ډوريتي اي سميت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډوريتي اي سميت
ډوريتي اي سميت
ډوريتي اي سميت

د شخص معلومات
پيدايښت ۶ جولای ۱۹۲۶
مړینه 3 جون 2022 (96 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډورتي اډيت سميت (د ۱۹۲۶ ز کال دجولای په ۶ مه زېږېدلې) یوه کاناډايۍ ټولنپوه ده چې د ښځو د زده کړې، د ښځمنپالنې اند، روانپوهنې او تعلیمي مطالعاتو په ګډون، په ګڼو بېلا بېلو برخو کې له څېړنو سره لېوالتيا لري، همدا راز د ټولنپوهنې په ټاکلو فرعي ډګرونو کې، لکه: د زده کړې ټولنپوهنه، د کورنيو مطالعې او کړنلاره. سميت د ښځمنپالنې د لرليد د اند او د توکمونو د علمي څېړنو د فرعي ډګرونو بنسټ اېښی دی.

ژوند ليک[سمول]

سميت د ۱۹۲۶ز کال په جولای مياشت کې د انګلستان د «يارکشاير» په «نارتاټن» کې زېږېدلې، د مور نوم يې «ډورتي ايف. پليس» او د پلار نوم يې «ټام پليس» و، چا چې درې زامن درلودل. د هغې يو ورور «اولين پيليس» د مغزو د پروسې په توګه د شعور په موضوع د کار کولو له امله شهرت لري، بل ورور يې «ميلنير پيليس» يو شاعر دی.[۳][۴][۵]

سميت د لېسانس زده کړې د لندن د اقتصاد له پوهنځي څخه وکړې او په ۱۹۵۵ز کال کې يې په ټولنپوهنه کې چې تخصص يې انسان پېژندنه وه، د بکالوريوس سند تر لاسه کړ. له دې وروسته يې له «وليام ريډ سميت» سره واده وکړ، له هغه سره يې د لندن د اقتصاد په پوهنځي کې کتلي و، دواړه متحده ايالاتو ته ولاړل. دوی لوړې زده کړې د «برکلي»، کلیفورنيا پوهنتون کې تر سره کړې او سميت د خپل دويم بچي له زېږېدو نهه مياشتې وروسته، هلته په ۱۹۶۳ز کال کې په ټولنپوهنه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ. څه موده وروسته د دوی تر منځ طلاق رامنځ ته شو او سميت ماشومان له ځانه سره وساتل. وروسته هغې له ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۶۶ز کال پورې د برکلي کلیفورنيا په پوهنتون کې استادي وکړه. ډورتي د ټولنپوهنې تدريس پيل کړ او هغه د ۴۴ په پوهنځي کې يواځينۍ ښځينه استاده وه. [۶][۷][۸]

په ۱۹۶۷ز کال کې، هغه له خپلو دوو زامنو سره د بریتانوي کولمبيا «ونکور» ته ولاړه، تر څو د بریتانوي کولمبیا په پوهنتون کې استادي وکړي، دلته يې د ښځو د زده کړې د پروګرام په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړه. په ۱۹۷۷ز کال کې، هغه د «اونټيريو» «ټورنټو» ته ولاړه، تر څو د تعلیم او مطالعې لپاره د انټيريو په انستيتيوت کې استادي وکړي، دلته تر تقاعد پورې واوسېده. په ۱۹۹۴ز کال کې، هغه د وکټوريا په پوهنتون کې همکاره پروفيسره شوه، چېرې چې هغې د اداري توکمپېژندنې په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړ. سميت د ښځمنپالنې د مجلې «Signs» په نړيوال مشورتي پلاوي کې خدمات وړاندې کوي.[۹]

د نقطه نظر اند[سمول]

له سميت مخکې امريکايي ښځمنپالې انديالې «سنډرا هارډنګ» د «نقطه نظر» اند تصور ايجاد کړی و، تر څو د ښځو پر پوهه ټينګار وکړی، استدلال يې کاوه چې ډلبندۍ د ښځو په منځ کې د ټولنيز حقيقت په اړه ناپوهي او انتقادي پوښنتې منځ ته راوړي دي، له چا څخه چې ډلبندي ملاتړ کوي، خو هغه څوک چې د دې مراتبو په پای کې دي، داسې ليد يې درلود چې د ټولنيزو ستونزو تشرېح کول يې اسانه کول.[۱۰]

په ۱۹۶۰ز لسيزه کې د لوړو زده کړو پر مهال سميت د «نقطه نظر» په اړوند خپل تصور رامنځ ته او د «هارډنګ» اند يې جوړ کړ. په همدې پړاو کې سميت وليدل چې هغه خپله «دوه موخې» تجربه کوي چې «کور او پوهنتون» دي او دا چې دا دواړه جهانونه سره نه شي يو ځای کېدای. د خپل نقطه نظر په پېژندلو سره، هغې دا حقيقت روښانه کړ چې په ټولنپوهنه کې د نقطه نظر په اړوند د اعتراف کمښت شته. په دې مهال، د ټولنپوهنې طريقې او اندونه د نارينه وو تر واک لاندې ټوليزه نړۍ کې جوړ شوي دي، په غېرقصدي ډول يې د ښځو جنسي توليد، ماشومان او د کورونو د چارو نړۍ له نظره غورځولي دي. د ښځو دندو ته د کلتور د يوې اضافي برخې پر ځای، د ټولنې د طبيعې برخې په توګه کتل کېږي. سميت باور درلود چې د ښځو له نقطه نظره پوښتنې مطرح کول کولای شي په ټولنيزو ادارو کې پوهاوی منځ ته راوړ. سميت دا معلومه کړه چې د لږکيو ډلو لپاره، د نړۍ ترمنځ پرله پسې جلا والی لکه چې دوی دا تجربه کوي، او د دې په مقابل کې غالبې ډلې له نقطه نظر سره په پرله پسې ډول سمون جبر منځ ته راوړي، د کوم په پايله کې چې کېدای شي د څنډې ته شوې ډلې غړي له خپل «حقيقي» وجود څخه د پرديوالي احساس پیدا کړي.[۱۱]

بېلګه[سمول]

سميت په عمومي توګه د نقطه نظر د اند د اهميت لپاره د يوې ځانګړې کيسې بېلګه وړاندې کوي، او هغه په دې ډول تشریح کوي:

يوه ورځ کله چې په اونټاريو کې په اورګاډي کې سپره وه، سميت يوه هندوستانۍ کورنۍ وليده چې د سمندر په څنډه يو ځای ولاړ وو او تېرېدونکي اورګاډي ته يې کتل. د لومړيو اټکلونو څخه ژر وروسته سميت محسوسه کړه چې دا کورنۍ يواځې اټکلونه وو، داسې اټکلونه چې هغې د دې پوهېدو لپاره هېڅ لاره نه درلوده چې دا اټکلونه رښتيا وو که نه. هغې دوی ته «هندوستانيان» ويل، خو هغه په يقين سره نه شوه پوهېدای چې د هغوی اصليت څه دی. هغې دوی ته يوه کورنۍ وويله چې په  سمه توګه دا رښتيا کېدای نه شوه. هغې همدا راز وويل چې دوی تېرېدونکي اورګاډي ته کتل، يو داسې اټکل چې په وخت او حالت کې يواځې د هغې په موقعيت ولاړ و، د هغې دا موقعيت چې په اورګاډي کې سپره وه او بهر يې دې کورنۍ ته کتل.[۱۲]

د سميت لپاره، دې چارې د هغې د خپل امتياز د استازيتوب په توګه کار کاوه، د کوم له لارې چې هغې یواځې اټکلونه کول او په سمدستي ډول يې دا اټکلونه د «هندوستانيانو» په يوې ډلې تحميلول. دې چارې له هغې سره مرسته وکړه دې پايلې ته ورسېږي چې تجربې د ځای، وخت او حالاتو په نظر کې نيولو سره بدلون مومي. يواځې د يو ليد موجودیټ، د يوې نقطې پر بنسټ ټولنه او واکمنې اړيکې منځ ته راوړل مناسب نه دي.[۱۳]

اداري توکمپېژندنه[سمول]

اداري توکمپېژندنه (IE) د پلټنې ټولنيزه طريقه ده، کومه چې سميت منځ ته راوړې ده، په دې موخه جوړه شوې چې ټولنيزې اړيکې راوسپړي، کومې چې د خلکو د هرې ورځې ژوند جوړوي. د اداري توکمپېژندنې لپاره، عادي ورځني فعاليتونه د ټولنيز نظم د څېړنو سيمه ګرځي. سميت IE د مارکسيستي ښځمنپالنې ټولنپوهنې «د ښځو لپاره، د خلکو لپاره» په توګه جوړ کړ، دا اند اوسمهال د څېړونکو له خوا په ټولنيزو علومو، په تعلیم، په بشري خدماتو او د تګلارو په څېړنو کې د سيمه يیزو اړيکو د نقشه جوړولو د تګلارې په توګه کارول کېږي، کوم چې د ادارو په داخل کې د خلکو فعاليتونه سره همغږي کوي. سميت ټينګار کړی چې د هغې اداري توکمپېژندنې بهرليکه د ټولنپوهانو په منځ کې له يو بل سره د همکارۍ به مرسته پراخه کېدای شي او د دې اند پر مخ وړلو لپاره يې د اړينې شبکې په جوړولو ټينګار وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

واکمنې اړيکې[سمول]

سميت همدا راز د واکمنو اړیکو تصور وړاندې کړی دی، اداري ټولګې کومې چې «د ادارې د هرې ورځې کار او د هغو خلکو ژوند همغږي کوي، کوم چې د اداري نظم تابع دي». دا له ټولنې سره مرسته کوي چې تر مديريت لاندې او منظمه وي، د بېلګې په ډول د بيروکراسۍ نظامونه او مديريت.[۱۹][۲۰]

د شعور وېش[سمول]

وېش يا انشعاب په دوه برخو يا څانګو باندې د ويشلو په ډول تعريف شوی دی. د شعور د وېش په حالت کې، په ځانګړي ډول د نقطه نظر د اند په اړوند، له دې څخه موخه د ښځو لپاره د وجود د دوه طريقو بېلتون دی. له دې امله چې ټولنپوهنه د نارينه وو تر واک لاندې ډګر دی، په همدې بنسټ ښځې د کور د مېرمنو او مېندو په توګه د خپلې متوقعې ونډې پر مخ وړلو لپاره مبارزه وکړي او د کور له سيمه ييزې داېرې څخه د ټولنې «له سيمه ييزې څخه ورهاخوا» داېرې ته ولېږدېږي. په همدې بنسټ ښځې خپل شعور په دوه برخو وېشي، تر څو وکولای شي په ټولنه او او د ټولنپوهنې به ډګرونو کې خپل خانونه د باشعوره او پوهو انسانانو په توګه ثابت کړي.[۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. https://www.kudoboard.com/boards/92REPim8
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12200630c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. کينډۍ:Cite thesis
  4. Allan, Kenneth (2011). Contemporary social and sociological theory : visualizing social worlds (الطبعة 2nd). Los Angeles: SAGE. د کتاب پاڼې 385. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412978200. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Graham, George; Valentine, Elizabeth R. (2004). Identifying the mind : selected papers of U.T. Place. New York, N.Y.: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195161373. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Smith, Dorothy (2005-02-02). "Dorothy E. Smith". UQAC. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Wallace,R. & Wolf, A., "Contemporary Sociological Theory" 6th Edition (2006), Pearson Prentice-Hall. p. 297-298
  8. "Dorothy Smith: History & Feminist theory". SchoolWorkHelper (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 2012-08-22 باندې). Masthead. Signs: Journal of Women in Culture and Society.
  10. Borland, Elizabeth. "Standpoint Theory". Encyclopedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Appelrouth, Scott; Edles, Laura Delfor (2008). Classical and Contemporary Sociological Theory: Readings and Text (الطبعة First). Pine Forge Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0761927938. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Smith, D. E. (1990). The conceptual practices of power: A feminist sociology of knowledge. Boston: Northeastern University Press.
  13. Lemert, C. C. (2004). Social theory: The multicultural and classic readings (4th ed.). Boulder, CO: Westview Press.
  14. Carpenter, Sara; Mojab, Shahrzad. "Institutional ethnography: pursuing a Marxist-feminist analysis of consciousness" (PDF). Paper presented at the 38th Annual SCUTREA Conference, 2–4 July 2008 University of Edinburgh. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ جنوري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Smith, Dorothy E. (2012). The everyday world as problematic a feminist sociology. Boston: Northeastern University Press. د کتاب پاڼې 121. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55553-794-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Devault, Marjorie L. (2006). "Introduction: What is Institutional Ethnography?". Social Problems. 53 (3): 294–298. doi:10.1525/sp.2006.53.3.294. JSTOR 10.1525/sp.2006.53.3.294. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Trenerry, Ruth (2011). "A Portfolio of Research Career-work: An Institutional Ethnography exploring women's 'career' activity in the paid workplace". School of Education Division of Education, Arts and Social Sciences University of South Australia. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  18. Walby, Kevin (29 June 2016). "On the Social Relations of Research". Qualitative Inquiry. 13 (7): 1008–1030. doi:10.1177/1077800407305809. S2CID 143598915. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. DeVault, Marjorie. "Ruling Relations". Blackwell Encyclopedia of Sociology. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Hicks, Stephen (31 December 2009). "Sexuality and the 'Relations of Ruling': Using Institutional Ethnography to Research Lesbian and Gay Foster Care and Adoption". Social Work & Society (په انګلیسي ژبه کي). 7 (2): 234–245. ISSN 1613-8953. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Bifurcation". Wordnik.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Mann, D. (2008). Understanding society: A survey of modern social theory. Don Mills, Ont.: Oxford University Press.
  23. Bowell, T. "Feminist Standpoint Theory". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)