ویشتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د ویشتنې بهیر (لومړۍ کړنلاره). ۱ - د تاوونې ماشین ۲ - اومه توکونه ۳ - غالب ۴ - جوړ شوی توکی
د ویشتنې بهیر (دوهمه کړنلاره). ۱ - کښېکاږنه ۲ - اومه اوبړن توکونه ۳ - غالب ۴ - جوړ شوی توکی

ویشتنه (په انگرېزۍ: Extrusion) یو د بڼې ورکونې تخنیک دی چې هر رنک بڼه او فورم اوبړنو توکونو ته ورکوي. جوړ شوي توکونه کېدای شي په منځ ډک او یا تش وي.

مېتود څه د پخواني د بکرۍ (چقمقي) ټوپک د ویشتنې څخه رااخیستل شوی دی او بهیر یې هم څه هغې ته ورته دی. ټوپک له باروتو ډکېږي، اور اخلي، گولۍ په میل کې د تراک یا رخنو په مرسته تاوېږي، کړندۍ کېږي او د ټوپک څخه وځي. دلته هم ماشین له اومه توکونو څخه ډکېږي. توکونه د زور سره اوبړن کېږي. د تراک پر ځای دلته د یوې برمې ډوله وسپنې په مرسته توکونه د میل خولې ته ورکښېکاږل کېږي، په خوله کې د غالب څخه تېر وځي، د غالب بڼه اخلي او بهر ته ویشتل (اړباسل) کېږي. بیا په کښولو نېغېږي (سمېږي) او د اوبو او یا سړې هوا سره سړېږي.
په دوم ډول کې اومه توکونه مخ له مخې اوبړن شوي وي نو بیا یې یوازې غالب ته ورکښېکاږي او نور چار یې د لومړۍ کړنلارې په ډول مخ ته وړل کېږي.

لومړنۍ کړنلاره په ځانگړې توگه د پلاستیک د توکونو د جوړونې په پار او دوهمه د وسپنې، المونیم، کوټو او داسو نورو په پار کاروي. د یادونې وړ ده چې ویشتنه نه یوازې د پلاستیک او فلزاتو د جوړونې په موخه کارېږي خو د کار ساحه یې ډېره غټه ده.

کارونځ[سمول]

د ویشتنې کړنلارې په دغو برخو کې کارېږي: 

  • د ترموپلاستیکي شیانو په جوړونه کې. لکه: د پلاستیک د کړکۍ - ورونو او د هغوی چوکاتونه، د اوبو بېلابېل نلونه، د برېښنا کانالونه چې سیمونه په کې پټوي او په داسو نورو کې.
  • وسپنیز شیان. لکه: کړکۍ او د هغوی چوکاټونه، هر ډول سیخونه او میلې.
  • د خوړلو شیان. د ساری په دول: کوفتې، د اوړو شیان لکه مکروني، 
  • د نورو شیانو په جوړونه کې لکه سابون.

سرچینې[سمول]

  • کړکۍ په ودانۍ کې (ودانیز کتاب)
  • د ویکي پاڼې