Jump to content

پیټر سینګر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پیټر سینګر

پیټر البرټ ډیوېډ سینګر (زوکړه: د ۱۹۴۶ زکال د جولای ۶مه) د اخلاقو په برخه کې اسټرالیايي فیلسوف او په پرینسټون پوهنتون کې د بیواتیک یا د طبي او علمي لاسته راوړنو له امله د رامنځته شوو فلسفي او اخلاقي مسایلو (Bioethics) د څانګې ښوونکی دی. نوموړی په تطبیقي اخلاقو کې تخصص لري او له سیکولر او ګټه کوونکي لید څخه د هغو موضوعات تشرېح کوي. نوموړي د حیواناتو د آزادۍ (Animal Liberation؛ ۱۹۷۵ زکال) په نامه کتاب لیکلی چې په هغو کې یې یوازې د نباتي خوراک (veganism) اړوند استدلال وړاندې کړی؛ همدارنګه یې د «قحطي، شتمني او اخلاقو» تر عنوان لاندې مقالې په لیکلو سره د نړیوالې بې وزلۍ په برخه کې د مرستې کولو څخه ملاتړ کړی. هغه د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې یو مصلحتي ګټه پالونکی و، خو د کاتارزینا د لازاری رادک په همکارۍ په لیکل شوي د نړۍ د لید د نقطې (The Point of View of the Universe؛ ۲۰۱۴ زکال) په نامه خپل اثر کې یې دا څرګنده کړې چې په لذت غوښتونکي ګټه پالونکي اوښتی دی.

سینګر دوه ځله د مانش پوهنتون د فلسفې د پوهنځي ریاست وکړ، چېرې چې نوموړي د انساني بیواتیک څېړنیز مرکز (Centre for Human Bioethics) جوړ کړ. په ۱۹۹۶ زکال کې نوموړي د اسټرالیا د شنه ګوند له اړخه ځان د اسټرالیا سنا جرګې ته ځان نوماند کړ خو بریالی نه شو. په ۲۰۰۴ زکال کې نوموړی د اسټرالیا د بشرپاله ټولنو د شورا له خوا د کال د غوره انسان پالونکي په توګه وبلل شو. په ۲۰۰۵ زکال کې سیډني مارنېنګ هرالډ ورځپاڼې نوموړی د لسو اغېزمنو اسټرالیايي روڼ آندو په کتار کې یاد کړ. سینګر د اسټرالیا د حیواناتو (Animals Australia) او ژوند چې تاسو یې ژغورلی شۍ (The Life You Can Save) تر نومونو لاندې بنسټونو یو له بنسټګرانو څخه دی. [۱][۲]

ژوند لیک

[سمول]

د سینګر والدین اتریشي یهودیان و چې په ۱۹۳۸ زکال کې اسټرالیا ته د نازي جرمني له خوا د ویانا له الحاق وروسته کډه شول. دوی په ملبورن کې استوګن شول او سینګر په ۱۹۴۶ زکال کې همدلته وزیږېد.[۳][۴]

سینګر یو خدای منکره و او په یوه هوسا ژوند لرونکې غیرمذهبي کورنۍ کې را لوی شو. د هغه پلار د چایو او قهوې بریالۍ سوداګري لرله. سینګر لومړی په پرشیل او وروسته په سکاچ کالج کې زده کړې وکړې. له ښوونځي څخه له فراغت وروسته هغه د ملبورن پوهنتون د حقوقو، تاریخ او فلسفې په پوهنځي کې زده کړې وکړې او په ۱۹۶۷ زکال کې یې لیسانس سند ترلاسه کړ. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

نوموړي په ۱۹۶۹ زکال کې له همدغه پوهنتون څخه د ماسټري سند ترلاسه کړ چې د ماسټرۍ تېزس یې د «ولې باید زه با اخلاقه اوسم؟» تر عنوان لاندې و. هغه ته د اکسفورډ په پوهنتون کې د زده کړو بورس ورکړل شو او په ۱۹۷۱ زکال کې یې د مدني نافرمانۍ تر عنوان لاندې د ریچارډ مروین هیر په لارښوونې سره د خپلې څېړنې له بشپړلو وروسته په فلسفه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ؛ د هغه دغه څېړنه په ۱۹۷۳ زکال کې د کتاب په بڼه خپره شوه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سیاسي لیدلوري

[سمول]

هغه مهال چې سینګر په ملبورن پوهنتون کې زده کړیال و، د ویتنام جګړې لپاره د اجباري خدمت پر ضد یې د ملبورن پوهنتون د زده کړیالانو د اعتراضاتو مشري وکړه. نوموړي همدارنګه په ښکاره ډول په اسټرالیا کې د جنین د سقط د قانوني کولو اړوند څرګندونې کولې. سینګر په ۱۹۷۴ زکال کې د اسټرالیا له کارګر ګوند سره یو ځای شو خو د باب هاواک له مرکزیت پالونکې رهبرۍ څخه په ناهیلیتوب له دغه ګوند څخه ووت. په ۱۹۲۲ زکال نوموړی د ویکټوریا د شنه ګوند یو له بنسټګرو څخه شو. نوموړی دوه ځله له شنه ګوند څخه ټاکنو ته نوماند شو: په ۱۹۹۴ زکال کې یې د کویونګ په منځنیو ټاکنو کې ۲۸٪ رایې ترلاسه کړې، خو په ۱۹۹۶ زکال کې یې سنا جرګې ته د نوماند په توګه یوازې ۳ سلنه رایې ترلاسه کړې. د ۱۹۹۶ زکال له ټاکنو وړاندې نوموړي له باب براون سره په ګډه د ګرینز (The Greens) په نامه کتاب ولیکه.  [۲۳][۲۴][۲۵]

د کیڼ اړخي داروینېزم (A Darwinian Left) تر عنوان لاندې کتاب کې سینګر د تکاملي ژوند پوهنې له لارښوونو سره په مطابقت د یوه کیڼ سیاسي اړخ د جوړولو طرحه وړاندې کړه. هغه وویل چې تکاملي ارواه پوهنه څرګندوي چې انسان په طبیعي ډول له شخصي ګټو سره لیوالتیا لري. نوموړي استدلال کاوه چې د ځان غوښتونکو تمایلاتو طبیعي توب نه باید «د ځان غوښتنې د صحیح والي» لپاره دلیل وبلل شي. هغه دې پایلې ته ورسېد چې د لوبې نظریه (د ستراتیژۍ ریاضیکي مطالعه) او د ارواه پوهنې تجارب دا هیله رامنځته کوي چې که چېرې ټولنه مناسب شرایط برابر کړي له لنډ مهالو ښېګڼو کولو سره لیوالتیا لرونکي کسان به د نورو د ګټې په موخه یو څه چارې ترسره کړي. په بنسټیزه توګه، سینګر ادعا کوي، له دې سره چې انسانان په طبیعي توګه ځان غوښتونکې او سیالی کوونکې لیوالتیاوې لري، خو د همکارۍ په برخه کې هم پام وړ وړتیاوې په کې شتون لري چې د انساني تکامل په برخه کې رامنځته کېږي. [۲۶]

سینګر په متحده ایالاتو باندې «له هغو هېوادونو څخه د نفتو په پېرلو چې د دیکتاتورانو له خوا اداره کېږي ... او د پریمانه مالي ګټو سربېره خلک په بېوزلۍ کې ساتي» نیوکې کړې دي. سینګر پر دې باور دی چې د دغو هېوادونو شتمني باید د هغو د دولتونو پر ځای د هغو خلکو ته اړونده وي. هغه څرګندوي چې دیکتاتورانو ته د نفتو په بدل کې د پیسو په ورکولو سره موږ په واقعیت کې غلا شوي توکي پېرو او مرسته کوو چې خلک په بېوزلۍ کې پاتې شي. هغه وايي چې امریکا «باید له هغو کسانو سره چې په شدیده بې وزلۍ کې دي زیاته مرسته وکړي». دی د متحده ایالاتو مرستو ته له اړوندې بهرنۍ پالیسۍ ناهیلی دی او څرګندوي چې «د دغو مرستو کچه د دوی د داخلي ناخلاص تولید ډېره لږ برخه جوړوي چې د نورو هوسا ژوند لرونکو هېوادونو د دغه تولیداتو یو پر څلورمه برخه کېږي». د سینګر پر باور «له بیوزلو خلکو سره د مرستې په برخه کې د متحده ایالاتو د خلکو خصوصي بشردوستانه ځانګړنې زیاتې دي، آن استثناآت هم په کې شتون لري، په پام وړتوګه په یقیني بڼه د ګېټس بنسټ یو له دغو دی». [۲۷]

سینګر خپل ځان د سرمایه دارۍ (کپیټلېزم) ضد کس په توګه نه توصیف کوي، نوموړي په ۲۰۱۰ زکال کې یې د نوي کیڼ اړخ له پروژې سره په خبرو کې څرګنده کړه:[۲۸]

کپیټلېزم له یو بشپړ سیسټم سره لا ډېره فاصله لري، خو تر اوسه مې هېڅ داسې څه نه دي پیدا کړي چې د انساني اړتیاوو برخه کې یې د یو منظم کپیټلېسټي اقتصاد څخه ښه رول لوبولی وي؛ ورته مهال د هوسا ژوند او روغتیايي پالنې داسې سیسټم لري چې د سرمایه دارۍ په اقتصاد کې د نه وده لرونکو کسانو اساسي اړتیاوې هم پوره کوي.  

هغه زیاتوي چې «که چېرې موږ له دې غوره سیسټم پیدا کړو، زه به ډېر خوښ شم چې ځان د کپیټلېزم ضد وبولم». [۲۹]

هغه د مارکس په نامه خپل کتاب کې د کپیټلېزم په اړه د مارکس له نقد سره همغږي څرګندوي، خو د دې په اړه شک لري چې آیا کېدلای شي له دغه غوره بل سیسټم جوړ شي او څرګندوي چې « مارکس کپیټلېزم یو بېهوده او غیر منطقي سیستم باله، هغه سیسټم چې یو وخت یې موږ کنټرول کولو او پر ځای یې باید موږ هغه کنټرول کړی وای. دغه لید لا هم اعتبار لري؛ خو اوس مهال کولای شو ووینو د یوې آزادې او برابرې ټولنې جوړل له هغې ډېره ستونزمنه ده چې مارکس یې فکر کاوه».[۳۰]

سینګر د اعدام د جزا مخالف دی او ادعا کوي چې دغه ډول مجازات د اړوندو جرایمو مخه نیونکي نه دي او د دغه مخالفت لپاره له دې کومه بله غوره توجیه نه ویني. [۳۱][۳۲]

په ۲۰۱۰ زکال کې سینګر اسرائیلو ته د ستنېدو له حق څخه د انصراف لیک لاسلیک کړ ځکه چې دا یې «یو نژاد پرستانه امتیاز او پر فلسطینیانو باندې یې د استعماري ظلم ملاتړکوونکی باله». [۳۳]

په ۲۰۲۱ زکال کې سینګر د نشه یي توکو پر وړاندې جګړه یوه لګښتمنه، بې کاره او په جدي توګه مضره پالیسي وبلله. [۳۴][۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. "The Life You Can Save".
  2. Visontay, Michael (12 March 2005). "Australia's top 100 public intellectuals". The Sydney Morning Herald. بياځلي په 27 October 2018.
  3. Thompson, Peter (28 May 2007). "Talking Heads – Peter Singer". Australian Broadcasting Corporation. خوندي شوی له the original on 25 May 2013. بياځلي په 27 October 2018.
  4. "About Peter Singer". Peter Singer. بياځلي په 12 June 2022.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  5. Singer, Peter (2003). Pushing Time Away: My Grandfather and the Tragedy of Jewish Vienna. Pymble, NSW: Fourth Estate. pp. Chapter 33–Theresienstadt. ISBN 0-7322-7742-6.
  6. Mühlleitner, Elke (1992). Biographisches Lexikon der Psychoanalyse: Die Mitglieder der Psychologischen Mittwoch-Gesellschaft und der Wiener Psychoanalytischen Vereinigung 1902–1938 (in الماني). Tübingen: Edition Diskord. pp. 239–240. ISBN 978-3-89295-557-3.
  7. Singer, Peter (2007). Pushing Time Away: My Grandfather and the Tragedy of Jewish Vienna. Fourth Estate. ISBN 978-0-7322-7742-0. بياځلي په 27 October 2018.
  8. "Peter Singer". whatisitliketobeaphilosopher.com. بياځلي په 3 February 2019.
  9. Thompson, Peter (28 May 2007). "Talking Heads – Peter Singer". Australian Broadcasting Corporation. خوندي شوی له the original on 25 May 2013. بياځلي په 27 October 2018.
  10. Specter, Michael (21 November 1999). "ETHICS MAN". The Independent. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 May 2022. بياځلي په 27 October 2018.
  11. Suzannah Pearce, ed. (17 November 2006). "RICHARDSON (Sue) Susan." Who's Who in Australia Live! North Melbourne, Vic: Crown Content Pty Ltd.
  12. Vulliamy, Ed (15 February 2009). "Peter Singer". The Guardian. London. بياځلي په 27 October 2018.
  13. "Peter Singer talk, "My Life in Philosophy: The Point of View of the Universe and Its Implications for Ethics, Animal Liberation and Effective Altruism". Graz, Austria: Universität Graz. 7 June 2017. بياځلي په 27 October 2018.
  14. Appel, Jacob M. (July 2004). "Interview with Peter Singer: Philosopher as Educator". Education Update Online. بياځلي په 27 October 2018.
  15. Singer, Peter (1973). Democracy and Disobedience. Oxford: Clarendon Press. ISBN 978-0-19-824504-9.
  16. "The Ethics of Food: The Making of a Vegetarian and Professor of Bioethics – Peter Singer". YouTube. 1 October 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-12-11. بياځلي په 27 October 2018.
  17. "Peter Singer: Eine bessere Welt für Mensch und Tier". YouTube. Universität Graz, in Graz, Austria. 7 June 2017. بياځلي په 28 October 2018.Finding Ruth Harrison's book Animal Machines at 23m36s.
  18. Singer, Peter (2000). Writings on an Ethical Life. p. 258. ISBN 9781497645585.Note: In this version of the story, Singer writes of the conversion process of himself and his wife happening "Over the next two months".
  19. "Peter Singer: About Me". بياځلي په 28 October 2018.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)"Centre for Applied Philosophy and Public Ethics". خوندي شوی له the original on 24 October 2009. بياځلي په 28 October 2018."Peter Singer: Works". بياځلي په 28 October 2018.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)"Peter Singer: Life & Work". بياځلي په 28 October 2018."Peter Singer: BBC/RSA Iconoclasts series Pt. 1". London. 5 September 2006. خوندي شوی له the original on 12 October 2006. بياځلي په 28 October 2018."Columnist Peter Singer". بياځلي په 28 October 2018.Singer, Peter (1 March 2006). "Can You Do Good by Eating Well?". Greater Good Magazine. بياځلي په 28 October 2018.Singer, Peter (5 September 1999). "The Singer Solution to World Poverty". بياځلي په 28 October 2018.Singer, Peter. "All Animals Are Equal" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 29 February 2008. بياځلي په 28 October 2018.
  20. "The professoriate". New College of the Humanities. بياځلي په 28 October 2018.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  21. Kuhse, Helga, ed. (2002). Unsanctifying human life: Essays on ethics. New York: Blackwell. p. 2. ISBN 978-0-631-22507-2.
  22. Specter, Michael (6 September 1999). "The Dangerous Philosopher". The New Yorker. بياځلي په 28 October 2018.
  23. Schaler, Jeffrey A. (30 September 2011). Peter Singer Under Fire: The Moral Iconoclast Faces His Critics. Open Court. p. 7. ISBN 978-0-8126-9769-8.
  24. Schaler, Jeffrey A. (30 September 2011). Peter Singer Under Fire: The Moral Iconoclast Faces His Critics. Open Court. pp. 58–59. ISBN 978-0-8126-9769-8.
  25. Singer, Peter; Brown, Bob (28 October 1996). The Greens. Text Publishing Company. ISBN 978-1-875847-17-4.
  26. Singer, Peter (2000). A Darwinian Left: Politics, Evolution, and Cooperation. New Haven: Yale University Press. ISBN 978-0-300-08323-1.
  27. Cotto, Joseph Ford (26 September 2017). "Interview: How do practical ethics work in the average American's life? Peter Singer explains". San Francisco Review of Books. خوندي شوی له the original on 31 October 2017. بياځلي په 28 October 2018.
  28. Singer, Peter; Lewis, Edward (16 March 2010). "Ethics and the Left". Newleftproject.org. خوندي شوی له the original on 28 October 2018. بياځلي په 28 October 2018.
  29. Singer, Peter; Lewis, Edward (16 March 2010). "Ethics and the Left". Newleftproject.org. خوندي شوی له the original on 28 October 2018. بياځلي په 28 October 2018.
  30. Singer, Peter (2000). Marx: A Very Short Introduction. Oxford University Press. p. 100. ISBN 978-0-19-285405-6. بياځلي په 28 October 2018.
  31. Singer, Peter (12 October 2011). "The Death Penalty – Again". Project Syndicate. بياځلي په 28 October 2018.
  32. Singer, Peter; Kennedy, Julia Taylor (17 October 2011). "ETHICS MATTER: A Conversation with Peter Singer". Policy Innovations. خوندي شوی له the original on 8 May 2017. بياځلي په 28 October 2018.
  33. Goldberg, Dan (16 August 2012). "Peter Singer: is he really the most dangerous man in the world?". The Jewish Chronicle. بياځلي په 28 October 2018.
  34. Singer, Peter (11 August 2016). "Greens for Trump?". Project Syndicate. بياځلي په 28 October 2018.
  35. Singer, Peter (6 April 2017). "Boycott America?". Project Syndicate. بياځلي په 28 October 2018.