چارلز ګېتس داوس
| چارلز ګېتس داوس | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۲۷ اگست ۱۸۶۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] |
| مړینه | 23 اپريل 1951 (86 کاله)[۱][۱۴][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] |
| تابعیت | |
| ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال [۱۵]، ډیپلوماټ ، پيانو وهونکی ، ليکوال ، بانکوال ، قانونپوه ، خبريال [۱۶] |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲][۱۷] |
| د کړنې څانګه | سياست [۱۸] |
| پوځي خدمت | |
| جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
| لاسليک | |
| سمول |
|
چارلز ګېتس داوس (د ۱۸۶۵ ز کال د اګست له ۲۷ نه د ۱۹۵۱ ز کال د اپریل تر ۲۳ مې پورې) یو امریکایی بانکوال، جنرال، ډیپلومات، کمپوزر او جمهوري غوښتونکی سیاستوال و چې د ۱۹۲۵ ز کال نه تر ۱۹۲۸ ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د دېرشم مرستیال ولسمشر په توګه خدمت وکړ. په داوس پلان کې د نوموړي کار چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د غرامت لپاره طرح شو، نوموړی په ۱۹۲۵ ز کال کې د نوبل د سولې د جایزې یو ترلاسه کوونکی و.
داوس چې د اوهایو په ماریتا کې زېږیدلی، د سنسناتي حقوقو په پوهنځي کې یې زده کړې وکړې او د نبراسکا په لینکن کې یې حقوقي کار پیل کړ. نوموړي د ګاز فابریکې د اجرائیوي مشر په په توګه له کار وروسته، په اېلینویز کې د وېلیم مک کینلي د ۱۸۹۶ ز کال ولسمشرۍ کمپاین پر مخ یووړ. مک کینلي له ټاکنو وروسته داوس په خزانه کې د اسعارو د کنټرول د برخې د مشر په توګه وټاکه. هغه تر ۱۹۰۱ز کال پورې په دې چوکۍ کې پاتې شو، مخکې له دې چې د اېلینویز سنټرال ټرسټ کمپنۍ بنسټ کېږدي. داوس د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د امریکایی عزامي ځواکونو د تدارکاتو د بورد رئیس و. ولسمشر وارین په ۱۹۲۱ ز کال کې جی هارډینګ داوس د بودیجې د ادارې د عمومي رئیس په توګه وګوماره. داوس د متحدینو د غرامت په کمیسیون کې دنده ترسره کوله، چې په دې ځای کې هغه د جرمني له تپېدونکي اقتصاد سره د مرستې لپاره د داوس پلان ترتیب کړ، که څه هم په پای کې د یانګ پلان د هغه پرځای پلی شو.
د ۱۹۲۴ ز کال د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون پرته له کوم مخالفت نه ولسمشر کالوین کولج نوماند کړ. وروسته له هغه چې د اېلینویز پخواني والي فرانک لوډن د مرستیال ولسمشر نوماندي رد کړه، کنوانسیون داوس د کولیج د جوړې په توګه غوره کړ. د ۱۹۲۴ ز کال ولسمشریزې ټاکنې د جمهوري غوښتونکو ټکټ وګټلې او داوس په ۱۹۲۵ ز کال کې د مرستیال ولسمشر په توګه لوړه وکړه. داوس مرسته وکړه چې، د مکناري-هاوګن د کروندې د مرستې لایحه په کانګرس کې تصویب کړي، خو ولسمشر کولیج ویټو کړه. د ۱۹۲۸ ز کال د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې داوس د نوماندۍ لپاره نوماند و، خو له داوس سره د کولج مخالفت د دې لامل شو چې پرځای یې چارلز کورټیس نوماند شي. ولسمشر هربرټ هوور په ۱۹۲۹ز کال کې داوس په انګلستان کې د سفیر په توګه وټاکه. په لنډه مهاله توګه، داوس د بیارغونې مالي شرکت مشري وکړه، چې د ستر ناورین پر وړاندې یې د حکومت ګامونه تنظیمول. په ۱۹۳۲ ز کال کې هغه له دې چوکۍ استعفا ورکړه او د بانکوالۍ ته راستون شو او په ۱۹۵۱ ز کال کې یې د زړه د اکلیلي شریان د بندښت له امله له نړۍ سترګې پتې کړې.
د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ
[سمول]داوس د اوهایو په ماریټا کې د واشنګټن په ناحیه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړی د کورنۍ جګړې د جنرال روفس داوس او د هغه د مېرمنې ماري بیمن ګېتس زوی و. د امریکا د کورنۍ جګړې په ترڅ کې روفس د ۱۸۶۳ ز کال نه تر ۱۸۶۴ ز کال پورې د اوسپنیز غونډ د ویسکانسن کنډک قوماندان و. د نوموړي تره افرایم سي داوس چې د روفس کشر ورور و، یو جګړن و چې د شیلو او ویکسبرګ په جګړو کې یې د اولیسس ایس ګرنټ تر مشرۍ لاندې دنده ترسره کړه او د ۱۸۶۴ ز کال د مې په میاشت کې د ډالاس په جورجیس جګړه کې سخت ټپي شو.[۱۹][۲۰]
روفس سي داوس، بیمن ګېتس داوس او هینري مې داوس، د داوس وروڼه وو چې ټول نامتو سوداګر او سیاستوال وو. هغه د ماري فرانسیس داوس بیچ او بېټسي ګېتس داوس هویت په نومونو دوه خویندې درلودې. [۲۱]
داوس د اډوارډ ډوټي، چې د می فلاور یو کډوال و او ویلیم داوس، چې د پاول ریور سره راغی، ترڅو د امریکا د انقلاب په پیل کې د بریتانوي پوځ د پرمختګ په اړه امریکایي استعمارګرو ته خبرداری ورکړي، له نسبت نه و.
داوس له کارو بلیمیر سره د ۱۸۸۹ ز کال د جنوري په ۲۴ مه نېټه واده وکړ. دوی د روفس فیرینګ (۱۸۹۰ – ۱۹۱۲ز ) په نامه یو زوی او د کارولین په نامه یوه لور درلوده. دوی وروسته د دانا او ورجینیا په نومونو دوه ماشومان د اولاد په توګه و نیول. [۲۲][۲۳]
زده کړې
[سمول]نوموړی په ۱۸۸۴ ز کال کې د ماریتا له کالج نه فارغ شو او په ۱۸۸۶ ز کال کې د سنسناتي د حقوقو له پوهنځي نه فارغ شو. نوموړی د دلتا اپسیلون د ورورۍ د ټولنې غړی و. [۲۴][۲۵]
لومړنۍ سوادګریزه تجربه
[سمول]داوس په نبراسکا کې د وکالت کار پیل کړ او له ۱۸۸۷ ز کال نه تر ۱۸۹۴ ز کال پورې یې د نبراسکا په لنکن کې کار وکړ. کله چې بریدمن جان پرشینګ، چې وروسته جنرال شو، د نبراسکا په پوهنتون کې د نظامي ښوونکي په توګه وټاکل شو. په داسې حال کې چې د حقوقو په پوهنځي کې یې زده کړې کولې، له داوس سره یې ولیدل او د تل لپاره ملګري شول. داوس د کانګرس د دیموکرات غړي ویلیم جینینګ براین سره هم آشنا شو. دواړه د وړیا سپینو زرو د اقتصادي سیاستونو په اړه د اختلاف تر څنګ، ملګري شول.[۲۶][۲۷][۲۸]
د ۱۸۹۳ ز کال د ډار (اقتصادي ناورین) پر مهال، داوس له لنکن نه شیکاګو ته کډه شو. نوموړي په ۱۸۹۴ ز کال کې د منځني لوېدیځ د ګاز په زیاتره فابریکو کې ونډې لرلې. هغه د ویسکانسن په لاګروس کې د لاکراس ګاز لایټ شرکت او د اېلینوز په ایونسټون کې د شمال لویدیز ګاز لایټ او کوک شرکت رئیس شو.[۲۷][۲۸]
له موسیقي سره لېوالتیا
[سمول]داوس له ځانه سره پیانو او کمپوز زده کړی و. د Melody in A Major تر نامه لاندې د هغه کمپوز په ۱۹۱۲ ز کال کې د پیانو او وایلن یوه مشهوره سندره شوه. په ۱۹۲۱ ز کال کې ماري اډوارډز د دې کار مشهور مراسم برابر کړل. په ۱۹۲۱ ز کال کې، دا سندره د اډولف جی هوفمن له خوا د یوه کوچني آرکسټر لپاره په پام کې نیول شوې وه. Melody in A Major په زیاتره رسمي مراسمو کې چې داوس په کې برخه اخیسته، غږول کېده. [۲۹][۳۰][۳۱]
کارل سیګمن په ۱۹۵۱ ز کال کې، Melody in A Major ته شعر اضافه کړی او It's All in the Game تر نامه لاندې سندره یې منځ ته راوړه. د It's All in the Game د ټامي اډوارډز ثبت په ۱۹۵۸ ز کال کې د شپږو اونیو په ترڅ د امریکایی بلبورډ هاټ د سندرو د ریکارډ په جدول کې لومړی نمبر وه. د اډوارډز د ثبت په هغه کال کې د انګلستان په جدول کې هم لومړی نمبر شوه. [۳۲][۳۳][۳۴]
له هغه وخت وروسته، دا کمپوز د پاپ معیار شو. زیاتره هنرمندانو ، کله کلف ریچارډ، د فور ټاپس، اساک هیس، جیکي ډی شنون، وان موریسن، نیټ "کینګ" کول ، بروک بینټن، ایلټن جان، میل کارټر، ډوني او ماری آسمونډ، بیري مانیل او کیت جارټ د دې نورې نسخې ثبت کړې.
داوس یوازینی مرستیال ولسمشر دی چې د لومړۍ درجې پاپ د نشر ویاړ لري. داوس او سوني بونو یوازیني کسان دي چې د لومړۍ درجې پاپ د نشر ویاړ لري چې د متحده ایالاتو د سنا د مجلس یا د استازو د مجلس غړي هم وو. داوس او باب ډیلان (د لیکوال په توګه) یوازینی کسان دي، چې د لومړۍ درجې پاپ د نشر ویاړ لري چې د نوبل جایزه یې هم ګټلې ده.[۳۵]
داوس د فای مو الفا سینفونیا ټولنې غړی ورور هم و. [۳۶]
لومړني سیاسي تجربه
[سمول]په سوداګرۍ کې د داوس مهمو پوستونو د جمهوري غوښتونکي ګوند د مشرانو پام ځانته راواړوه. دوی له دواس نه وغوښتل چې په ۱۹۸۶ ز کال کې په اېلینویز د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو په ترڅ کې د ویلیم مک کینلي هلې ځلې پر مخ یوسي. مک کینلي له بریا وروسته، داوس د امریکا په خزانه کې د اسعارو د کنټرول د برخې د رئیس په توګه وټاکه. نوموړي په دې چوکۍ کې له ۱۸۹۸ ز کال نه تر ۱۹۰۱ ز کال پورې خدمت وکړ. اول یې له بانکونو نه له ۲۵ ملیونو ډالرو نه ډېر راټول کړل چې د ۱۸۹۳ ز کال د ناورین په اوږدو کې پاتې راغلي وو او د بانکدارۍ کړنلارې یې هم اصلاح کړې، چې د بل ناورین مخه و نیسي. [۳۷]
داوس د ۱۹۰۱ ز کال د اکتوبر په میاشت کې د خزانې اداره پرېښوده، چې د اېلینویز په استازیتوب د متحده ایالاتو د سنا چوکۍ ته سیالۍ ته را ودانګي. هغه فکر کاوه چې د مک کینلي د ادارې په مرسته کولای شي، دا ټاکنې وګټي. مک کینلي ووژل شو او د هغه ځای ناستي ولسمشر تیوډور روزویلټ د داوس مخالفت غوره کړ. مقننه برخې ته له ناکامې هڅې وروسته، داوس په ۱۹۰۲ ز کال کې اعلان وکړ چې هغه له سیاست سره مخه ښه کوي. نوموړي د اېلینویز سنټرل ټرسټ شرکت بنسټ کېښود، چې په دې ځای کې، هغه تر ۱۹۲۱ ز کال پورې د رئیس په توګه دنده پر مخ یووړه. [۳۸]
د ۱۹۱۲ ز کال د سپتمبر په ۵ نېټه، د داوس ۲۱ کلن زوی روفس، کله چې له پرنسټن پوهنتون نه د اوړي په رخصتۍ کې و، د جینوا په جهيل کې ډوب شو. نوموړي د خپل زوی په یاد کې، په شیکاګو او بوسټن کې بې کوره کسانو لپاره سرپناه جوړه کړه او د خپل زوی د زده کړې په ځای کې، د نیو جرسي په لارنسویل کې د لارنسویل په ښوونځي کې د لیلیې د ودانولو مالي چاري په غاړه واخیستې. [۳۹][۴۰][۴۱]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 12348720X — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb14838379r — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6k36gkt — سکالو پېژند: Charles G. Dawes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/264 — سکالو پېژند: Charles Gates Dawes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ سکالو پېژند: Charles Gates Dawes — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Dawes,_Charles_Gates — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ سکالو پېژند: Charles Gates Dawes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Dawes, Charles Gates (27 August 1865–23 April 1951), banker and vice president of the United States — خپور کړی: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0600144
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/dawes-charles-gates — سکالو پېژند: Charles Gates Dawes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0021652.xml — سکالو پېژند: Charles Gates Dawes — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=dawesc — سکالو پېژند: Charles G. Dawes
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=charles+g.;n=dawes — سکالو پېژند: Charles G. Dawes
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/16978 — سکالو پېژند: Charles Gates Dawes — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=14052 — سکالو پېژند: Charles Gates Dawes — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000004008 — سکالو پېژند: Charles Gates Dawes — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ پیوستون : 12348720X — خپرېدونېټه: ۲۷ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Дауэс Чарлз Гейтс — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ پیوستون : 12348720X — خپرېدونېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk2015857534 — خپرېدونېټه: ۱۶ ډېسمبر ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk2015857534 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=uk2015857534 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
- ↑ Dunlap, Annette B. (2016). Charles Gates Dawes: a Life. Northwestern University Press and the Evanston History Center. p. 12. ISBN 9780810134195.
- ↑ Magnusen, Steve - cite book title: To My Best Girl, 2020, GoToPublish.
- ↑ Gates Dawes Ancestral Lines
- ↑ "The religion of Charles G. Dawes, U.S. Vice-President". www.adherents.com. له اصلي څخه خوندي شوی په February 15, 2006. ترلاسهکېدو نېټه 2018-06-07.
{{cite web}}: CS1 maint: unfit URL (link) - ↑ Davis, Jr., Henry Blaine (1998). Generals in Khaki. Raleigh, NC: Pentland Press, Inc. p. 103. ISBN 1571970886.
- ↑ Dunlap, Annette B. Charles Gates Dawes: a Life. p. 17.
- ↑ Dunlap, Annette B. Charles Gates Dawes: a Life. p. 18.
- ↑ Dunlap, Annette B. Charles Gates Dawes: a Life. pp. 20–38.
- ↑ ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Dunlap, Annette B. Charles Gates Dawes: a Life. pp. 24–25.
- ↑ ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ "Charles G. Dawes, 30th Vice President (1925–1929)". US Senate. خوندي شوی له the original on نومبر 6, 2014. ترلاسهکېدو نېټه فېبروري 2, 2017.
- ↑ Dawes, Charles Gates. Melody [in A major] for violin with piano acc. Chicago: Gamble Hinged Music, 1912. کينډۍ:OCLC
- ↑ Dawes, Charles Gates, and Marie Edwards. Melody. Chicago, Ill: Gamble Hinged Music Co, 1921. کينډۍ:OCLC
- ↑ Dawes, Charles Gates, and Adolf G. Hoffmann. Melody, small orchestra. Chicago: Gamble Hinged Music Co, 1921. کينډۍ:OCLC
- ↑ "Archived copy". خوندي شوی له the original on جولای 26, 2015. ترلاسهکېدو نېټه جنوري 26, 2017.
{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ Joel Whitburn, The Billboard Book of Top 40 Hits, revised and enlarged 6th edition (New York: Billboard Publications, 1996), 201.
- ↑ (Hatfield 1997: 360)
- ↑ Whitburn, Joel (2004). Top R&B/Hip-Hop Singles: 1942–2004. Record Research. p. 539.
- ↑ "The Vice President Who Wrote a Hit Song". August 16, 2011.
- ↑ Davis, Jr., Henry Blaine (1998). Generals in Khaki. Pentland Press, Inc. p. 81. ISBN 1571970886. کينډۍ:OCLC
- ↑ (Waller 1998: 274)
- ↑ "Charles Gates Dawes Timeline – Evanston History Center". ترلاسهکېدو نېټه 2022-02-19.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "Let's Talk It Over". The National Magazine. 46 (September): 905. 1917. ترلاسهکېدو نېټه 26 January 2017.
- ↑ DAWES HOUSE DEDICATED.; Lawrenceville School Building Partly Financed by Ambassador. Accessed April 6, 2020.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1951ز مړينې
- 23 اپريل مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- CS1 maint: unfit URL
- CS1 maint: archived copy as title
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه

