چارلز سامنر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چارلز سامنر
(انګلیسي: Charles Sumner د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلز سامنر
چارلز سامنر

د شخص معلومات
پيدايښت ۶ جنوري ۱۸۱۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 11 مارچ 1874 (63 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال
ليکوال [۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
چارلز سامنر
چارلز سامنر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

چارلز سامنر (د ۱۸۱۱ز کال، د جنورۍ ۶مه – د ۱۸۷۴ ز کال د مارچ ۱۱مه) یو امریکایی سیاستوال او د متحدو ایالتونو په سنا( مشرانو جرګه) کې د ماساچوسټ ایالت سناتور و. سامنر د یوه لوستي حقوق‌پوه او پیاوړي ویناوال په توګه د غلامۍ ضد ځواکونو مشر او د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې د متحدو ایالتونو په مشرانو جرګه کې د راډیکالو جمهوري‌غوښتونکو رهبر و. سامنر د بیارغونې په جریان کې د پخوانیو کنفدراسیونونو د واک راکمولو او ټولو آزادو شویو اشخاصو د برابرو حقونو د تضمین لپاره مبارزه وکړه. له ولسمشر «اولیس ګرانټ» سره یې د «سانټو ډومینګو» د کنټرول پر سر اختلاف راغی ،چې له همدې امله یې په سنا کې واک له لاسه ورکړ او پرله‌پسې هڅو یې، د «ګرانټ» د بیا ټاکل کېدو مخه ډپ کړه.

سامنر څو څو ځله خپل سیاسي ګوند بدل کړ، ځکه چې په ۱۸۳۰مو ز کلونو او ۱۸۴۰مو ز کلونو کې د غلامۍ ضد ائتلافونه ډېر شول، وپرځېدل او په پای کې په ۱۸۵۰مه ز لسیزه کې د جمهوري‌غوښتونکي ګوند په توګه راټول شول، دا هغه تړاو و چې سامنر یې ډېر مشهور کړ. ده خپله ډېره انرژي پر فدرال دولت د هغو سویلي غلام‌لرونکو د نفوذ ختمولو ته وقف کړه چې د غلامۍ د پراختیا په لټه کې وو. د ۱۸۵۶ ز کال د مې میاشتې په ۲۲مه نېټه، د سویلي کارولینا ډیموکراټ استازي «پرسټون بروکس» د سنا په منځ کې سامنر په لکړه د مرګ تر حده وواهه. علت دا و چې سامنر «د کانزاس پر وړاندې جنایت» په نامه د غلامۍ ضد وینا وکړه. په دې وینا کې یې د دغه سناتور خپلوان او د سويلي کارولینا استازی «انډو باټلر» د غلامۍ دلال وباله، د باټلر پر خبرو یې ملنډې ووهلې او نور داسې شخصي سپکاوی یې ورته وکړ چې د باټلر اخلاق، ځیرکي او وطن‌دوستي یې په کې سپکه کړه. دغه پېښه چې په پراخه کچه رسنیزه شوې وه، له امله یې سامنر کلک ټپي شو او د دواړو د مشهورېدو لامل هم شوه. سامنر څو کاله وروسته بیا سنا ته را وګرځېد. ماساچوسټ ایالت نه یوازې دا چې د سامنر ځای په بل چا ډک نه‌کړ، بلکې بیاځلي یې انتخاب کړ او د ده مېز یې په سنا کې د دغې پېښې د یادګار په توګه خالي پرېښود. دغې پېښې د هېواد په قطبي کېدو کې پوره مرسته وکړه، چې پایله یې کورنۍ جګړه وه.[۸][۹]

د ژوند لومړي وختونه، زده‌کړې او حقوقي مخینه[سمول]

سامنر د ۱۸۱۱ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۶مه نېټه په بوسټون ښار کې وزېږېد. پلار یې «چارلز پینکني سامنر» نومېده، چې لېبرال وکیل و، په هاروارډ کې یې زده‌کړې کړې وې، د ګډ توکمو ښوونځیو لومړنی پلوی و او په ۱۹مه پېړۍ کې یې له هغو قوانینو سره کلک مخالفت وکړ ،چې د بېلو یا جلا توکمونو تر منځ د واده ضد وو. [۱۰][۱۱]

د سامنر پلار له غلامۍ نه کرکه لرله او سامنر ته یې وویل چې: د غلامانو آزادول «موږ ته هېڅ ګټه نه‌لري»، یوازې دا چې ټولنه له دوی سره برابر چلند وکړي. سامنر په بوسټون کې د نفوذ لرونکي توحیدپالي راهب«ویلیم الري چانینګ» نږدې ملګری و. چانینګ په دې باور و چې انسانان د خپل ځان د ښه کولو لپاره بې‌حده ډېر ځواک لري. په دغه استدلال سره دې پایلې ته ورسېد چې، چاپېریال د اشخاصو په جوړولو کې ډېر مهم رول لري. د داسې یوې ټولنې په جوړولو سره چې هلته پوهه، دین او فضلیت لومړیتوب وي، تر ټولو بې‌چاره خلک هم د ځواک او ښکلا پر نه منونکو بېلګو بدلېدلی شي. دی په دې باور و چې اخلاقي قانون د دولتونو لپاره همدومره مهم دی، لکه د افرادو لپاره چې مهم دی او هغه قانوني بنسټونه ډېر بد دي چې د افرادو وړتیاوې ودې ته نه پرېږدي؛ لکه توکمیز چلند او غلامي.[۱۲][۱۳]

کله چې د سامنر پلار د ښار حاکم شو او عاید یې لوړ شو، د خپلو بچیانو لپاره د لوړو زده‌کړو د لګښتونو پر برابرولو بریالی شو. چارلز سامنر په «بوسټون لاټین ښوونځي» کې زده‌کړې وکړې او دا هغه ځای و چې «رابرټ چارلز وینټروپ»،«جېمز فریمن کلارک»،«ساموېل فرانسېس سمېت» او «ونډل فیلیپس» یې په کې تر ټولو نږدې ملګري شول. سامنر په هاروارډ کالج کې تحصیلات وکړل، په «هالیس هال» کې یې ژوند کاوه او د «پورسلین کلب» غړی و. په ۱۸۳۰ ز کال کې تر فارغېدو وروسته د هاروارډ د حقوقو پوهنځي ته ورغی، هلته د «جوزف سټوري» له لارښوونو نه برخمن شو او د حقوقو د نظري علومو لوستلو ته یې لېوالتیا پیدا شوه.[۱۲][۱۴]

د سناتور په توګه خدمت[سمول]

د امریکا تر کورنۍ جګړې وړاندې کاري مخینه[سمول]

سامنر د ۱۸۵۱ ز کال په وروستیو کې د یوه «فري سویل ډیموکراټ» په توګه د سنا جرګې پر چوکۍ کېناست. په لومړیو څو ناستو کې یې د خپلو لانجمنو موخو په اړه هېڅ ونه ویل. د ۱۸۵۲ ز کال د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه یې خپله لومړنۍ مهمه وینا واوروله. ښاغلي سامنر په دې وینا کې «د تښتېدلي غلام د ۱۸۵۰ ز کال قانون» تر نیوکو لاندې ونیو. تر وینا وروسته یې د «الاباما»  په نامه یوه سناتور ته وویل: "د لېوني احساسات کله ناکله خطرناک وي، خو د کوچني سپي غپېدو کوم زیان نه درلود." سامنر له غلامۍ سره د مخالفت له امله په سنا مجلس کې ډېر کم ملګري لرل.[۱۵][۱۶]

که څه هم د دواړو اصلي ګوندونو کنوانسیونونو د ۱۸۵۰ ز کال د روغې جوړې هره ماده تایید کړې وه چې د تښتېدلي غلام قانون هم په کې شامل و، خو سامنر د دغه قانون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. دغه قانون سامنر څه باندې درې ساعته د اساسي قانون د نقضولو، عمومي وجدان او الهي قانون ته د سپکاوي په توګه وغانده.[۱۷]

مړینه[سمول]

چارلز سامنر چې له ډېرې مودې راهیسې ناروغ و، په سنا مجلس کې تر کابو ۲۳ کاله خدمت وروسته د ۱۸۷۴ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۱مه نېټه د ۶۳ کلونو په عمر په خپل کور کې د زړه د حملې له امله مړ شو. د سامنر له مړي سره د مخه ښې او درناوي مراسم ترسره شول، دویم سناتور (لومړی سناتور په ۱۸۵۲ ز کال کې «هنري کلي» و) او څلورم کس و چې دغه ویاړ ورکړل شو. د مارچ په ۱۶مه نېټه یې د «ماساچوسټ» ایالت په «مونټ ابرن» هدیره کې د تدفین مراسم ترسره شول، چې «هنري واډسورت لانګفلو»، «الیور ونډل هولمز»، «رالف والډو امرسون» او «جان ګرین‌وېلف ویټیر» هم ګډون په کې کړی و. [۱۸][۱۹][۲۰]

