پولي وینايل کلورايډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پولي وینايل کلورايډ څخه جوړ شوي پايپونه

پولي وینایل کلورایډ (په انگرېزۍ: Polyvinyl chloride) په لنډه یې PVC او په وگړیزه ژبه یې پلاستیک بولي. پولي وینایل کلورایډ د وینایل کلورایډ د پوليمیریزیشن څخه په لاس راغی او د مندلو سره یې هڅه وشوه چې نور پنځ (طبیعت) وه نه ځوروي او د پنځیزو توکونو لکه: لرگی، وسپنه، سیمټ او داسو نورو د کارولو څخه لاس واخلي او یا یې کاروونه کمکۍ کړي.

پیداښت

په ۱۸۳۸ زیږیدیز کې حینري ویکتور ریجنیلت فرانسوي عالم په یوه ناڅاپي پېښه کې او بیا په ۱۸۷۲ زیږیدیز کې ائگین باومن الماني کیمیاپوه پولې وینایل کلوریډ وموندل. د دغه نوښت څخه نه یوه او نه بل کومه گټه پورته کړه. وروسته په ۱۹۱۲ زیږیدیز کې ایوان اوسترومیسلینسکي (روسي) او فریتز کلات (الماني)، پوهانو په ملگرتیا سره هغه زهري کلور چې په پولي وینایل کلورایډ کې شتون درلودل په اسانه جلا کړل. خو بریالي نه شول چې یوه ښه او د کار وړ توکی ترې جوړ کړي. په ۱۹۲۶ زیږیدیز کې والدو سیمون امریکایي دغه توکی پلاستیکي کړ او هر ډول فورم او بڼې یې ورکړې.

جوړښت

د پولي وینایل کلورایډ بنسټ مالگه او تېل دي. د مالگې څخه کلور او د اومه تېلو د شننې څخه ايتلین په لاس راوړل کېږي. کلور ۵۷ سلنه، ايتلین ۴۳ سلنه په دغه تړنگ کې ونده اخلي او د یو ځای کولو څخه یې دای کالوریتان جوړېږي. بیا د دای کالوریتان یوه برخه د ایلیمینشن د عملې (Elimination reaction) په مرسته لمنځه وړي او پاتې شوې برخه د هایدروجن کلورایډ په گازو او په وینایل کلورایډ باندې شننه او تجزیه کېږي. په لاس راوړل شوې وینایل کلورایډ د اوبو سره په یوه ریاکتور کې یو ځای کوي او د جگ فشار او د لوړې تودوخې په مرسته پوليمیریزیشن کېږي او په یوه اومه پولي وینایل کلورایډ بدلیږي. وروسته د چاڼولو او پاکولو څخه په لاس راوړل شوي پولي وینایل کلورایډ د یوه سپین پوډر بڼه لري. پوډر سره د جمعي تړنگ په مرسته د تودوخې په کابو ۱۸۰ – ۲۰۰ درجو کې جمع کونکي (په انگریزۍ: Additives) گډوي. جمع کونکي د بنسټ ییز پولي وینایل کلورایډ په ځانگړنو کې بدلون راولي. بنسټ ییز پولي وینایل کلورایډ یو وچ ماتېدونکی توکی دی جمع کونکي کله توکي ته پیاوړتیا، کله کلکوالی او کله یې هم نرمه وي. د پیاوړتیا د ډېرولو له پاره یې د وار (وهلو) په وړاندې اکریلونیتریل بوتادین استایرن (په انگرېزۍ: Acrylonitrile butadiene styrene ، لنډیز:ABS) ورگډوي. داسې پولي وینایل کلورایډ د کلک په نامه یادېږي. هغه توکونه چې بهر کارېږي او د لمر د وړانگو سره اړیکه کوي په بله وینا چې د UV د وړانگو اغېزې یې لږ کړې وي او د توکونو رنگ یې ساتلی وي، بنزوفنونن، بنزوتریازول پولي وینایل کلورایډ ته ورډېروي. د نرمولو د پاره د وینایل کلورایډ سره پلاستیکي کونکي (په انگرېزۍ: Plasticizer) یو ځای کيږي چې د نرم پولي وینایل کلورایډ په نامه یادېږي.

چې د جمعي تړنگ په بهیر کې یې د ژوبلېدو مخنیوی کړای وي سمونکي (په انگرېزۍ: Stabilizer) ورسره یو ځای کوي. سمونکي کېدای شي سرپ سولفات وي. خو نن ورځ کلسیم او کیمیاوي مالگه ډېره کارېږي. پولي وینایل کلورایډ یو ترموپلاستیکي توکی دی. د دغې ځانگړنې څخه یې گټه پورته کېږي او د ویشتنې بهیر په مرسته یې په غالب کې ننباسي او د تودوخې درجه یې د کنگل اکر ته راولي. د دغې موخې د پاره د ویشتنې د ماشین څخه کار اخلي.

کارونځ

د کلک پولي وینایل کلورایډ څخه د پلاستیک تختې، د برېښنا د سیمونو کانالونه، د اوبو نلونه او د کړکیو او د ورونو چوکاټونه ترې جوړېږي. نرم پولي وینایل کلورایډ څخه د پوړ د پټولو پلاستیکي فرشونه، د اوبو پایپونه او کله یې تر هغه هم نرموي چې د چار جامې او د باران کوټونه او داسې نور ترې جوړېږي. پولي وینایل کلورایډ په غټه توگه د ماشومانو د لوبو د شیانو په پار هم کارېږي. خو دې سره به د پولي وینایل کلورایډ په جوړښت کې د روغتیا د گواښنې جمع کونکي گډ نه وي. دا خبره ډېره جدي ده او په دې موخه جوړه شوې پولي وینایل کلورایډ د ډېرو جدي نورم او د کنترول د کتاب د مخه کنترولېږي.

د پولي وینایل کلورایډ گواښنه

د دغه توکي د جوړو شویو شیانو د ځانگړنې څخه څرگنده شوې چې دغه توکی په عادي اکر (حالت) کې د استعمال وړ او د انسان د روغتیا لپاره هیځ کوم زیان نلري. هغه جمع کونکي (لکه سرپ) چې پخوا ورسره گډېدل نن نه ورسره گډېږي او د هغوی پر ځای نورو توکونه چې انسان ته زیان نه لري کاروي.

سرچینې

  • کړکۍ په ودانۍ کې (ودانیز کتاب)
  • د ویکي پاڼې