پولي سیاست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پولي سیاست یا د پيسو سیاست انګلیسي: Monetary Policy هغه سياست دى، چې د مرکزي بانک له خوا د پيسو د وړاندې كولو د كنټرول او د اقتصادي عمومي سياست د اصيل موخو د ترلاسه كولو لپاره كارول كېږي.

په بله وينا: پولي سیاست د هغو تدبريونو او تصميمونو له ټولگې څخه عبارت دى، چې د ټاكلو اقتصادي موخو، په ځانگړې توگه د ثبات د ټينگښت، استقرار او پولي ارزښت په موخه نيول کيږي.

د پیسو سیاست په هکله داسی هم ویلۍ شو چې گوندې د پیسو سیاست له هغه مالي فعالیتونو څخه عبارت ده کوم چې د یو هیواد د مرکزي بانک لخوا اداره او کنټرول کیږي لکه د پیسو برابرول، د پیسو موجودول، د اسعارو د تبا دلې نرخ یا ارزښت ټا کل، د پیسو گټه او داسې نور اړونده دندې شوې ترڅو مرکزي بانک وکولای شي چه اقتصادي پرمختگ وکړي، د اسعارو د تبادلې نرخ ثابت وساتي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د توکو نرخونه ثابت یا ځای پر ځای وساتي او مروجې پیسې د یو هیواد په ثابته توگه وکاروي. د پیسو سیاست ډېرې موخې لري خورا مهمې دوه یې دا دي: لومړئ اصلي موخه د پیسو د سیاست داده چې مرکزي بانک هره ورځ باید څومره افغانۍ خپل مالي بازار ته وړاندې کړي ترڅو د خپلو مشتریانو غوښتنې پوره کړي. دوهم اصلي مقصد د پیسو د سیاست داده چې په یو هیواد کې د هر ډول توکو نرخ ثابت وساتي تر څو د لوړو نرخونو مخه ونیول شي او خلک له اقتصادي او مالي ستونزو نه وژغورل شی.[۱]

د پولي سیاست موخې[سمول]

د پولي سیاست اصلي او معمولي موخې په لاندې ډول دي:

  1. بشپړ استخدام.
  2. د بيو ثبات.
  3. اقتصادي وده او پرمختگ.
  4. د تادياتو بيلانس.
  5. د پيسو عرضه كول.
  6. د كرېډېټونو يا اعتبارونو او ټكټانې نرخ برابرول.

د پولي سیاست عاملين[سمول]

بانکی سيستم له درې ډوله بانكونو څخه جوړ دى، چې په لاندې ډول دي:

مرکزي بانک[سمول]

په اوس وخت كې مركزي بانك د هر خپلواك او مقتدر هيواد لپاره د يوې مهمې مالي موسسې رول لري، ځكه دا موسسه د دولت د اقتصادي سياستونو په بشپړتيا، په ځانگړې توگه د پولي او مالی سياستونو په چوكاټ كې مهم رول لوبوي او كړنې يې د دولت د سمو اقتصادي او مالي فعاليتونو لپاره اړينې دي او د هيواد د پولي چارو مديريت پر غاړه لري.

نور ولولئ[سمول]

سرچینې[سمول]