څوریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څوریخ (Zürich) د سویس یو لوی ښار دئ چه ده د ۲۰۱۴ په کال ۴ لکه اوسېدونکی درلودل. د ښار له شاوخوا سره دلته دوولس لکه تنه اوسېږی. د رومیانو په غومن کښی د دې ځای نوم توریکوم و. څوریخ د پروتستانتیزم د شروع راهیسی د دې عیسوی مذهب دپاره یو ډېر دروند ځای و خو په اوسنی غومن کښی د کاتولیکانو شمېر د پروتستانتانو له تعداد څخه لوی دئ. په څوریخ کښی مسجد، سیناگوگ، مندیر او بودیستی عبادتځای هم شته. دا ښار موزیمونه، تیاترونه او یو څو پوهنتونونه لری. رسمی او د اوسېدونکو مرنۍ ژبه آلمانی ژبه ده.