ډېوېډ لېنچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډېوېډ لېنچ
(انګلیسي: David Lynch د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډېوېډ لېنچ
ډېوېډ لېنچ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: David Keith Lynch د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۰ جنوري ۱۹۴۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
استوګنځای لاس انجلس   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک لوبگر
سکرين ليکوال [۱۱]
غږ ورکونکی ستوری
فيلم ايډيټر
تلویزیون ستوري
فلم لوبګر
فلم پروډیوسر
ليکوال [۱۱]
ډايريکټر [۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۳][۱۴][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ډېوېډ لېنچ
ډېوېډ لېنچ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )
د تاييدولو سرچينه (ایټالیایي ژبه )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډېوېډ کېټ لېنچ (د ۱۹۴۶ کال د جنوري په ۲۰مه زېږېدلی) یو امریکایی فلم جوړوونکی، انځورګر، بصري هنرمند، اداکار/موسیقار، لیکوال او انسان دوست دی. په ۲۰۱۹ کال کې یې ویاړلې علمي جایزه ترلاسه  کړې، درې ځله د غوره کارګردان په توګه د اوسکار جایزې ته نوماند شوی، دوه ځله یې د ترټولو غوره بهرني فلم لپاره د سېزار جایزه او همدارنګه یې د کنېس په فیستیوال/ دفلمونو نړیوال فیستوال کې د ډور پالم (په انګلیسي ژبه ګولډن پالم، د سرو زرو وږی/څانګه تر ټولو لوړه فلمي جایزه، ژباړن) او د وینز د فلم په فیستیوال کې د ټولې لاسته راونې په نوم فلم لپاره د کولډن لاین/ د سرو زرو زمری جایزې ګټونکی دی. په ۲۰۱۷ کال کې د ګاردین ورځپاڼې له خوا رامنځته شوې د منتقدانو یوې ډلې اعلان وکړ چې "په پایله کې تر ټولو بحثونو وروسته هېڅوک هم دا خبره نه شي کولی چې ډېوېډ لېنچ دې د دې دور تر ټولو غوره فلم جوړوونکی وي. حال دا چې ال مووي هغه "د مدرنې امریکایي فلم جوړونې د رینانس/ بیاراژوندي کوونکي سړي په توګه یادوي." د هغه کار د دې لامل شو چې د فلمي منتقد پایولین کېل له خوا د تر ټولو غوره سریال جوړوونکي لقب خپل کړي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

لېنچ مخکې له دې چې د لنډو فلمونو جوړولو ته مخه کړي د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې یې انځورګري زده کړه. د ایرېزرهېډ په نوم د هغه لومړنی ۹۰ دقیقه یی فلم (۱۹۷۷) د نیمې شپې د فلمونو په مدار کې بریالی و او د فیل سړي (۱۹۸۰)، د شګو غونډۍ (۱۹۸۴) او ابي بخمل (۱۹۸۶) په نوم فلمونو له کاګردانۍ سره بریا ته ورسېد. لېنچ ورپسې له مارک فراسټ سره خپله تلویزوني شبکه جوړه کړه او د ټواین پیک په نوم د یو سړي د معمایي وژنې ډرامه په دوو څپرکو کې په کې خپره شوه. هغه همدارنګه د ټواین پېک مخکیني فلمونه: فایر واک وېت مي (۱۹۹۲)، د وایلډ اټ هاړټ جاده یي فلم (۱۹۹۰) او د سټرېنټ سټوري (۱۹۹۹) کورنی فلم هم په همدې دوره کې جوړ کړل. د سوریالیستي فلم جوړونې لور ته د هغه تللو له سره د هغه درې نور فلمونو: هېګوې (۱۹۹۷)، مالهالنډ ډرایف (۲۰۰۱) او اېنلنډ اېمپایر (۲۰۰۶) د خیالي منطق د غیر تشریحي داستاني جوړښت له مخې پر مخ ولاړل. لېنچ او فراسټ دواړو په ۲۰۱۷ کال کې د ټواین پیک دریېم څپرکي لپاره چې د شوټایم له خوا خپرېده بیا یوځای شول. لېنچ د هرې برخې لیکوالي او کارګرداني وکړه او د ګوردن کول په توګه یې خپل رول بیا پر سکرین راڅرګند کړ.[۲۵]

د یو موسیقار په توګه د بلوباب سټېډيو البومونه (۲۰۰۱)، کرېزي کلاون ټایم (۲۰۱۱) او بېګ ډریم (۲۰۱۳) جوړول او همدارنګه د خپلو بېلابېلو فلمونو لپاره د غږ او موسیقۍ طرحه کول (ځینې وختونه د خپلو همکارانو اېلن سپلېټ، دین هېړلي او یا انجېلیو بادلمېنټي سره)؛ انځورګري او عکاسي؛ د اېمېجس/ انځورګری (۱۹۹۴)، کچ  د بېګ فېش (۲۰۰۶) روم ټو ډريم (۲۰۱۸) د کتابونو لیکل او ګڼ شمېر نور ادبي اثار؛ او د ویډيویي موسیقیو (لکه د موبي له خوا شارټ اېن د بک اف هېډ لپاره ویډيو جوړول چې په بدل کې يې هغه بېرته د لېنچ بېګ ډریم ته یوه ویډيو جوړه کړه ) او همدارنګه د اعلاناتو جوړول چې د لېډي بلو شانګهای په نوم د ډایور سوداګریز فلم جوړول، د لېچ له نورو کاري هڅو څخه یادولی شو.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د ترانسېډنتال مېډيیشن/ متعالي تفکر (TM) یو لېوال تمرین  کوونکی و. په ۲۰۰۵ کال کې يې د ډېوېډ لېنچ بنسټ جوړ کړ چې په ښوونځیو کې د TM د تدریس په لټه کې دی او له هغه مهال راهیسې یې لمن له خطر سره مخ ګڼ نور نفوس لکه بې ځایه شویو ټولنو، غازیانو او کډوالو رسېږي.[۳۴][۳۵]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ډېوېډ کېټ لېنچ د ۱۹۴۶ کال د جنوري په۲۰مه د مونټانا په مېزولا کې زېږېدلی. پلار یې ډونالډ والټون لېنچ (زوکړه ۱۹۱۵ - مړینه ۲۰۰۷) یو څېړونکی پوه و چې د متحده ایالاتو د کرنې څانګې (USDA) ته یې کار کاوه او مور یې اېډوانا "سني" لېنچ (کورنی نوم یې سندبېرګ، زوکړه ۱۹۱۹- مړینه ۲۰۰۴) یوه د انګریزي ژبې کورنۍ ښوونکې وه. د لېنچ له مشرانو مورنیو نیکونو څخه دوه یې له فنلنډي - سویډني کډوالو څخه و چې په ۱۹مه پېړۍ کې متحده ایالاتو ته تللي وو. هغه د یو پروتیستان په توګه لوی شو. لېنچ تر  ډېره د USDA له خوا ډونالډ ته ورکړل شوي ځای په شاوخوا کې ګرځېده له همدې امله په دوه میاشتینۍ کې له خپل مور او پلار سره د ایډاهو سنډ پاینټ ته لاړ؛ دوه کاله وروسته یې د ورور جان تر زېږون وروسته کورنۍ د واشنګټن سپوکېن ته کډه شوه، هلته د لېنچ خور مارټا نړۍ ته راغله. وروسته یې کورنۍ د شمالي کارولینا ډرهام، د اېډاهو بویز، لکساندریا او وېرجینیا ته کډه شول. لېنچ نسبتاً په اسانۍ سره ځان له دې ژوند سره  برابر کړ هغه وویل: دا چې نږدې تل نوی ښوونځی پیل کړي د نويو ملګري موندل ورته ستونزمن نه وو.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

ما په ماشومتوب کې نړۍ په بشپړ ډول فوق‌العاده ولیده. البته ځینې معمولي وېرې راسره وې لکه ښوونځي ته د تګ وېره وه ... هغه مهال ښوونځي ته تلل د ځوانانو پر وړاندې یو جنایت و. چې د ازادۍ تخمونه/زړي يې له‌منځه وړل. ښوونکو پوهه یا مثبت کړه‌وړه نه هڅول. [۴۰]

