Jump to content

چېکي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له چېکی ژبه نه مخ گرځېدلی)
چېکي ژبه
čeština (چېکي)[۱]
český jazyk (چېکي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
سیمييزتوب د
ليکدود
ويونکو شمېر
۱۰٬۷۰۰٬۰۰۰ (۲۰۱۹) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د توکمپوهنې ژبې حالت
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
cs[۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
cs ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۴۹°۵۲′شمال ۱۵°۰۶′ختیځ / 49.87°شمال 15.1°ختيځ / 49.87; 15.1 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

چېکي ژبه( په چيکی: Český jazyk ) د لوېديځی سلاوی ژبو څخه يوه ژبه ده چی د اروپا په مرکزکی ويل کېږی. دغه ژبه د چيک د جهوريت رسمی ژبه ده. چيکی ژبه هم په سلواکيا، پولنډ، اوکراين رومانيا ، کاناډا او امريکا کی ويل کېږی. چيکي ژبه ادبي او محاروي فورم ( شکلونه ) لري. ادبی ژبه په ورځپانه، تيلويزيون او راديو کی استعمالېږی. چيکی ژبه د ۲۰۰۴ کال څڅه د اروپا د مشترکو هېوادو رسمی ژبه ده.

تاريخ

د چيک په هيواد کی د ۹ پيړی څخه تر ۱۱ پېړی پورې په ادبيات کی پخوانی سلاوی ژبه کارېده. هغو ژبو د خاض ليکنی څخه کار واخيست. هغه ليک په اوس وخت کی د هلاهوليڅې ( Hlaholice) په نوم يادېږی. د کونستانتين ژوند تر ټولو پخوانی کتاب دی چی په پخوانی سلاوی ژبه کی ليکل شوی دی. د ۱۱ پېړی څخه د چيک په هېواد کی مذهبی کتابونه ليکل کېده. په ۱۳ پېړی کی لمړی چېکي کتابونه وليکل شول. د داليميل د پېښو کتاب لمړی کتاب دی چی په چيکی ژبه کی په ۱۳۱۴ کال کی وليکل شو. په ۱۵ پېړی کی د چيکی ژبی د سم ليک د يان هوس لخوا اصلاح شو. یان هوس د پوهنتون استا‌ذ او کشيش وو چې د چيکی ژبې ليکنه يې آسانه کړه . د هوس مذهبی کتابونه په چيکی او لاتيني ژبې کی وليکل شول. په ۱۶ پېړی کی د چيک ادابيات اوج ته ورسېدل. په ۱۶۲۰ کال کی د چيک اشرافو د اطريش د حکمران په خلاف قيام وکړل. د چيک اشرافیان د اطريش د پوځ لخوا ماته وخوړله او د چيک علما مجبور شول چی بهر ته ولاړ شی. په دی وخت کی د اطريش حکمرانانو د چيک پر خلکو ظلمونه کول او د چيک کتابونه يې په اور کی سوخول. مهم کتابونه يوازې په آلمانی او لاتين ليکل کېده. په ۱۹ پېړۍ کی د چېک د ژبی ترقی بیا پېل شوه. د چېک ژبه بوهانو د سلاوی ژبو د الفاظو په مرسته غنی کړه. مثلا : د چېک کلمه (vzduch ) په پښتو هوا د روسی ژبه څخه چېکي ژبه ته راغلی ده. د هغه وخت تر ټولو مشهور ژبه پوه یوسیف یونگمان ( ۱۷۷۳ـ۱۸۴۷ ) وو. یوسیف یونگمان نوی چېکي کلمې جوړې کړې او د سلاوی ژبو د کلمو په مرسته یی چېکي ژبه غنی کړه. د دی په سبب هر چېک په سلواکی، پولندی، سربی او روسی کلمو پوهېدلای سی. چېکي- آلمانی قاموس او د چېک د ادبیات تاریخ د یوسیف یونگمان تر ټولو مشهور کتابونه دی. په ۱۹۱۸ کال کی د چکوسلواکیا تر تاسیسولو وروسته چېکي ژبه د عمومی ژوند ټول سیمو ته وغزېده. په اوس وخت کی چېکي ژبه د گلوبالیساتیون (Globalization ) په سبب د انگلیسی کلمو څخه غنی کېږی.

چېکي ژبه

چېک ژبه تل په لمړنی څپه (هجا ) کی اکڅنت لری.د دغه ژبه پنځه د علت توری او ۲۴ بی رغه توری لری. د گرامر په مطابق چېکي ژبه د حال زمانه، راتلونکی زمانه ، تیره زمانه، دری گرامری نسلونه ( مذکر، مونث او منځنی جنس )، ۷ گرامری حالتونه، مفرد او جمع لری. د چېکي ژبه د کلمو ردیف ( مبتدا - فعل ـ خبر ) دی.

د گرامر نسلونه

چېکي ژبه دری گرامر نسلونه لری.

  • د مذکر نسل
  • د مونث نسل
  • منځنی جنس
چېکي ژبه
Český jazyk
Čeština
ویل کېږی په چېک جمهوريت
سلواکیا
اتریش
پولنډ
رومانیا
سربیا
د امريکا متحده ايالات
ټول وییونکی ۱۲ میلیونه
د ژبې کورنی د هند-اروپایی ژبې
سلاوي ژبې
د لويديځ سلاوي ژبې
چېکي ژبه
د لیکلو بڼه د چيک د لاتين الفبا
د ژبې د پرمختگ اداره Ústav pro jazyk český
رسمي ژبه په چېک جمهوريت
اروپايي اتحاديه

د جمله جوړول

د چېکي ژبه د کلمو ردیف مبتدا - فعل - خبر دی.

  • jsem student یا Jsem student
  • زه یم شاگرد ( مبتدا - فعل - خبر ) یا یم شاگرد ( فعل - خبر ) د چېکي ژبه د کلمو ردیف
  • زه شاگرد یم ( مبتدا - خبر - فعل ) د پښتو د کلمو ردیف
  • jsem studentka یا Jsem studentka
  • زه یم شاگرده یا یم شاگرده (د چېکي ژبه د کلمو ردیف)
  • زه شاگرده یم

( زه = مبتدا، یم = فعل، شاگرد / شاگرده = خبر ) (د پښتو د کلمو ردیف)

د چېک د لاتین الفبا

د چېکي الفبا لاسى نسخې
Letter Name IPA value
A a á /a/
Á á dlouhé á /aː/
B b /b/
C c /ts/1
Č č čé /tʃ/1
D d /d/
Ď ď ďé /ɟ/
E e é /ɛ/
É é dlouhé é /ɛː/
* Ě ě ije,
é s háčkem
/ɛ/, /jɛ/
F f ef /f/
G g /ɡ/
H h /ɦ/²
Ch ch chá /x/²
I i í,
měkké í
/ɪ/
Í í dlouhé í,
dlouhé měkké í
/iː/
J j /j/
K k /k/
L l el /l/
M m em /m/
N n en /n/
Ň ň /ɲ/
O o ó /o/
Ó ó dlouhé ó /oː/
P p /p/
Q q kvé /kv/
R r er /r/
Ř ř /r̝/³
S s es /s/
Š š /ʃ/
T t /t/
Ť ť ťé /c/
U u ú /u/
Ú ú dlouhé ú,
ú s čárkou
/uː/
* Ů ů ů s kroužkem /uː/
V v /v/
W w dvojité vé /v/
X x iks /ks/
Y y ypsilon,
krátké tvrdé í
/ɪ/
Ý ý dlouhé ypsilon,
dlouhé tvrdé í
/iː/
Z z zet /z/
Ž ž žet /ʒ/

سرچينې

  1. سرچينې تړی: https://github.com/unicode-org/cldr/blob/main/common/main/cs.xml.
  2. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/ces.
  3. ويل شوي په: Archaeology & Language. Page(s): 69. خپروونکی: Pimlico. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۸.
  4. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 4061084-6. اثر ژبه: جرمني ژبه. بياځلي سمون: ۶ جون ۲۰۲۴. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  5. "اېتنولوګ" (in انګرېزي ژبه). SIL International. بياځلي په ۱۰ مې ۲۰۱۹.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. "Language".
  7. "ScriptSource - Czechia". بياځلي په ۲۱ اگسټ ۲۰۲۳.{{cite web}}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)