وانيور بوش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وانيور بوش (مارچ 11، 1890 – جون 28، 1974) يو امریکايي انجنير، مخترع او ساينسي مدير و، چا چې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د متحده ايالاتو د ساينسي څېړنو او پرمختګ دفتر (OSRD) مشري کړې، د کومې ادارې له لارې چې، په رادار کې د مهمو پرمختګونو او د منهاتن پروژې پيل او ابتدايي مديريت په ګډون، د جګړې پر مهال نږدې ټول پوځي R&D (Research and development  څېړنه او پرمختګ) تر سره کېدل. نوموړي د ملي امنيت او اقتصادي هوساينې لپاره د ساينسي څېړنو په اهميت ټينګار وکړ، او په بنسټيز ډول د هغه خوځښت مسئول و، د کوم په پايله کې چې ملي ساينسي بنسټ جوړ شو.[۱]

بوش په 1919ز کال کې د «ماساچوسټس» د ټينالوژۍ انسټيټيوټ (MIT) د برېښنايي انجنرۍ له څانګې سره يو ځای شو، او د يو شرکت بنسټ يې کېښود چې په 1922ز کال کې «Raytheon Company» شرکت وګرځېد. بش د MIT مرستيال مشر او په 1932ز کال کې د MIT د انجنيرۍ ښوونځي رئيس شو، او په 1938ز کال کې د واشنګټن د «کارنيګي» انسټيټيوټ رئيس شو.

د خپل مسلک په اوږدو کې، بوش د خپلو اختراعاتو يوه لړۍ په خپل نوم ثبت کړه. نوموړی په ځانګړي ډول د انالاګ کمپيوټرونو په اړوند د خپلې انجنيرۍ د کار او memex (memex يوه برېښنايي ميخانيکي اله ده) له امله پېژندل کېږي. په 1927ز کال کې په پيل کولو سره، بوش يو تفاضلي محلل محلل، کوم چې له يو شمېر ډيجيټلي اجزاوو سره يو انالاګ کمپيوتر و، کوم چې د اتلسو خپلواکو متغيراتو سره تفاضلي معادلې حل کولای شي. د بوش او نورو له خوا په MIT کې د کار يوه څانګه د ډيجيټلي سرکټ د جوړولو د تيورۍ پيل و. memex، د کوم د جوړولو کار چې نوموړي په 1930ز لسيزه کې پيل کړی و، (له 1928ز کال څخه د Emanuel Goldberg د شمارياتي ماشين څخه زیات اغېزمن و) د يو اټکلي جوړېدو وړ کوچني فلم ښوونکی و، د کوم جوړښت چې هايپرټيکسټ (hypertext یو سافټوير سيستم دی) ته ورته وو. memex او د " As We May Think" په عنوان د بوش د 1945ز کال ليکنې، د کمپيوټر د ساينسپوهانو په نسلونو خورا اغېز وکړ، چا چې د راتلونکي په اړه د هغه له لرليد څخه الهام واخيست.[۲][۳]

بوش په 1938ز کال کې د هوايي سفر لپاره د ملي سلاکارۍ په کميټه (NACA) کې وګومارل شو، او ډېر ژر د هغې رئيس شو. د ملي دفاعي څيړنيزې کمېټې (NDRC) د رئيس په توګه، او وروسته د OSRD د رئيس په توګه، بوش په جګړه کې د ساينس په کارولو کې د نږدې شپږ زره مخکښو امريکايي ساينسپوهانو فعاليتونه همغږي کړل. بوش په دويمه نړيواله جګړه کې يو مشهور پاليسي جوړونکی او دولتي پوهاند و، هغه مهال کله چې نوموړی لومړی ولسمشريز ساينسي سلاکار و. د NDRC او OSRD د رئيس په توګه، هغه د منهاتن پروژه پيل کړه، او ډاډمنه يې کړه چې هغه د حکومت له لوړپوړو کچو څخه د لوړې کچې لومړيتوب تر لاسه کړی دی. په 1945ز کال کې د «In Science, The Endless Frontier» تر عنوان لاندې د متحده ايالاتو ولسمشر ته په خپل راپور کې، بوش د ساينس لپاره د دولت د ملاتړ د زياتوالي غوښتنه وکړه، او هغه د ساينس د ملي بنسټ پر جوړولو ټينګار وکړ.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

وانيور بوش د 1890ز کال د مارچ د مياشتې په يوولسمه نېټه د «ماساچوسټس» په «ايوريټ» کې زېږېدلی و. نوموړی د نړيوالتوب د نظريې د سيمه ييز راهب «Richard Perry Bush» او د هغه د مېرمنې Emma Linwood (née Paine)، څوک چې د «پرووينسيټاون» د يوې نوميالۍ کورنۍ لور وه، درېیم او يوازېنی زوی و. نوموړي د Edith او Reba په نومونو دوه مشرانې خوېندې درلودې. هغه ته د John Vannevar په وياړ نوم ورکړل شو، چې د دې کورنۍ يو پخوانی ملګری و، چا چې له Perry سره په Tufts کالج کې يوځای زده کړې کړې وې. دا کورنۍ په 1892ز کال کې د ماساچوسټس «چيلسي» ته وکوچېده، او بوش په 1909ز کال کې د چيلسي له عالي ليسې فارغ شو.[۴][۵][۶][۷]

د خپل پلار په څېر نوموړي وروسته په Tufts College کې زده کړې وکړې. د يو پېژندل شوي محصل په توګه، هغه د تحصيل په دويم کال د خپل ټولګي مرستيال مشر، او په ماقبل اخر ټولګي کې د خپل ټولګي مشر و. په خپل وروستي کال کې، نوموړي د فوټبال د لوبډلې مديريت وکړ. نوموړی د «Alpha Tau Omega» همخيالې دلې غړی وګرځېد، او «Phoebe Clara Davis» سره يې ملګرتيا شوه چې هغه هم له چيلسي څخه وه. ټفټس کالج محصلينو ته اجازه ورکوله چې د خپلې لسانس له دورې سره په همهاله ډول د ماسترۍ څلور کلن سند هم تر لاسه کړي. بوش د خپلې ماسترۍ د رسالې لپاره د پروفايل تعقيبونکی (د پېژنديال موندونکی) اختراع کړ. دا د سروی کونکو د مرستې لپاره د نقشه جوړولو يوه اله وه، چې د وښو د پرې کولو د ماشين په څېر ښکارېده. دې د بايسيکل دوه اربې درلودې، يو قلم يې درلود، کوم چې د هغې سيمې نقشه جوړوله چې سفر يې پرې کاوه. دا د نوموړي د اختراعاتو د لړۍ پيل و. په 1913ز کال کې په فارغېدو سره، هغه په ساينس کې د لسانس او ماسترۍ دواړه سندونه تر لاسه کړل.[۸][۹][۱۰]

له فراغت وروسته، بوش د نيويارک د Schenectady په جنرل اليکټريک (GE) کې په يوه اونۍ کې د څوارلس امريکايي ډالرو معاش په بدل کې کار وکړ. د ازمايښتي مامور په توګه، د هغه دنده دا وه چې د وسايلو ارزونه وکړي، تر څو د هغوی خونديتوب ډاډمن کړي. نوموړی د لوړ ولتاژ په ټرانسفارمرونو د کار کولو لپاره د ماساچوسټس پټس فيلډ کې د GE مرکز ته ولېږدول شو، خو په دې مرکز کې د اور لګېدنې څخه وروسته، د بوش او نور ازمايښتي کسانو دندې وځنډول شوې. نوموړی د 1914ز کال په اکتوبر مياشت کې بېرته ټفټس ته ستنون شو، تر څو هلته د رياضياتو تدريس وکړي، او د 1915ز کال د دوبي رخصتۍ يې د بروکلين د سمندري ځواک په مرکز کې د برېښنايي پلټونکي په توګه په کار کولو تېرې کړې. بوش ته د «Arthur Gordon Webster» د دوکتورا د محصل په توګه په کلارک پوهنتون کې د زده کړې کولو لپاره د يو نيم زر امريکايي ډالرو بورس ورکړل شو، خو Webster غوښتل چې بوش د صوتي علومو (اوريز/غږ پوهنه) زده کړه وکړي، دا هغه مهال د علم يوه مشهوره څانګه وه چې ډېر يې کمپیوتر ساينس ته رهنمايي کړل. بوش د يو داسې مضمون د لوستلو پر ځای د دې بورس پرېښودل غوره کړل، چې هغه پکې لېوالتيا نه درلوده.[۱۱][۱۲]

له دې وروسته بوش ته د ماساچوسټس د ټيکنالوژۍ د انسټيټيوټ (MIT) د برېښنايي انجنيرۍ په پروګرام کې داخله ورکړل شوه. دا چې د واده لپاره يې پوره مالي تامين ته اړتيا درلوده، نوموړي د 1916ز کال د اپريل په مياشت کې د « Oscillating-Current Circuits: An Extension of the Theory of Generalized Angular Velocities, with Applications to the Coupled Circuit and the Artificial Transmission Line» په نوم خپله رساله وسپارله. د نوموړي لارښود « Arthur Edwin Kennelly» له هغه څخه د نور کار غوښتنه وکړه، خو بوش رد کړه، او د Kennelly غوښتنه د ډيپارټمنټ د رئيس له خوا لغوه شوه. بوش په انجنيرۍ کې خپله دوکتورا په شريکه له MIT او هارورډ پوهنتون څخه تر لاسه کړه. نوموړي د 1916ز کال د اګست په مياشت کې له Phoebe سره واده وکړ. دوی دوه زامن درلودل: Richard Davis Bush او John Hathaway Bush. [۱۲][۱۲][۱۲][۱۳][۱۴]

د انجنيرۍ ابتدايي فعالیتونه[سمول]

بوش له ټفټس سره يوه دنده ومنله، چېرته چې نوموړی د امریکايي راډيو او څېړنې شرکت (AMRAD) سره په فعاليت کې مصروف شو، کومې چې د 1916ز کال د مارچ په اتمه نېټه د پوهنتون څخه د موسيقۍ خپرول پيل کړي و. د دې راډيو مالک Harold Power نوموړی په دې موخه وګوماره چې د شرکت لابرتوار پر مخ يوسي، د نوموړي معاش له هغه ډېر و چې بوش په ټفتس کې تر لاسه کاوه. په 1917ز کال کې، په لومړۍ نړيواله جګړه کې د متحده ايالاتو له داخلېدو وروسته، نوموړی د ملي څېړنيزې شورا سره د کار لپاره ولاړ. هغه د زمکې په مقناطيسي برخه کې د خلل د اندازه کولو سره د اوبتلونو د معلومولو د يوې وسيلې د چمتو کولو هڅه وکړه. د هغه وسيلې څنګه چې جوړه شوې وه هغه شان کار وکړ، خو يوازې د لرګي له يوې کښتۍ څخه؛ د هغه دا هڅې ناکامې شوې چې د ويجاړونکي (Destroyer د سمندري ځواک یوه اصطلاح ده او سمندري ځواک کې ځانګړو بېړيو ته کارول کېږي) په څېر وسپنيزې بېړۍ باندې هم کار وکړي. [۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Meyer, Michal (2018). "The Rise and Fall of Vannevar Bush". Distillations. Science History Institute. 4 (2): 6–7. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Meyer, Michal (2018). "The Rise and Fall of Vannevar Bush". Distillations. Science History Institute. 4 (2): 6–7. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Houston, Ronald D.; Harmon, Glynn (2007). "Vannevar Bush and memex". Annual Review of Information Science and Technology. 41 (1): 55–92. doi:10.1002/aris.2007.1440410109. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Britannica Concise Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي). Encyclopaedia Britannica, Inc. 2008. د کتاب پاڼې 301. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59339-492-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Zachary, G. Pascal (2018). Endless Frontier: Vannevar Bush, Engineer of the American Century (په انګلیسي ژبه کي). Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5011-9646-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Zachary 1997، ص. 22.
  7. Zachary 1997، صص. 12–13.
  8. Zachary 1997، صص. 25–27.
  9. "Vannevar Bush's profile tracer". National Museum of American History. د لاسرسي‌نېټه March 12, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wiesner 1979، صص. 90–91.
  11. Zachary, G. Pascal (2018). Endless Frontier: Vannevar Bush, Engineer of the American Century (په انګلیسي ژبه کي). Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5011-9646-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ Zachary 1997، صص. 28–32.
  13. Zachary 1997، صص. 41, 245.
  14. Puchta 1996، ص. 58.
  15. Zachary 1997، صص. 33–38.