بنجامین لي وورف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بنجامین لي وورف (زوکړه: د ۱۸۹۷ زکال د اپرېل ۲۴مه – مړینه: د ۱۹۴۱ زکال د جولای ۲۶مه) امریکايي ژبپوه او له اورلګېدنې څخه د مخنیوي د لارو چارو انجینر و چې د ژبپوهنې په برخه کې د «ساپیر – وورف فرضیې» د وړاندې کولو له امله شهرت لري. هغه باور درلود چې د بېلابېلو ژبو جوړښت د هغو د ویونکو د درک او د مفهوم جوړولو د نړۍ څرنګوالی جوړوي. وورف دغه نظریه په خپل او د خپل ښوونکي اډوارډ ساپیر په نوم ونوموله او هغه یې د فزیکي نسبیت اړوند د انشټاین له اصل سره ورته وبلله. ورته مهال دغه مفهوم د ۱۹مې پېړۍ له فلسفې او د ویلهلم فون هومبولت او ویلهلم ونډټ په څېر مفکرینو څخه سرچینه اخیسته. [۱][۲][۳][۴]

وورف په پیل کې کیمیاوي انجینرۍ ته مخه کړه، خو وروسته یې له ژبپوهنې په ځانګړې توګه له بایبلي عبري او د مرکزي امریکا له بومي ژبو سره لېوالتیا ومونده. د ناهواتل ژبې په برخه کې د هغه مخکښې چارې لامل وګرځېدې شهرت ومومي او له همدې امله یې په مکسیکو کې د زده کړو امکانات وموندل. له مکسیکو څخه په بېرته راګرځېدو هغه د ناهواتل ژبې اړوند اغېزمنې مقالې ولیکلې. له دې وروسته یې په یل پوهنتون کې د اډوارډ ساپیر تر نظر لاندې ژبپوهنه ولوسته او له اورلګېدنې څخه یې د مخنیوي په برخه کې د انجینر په توګه کار وکړ.

په یل کې د زده کړو پر مهال هغه د هوپي ژبې اړوند چارې ترسره کړې او د هغو د درک اړوند یې پام وړ ادعاوې وکړې. نوموړي همدارنګه د یوتو-آزتک ژبو اړوند څېړنې وکړې او د هغو اړوند یې اغېزمنې مقالې خپرې کړې. په ۱۹۳۸ زکال کې د ساپیر ځای ناستی شو او په یل پوهنتون کې یې د امریکايي بومي وګړو د ژبو اړوند تدریس کاوه. د وورف چارې له ژبني نسبیت څخه پراخې وې. هغه د هوپي ژبې د ګرامر طرحه ولیکله، د ناهواتل ژبې په لهجو یې څېړنې وکړې، د مایا هیروګلیفي لیکنو د کوډ ماتونې لارې چارې یې وړاندې کړې او د یوتو- آزتک ژبو په بیارغونه کې یې ونډه واخیسته.

په ۱۹۴۱ زکال کې د سرطان ناروغۍ له امله د وورف له مړینې وروسته د هغه ژب پوهانو ملګرو د هغه لیکنې مخته یووړې او د ژبو، کلتور او درک اړوند یې د هغه نظریات ترویج کړل. له دې سره هم د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال د هغه نظریې د هغو نیوکو له امله له هرکلي سره مخ نه شوې چې دغه نظریې یې نه ازمویل کېدونې او د فورمولونو نه لرونکې بللې. په وروستیو لسیزو کې د وورف له چارو سره لیوالتیا زیاته شوه او څېړونکو د نوموړي نظریې بیاځلي تر ارزونې لاندې ونیولې او د هغه د نظریاتو له ژور درک سره ښکېل شول. د ژبني نسبیت څانګه لا هم د اروايي ژبپوهنې او ژبنیزې انسان پوهنې په برخه کې د یوې فعالې څېړنیزې څانګې په توګه شتون لري چې د نسبیت ګرايي او نړیوال توب ترمنځ دوامداره بحثونه رامنځته کوي. د واج ویشنې او کوډ لوستنې په څېر د ژبپوهنې په برخه کې د وورف چارې اوس مهال په پراخه کچه منل شوې دي.

بیوګرافي[سمول]

لومړني ژوند[سمول]

د هري چرچ وورف او سارا ادنا لي وورف زوی، بنجامین لي وورف د ۱۸۹۷ زکال د اپرېل په ۲۴مه د ماساچوست په وینتروپ ښار کې وزیږېد. هری چرچ وورف هنرمند، مفکر او طراح و – چې په پیل کې یې د سوداګریز هنرمند او وروسته یې د ډرامه لیکونکي په توګه کار کاوه. وورف د جان او ریچارډ په نومونو دوه کوچني وروڼه لرل چې دواړه بیا مخکښ هنرمندان شول. جان مشهور نړیوال نقاش او انځورګر وګرځېد. ریچارډ د ښه سټایل لرونکو امریکايي احمقانو (Yankee Doodle Dandy) د فلم په څېر فلمونو لوبغاړی و او وروسته بیا د بیورلي هیلیبلیز په څېر نندارو ته د ایمي جایزو د ورکړې د مراسمو د تلویزیوني خپرونو ډایرکټر شو. وورف په خپل وروڼو کې له فکري پلوه مخکې و او د ځوانې پر مهال یې د خپل پلار د انځور اخیستنې له وسایلو څخه په کار اخیستو کیمیاوي ازموینې پیل کړې. نوموړي زیاته مطالعه کوله او له بوټو پوهنې، فال لیدنې او د مرکزي امریکا له لرغوني تاریخ سره یې پریمانه لیوالتیا لرله. په ۱۷ کلنۍ کې یې د خپلو خاطراتو لیکلو ته مخه کړه او تر ډېره یې خپل افکار او هیلې لیکلې. [۵][۶][۷]

له اور لګېدنې څخه د مخنیوي مسلک[سمول]

وورف په ۱۹۱۸ زکال کې د ماساچوست د ټکنالوژۍ د انستیتیوت د کیمیاوي انجینرۍ له څانګې فارغ شو، چېرې چې د نوموړي اکاډمیکې ودې د منځنۍ کچې کیفیت درلود. نوموړي په ۱۹۲۰ زکال کې له سلیا ایز پکهام سره واده وکړ چې له هغې څخه یې د ریمونډ بن، رابرټ پکهام او سلیا په نومونو درې ماشومان لرل. نږدې همدغه مهال و چې هغه له اور لګېدنې څخه د مخه نیونکي انجینر (څارونکي) په توګه د هارتفورډ د بیمې په شرکت کې په کار پیل وکړ. نوموړی په خپله دغه دنده کې بریالی و او د آمرینو له خوا به یې تل ستایل کېده. هغه د خپلې دندې له امله مکلف و چې په ټول نیوانګلنډ کې تولیدي کارخونو ته ولاړ شي. په یوه کیسه کې یې راځي چې نوموړی یو ځل د کیمیاويي موادو یوې کارخونې ته ولاړ او هلته د هغې کارخونې د مشر له خوا د تولیدي چارو له لیدو منع کړای شو؛ هغه ورته وویل چې نه شي کولای هر چاته اجازه ورکړي له تولیدي چارو یې لیدنه وکړي او دا د دوی سوداګریز راز دی. وورف ورته وویل چې تاسو څه شی دلته تولید کوئ، هغه ورته په یوه کاغذ باندې یو کیمیاوی فرمول ولیکه او د کارخونې مشر ته یې وویل: «زه فکر کوم دا هغه څه دي چې تاسو یې کوئ». هغه حیران پاتې شو او له وورف څخه یې وپوښتل چې ته څه ډول په دغه پټ پروسیجر پوهېږې، هغه ډېر ساده ځواب ورکړ: «تاسو نه شئ کولای دغه چاره په بل ډول ترسره کړئ».[۸]

وورف لامل وګرځېد څو د بیمې دغه شرکت لا زیات پېرودونکي پیدا کړي؛ ټولو د هغه له ارزونو او بشپړو لارښوونو څخه ملاتړ کاوه. د هغه د کاري دورې بله مشهوره کیسه چې وورف ترې تر ډېره ګټنه کوله دا وه چې استدلال یې کاوه، ژبه پر عادتي چلن اغېز کوي. وورف د هغه کار ځای یادونه کړې چې په یوه خونه کې له تېلو ډکې بوشکې او په بله کې خالي اېښودل شوې وې. هغه وویل چې د اور اچوونکو توکو د بخار له امله خالي بوشکې له ډکو څخه ډېرې خطرناکې دي، په داسې حال کې چې کارکوونکو هغو ته چندان پام نه کاوه او په هغه کوټه کې چې بوشکې خالي وې سګرټ به یې وهل، خو په هغه کوټه کې یې هېڅکله سګرټ نه واهه چې ډکې بوشکې په کې اېښې وې. وورف استدلال کاوه چې کارګران په معمول ډول د بوشکو د خالیتوب له امله په داسې حال کې چې په بشپړه توګه له ګاز څخه ډکې دي فکر کوي چې هغه خنثی حالت لري او د دغو تشو بوشکو په خوا کې د سګرټ وهلو له ګواښ څخه بې خبره دي. [۹]

له دین او ژبې سره پیلنۍ لېوالتیا[سمول]

وورف د خپل ژوند په اوږدو کې پرهېزګاره کس و، په داسې حال کې چې دا لا اوس هم د بحث موضوع ده چې هغه له کوم مذهب څخه پیروي کوله. هغه د ځوانۍ پر مهال د «ولې ما تکامل ته شا کړه» تر عنوان لاندې لیکنې وکړې چې له امله یې یو شمېر څېړونکي هغه متدین میتودېست بولي، چې د بنسټ پالنې تر اغېز لاندې و او په ډېر احتمال سره یې له خلقت پالنې څخه ملاتړ کاوه. ورته مهال نوموړي د خپل ژوندانه پر مهال تر ډېره له تئوصوفيت سره لیوالتیا لرله، هغه غیر فرقه یي بنسټ چې د بودایي او هندويي لارښوونو پر بنسټ نړۍ له یو بل سره تړلې ټولګه بولي او «نژاد، عقیدې، جنسیت، طبقې یا رنګ» ته له پام پرته د بشریت ترمنځ ورورولي ترویج کوي. یو شمېر څېړونکو استدلال کړی چې د معنوي او علمي تمایلاتو ترمنځ تضاد د هغه د فکري ودې په ځانګړې توګه د ژبني نسبیت اړوند د هغه د لرلید اصلي محرکه قوه جوړه کړې وه. وورف ویلي چې «له ټولو هغو ډلو سره چې ما اړیکه لرلې، داسې ښکاري چې د تئوصوفیت پیروان له نورو څخه د دې زیاته وړتیا لري چې د نظریاتو – نوو نظریاتو اړوند ډیر ژر غبرګون وښيي». [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

وورف د لومړي ځل لپاره د ۱۹۲۴ زکال په شاوخوا کې له ژبپوهنې سره لیوالتیا ومونده. دغه مهال نوموړي بایبلي متون تحلیل کول او هڅه یې کوله د هغو پټې معناوې ومومي. [۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Harvcoltxt; کينډۍ:Harvcoltxt
  2. کينډۍ:Harvcoltxt
  3. Kahane, Henry; Kahane, Renée (1983). "Humanistic linguistics". The Journal of Aesthetic Education. 17 (4): 65–89. doi:10.2307/3332265. JSTOR 3332265. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Klautke, Egbert (2010). "The mind of the nation: the debate about Völkerpsychologie" (PDF). Central Europe. 8 (1): 1–19. doi:10.1179/174582110X12676382921428. S2CID 14786272. د لاسرسي‌نېټه July 8, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Harvcoltxt
  6. کينډۍ:Harvcoltxt
  7. کينډۍ:Harvcoltxt
  8. کينډۍ:Harvcoltxt
  9. کينډۍ:Harvcoltxt
  10. کينډۍ:Harvcoltxt; کينډۍ:Harvcoltxt
  11. کينډۍ:Harvcoltxt
  12. کينډۍ:Harvcoltxt; کينډۍ:Harvcoltxt
  13. کينډۍ:Harvcoltxt
  14. کينډۍ:Harvcoltxt
  15. کينډۍ:Harvcoltxt