چارلز دوک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چارلز دوک
(انګلیسي: Charlie Duke د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلز دوک
چارلز دوک

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Charles M. Duke د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۳ اکتوبر ۱۹۳۵[۱]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک تشیالیونی [۲]
الوتګر
سوداگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی ناسا   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

چارلز ماس دوک جونیور (زوکړه: د ۱۹۵۳ زکال د اکتوبر ۳مه) پخوانی امریکايي ستورمزلی، د متحده ایالاتو د هوايي ځواک (USAF) افسر او ازمایښت کوونکی پیلوټ دی. په ۱۹۷۲ زکال کې د سپوږمۍ په سطحه د راکوزېدونکي آپولو ۱۶ فضایي سپوږمکۍ د پیلوټ په توګه لسم کس او تر ټولو ځوان لومړنی کس و چې د ۳۶ کاله او ۲۰۱ ورځو عمر په لرلو د سپوږمۍ په سطح وګرځېد.

نوموړی وروسته له هغه چې په ۱۹۵۷ زکال کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له اکاډمۍ فارغ شو د متحده ایالاتو له هوايي ځواک سره مل شو. هغه د الوتنې پرمختللې زده کړې د جورجیا په موډي هوايي اډه کې د اف – ۸۶ سابر الوتکې په الوزولو سره ترلاسه کړې او له دغه ځایه په عالي درجه فارغ شو. د دغو زده کړو له بشپړولو وروسته دوک د دریو کلونو لپاره په لویدیځ جرمني کې د رامشتاین هوايي اډې د ۵۲۶ ښکاري او لار نیونکي هوايي واحد د جنګي پیلوټ په توګه خدمت وکړ. د ۱۹۶۵ زکال په سپټمبر میاشت کې د فضايي خدمتونو د پیلوټۍ له څېړنیز ښوونځي (Aerospace Research Pilot School) څخه له فارغېدو وروسته نوموړي د اف – ۱۰۱ ووډو، اف – ۱۰۴ سټارفایټر او ټي – ۳۳ شوټېنګ سټار الوتکو د الوتنې او کنټرول په برخه کې تدریس ته دوام ورکړ.

د ۱۹۶۶ زکال په اپرېل میاشت کې دوک یو له هغو ۱۹ کسانو څخه و چې د ناسا سازمان د ستورمزلو د پنځمې ډلې لپاره وټاکل شو. په ۱۹۶۹ زکال کې نوموړی د آپولو ۱۰ ستورمزلي د ملاتړیزې خدمې یو له غړو څخه و. نوموړي د سپوږمۍ په سطحه باندې د لومړۍ راکوزېدونکې اپولو ۱۱ سپوږمکۍ د پرواز د کنټرول کوونکي په توګه خدمت وکړ.

دوک د سپوږمۍ په سطحه باندې د راکوزېدونکې اپولو ۱۳ سپوږمکۍ پیلوټ و. له دغه ماموریت لږ وړاندې هغه ته د سرخکانو (جرمني سرخکانو) ناروغي د هغه د یوه ملګري له زوی څخه سرایت کړی و او په ناپامۍ سره یې د دغه ماموریت اصلي خدمه هم د دغې بیمارۍ له ګواښ سره مخ کړه. له دې امله چې کن مټینګلي د دغې ناروغۍ پر وړاندې طبیعي وقایه نه لرله، د هغه پر ځای جک سویګرت د دغې سپوږمکۍ د قومانده ورکوونکي پیلوټ په توګه وګمارل شو. مټینګلي د اپولو ۱۶ ماموریت د قومانده ورکوونکي پیلوټ په توګه له دغه ماموریت استعفا ورکړه. په دغه ماموریت کې دوک او جان یانګ په دکارت لوړو کې راکښته شول او درې ځله یې له خپلې سپوږمکۍ څخه بهر ته د وتلو فعالیت (extravehicular activities) ترسره کړ. نوموړي همدارنګه د اپولو ۱۷ د ریزرف قومانده ورکوونکي پیلوټ په توګه خدمت وکړ. دوک د ۱۹۷۶ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه له ناسا څخه استعفا ورکړه.

له ناسا څخه د تقاعد اخیستو وروسته، دوک د هوايي ریزرف ځواکونو قوماندانۍ ته ولاړ او د ځواکونو په بسیج کولو کې یې د قوماندان د همکار، د هوايي ځواک د بنسټیزو روزنو په مرکز کې د لارښود او د هوايي ځواک د استخدام د برخې د مشر په توګه خدمت وکړ. نوموړی په ۱۹۷۸ زکال کې د وسله والو ځواکونو له صنعتي پوهنتون څخه فارغ، په ۱۹۷۹ زکال کې یې د برید جنرالۍ رتبه ترلاسه او د ۱۹۸۶ زکال په جون میاشت کې له پوځ څخه تقاعد شو. نوموړی ۴۱۴۷ ساعته پروازي خدمت لري چې ۳۶۳۲ ساعته یې د جټ الوتکو الوتنو او د سپوږمۍ په سطحه باندې د ۲۱ ساعته او ۳۸ دقیقو پاتې کېدو په ګډون یې ۲۶۵ پروازي ساعتونه ستور مزلو ته اړوند دي.

دوک د تکزاس په نیوبراونفلز کې اوسېږي او په ۲۰۲۰ زکال کې د تکزاس غوره اوسېدونکی وبلل شو. نوموړی اوس مهال د ستورمزلو یا فضا نوردانو د تحصیلي سکالرشېپونو د بنسټ په مدیره پلاوي کې غړیتوب لري او له دې وړاندې یې د دوه کلونو لپاره د همدغه پلاوي د مشر په توګه خدمت کړی. نوموړی د ناسا د فیلمونو او سپوږمۍ ته د خپل اپولو ماموریت څخه د شخصي کیسو له امله د انګېزه پارونکي ویناوال په توګه شهرت موندلی. نوموړی بیاځلي زېږېدلی عیسوي دی او له خپلې مېرمنې سره یوځای خپلو مخاطبینو ته د خپلو باورونو او د هغوی په واده باندې د هغو د اغېز اړوند ویناوې کوي.

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

چارلز ماس دوک جونیور د ۱۹۳۵ زکال د اکتوبر په ۳مه د شمالي کارولینا په شارولت کې وزېږېد، نوموړی د بیمې د پلورونکي چارلز ماس دوک او د هغه د مېرمنې ویلي کاترین زوی دی چې کورنی نوم یې واټرز و او د بېسټ اېنډ کو د کالیو د شرکت د پېرودونکې په توګه یې دنده لرله. د هغه له زېږون شپږ دقیقې وروسته د هغه غبرګلونی ورور ویلیام واټرز (بېل) دوک پیدا شو. په مورنیو اجدادو کې یې ډګرمن فیلمون واټرز شامل دی چې د امریکا په انقلابي جګړه کې جنګېدلی. [۳][۴][۵][۴]

د ۱۹۴۱ زکال د ډسمبر په اوومه په پرل هاربر باندې د جاپان له برید وروسته چې له امله یې د امریکا متحده ایالات په دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل شول، پلار یې په داوطلبانه توګه له سمندریز ځواک سره مل شو او په کالیفورنیا کې د نارت ایسلنډ د سمندري ځواک هوايي اډې ته ولېږل شو. د دوی کورنۍ کالیفورنیا ته کډه وکړه څو له خپل پلار سره یوځای ژوند وکړي، خو له یو کال وروسته پلار یې آرام سمندر ته ولېږل شو او ویلي خپل ماشومان د سویلي کارولینا جانسټون ته له ځان سره یووړل؛ چېرې چې د هغې مور ژوند کاوه. د دوی پلار په ۱۹۴۴ زکال کې له سویلي فاسفیک څخه راوګرځېد او د سمندري ځواک په ډایټونا بیچ هوايي اډه کې وګمارل شو، همدا و چې د دوی کورنۍ هلته کډه وکړه. په ۱۹۴۶ زکال کې وروسته له هغه چې جګړه پای ته ورسېده دوی د سویلي کارولینا په لنکستر کې استوګن شول، چېرې چې د نوموړي پلار بیمه پلورله او مور یې هم د جامو یوه هټۍ لرله. د الیزابت (بټسي) په نامه د هغه یوه خور په ۱۹۴۹ زکال کې وزېږېده. [۵][۶][۷]

په ماشومتوب کې دوک او ورور یې بېل د الوتکې یو موډل (شکل) جوړ کړ. د هغه په زړه کې مادر زادي ستونزه لامل وګرځېده بیل سخت ورزش ته شا کړي او بالاخره یې نوموړي ته انګېزه ورکړه څو طبابت ته موخه کړي، خو له دې سره ګلف هغه لوبه وه چې بیا یې هم له هغو خوند اخیست. دوک د امریکايي ځوانانو په سازمان کې مخکښ غړی و او په ۱۹۴۶ زکال کې یې د ایګل سکاټ (مخکښ باز) درجه خپله کړه. نوموړي د لنکستر په عالي لیسه کې زده کړې وکړې. دوک پرېکړه وکړه چې پوځي مسلک غوره کړي. له دې امله چې پلار یې په سمندریز پوځ کې خدمت کړی و؛ وه یې غوښتل د مریلنډ په اناپولیس کې د متحده ایالاتو د هوايي ځواک اکاډمۍ ته ولاړ شي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

په لومړي ګام کې دوک د خپلې سیمې د کانګرس غړي جیمز پي. ریچارډز ته ورغی چې په لنکستر کې یې ژوند کاوه. ریچارډ وویل چې دی به خوشاله شي چې دوک د یو سیمه ئیز ځوان په توګه پوځ ته نوماند کړي. ریچارډ دوک ته مشوره ورکړه چې پوځ ته د ده له خوا له نوماندۍ سربېره باید د شاملېدو په ازموینه کې بریالی شي او لارښوونه یې ورته ورکړه چې باید پوځ ته په یوه چمتو کوونکي ښوونځي کې لږ زده کړې وکړي. دوک او والدینو دغه لارښوونه ومنله او هغه د خپلو زده کړو د وروستيو دوه کلونو لپاره د فلوریدا په سن پترزبورګ سیمه کې د اډمیرال فراګوت ښوونځی غوره کړ. دوک د خپل وروستي کال په نیمايي کې د اناپولیس په ازموینه کې ونډه واخیسته او لږ وروسته یې لیک ترلاسه کړ چې له دغې اکاډمۍ څخه د ۱۹۵۷ زکال د فارغېدونکې دورې لپاره ټاکل شوی. لنکستر نیوز اخبار د نوموړي انځور په دغه اکاډمۍ کې د منلو له مکتوب سره یوځای په لومړۍ پاڼه کې خپور کړ. نوموړی په ۱۹۵۳ زکال کې د فراګوت له اکاډمۍ څخه په خپل ټولګي کې د لومړۍ نمره زده کوونکې په توګه په عالي درجه فارغ شو. [۱۰]

دوک د ۱۹۵۳ زکال په جون میاشت کې د سمندریز ځواک په اکاډمۍ کې شامل شو. نوموړی ورزشکار نه و، خو د دغې اکاډمۍ د ګلف په لوبډله کې یې لوبې کوله. اروپا ته د اوړي پر مهال په یوه دوه میاشتني سفر کې چې په یواس اس سیبوني سکورټ کوونکې بېړۍ کې یې وکړ له سمندري ناروغیو ورنځید او په سمندریز ځواک کې یې د خپل ګډون هوډ وننګاوه. بل پلو نوموړي د سمندریز ځواکونو له N3N الوتکې سره د بلدتیا له یوې الوتنې څخه ډېر خوند واخیست او له دې وروسته یې په هوايي برخه کې په خپل مسلک فکر وکړ. دغه مهال د متحده ایالاتو د هوايي پوځ اکاډمي تازه تاسیس شوې وه او خپله لومړنۍ دوره زدکوونکي یې تر ۱۹۵۹ زکال پورې نه شو فارغ کولای، له همدې امله د اناپولیس د دغه دورې یو پر څلورمه برخه زده کوونکو اجازه لرله د متحده ایالاتو هوايي ځواک په دواطلبه بڼه انتخاب کړي. د دغې اکاډمۍ د ۱۹۵۷ زکال د دورې له یو پر څلورمه برخه زده کوونکو څخه ډېرو یې ځانونه دواطلب کړل او د دواطلبانو نومونه د پچې اچونې په بهیر کې غوره شول. د فزیکي ارزونې په برخه کې دوک هغه مهال په شاک کې شو چې وپوهېد په ښۍ سترګه کې په لږ کچه کوږ دید (سټګمټېزم) لري، هغه چې لامل ګرځېد نوموړی د سمندریز ځواک له هوانوردۍ راوګرځوي، خو هوايي ځواک وویل چې له دې سره هم له ځانه سره یې بیايي. نوموړي د ۱۹۵۷ زکال په جون میاشت کې د سمندریزو علومو د لیسانس سند ترلاسه کړ او په هوايي ځواک کې د دویم بریدمن په رتبه وګمارل شو. [۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?151797 — subject named as: Charles Duke — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. http://www.jsc.nasa.gov/Bios/htmlbios/duke-cm.html
  3. (په April 17, 1972 باندې). Charles Moss Duke Jr..
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Shayler او Burgess 2017، ص. 38.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Duke او Duke 1990، صص. 22–23.
  6. Duke او Duke 1990، ص. 26.
  7. Duke او Duke 1990، ص. 25.
  8. Townley 2009، ص. 79.
  9. "Distinguished Eagle Scouts" (PDF). Boy Scouts of America. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 12, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 4, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Duke او Duke 1990، صص. 26–27.
  11. Duke او Duke 1990، ص. 24.
  12. Duke او Duke 1990، صص. 31–34.