ډيګلاس اينګلبارټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډيګلاس اينګلبارټ
(انګلیسي: Douglas Carl Engelbart د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډيګلاس اينګلبارټ
ډيګلاس اينګلبارټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۰ جنوري ۱۹۲۹[۱][۲][۳][۴]
مړینه 2 جولای 2013 (84 کاله)[۱][۵][۶][۴][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سولګرپوهنه
اختراع
برېښنايي انجنيري   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر وانيور بوش
بنجامین لي وورف   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک [۹]  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډيګلاس اينګلبارټ (جنوري ۳۰، ۱۹۲۵ – جولای ۲، ۲۰۱۳) یو انجینر، مخترع، د لومړني کمپیوټر او انټرنیټ مخکښ و. هغه د انسان-کمپیوټر تر منځ د تعامل د برخې پر بنسټ اېښودلو د خپل کار له امله شهرت لري، په ځانګړي ډول په SRI نړيوال کې د هغه د پياوړتيا څيړنيز مرکز لابراتوار کې د شتون پر مهال، د کوم په پایله کې چې د کمپیوټر ماوس جوړ شو او د هایپرټیکسټ، شبکه يي کمپیوټرونو او د ګرافيکي کارن اړيکې بنياد وده وکړه. دا په ۱۹۶۸ز کال کې «د ټولو ډیموګانو مور» کې وښودل شول. د اینګلبارټ قانون، يعنې دا اند چې د انسان د فعالیت واقعي کچه په چټکۍ سره زیاتیږي، د هغه په نوم ونومول شو.

NLS، «پر ليکه سيستم»، کوم چې د اينګلبارټ تر لارښودنې لاندې او په لومړيو کې د ARPA (هغه مهال د DARPA په نوم پېژندل کېدو) په مالي تمويل د پياوړتيا په څېرنيز مرکز کې جوړ شوی و، ګڼې ټيکنالوژۍ وښودلې، د کومو له منځه ډېری يې چې اوس په پراخه کچه استعمالېږي؛ په دې کې د کمپیوټر ماوس، «بیټ میپ» شوې پردې (سکرينونه) او «هایپرټیکسټ» شامل دي؛ دا ټول په ۱۹۶۸ز کال کې د «د ټولو ډیموګانو مور» کې ښودل شوي وو. د ۱۹۷۰ز لسیزې په وروستیو کې دغه لابراتوار د SRI څخه «Tymshare» ته ولیږدول شو، کوم چې په ۱۹۸۴ز کال کې د «McDonnell Douglas» له خوا واخیستل شو او د NLS نوم په «آګمینټ» بدل شو (اوسمهال د ډاوګ اینګلبارټ انستیتیوت). په دواړو Tymshare  او McDonnell Douglas کې، اینګلبارټ په خپلو نظریو او د هغوی د مخکې وړلو لپاره د مالي مرستې نيشتوالي له امله محدود و او په ۱۹۸۶ز کال کې تقاعد شو. [۱۰]

په ۱۹۸۸ز کال کې، اینګلبارټ او د هغه لور کریسټینا د Bootstrap په نوم انستیتیوت پیل کړ – چې وروسته د ډاوګ اینګلبارټ انستیتیوت په نوم یاد شو – تر څو خپل لید  ته وده ورکړي، په ځانګړي ډول په سټانفورډ پوهنتون کې؛ دا هڅه د DARPA د يو څه مالي مرستې لامل وګرځېده، څو د «اګمینټ» د کارن اړيکه عصري کړي. د ۲۰۰۰ز په ډیسمبر مياشت کې، د متحده ایالاتو ولسمشر بیل کلینټن اینګلبارټ ته د ټیکنالوجۍ ملي نښان ورکړ چې د متحده ایالاتو تر ټولو لوړه جایزه ده. د ۲۰۰۸ز کال په ډیسمبر مياشت کې، اینګلبارټ د SRI له خوا د (د ټولو ډیموګانو مور) په څلویښتمه لمانځغونډه کې وستایل شو.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

اینګلبارټ د ۱۹۲۵ز کال د جنورۍ په ۳۰ نیټه د اوريګون په پورټلينډ کې زېږېږېدلی و، د پلار نوم یې «کارل لویس اینګلبارټ» او د مور نوم یی «ګلیډیس شارلیټ امیلیا مونسن اینګلبارټ» دی. د هغه پلرونه د الماني، سویډني او نارویژني توکم څخه وو. [۱۱]

هغه د خپل مور او پلار په درې بچيانو کې منځنس و، خور یې ډوریان (درې کاله مشره) او ورور يې ډیویډ (۱۴ میاشتې کشر) و. د هغه د ژوند  په لومړيو کلونو کې دا کورنۍ د اوريګون په پورټلينډ کې اوسیده او کله چې  جانسون کریک اته کلن و، نو دا کورنۍ شا او خوا کلیوالو سيمو ته وکوچېده. د هغه پلار یو کال وروسته ومړ. په ۱۹۴۲ز کې هغه د پورټلینډ د فرانکلین عالي لیسې څخه فارغ شو.[۱۲]

د اوریګن ایالت پوهنتون کې د هغه د لیسانس د دورې د کلونو پر مهال، هغه په فیلیپین کې د متحده ایالاتو سمندري ځواک کې د راډیو او رادار تخنیکي مسئول په توګه خدمت وکړ. هلته د لیټ په لیرې ټاپو کې، په پايو ولاړه یوه کوچنۍ دودیزه کوټنۍ کې يې د «As We May Think» په عنوان د «وینویربوش» مقاله ولوسته، کومې چې د هغه په فکر او کار تر اوږدې مودې اغېز درلود. هغه په ۱۹۴۸ز کال کې د اوریګون ایالت ته ستون شو او د لیسانس دوره یې په برېښنايي انجینرۍ کې سرته ورسوله. کله چې هغه د اوریګون په ایالت کې و، هغه د «Sigma Phi Epsilon» ټولنیزې ورورګلوۍ ټولنې غړی و. هغه په «امیس» څیړنیز مرکز کې د هوايي چلند ملي مشورتي کميټې له خوا په دنده وګمارل شو، چیرته چې هغه د هوا د تونل په پالنه کې کار کاوه. په نارسمي ساعتونو کې هغه د چکر وهلو، ګرځندويي سفر کولو او اولسي نڅا څخه خوند اخیست. په دې ځای کې هغه له «بلارډ فیش» (اګسټ ۱۸، ۱۹۲۸ – جون ۱۸، ۱۹۹۷) سره ولیدل، چا چې په دې ځای کې خپله روزنه بشپړوله، څو ډاکټره شي. هغوی په «پورټولا سټيټ پارک» کې د ۱۹۵۱ز کال د مۍ په پنځمه نیټه واده وکړ. ډېر ژر اینګلبارټ د کليفورنيا د بریکیلي په پوهتون کې د نورو زدکړو لپاره «امیس» پریښود. هلته يې په ۱۹۵۳ز کال کې په برېښنايي انجینرۍ کې ماسټري تر لاسه کړه او په ۱۹۵۵ز کال کې یې په همدې څانګه کې دوکتورا تر لاسه کړه.   [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

مسلک او لاسته راوړنې[سمول]

د فلسفې لارښودنه[سمول]

د اینګلبارټ مسلک په ۱۹۵۰ز کال د ډیسمبر په مياشت کې هغه مهال وهڅول شو، کله چې هغه کوژدن کړې وه او واده به یې کیده او  وپوهیده چې د «ثابتې دندې، واده کولو او د همیشني خوشحاله ژوند تیرولو» څخه پرته کومه بله مسلکي موخه نه لري. د ډېرو مياشتو په تېرېدو سره هغه د دې لپاره دلايل پيدا کړل چې: [۱۸]

  1. هغه به خپل مسلک له دې نړۍ څخه د يو يه ځای په جوړولو متمرکز کړي.[۱۹]
  2. ټولې هغه جدي هڅې چې نړۍ ښه ځای وګرځوي، ځينو منظمو هڅو ته به اړتيا ولري چې وکولای شي د ټولو خلکو ټوليز انساني عقل په اغېزناک حل کې د برخې اخيستلو لپاره استعمال کړي.
  3. که ته په هېونکي ډول هغه هت وده ورکولای شې چې موږ يې کوو،  ته باید د ځمکې هرې هڅې ته وده ورکړې، څو مهم مشکل حل شي – څومره چې ژر وي هغومره به ښه وي
  4. کمپیوټر په هېښونکي ډول د دې وړتیا د اصلاح کولو لپاره یوه وسیله کیدای شي.  

په ۱۹۴۵ز کال کې، اینګلباررټ د « As We May Think » عنوان د «وینویر بوش» مقاله په لېوالتيا سره ولوسته چې دا د ملي امنيت پر مهال د سترې نګونې په توګه په پراخه کچه د علم او پوهې وړاندې کولو لپاره يوه غوښتنه او غږ و. هغه همدارنګه د کمپیوټر د ووستۍ ښکارندې په توګه هم څه لوستي وو، او د يو لوستونکي تخنيکي متخصص په توګه د يو لوستونکي د تجربې له مخې، هغه پوهېدو چې شونې ده معلومات تحليل او په سکرین (پرده) وښودل شي. هغه د نندارې «کارکونکو مرکزونو» د روڼ اندو کارکونکو د ناستې تصور وکړ چې د معلوماتو د فضا له لارې الوزي او په ډېرو ځواکمنو طريقو سره په يو ځای د  مهمو ستونزو حل کولو په موخه له خپلو ټوليزو فکري وړتياوو څخه کار اخلي. د ټوليز عقل څخه کار اخيستل، چې د ارتباطي کمپوتر مرسته ورسهر وي، د هغه د ژون موخه وګرځېده، دا هغه مهال و چې کمپيوټرونو ته د شمېرو د را ايستلو د وسيلې په سترګه کتل کېدل.[۲۰][۲۱]

په بیرکیلي کې د فارغ محصل په توګه، هغه د کالډیک په جوړونه کې مرسته کړې وه. د هغه د فراغت کار د امتیاز اته حقوق تر لاسه کړل. د دوکتورا له پوره کولو وروسته، اینګلبارټ په بيرلکي کې د يو مرستيال پروفيسر په توګه د يو کال لپار پاتې شو او کله چې هغه ته جوته شوه چې هغه په دې ځای کې خپل کار پر مخ نه شي وړلای دا ځای يې خوشې کړ. اینګلبارټ وروسته د ډیجیټل تخنیکونو په نوم یو ابتدایی شرکت جوړ کړ، څو د هغه د دوکتورا ځینې څیړنې په زیرمه ایزو آلاتو کې د ګټې اخیستلو لپاره سوداګريزې کړي، خو یو کال وروسته يې د دې پر ځای پرېکړه وکړه چې هغه څېړنه پر مخ يوسي، چې ان له ۱۹۵۱ز کال راهيسې يې هيله لري.[۲۲][۲۳]

ایس آر آی او د د زیاتوالي څیړنیز مرکز[سمول]

SRI او پیاوړتیا څيړنيز مرکز[سمول]

اينګلبارټ په ۱۹۵۷ز کې د میلانو پارک، کلیفورنیا په SRI نړیوال کې دنه تر لاسه کړه (په هغه وخت کې د سټانډفورډ څیړنیز انستیتوت په نوم پیژندل کیده). هغه د «هیویټ کرین» لپاره په میقناطیسي آلاتو او برېښنايي وسايلو په کوچني کولو کار وکړ؛ اینګلبارټ او «کرین» نږدې ملګري شول. په SRI کې، اینګلبارټ ژر یو درجن امتیازي حقونه تر لاسه کړل، او په ۱۹۶۲ز کال کې یې د خپل  لید په هکله یو راپور تولید کړ او د څیړنې اجندا یې وړاندې کړه چې د « Augmenting Human Intellect: A Conceptual Framework» په عنوان وه. د نورو روښانه برخو په منځ کې، دې لیکنې «د معلوماتي نمونې جوړول» هم وړاندې کړل، کوم چې په ۱۹۹۰ز لسيزه او له هغې وروسته د فني او انجنيرۍ د فعالیتونو له خوا هم ومنل (لومړی د پاراميټريک طراحۍ په بڼه) شوه..[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

دا د هغه د کار د پيل کولو لپاره د ARPA  له خواد تمويل لامل وګرځېد. اینګلبارټ د هغه په نوي د پیاوړي څيړنز مرکز کې (ARC دا هغه لابراتوار و چې په SRI کې يې جوړ کړی و) يوه څېړنيزه ډلګۍ په کار وګومارله. اینګلبارټ په خپل لابراتوار کې د اداره کولو د اصولو یو څو ټولګې نصب کړې وې، کومې ته چې هغه د «بوټسفريپنګ ستراتيژۍ» نوم ورکړی و. هغه دغه ستراتیژي د خپل  لابراتوار د نوښت د کچې د چټکتیا لپاره طرح کړې وه.  [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 124884253  — د نشر نېټه: ۲۴ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www.nndb.com/lists/497/000063308/
  3. http://www.nytimes.com/2013/07/04/technology/douglas-c-engelbart-inventor-of-the-computer-mouse-dies-at-88.html
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ms3vg3 — subject named as: Douglas Engelbart — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. http://lifeinlegacy.com/Display.aspx?weekof=2013-07-06
  6. http://lifeinlegacy.com/display.php?weekof=2013-07-06
  7. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb144348037 — subject named as: Douglas Engelbart — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  8. Դուգլաս Էնգելբարտը 2020,Encyclopædia Britannica կայքում — د نشر نېټه: ۱۹ اگسټ ۲۰۲۰
  9. https://www.encyclopedia.com/reference/encyclopedias-almanacs-transcripts-and-maps/engelbart-douglas-carl
  10. "the Doug Engelbart Institute website". مؤرشف من الأصل في December 9, 2018. د لاسرسي‌نېټه December 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lowood, Henry (December 19, 1986). "Douglas Engelbart Interview 1, Stanford and the Silicon Valley: Oral History Interviews". Stanford University. مؤرشف من الأصل في February 18, 2012. د لاسرسي‌نېټه December 30, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Dalakov, Georgi. "Biography of Douglas Engelbart". History of Computers. مؤرشف من الأصل في July 11, 2012. د لاسرسي‌نېټه July 29, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Madrigal, Alexis C. (2013-07-08). "The Hut Where the Internet Began". The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في July 9, 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۲. Engelbart wrote Bush a letter describing how profoundly he'd been affected by the latter's work. "I might add that this article of yours has probably influenced me quite basically. I remember finding it and avidly reading it in a Red Cross library on the edge of the jungle on Leyte, one of the Philippine Islands, in the fall of 1945," he wrote. "I rediscovered your article about three years ago, and was rather startled to realized how much I had aligned my sights along the vector you had described. I wouldn't be surprised at all if the reading of this article sixteen and a half years ago hadn't had a real influence on my thoughts and actions." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Engelbart, Douglas. "Curriculum Vitae". The Doug Engelbart Institute. د اصلي آرشيف څخه پر May 12, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 14, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Citation Recipients" (PDF). Sigma Phi Epsilon. د کتاب پاڼې 5. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر December 24, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 14, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Prominent Alumni: Business". Sigma Phi Epsilon. د اصلي آرشيف څخه پر August 14, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 14, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Happy Birthday Memories". Happy Birthday Doug Engelbart!. January 23, 2010. مؤرشف من الأصل في November 17, 2015. د لاسرسي‌نېټه September 1, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Tia O'Brien (په February 9, 1999 باندې). Douglas Engelbart's lasting legacy. San Jose Mercury News.
  19. "The Unfinished Revolution II: Strategy and Means for Coping with Complex Problems". Colloquium at Stanford University. The Doug Engelbart Institute. April 2000. مؤرشف من الأصل في October 7, 2012. د لاسرسي‌نېټه June 17, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The MIT/Brown Vannevar Bush Symposium: Influence on Doug Engelbart". The Doug Engelbart Institute. مؤرشف من الأصل في September 14, 2012. د لاسرسي‌نېټه June 17, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Engelbart, Douglas C (October 1962). "Augmenting Human Intellect: A Conceptual Framework". SRI Summary Report AFOSR-3223, Prepared for: Director of Information Sciences, Air Force Office of Scientific Research. SRI International, hosted by The Doug Engelbart Institute. د اصلي آرشيف څخه پر May 4, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 11, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "U.S. Patents held by Douglas C. Engelbart". The Doug Engelbart Institute. مؤرشف من الأصل في August 24, 2017. د لاسرسي‌نېټه August 23, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "A Lifetime Pursuit". The Doug Engelbart Institute. مؤرشف من الأصل في July 5, 2010. د لاسرسي‌نېټه August 11, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Markoff, John (2005). What the Dormouse Said. Penguin. د کتاب پاڼې 70. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-101-20108-8. مؤرشف من الأصل في May 1, 2015. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "U.S. Patents held by Douglas C. Engelbart". The Doug Engelbart Institute. مؤرشف من الأصل في August 24, 2017. د لاسرسي‌نېټه August 23, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Engelbart, Douglas C (October 1962). "Augmenting Human Intellect: A Conceptual Framework". SRI Summary Report AFOSR-3223, Prepared for: Director of Information Sciences, Air Force Office of Scientific Research. SRI International, hosted by The Doug Engelbart Institute. د اصلي آرشيف څخه پر May 4, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 11, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "What is Building Information Modeling". Engineering.com. مؤرشف من الأصل في March 4, 2017. د لاسرسي‌نېټه February 1, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "About an Accelerative Bootstrapping Strategy". The Doug Engelbart Institute. مؤرشف من الأصل في July 12, 2012. د لاسرسي‌نېټه June 17, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. کينډۍ:Scopus
  30. کينډۍ:DBLP
  31. کينډۍ:AcademicSearch