړه او د ټواین پیک په نوم د یو سړي د معمایي وژنې ډرامه په دوو څپرکو کې په کې خپره شوه. هغه همدارنګه د ټواین پېک مخکیني فلمونه: فایر واک وېت مي (۱۹۹۲)، د وایلډ اټ هاړټ جاده یي فلم (۱۹۹۰) او د سټرېنټ سټوري (۱۹۹۹) کورنی فلم هم په همدې دوره کې جوړ کړل. د سوریالیستي فلم جوړونې لور ته د هغه تللو له سره د هغه درې نور فلمونو: هېګوې (۱۹۹۷)، مالهالنډ ډرایف (۲۰۰۱) او اېنلنډ اېمپایر (۲۰۰۶) د خیالي منطق د غیر تشریحي داستاني جوړښت له مخې پر مخ ولاړل. لېنچ او فراسټ دواړو په ۲۰۱۷ کال کې د ټواین پیک دریېم څپرکي لپاره چې د شوټایم له خوا خپرېده بیا یوځای شول. لېنچ د هرې برخې لیکوالي او کارګرداني وکړه او د ګوردن کول په توګه یې خپل رول بیا پر سکرین راڅرګند کړ.[۱۲]
د یو موسیقار په توګه د بلوباب سټېډيو البومونه (۲۰۰۱)، کرېزي کلاون ټایم (۲۰۱۱) او بېګ ډریم (۲۰۱۳) جوړول او همدارنګه د خپلو بېلابېلو فلمونو لپاره د غږ او موسیقۍ طرحه کول (ځینې وختونه د خپلو همکارانو اېلن سپلېټ، دین هېړلي او یا انجېلیو بادلمېنټي سره)؛ انځورګري او عکاسي؛ د اېمېجس/ انځورګری (۱۹۹۴)، کچ د بېګ فېش (۲۰۰۶) روم ټو ډريم (۲۰۱۸) د کتابونو لیکل او ګڼ شمېر نور ادبي اثار؛ او د ویډيویي موسیقیو (لکه د موبي له خوا شارټ اېن د بک اف هېډ لپاره ویډيو جوړول چې په بدل کې يې هغه بېرته د لېنچ بېګ ډریم ته یوه ویډيو جوړه کړه ) او همدارنګه د اعلاناتو جوړول چې د لېډي بلو شانګهای په نوم د ډایور سوداګریز فلم جوړول، د لېچ له نورو کاري هڅو څخه یادولی شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د ترانسېډنتال مېډيیشن/ متعالي تفکر (TM) یو لېوال تمرین کوونکی و. په ۲۰۰۵ کال کې يې د ډېوېډ لېنچ بنسټ جوړ کړ چې په ښوونځیو کې د TM د تدریس په لټه کې دی او له هغه مهال راهیسې یې لمن له خطر سره مخ ګڼ نور نفوس لکه بې ځایه شویو ټولنو، غازیانو او کډوالو رسېږي.[۲۱][۲۲]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]ډېوېډ کېټ لېنچ د ۱۹۴۶ کال د جنوري په۲۰مه د مونټانا په مېزولا کې زېږېدلی. پلار یې ډونالډ والټون لېنچ (زوکړه ۱۹۱۵ - مړینه ۲۰۰۷) یو څېړونکی پوه و چې د متحده ایالاتو د کرنې څانګې (USDA) ته یې کار کاوه او مور یې اېډوانا "سني" لېنچ (کورنی نوم یې سندبېرګ، زوکړه ۱۹۱۹- مړینه ۲۰۰۴) یوه د انګریزي ژبې کورنۍ ښوونکې وه. د لېنچ له مشرانو مورنیو نیکونو څخه دوه یې له فنلنډي - سویډني کډوالو څخه و چې په ۱۹مه پېړۍ کې متحده ایالاتو ته تللي وو. هغه د یو پروتیستان په توګه لوی شو. لېنچ تر ډېره د USDA له خوا ډونالډ ته ورکړل شوي ځای په شاوخوا کې ګرځېده له همدې امله په دوه میاشتینۍ کې له خپل مور او پلار سره د ایډاهو سنډ پاینټ ته لاړ؛ دوه کاله وروسته یې د ورور جان تر زېږون وروسته کورنۍ د واشنګټن سپوکېن ته کډه شوه، هلته د لېنچ خور مارټا نړۍ ته راغله. وروسته یې کورنۍ د شمالي کارولینا ډرهام، د اېډاهو بویز، لکساندریا او وېرجینیا ته کډه شول. لېنچ نسبتاً په اسانۍ سره ځان له دې ژوند سره برابر کړ هغه وویل: دا چې نږدې تل نوی ښوونځی پیل کړي د نويو ملګري موندل ورته ستونزمن نه وو.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
ما په ماشومتوب کې نړۍ په بشپړ ډول فوقالعاده ولیده. البته ځینې معمولي وېرې راسره وې لکه ښوونځي ته د تګ وېره وه ... هغه مهال ښوونځي ته تلل د ځوانانو پر وړاندې یو جنایت و. چې د ازادۍ تخمونه/زړي يې لهمنځه وړل. ښوونکو پوهه یا مثبت کړهوړه نه هڅول. [۲۷]
لېنچ د زدهکړو تر څنګ له بای سکاوټ/څارندوی/ پیشاهنګ سره یوځای شو، که څه هم هغه وروسته وويل چې «يوازې [څارندوی] شوم، بناً ما وکولی شوی هغه خوشي کړم او شاته يې پرېږدم.» هغه د اېګل سکاوټ (د امریکا د پیشاهنګانو تر ټولو لوړ رتبه د شاهین نښان، ژباړن) تر ټولو لوړې درجې ته ورسېد. هغه پهخپله ۱۵مه کلیزه کې د نورو پیشاهنګانو تر څنګ د یو شاهيني نښان لرونکي پیشاهنګ په توګه له سپينې ماڼۍ څخه بهر د ولسمشر جان اېف کنېډې د لوړې/تحلیف په مراسمو کې موجود و. همدارنګه له کوچنيوالي له انځورګرۍ او نقاشۍ سره مينه لرله او په وېرجينیا کې چېرته يې چې د پلار ژوند کول خوښېدل، د ژوند کولو پر مهال يې د یوې دندې/مسلک په توګه خپل دا مسیر وڅاره. [۲۸][۲۹][۳۰]
لېنچ په اسکندریه کې د فرانسیس سي هامونډ په ښوونځي کې له علمي پلوه کوم غورهوالی نه درلود او د ښوونخي له کارونو سره يې چندان لېوالتیا نه لرله، خو د پېژندل شویو زدهکوونکو له ډلې وو او تر پرېښودلو وروسته يې پرېکړه وکړه چې په کالج کې انځورګري وکړي. هغه مخکې لهدې چې په ۱۹۶۴ کال کې په بوستون کې د ښکلو هنرونو ښوونځي (چېرته چې له موسیقار پیټر وولف سره په یوه خونه کې و) ته ولېږل شي، خپلې زدهکړې په واشنګټن کې د کورکوران د هنر او طراحۍ په ښوونځي کې پیل کړې. هغه دا ځای یوازې یو کال وروسته پرېښود او ويې ويل، «په ټوله کې په هغه ځای کې ماته هېڅ انګېزه رانهکړل شوه» په بدل کې يې هغه پرېکړه وکړه چې غواړي د اروپا شاوخوا ته له خپل ملګري جک فیسک سره چې په کوپر یونین کې د هغه له زدهکړو څخه ناراضي و سفر وکړي. دوی هيلهمن و چې په اروپا کې به له اتریشي [1]اکسپرسیونیست انځوګر کوکوشکا څخه د هغه په ښوونځي کې انځورګري زده کړي. خو سالزبورګ له رسېدو سره وپوهېدل چې کوکوشکا نهشته؛ په اروپا کې تر دوه اونۍ وخت تېرولو وروسته بېرته ناهيلي متحده ایالاتو ته راوګرځېدل. [۳۱][۳۲]
سرچينې
[سمول][1] یو هنري ښوونځۍ/سبک دی، ژباړن
- ↑ پیوستون : 119035316 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ https://theaterencyclopedie.nl/wiki/index.php?curid=192410
- ↑ Murphy, J. Kim (February 4, 2022). "David Lynch Joins Cast of Steven Spielberg's 'The Fabelmans' (Exclusive)". Variety. نه اخيستل شوی 5 February 2022.
- ↑ "David Lynch's Acclaimed Films". They Shoot Pictures, Don't They. Archived from the original on August 3, 2016. نه اخيستل شوی November 3, 2016.
- ↑ "Film Critics Pick the Best Movies of the Decade". Metacritic. January 3, 2010. Archived from the original on April 28, 2017. نه اخيستل شوی November 3, 2016.
- ↑ "Governors Awards: Honorees Lina Wertmüller, Geena Davis Call for Gender Parity in Hollywood". The Hollywood Reporter. October 27, 2019. Archived from the original on November 16, 2020. نه اخيستل شوی April 4, 2020.
- ↑ charitybuzz (2012). "Have 3-Time Academy Award-Nominated Filmmaker David Lynch Review Your Screenplay in LA". charitybuzz. Charitybuzz Inc. Archived from the original on August 31, 2012. نه اخيستل شوی August 16, 2012.
- ↑ "Festival de Cannes: Wild at Heart". festival-cannes.com. Archived from the original on January 19, 2012. نه اخيستل شوی August 7, 2009.
- ↑ "40 best directors". The Guardian Online. London. 2007. Archived from the original on July 4, 2007. نه اخيستل شوی November 29, 2010.
- ↑ Ankeny, Jason. "David Lynch: Biography". AllMovie. Archived from the original on December 28, 2020. نه اخيستل شوی November 29, 2010.
- ↑ Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (revised ed.). New York: Faber and Faber. ISBN 978-0-571-22018-2.
- ↑ Jackson, Matthew (June 19, 2018). "DAVID LYNCH EXPLAINS WHY HE LEFT AND THEN RETURNED TO THE TWIN PEAKS REVIVAL". SYFY Wire. SyFy. Archived from the original on September 28, 2020. نه اخيستل شوی November 25, 2020.
- ↑ Webb, Daisy (January 30, 2020). "In Heaven: Celebrating the surreal sounds of David Lynch". Film Daily. Archived from the original on November 9, 2020. نه اخيستل شوی November 25, 2020.
- ↑ Lynskey, Dorian (March 24, 2017). "'Make it like the wind, Angelo': How the Twin Peaks soundtrack came to haunt music for nearly 30 years". The Guardian. Archived from the original on November 12, 2020. نه اخيستل شوی November 25, 2020.
- ↑ Wolf, Shira (April 23, 2020). "The Other David Lynch – The Paintings of Contemporary Cinema's Master of Surrealism". Artland Magazine. Archived from the original on October 28, 2020. نه اخيستل شوی November 25, 2020.
- ↑ Far Out Staff (June 9, 2019). "The mysterious world of David Lynch's photographs of old factories". Far Out Magazine. Archived from the original on December 28, 2020. نه اخيستل شوی November 25, 2020.
- ↑ "David Lynch's Books". Maharishi International University. Maharishi International University. Archived from the original on December 28, 2020. نه اخيستل شوی November 25, 2020.
- ↑ Greene, Steve (July 20, 2017). "David Lynch Playlist: The Director's Favorite Bands and Singers Perfect for 'Twin Peaks'". IndieWire. Archived from the original on October 1, 2020. نه اخيستل شوی November 25, 2020.
- ↑ Reed, Ryan (April 28, 2014). "Moby Directs Creepy Video for David Lynch's 'The Big Dream'". Rolling Stone. Archived from the original on October 20, 2020. نه اخيستل شوی November 25, 2020.
- ↑ Berra, John (December 2012). "Lady Blue Shanghai: The strange case of David Lynch and Dior". Film Fashion & Consumption. 1 (3): 233–250. doi:10.1386/ffc.1.3.233_1. Archived from the original on December 28, 2020. نه اخيستل شوی November 25, 2020.
- ↑ "How the David Lynch Foundation helps people who have experienced homelessness". The Big Issue. July 3, 2019. Archived from the original on July 4, 2019. نه اخيستل شوی November 22, 2020.
- ↑ Hoffman, Claire (February 22, 2013). "David Lynch Is Back … as a Guru of Transcendental Meditation". The New York Times. Archived from the original on February 22, 2013. نه اخيستل شوی November 22, 2020.
- ↑ "David Lynch: "Den här världen är full av hat och ångest"". NÖJESGUIDEN. Archived from the original on June 23, 2020. نه اخيستل شوی June 20, 2020.
- ↑ Williams, Alex (December 31, 2007). "David Lynch's Shockingly Peaceful Inner Life". The New York Times. Archived from the original on September 10, 2013. نه اخيستل شوی November 29, 2010.
- ↑ Sadighian, David (October 1, 2005). "David Lynch thinks we're all lightbulbs. What?". Yale Daily News. Archived from the original on July 24, 2011. نه اخيستل شوی November 29, 2010.
- ↑ Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (revised ed.). New York: Faber and Faber. ISBN 978-0-571-22018-2.
- ↑ Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (revised ed.). New York: Faber and Faber. ISBN 978-0-571-22018-2.
- ↑ Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (revised ed.). New York: Faber and Faber. ISBN 978-0-571-22018-2.
- ↑ "Notable Alumni | Corcoran School of the Arts & Design | The George Washington University". corcoran.gwu.edu. Archived from the original on August 4, 2020. نه اخيستل شوی April 22, 2019.
- ↑ Wolf, Peter (2011). "Peter'sBio". Peter Wolf. Peter Wolf. Archived from the original on June 15, 2012. نه اخيستل شوی August 16, 2012.
- ↑ "Notable Alumni | Corcoran School of the Arts & Design | The George Washington University". corcoran.gwu.edu. Archived from the original on August 4, 2020. نه اخيستل شوی April 22, 2019.
- ↑ Wolf, Peter (2011). "Peter'sBio". Peter Wolf. Peter Wolf. Archived from the original on June 15, 2012. نه اخيستل شوی August 16, 2012.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه