ډاکټر عبدالرازق کاکړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر عبدالرازق کاکړ په انګریزۍ کې Dr. Abdul Raziq Kakar دی. نوموړی د څارویو د سائنسي علومو سائنس پوه دی.[۱]


مخینه[سمول]

ډاکټر عبدالرازق کاکړ په ۲۵م دسمبر کال ۱۹۶۸ میلادي کې د سهېلي پښتونخوا په تاریخي سیمه بوري(لورالای) کې زېږېدلی دی. د پلار نوم یې حاجي حسن خان دی. په خټه کاکړ دی.

لومړی زدکړې (Basic Education)[سمول]

نوموړي خپلې لومړي زدکړې د بوري ښار له دولتي ښوونځي "ګورنمنټ هايی سکول لورالایی" څخه ترسره کړې او بیا یې خپلې منځنۍ زدکړې تر دولسم ټولګي پورې له دولتي پوهنځي "ګورنمنټ انټر کالج لورالایی" څخه بشپړې کړې، وروسته یې بیا له بلوچستان پوهنتون کوټې څخه تر څوارلسم ټولګي پورې زده کړې وکړې.

لوړې زدکړې (Higher Education)[سمول]

د څارویو په سائینس(Animal Sciences) کې څلور کلنې زدکړې "بي ایس آنر" د فیصل آباد د کرنې پوهنتون پاکستان University of agriculutre Faisal Abad څخه په بریالیتوب سره بشړې کړې. د ایم فل (Mphil) تر کچې زدکړې له اینیمل نیوټریشن اینډ فیډ ټیکنالوجي انسټیټوټ لاهور پاکستان څخه وکړې. دکتوره (Phd) یې له زرعي پوهنتون فیصل آباد پاکستان څخه وکړه.

پېشه ورانه زدکړې (Profession Education)[سمول]

ډاکټر عبدالرازق کاکړ له دکتورې(Phd) وروسته خپل ریسرچ پراجیکټ له کیمل ډاک ریسرچ سویډش ویټرنري انسټیټوټ اوپسالا سویډن (Sweden) څخه وکړی. نوموړی له اینمل جینیټک ریسورسز زاراګوزا پوهنتون هسپانیې (Universided de Zaragoza Spain) څخه هم د څارویو په علومو کې ډپلومه کړېده.

دندې (Experience)[سمول]

نوموړی د ډین ایټ لامز پوهنتون اوتهل پخوانی پروفیسور هم دی خو اوس محال دا لاندې دندې تر سره کوي. ۱. د العین د فارمونو تیکنیکل منیجر Technical Manager at Al Ain Forms ۲. د اوښو د ډېریو نړیوال مشاور Internationaz Consultant on Camel Dairing او له دې سره ډاکټر رازق کاکړ یو تکړه ملتپاله سیاسي غړی او مدني فعال هم دی

Dr. Abdul Raziq Kakar is the founder of the world camel day.

https://arkbiodiv.com/2020/06/20/history-of-world-camel-day-22-june/

سرچینې:[سمول]

https://www.linkedin.com/in/camels4all/

https://www.facebook.com/ark.biodiver

https://twitter.com/DrRaziqKakar

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=3945183062176008&id=283201628374188

د ډاکټر رازق د ویب پاڼې تړونی http://camel4all.info/

د ډاکټر عبدالرازق د خپلې ځانګړې ویب پاڼې تړونی https://arkbiodiv.com/

  1. مشال راډیو (سپټمبر ۱۳، ۲۰۲۰). "د اب وهوا بدلون پاکستان او افغانستان له لوی خطر سره مخامخ کړي: ډاکټر رازق کاکړ". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)