واده[سمول]

سامنر د خپل ژوند ډېره برخه په مجردۍ کې تېره کړې ده. په ۱۸۶۶ ز کال کې یې له «الیس میسون هوپر» سره خپله مینه څرګنده کړه او د همدغه کال په اکتوبر میاشت کې یې واده وکړ. د دوی دواړو واده نېکمرغه نه و. سامنر د خپلې مېرمنې له طبیعت سره جوړ نه و، ځکه ډېره تندخویه وه. د همدغه کال په ژمي کې «الیس» له پړوسي دیپلومات «فرډریش فون هلشټاین» سره عمومي محفلونو ته تګ پیل کړ. دغه کار په واشنګټن کې د بېلابېلو اوازو د خپرېدو لامل شو او «الیس» له «هلشټاین» سره لیدنې بس کړې. کله چې په ۱۸۶۷ ز کال کې «هلشټاین» بېرته «پروس» ته وبلل شو، سامنر د خپلې مېرمنې «الیس» له‌خوا د دغه اقدام په طرحه کولو تورن شو، خو سامنر هېڅکله دا تور ونه‌مانه. دوی دواړه د بل کال په سپټمبر میاشت کې سره جلا شول. دښمنانو یې دغه اړیکه د «سامنر» د نارینتوب پر خلاف وکاروله او «لوی جنسي کمزوری» یې وباله. دغه حالت سامنر ډېر خواشینی کړ. سامنر د ۱۸۷۳ ز کال د مې میاشتې په ۱۰مه نېټه د بې‌وفایۍ په دلیل توافقي طلاق واخیست.[۲۱][۲۲][۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118951432  — د نشر نېټه: ۵ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Charles-Sumner — subject named as: Charles Sumner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6x34xv4 — subject named as: Charles Sumner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1005 — subject named as: Charles Sumner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/3485869 — subject named as: Charles Sumner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/sumner-charles — subject named as: Charles Sumner — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  8. Taylor, Anne-Marie (2001). Young Charles Sumner and the Legacy of the American Enlightenment, 1811–1851. University of Massachusetts Press. د کتاب پاڼې 266. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1558493001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Judith N. McArthur; Orville Vernon Burton (1996). "A Gentleman and an Officer": A Military and Social History of James B. Griffin's Civil War. Oxford U.P. د کتاب پاڼې 40. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195357660. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Charles Sumner." Dictionary of American Biography Base Set. American Council of Learned Societies, 1928–1936. Farmington Hills, MI: Gale, 2009. available online
  11. Tate, Thomas K. (September 17, 2013). General Edwin Vose Sumner, USA: A Civil War Biography. Jefferson, NC: McFarland & Co. د کتاب پاڼي 10, 16–17, 20, 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-7258-1 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Donald, David Herbert (2009). Charles Sumner and the Coming of the Civil War. Naperville, IL: Sourcebooks, Inc. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4022-2719-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. George Henry Haynes, Charles Sumner (G.W. Jacobs & Company, 1909), pg. 21
  14. Chisholm 1911، ص. 81.
  15. Charles Sumner, Freedom National; Slavery Sectional: Speech of Hon. Charles Sumner… (Boston: Ticknor, Reed and Fields, 1852), available online, accessed June 24, 2011
  16. Donald, David Herbert (2009). Charles Sumner and the Coming of the Civil War. Naperville, IL: Sourcebooks, Inc. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4022-2719-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Chisholm 1911، ص. 82.
  18. "Lying in State or in Honor". US Architect of the Capitol (AOC). د لاسرسي‌نېټه September 1, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Puleo, 186–89
  20. Kennedy, John (1956). Profiles in Courage. HarperCollins. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-095544-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. New York Times: Hon. Charles Sumner Obtains a Decree of Divorce, May 11, 1873, accessed June 22, 2011
  22. Donald, 2:571
  23. Donald, 2:293