لېنچ د زده‌کړو تر څنګ له بای سکاوټ/څارندوی/ پیشاهنګ سره یوځای شو، که څه هم هغه وروسته وويل چې «يوازې [څارندوی] شوم، بناً ما وکولی شوی هغه خوشي کړم او شاته يې پرېږدم.» هغه د اېګل سکاوټ (د امریکا د پیشاهنګانو تر ټولو لوړ رتبه د شاهین نښان، ژباړن) تر ټولو لوړې درجې ته ورسېد. هغه په‌خپله ۱۵مه کلیزه کې د نورو پیشاهنګانو تر څنګ د یو شاهيني نښان لرونکي پیشاهنګ په توګه له سپينې ماڼۍ څخه بهر د ولسمشر جان اېف کنېډې د لوړې/تحلیف په مراسمو کې موجود و. همدارنګه له کوچني‌والي له انځورګرۍ او نقاشۍ سره مينه لرله او په وېرجينیا کې چېرته يې چې د پلار ژوند کول خوښېدل، د ژوند کولو پر مهال يې د یوې دندې/مسلک په توګه خپل دا مسیر وڅاره.    [۴۱][۴۲][۴۳]

لېنچ په اسکندریه کې د فرانسیس سي هامونډ په ښوونځي کې له علمي پلوه کوم غوره‌والی نه درلود او د ښوونخي له کارونو سره يې چندان لېوالتیا نه لرله، خو د پېژندل شویو زده‌کوونکو له ډلې وو او تر پرېښودلو وروسته يې پرېکړه وکړه چې په کالج کې انځورګري وکړي. هغه مخکې له‌دې چې په ۱۹۶۴ کال کې په بوستون کې د ښکلو هنرونو ښوونځي (چېرته چې له موسیقار پیټر وولف سره په یوه خونه کې و) ته ولېږل شي، خپلې زده‌کړې په واشنګټن کې د کورکوران د هنر او طراحۍ په ښوونځي کې پیل کړې. هغه دا ځای یوازې یو کال وروسته پرېښود او ويې ويل، «په ټوله کې په هغه ځای کې ماته هېڅ انګېزه رانه‌کړل شوه» په بدل کې يې هغه پرېکړه وکړه چې غواړي د اروپا شاوخوا ته له خپل ملګري جک فیسک سره چې په کوپر یونین کې د هغه له زده‌کړو څخه ناراضي و سفر وکړي. دوی هيله‌من و چې په اروپا کې به له اتریشي [1]اکسپرسیونیست انځوګر کوکوشکا څخه د هغه په ښوونځي کې انځورګري زده کړي. خو سالزبورګ له رسېدو سره وپوهېدل چې کوکوشکا نه‌شته؛ په اروپا کې تر دوه اونۍ وخت تېرولو وروسته بېرته ناهيلي متحده ایالاتو ته راوګرځېدل. [۴۴][۴۵]

سرچينې[سمول]


[1]  یو هنري ښوونځۍ/سبک دی، ژباړن

  1. پیوستون : 119035316  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. David Lynch
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6f47n7w — subject named as: David Lynch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: David Lynch — Lambiek Comiclopedia artist ID: https://www.lambiek.net/artists/l/lynch_david.htm — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Lambiek — پیدا کوونکی: Kees Kousemaker
  5. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/47572 — subject named as: David Lynch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lynch-david — subject named as: David Lynch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. subject named as: David Lynch — abART person ID: https://cs.isabart.org/person/64204
  8. AKL Online artist ID: https://www.degruyter.com/document/database/AKL/entry/_dba6f298-be1d-4cbf-a1ff-714deaae28f7/html — subject named as: David Lynch — سمونګر: Andreas Beyer او Bénédicte Savoy — سرليک: Artists of the World Online، Allgemeines Künstlerlexikon Online او AKL Online — خپرونکی: K. G. Saur Verlag او De Gruyter — https://dx.doi.org/10.1515/AKL
  9. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/6667 — subject named as: David Lynch
  10. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000018279 — subject named as: David K. Lynch — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. https://cs.isabart.org/person/64204 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  12. https://www.acmi.net.au/creators/4092
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120162239 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/10604131
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/98003299
  16. Murphy, J. Kim (February 4, 2022). "David Lynch Joins Cast of Steven Spielberg's 'The Fabelmans' (Exclusive)". Variety. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "David Lynch's Acclaimed Films". They Shoot Pictures, Don't They. مؤرشف من الأصل في August 3, 2016. د لاسرسي‌نېټه November 3, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Film Critics Pick the Best Movies of the Decade". Metacritic. January 3, 2010. مؤرشف من الأصل في April 28, 2017. د لاسرسي‌نېټه November 3, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Governors Awards: Honorees Lina Wertmüller, Geena Davis Call for Gender Parity in Hollywood". The Hollywood Reporter. October 27, 2019. مؤرشف من الأصل في November 16, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 4, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. charitybuzz (2012). "Have 3-Time Academy Award-Nominated Filmmaker David Lynch Review Your Screenplay in LA". charitybuzz. Charitybuzz Inc. مؤرشف من الأصل في August 31, 2012. د لاسرسي‌نېټه August 16, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Festival de Cannes: Wild at Heart". festival-cannes.com. مؤرشف من الأصل في January 19, 2012. د لاسرسي‌نېټه August 7, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. . 40 best directors. The Guardian Online.
  23. Ankeny, Jason. "David Lynch: Biography". AllMovie. مؤرشف من الأصل في December 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 29, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (الطبعة revised). New York: Faber and Faber. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-571-22018-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Jackson, Matthew (June 19, 2018). "DAVID LYNCH EXPLAINS WHY HE LEFT AND THEN RETURNED TO THE TWIN PEAKS REVIVAL". SYFY Wire. SyFy. مؤرشف من الأصل في September 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Webb, Daisy (January 30, 2020). "In Heaven: Celebrating the surreal sounds of David Lynch". Film Daily. مؤرشف من الأصل في November 9, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lynskey, Dorian (March 24, 2017). "'Make it like the wind, Angelo': How the Twin Peaks soundtrack came to haunt music for nearly 30 years". The Guardian. مؤرشف من الأصل في November 12, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Wolf, Shira (April 23, 2020). "The Other David Lynch – The Paintings of Contemporary Cinema's Master of Surrealism". Artland Magazine. مؤرشف من الأصل في October 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Far Out Staff (June 9, 2019). "The mysterious world of David Lynch's photographs of old factories". Far Out Magazine. مؤرشف من الأصل في December 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "David Lynch's Books". Maharishi International University. Maharishi International University. مؤرشف من الأصل في December 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Greene, Steve (July 20, 2017). "David Lynch Playlist: The Director's Favorite Bands and Singers Perfect for 'Twin Peaks'". IndieWire. مؤرشف من الأصل في October 1, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Reed, Ryan (April 28, 2014). "Moby Directs Creepy Video for David Lynch's 'The Big Dream'". Rolling Stone. مؤرشف من الأصل في October 20, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Berra, John (December 2012). "Lady Blue Shanghai: The strange case of David Lynch and Dior". Film Fashion & Consumption. 1 (3): 233–250. doi:10.1386/ffc.1.3.233_1. مؤرشف من الأصل في December 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "How the David Lynch Foundation helps people who have experienced homelessness". The Big Issue. July 3, 2019. مؤرشف من الأصل في July 4, 2019. د لاسرسي‌نېټه November 22, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په February 22, 2013 باندې). David Lynch Is Back … as a Guru of Transcendental Meditation.
  36. "David Lynch: "Den här världen är full av hat och ångest"". NÖJESGUIDEN. مؤرشف من الأصل في June 23, 2020. د لاسرسي‌نېټه June 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Williams, Alex (په December 31, 2007 باندې). David Lynch's Shockingly Peaceful Inner Life. The New York Times.
  38. Sadighian, David (په October 1, 2005 باندې). David Lynch thinks we're all lightbulbs. What?.
  39. Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (الطبعة revised). New York: Faber and Faber. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-571-22018-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (الطبعة revised). New York: Faber and Faber. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-571-22018-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Lynch, David; Rodley, Chris (2005). Lynch on Lynch (الطبعة revised). New York: Faber and Faber. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-571-22018-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Notable Alumni | Corcoran School of the Arts & Design | The George Washington University". corcoran.gwu.edu. مؤرشف من الأصل في August 4, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Wolf, Peter (2011). "Peter'sBio". Peter Wolf. Peter Wolf. د اصلي آرشيف څخه پر June 15, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 16, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "Notable Alumni | Corcoran School of the Arts & Design | The George Washington University". corcoran.gwu.edu. مؤرشف من الأصل في August 4, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Wolf, Peter (2011). "Peter'sBio". Peter Wolf. Peter Wolf. د اصلي آرشيف څخه پر June 15, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 16, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)