چسټر الن ارتور
چسټر الن ارتور(د اکتوبر ۵ مه، ۱۸۲۹- د نومبر ۱۸ مه، ۱۸۸۶ ز) امریکايي وکیل او سیاستوال و چې له ۱۸۸۱ ز کال څخه یې تر ۱۸۸۵ ز کال پورې د امریکا د یووېشتم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. له هغه وړاندې د امریکا د شلم ولسمشر مرستیال و، هغه په ۱۸۸۱ ز کال کې وروسته له هغې چې ولسمشر جیمز ابرام ګارفیلډ د یوه ترورکوونکي له خوا ټپي او له دوه میاشتو وروسته مړ شو، ولسمشرۍ ته لار ومونده. ارتور د ورمونټ په فیرفیلډ (Fairfield, Vermont) کې وزېږېد، د نیویارک په شمال کې را لوی شو او په نیویارک ښار کې یې د قانون زده کړه وکړه. هغه د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د نیویارک د ملیشه ډلو د مشر په توګه خدمت وکړ. له جګړې وروسته یې په نیویارک کې د جمهوري غوښتونکو سیاستونو ته خپل وخت ځانګړی او ډېر ژر یې د سناتور روسکو کانکلېنګ (Roscoe Conkling) په سیاسي دفتر کې وده وکړه. ولسمشر یولسیز سایمون ګرانټ، په ۱۸۷۱ ز کال کې نوموړی د نیویارک د ګمرک د عوایدو د راټولوونکي په توګه وټاکه، هغه د کانکلېنګ او په جمهوري غوښتونکي ګوند کې د سټالوارټ ډلې پیاوړی ملاتړی و. په ۱۸۷۸ ز کال کې ولسمشر رادرفورد بی هېز(Rutherford B. Hayes) ارتور د فدرال ملاتړي سیستم د اصلاح د طرحې د یوې برخې په توګه له دندې لرې کړ. کله چې په ۱۸۸۰ ز کال کې ګارفیلډ د ولسمشرۍ لپاره د نوماند په توګه وټاکل شو، ارتور د ولسمشر د مرستیال په توګه له دې امله چې، د یوه ختیځ سټالورټ په توګه د انتخاباتي ټکټ توازن برابر کړي، وټاکل شو. ګارفیلډ له څلورمیاشتنۍ ولسمشرۍ وروسته د یوه ترور کوونکي له خوا وویشتل شو؛ هغه یوولس اونۍ وروسته مړ شو او ارتور ولسمشرۍ ته لار پیدا کړه. په پیل کې، ارتور هڅه وکړه چې د سټلوارټ او د کانکلېنګ د سازمان د یوه غړي په توګه د ځان په اړه منفي باورونه له منځه یوسي. هغه د مدني خدمتونو اړوند د پنډلټون د اصلاحي قانون (Pendleton Civil Service Reform Act) په ملاتړ او اجرا کولو، اصلاح غوښتونکي حیران کړل. هغه د امریکا د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د بیاجوړولو مسئولیت پرغاړه واخیست، خو هغه په فدرال بودجه کې د بودیجې د زیاتوالي په راکمولو کې په ماتې سره چې د کورنۍ جګړې له مهاله اضافه شوې وه، له نیوکو سره مخامخ شو. ارتور په ۱۸۸۲ ز کال کې پر چینایانو د ممنوعیت لګولو د قانون (Chinese Exclusion Act) لومړۍ نسخه په دې استدلال چې د امریکا متحده ایالاتو ته د چینایي کډوالو په ۲۰ کلني ممنوعیت سره د برلینګم تړون(Burlingame Treaty) تر پښو لاندې کېږي ویټو کړ، خو د همدغه قانون دویمه نسخه، چې ۱۰ کلنۍ ممنوعیت یې لګاوه، لاسلیک کړه.[۱۰] ارتور چې د ناوړه روغتیايي حالت څخه کړېده، ډېره لږ هڅه یې وکړه چې په ۱۸۸۴ ز کال کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند شي، هغه د خپلې دورې په پای کې تقاعد شو. د ارتور ناوړه روغتیايي حالت او د هغه کمزوری سیاسي خوی د دې لامل شول، چې د نوموړي دولت د مډرن دولتونو په پرتله په کمه کچه فعال و اوسي، خو له دې سره د معاصرینو ترمنځ په دفتر کې د ده نیک چلند د ستایلو وړ ګڼل کېږي. نیویارک ورلډ په ۱۸۸۶ ز کال کې د ده له مړینې وروسته د ارتور ولسمشري په لنډ ډول داسې تشرېح کوي: "هېڅ دنده د ده په دولت کې له پامه نه وه غورځول شوې او همدارنګه هېڅ داسې کړکېچنه پروژه یې نه لرله، چې ملت اندېښمن کړي". مارک ټواین (Mark Twain) د ده په اړه لیکي": په رښتیا سره دا به سخته وي چې د ولسمشر ارتور اداره دې ښه کړای شي". له دې سره معاصر تاریخ پوهان په عمومي ډول ارتور د منځنۍ کچې ولسمشر او د کمې حافظې لرونکو ولسمشرانو په توګه درجه بندي کوي.[۱۱][۱۲][۱۳] ولسمشري (۱۸۸۱- ۱۸۸۵ز)[سمول]د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کول[سمول]ارتور واشنګټن ډي سي ته د سپټمبر په ۲۱ مه ورسېد. د سپټمبر په ۲۲ مه د قاضي القضات موریسن ار.وېټ (Morrison R. Waite) پر وړاندې یې بیاځلي لوړه وکړه. د ارتور خور مری ارتور مکېلروی (Mary Arthur McElroy) په سپینه ماڼۍ کې د مېلمنو د کوربه په توګه د خپل کونډ ورور خدمت وکړ. ارتور د واشنګټن تر ټولو په شرایطو برابر مجرد و، د هغه ټولنیز ژوند د ګنګوسو موضوع وګرځېد، خو په عاشقانه بڼه، د هغه مړې شوې مېرمنې ته ځانګړی و. د هغه زوی چسټر جی ار(Chester Jr) په پرینسټون پوهنتون کې تازه محصل و، د هغه لور نېل (Nell) تر ۱۸۸۲ ز کال پورې په نیویارک کې له دې امله چې په شخصي بڼه یې د ماشومانو پالنه (governess) کوله، پاتې شوه؛ کله چې هغه راغله، ارتور تر هغه ځایه چې په توان کې یې و، له مزاحمو مطبوعاتو څخه یې د هغې ساتنه وکړه.[۱۴][۱۵]کينډۍ:Sfnm[۱۶] ارتور ډېر ژر د ګارفیلډ له کابینې سره په جنجال واوښت، ډېری د هغو په ګوند کې د ده مخالفین وو. ده د کابینې له غړو وغوښتل چې تر ډسمبر میاشتې پورې تر هغه مهاله چې کانګرس بیاځلي ناسته کوي، په خپلو څوکیو پاتې شي، خو د مالیې وزیر ویلیام وېنډوم (William Windom) په اکتوبر کې دنده پرېښوه، څو له خپل ایالت میني سوټا (Minnesota) څخه د مشرانو جرګې ته لار پیدا کړي. ورپسې ارتور خپل ملګری او له نیویارک څخه سټالوارټ غړی چارلز جی. فولګر(Charles J. Folger) د وېنډوم د ځای ناستي په توګه وټاکه. لوی څارنوال وېن مک وېګ ورپسې کس و چې استعفا یې ورکړه، هغه باور درلود، چې د یوه اصلاح غوښتونکي په توګه هغه د ارتور په کابینه کې ځای نه لري. په کابینه کې د پاتې کېدو لپاره د ارتور له شخصي غوښتنې سره مک وېګ د ۱۸۸۱ ز کال په ډسمبر کې استعفا ورکړه او ارتور د هغه پر ځای د فلادلفیا ایالت وکیل او ماشیني سیاستوال (machine politician) (د سیاستوالو یو ډول دی) بنجامین اېچ بریوستر(Benjamin H. Brewster) چې د اصلاح غوښتنې سره په تمایل لرلو یې شهرت موندلی و، وټاکه. د سټلوارټ ډلې سرسخت مخالف بلېن د کانګرس تر ناستې پورې په خپلې څوکۍ پاتې شو او له ناستې وروسته یې په بیړه خپله څوکۍ پرېښوده. کانکلېنګ تمه لرله، چې ارتور به دی د بلېن پر ځای وټاکي، خو ولسمشر ارتور له نیوجرسي ایالت څخه فرېدرېک ټي فریلنهویسین (Frederick T. Frelinghuysen) له سټالورټ ډلې څخه د پخواني ولسمشر ګرانټ په مشوره د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه. فریلنهویسین ارتور ته مشوره ورکړه چې، نورې راتلونکې څوکۍ دې په سټالورټس ډلې غړو باندې نه ډکوي، خو کله چې د پوسټ عمومي مشر جیمز د ۱۸۸۲ ز کال په جنوري کې استعفا ورکړه، ارتور له ویسکانسین څخه سټالورټ ټیموټي او.هوی (Timothy O. Howe) د هغه پر ځای وګوماره. د سمندري ځواکونو وزیر ویلیام ایچ هنټ (William H. Hunt) بل وزیر و چې د ۱۸۸۲ ز کال په اپریل کې یې استعفا ورکړه، ارتور د توازن ساتلو په موخه د بلېن په وړاندیز د هاپ بریډ ډلې څخه ویلیام اي چاندلر (William E. Chandler) وټاکه. په همدې میاشت کې د کورنیو چارو وزیر ساموئل جی کرېک وډ هم استعفا ورکړه، ارتور د هغه پر ځای له کولراډو څخه سټالورټ هنری ام ټېلر د هغه پر ځای وګوماره. د ګارفیلډ د کابینې له غړو څخه چې ارتور ته په میراث پاتې وو، یوازې د جګړې وزیر رابرټ ټوډ لېنکولن د ده د دورې ترپایه په خپلې دندې پاتې شو. د ارتور د ژوند وروستي کلونه (۱۸۸۵ – ۱۸۸۶ ز)[سمول]ارتور په ۱۸۸۵ ز کال کې دفتر پرېښود او په نیویارک ښار کې خپل کور ته لاړ. دوه میاشتې وړاندې له دې چې کاري دوره یې پای ته ورسېږي، د نیویارک ښار یو شمېر سټلوارټس استازو له ده غوښتنه وکړه چې، د امریکا د متحده ایالاتو سنا ته لاړ شي، خو ده رد کړه او غوره یې وګڼله چې په ارتور، کنوالز او رانسوم کې بېرته خپل وکالت ته مخه کړي. د هغه روغتیا د ده پر فعالیت اغېز وکړ او کار یې تر سلا او مشورې ورکولو پورې محدود کړ.[۱۷][۱۸] په نیولندن، کنتیکت (New London, Connecticut) کې د ۱۸۸۶ ز کال د اوړي په تېرولو سره، هغه خپل کور ته راغی او ډېر سخت ناروغ شو. د نومبر په ۱۶ مه یې امر وکړ، چې د ده اړوند شخصي او رسمي پاڼې وسوځول شي. راتلونکی سهار ارتور مغزي خونریزي (cerebral hemorrhage) ورکړه او بیا په هوښ رانغی. هغه راتلونکې ورځ، د نومبر په ۱۸ مه په ۵۶ کلنۍ کې مړ شو. د نومبر په ۲۲ مه په شخصي بڼه یې د جنازې مراسم د نیویارک ښار په هېونلي رېسټ کلیسا (Church of the Heavenly Rest) کې د ولسمشر کلېولنډ او پخواني ولسمشر هېز په ګډون د ګڼ شمېر نورو مخورو له خوا ترسره شول. د ارتور مړی، د هغه د کورنۍ له نورو غړو او نیکونو سره یوځای د نیویارک په میننډس کې د الباني په کلیوالي هدیره (Albany Rural Cemetery) کې خاورو ته وسپارل شو.[۱۷][۱۷][۱۹] سرچينې او ياداښتونه[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w778qp — subject named as: Chester A. Arthur — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/39 — subject named as: Chester Alan Arthur — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32334.htm#i323334 — subject named as: Chester Alan Arthur — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/arthur-chester-alan — subject named as: Chester Alan Arthur — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=arthurc — subject named as: Chester Allen Arthur
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=http://roglo.eu/roglo?&id=p=chester;n=arthur — subject named as: Chester Arthur
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=4054 — subject named as: Chester Alan Arthur — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12034874s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/A000303 — د نشر نېټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲ — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپرونکی: United States Government Publishing Office
- ↑ Sturgis, Amy H. (2003). Presidents from Hayes Through McKinley. Westport, CT: Greenwood Press. د کتاب پاڼي 83–84. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-3133-1712-5. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Alexander K. McClure, Colonel Alexander K. McClure's recollections of Half a Century (1902) p 115 online
- ↑ Reeves 1975، ص. 423.
- ↑ Feldman، ص. 95.
- ↑ Reeves 1975، صص. 275–276.
- ↑ Reeves 1975، صص. 252–253, 268–269.
- ↑ The New York Times 1881.
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ Reeves 1975، صص. 416–418.
- ↑ Reeves 1975، صص. 412–414.
- ↑ The New York Times 1894.
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1886م وفاتونه
- 18 نومبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P1545
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- د خاصيت کارولو پاڼې P580
- د خاصيت کارولو پاڼې P582
- د خاصيت کارولو پاڼې P1365
- د خاصيت کارولو پاڼې P1366
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P607
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره