پورټو ریکو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پورټو ریکو چې په رسمي دول د پورټو ريکو ټولګټو په نوم يادېږي، په کرابيين کې يو ټاپو او د متحده ايالاتو نا اړونده سيمه ده. د کرابيين سمندر په شمال ختيځ کې شا او خوا ۱،۰۰۰ ميله (۱،۶۰۰ کيلو متره) لرې د ميامي او فلوريډا په سويل ختيځ کې پرته ده.

د ټولګټو دا دولت د ډومينيکن جمهوريت او متحده ايالاتو د «ويرجن اي لینډز» تر منځ پروت د يو مجمع الجزائر بڼه لري چې د سترو انتيلونو (ستر ټاپوګان دي) په منځ کې پروت دی، په دې کې د همدې نوم مرکزي ځمکې او ګڼ نور کوچني ټاپوګان شته، لکه مونا، کوليبرا او وايکس. نږدې درې اعشاريه دوه ميليونه اوسېدونکي لري پلازمېنه او مشهور ښار يې سان جوان دی چې تر ټولو زيات نفوس لري. اسپانوي او انګريزي د حکومت د اداري برخې رسمي ژبې دي، خو اسپانوي پکې زیاته ده.[۱][۲][۳]

پورټو ريکو کې له ۲۰۰۰ څخه نيولې تر ۴،۰۰۰ کلونو پخوا يو پر بل پسې د اصلي اوسېدونکو ژوند پيل شوی. په دوی کې « Ortoiroid, Saladoid» او « Taíno» شامل وو. په ۱۴۹۳ز کال کې د کرسټوفر کولمبس له رسېدو وروسته دا سيمه اسپانيې ونيوله. پورټو ریکو لپاره نورو اروپايي قوتونو هم هڅه وکړه، خو د راتلونکو څلورو پېړيو لپاره د اسپانيې په واک کې و. په بنسټيز ډول د کينري ټاپوګانو او اندلس سره اړيکه لرونکي افريقايي مريانو او اوسېدونکو په راتګ سره د دې ټاپو کلتوري او نفوسي انځور تر ډېره بريده بدل کړ. د نوي اسپانيې او پيرو په څېر د شتمنو مستعمرو په پرتله د اسپانوي سترواکۍ په داخل کې، پورټو ريکو د دويمې درجې خو ستراتيژيکه دنده تر سره کړه. د نولسمې پېړۍ تر پاي پورې، د پورټو ريکو يوه جلا پېژندګلو راڅرګنده شوه، د کوم محوريت چې د سيمه ييزو، افريقايي او اروپايي عناصرو د ګډولې په شا او خوا راڅرخېدو. په ۱۸۹۸ز کال کې، د اسپانوي –امریکايی جګړې څخه وروسته، متحده ايالاتو پورټو ریکو تر لاسه کړ.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

له ۱۹۱۷ز کال راهيسې د پورټو ريکو اوسېدونکي د متحده ايالاتو اتباع دي او دوی کولای شي د دې ټاپو او اصلي ځمکو تر منځ په ازادانه ډول لاړ او راشي. په هر حال، د يوې نااړوندې سيمې د اوسېدونکو په توګه، د پورټو ريکو اوسېدونکي په ملي کچه د رايې ورکولو له حق څخه بې برخې دي، ولسمشر يا مرستيال ولسمشر ته رايه نه شي ورکولای او عموماً فدرالي عايد ماليات هم نه تاديه کوي.د نورو څلورو سيمو سره په شریکه، پورټو ريکو کانګريس ته له رايې پرته يو استازی ليږي او د ولسمشر په مقدماتي ټاکنو کې ګډون کوي؛ له دې امله چې دا يو ايالت نه دی، پورټو ريکو د متحده ايالاتو په کانګريس کې رايه نه لري، متحده ايالات دا سيمه د ۱۹۵۰ز کال د پورټو ریکو فدرالي اړيکو قانون سره سم اداره کوي. د پورټو ريکو استازولي په فدرالي ډول په جرګه کې يواځې د يو بې رايې غړي له خوا کېږي چې استوګن کميشنر يې بولي. متحده ايالاتو په ۱۹۵۲ز کال کې يو سيمه ييز اساسي قانون تصويب کړ، په دې ډول يې د متحده ايالاتو هغو اتباعو ته چې په دې ټاپو کې ژوند کوي، اجازه ورکړه چې يو والي وټاکي. د پورټو ريکو اوسنی او راتلونکی سياسي حيثيت په پرله پسې ډول د يو مهم بحث موضوع ده.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د شلمې پېړۍ په منځ کې، د متحده ايالاتو حکومت له پورټو ريکو د صنعتي ودې شرکت سره يو ځای يو لړ اقتصادي پروژې پر لار واچولې، څو پورټو ريکو د لوړ عايد په يو صنعتي اقتصاد بدل کړي. د پيسو نړيوال وجهي صندوق دا سيمه په يو پرمختللي، د لوړ عايد اقتصاد کې د يو مترقي هېواد په توګه ډلبندي کړی دی؛ د بشري ودې شاخص يې څلوېښتمه درجه کې ده. د پورټو ريکو د اقتصاد اصلي پر مخ وړونکي د ماشینونو په مټ توليدات (په بنسټيز ډول درمل جوړول، پيترو شيمي او برېښنايي وسايل) له هغې وروسته يې د خدماتو صنعت ځای لري (يعنې ګرځندويي او ميلمه پالنه).[۱۶][۱۷]

د نوم رېښې[سمول]

پورټو ریکو اسپانوي ټکی دی معنا يې ده «شتمن بندر». د پورټو ريکو اوسېدونکې عموماً دې ټاپو ته د د بورينکون نوم ورکوي چې له « Borikén» څخه اخیستل شوی، د دې ځای بومي نوم تاينو دی چې معنا يې ده «د زړور رب ځمکه». بوريکوا او بوريکانو اصطلاحات په عام ډول د پورټو ريکو په مېراث کې د يو چا د پېژندګلو لپاره کارول شوي دي او په ترتيب سره له « Borikén» او « Borinquen » څخه اخیستل شوي. په اسپانوي ژبه کې دا ټاپو د « la isla del encanto» په نوم هم پېژندل کېږي چې معنا يې ده «د لېوالتيا ټاپو».[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

کولمس د « Saint John the Baptist» په وياړ د دې ټاپو نوم «سان جوان بوټيسټا» کېښود، په داسې حال کې چې پلازمېنه يې د «سيوډاډ ډي پورټو ريکو» («شتمن بندري ښار») نومېږي. بالاخره سوداګرو او سمندري سیلانيانو به دا ټول ټاپو د پورټو ريکو په نوم يادوله، په داسې حال کې چې سان جوان مرکزي سوداګريز/د بېړۍ لنګرګاه بندر او پلازمېنې لپاره کارېدونکی نوم وګرځېد.

د ۱۸۹۸ز کال د پاريس له تړون وروسته متحده ايالاتو د دې ټاپو نوم بدل او پورټو ریکو يې کېښود. انګليسي شوی نوم يې د متحده ايالاتو د حکومت او شخصي ادارو له خوا کارېده. په ۱۹۳۱ز کال کې، د « Félix Córdova Dávila» له خوا کانګریس ته د ګډې پریکړې له مخې د دې نوم وړاندیز وشو، چې یو ځل بیا په پورټو ريکو واړول شو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

په اسپانوي ژبه کې د دې سېمې رسمي نوم « Estado Libre Asociado de Puerto Rico» (د پورټو ریکو ازاد اړوند ايالت) دی، په داسې حال کې چې په انګريزي ژبه کې يې رسمي نوم « Commonwealth of Puerto Rico» دی.[۳۰]

تاريخ[سمول]

له کولمبيا مخکې پړاو[سمول]

د دې مجمع الجزاير لرغونی تاريخ چې اوس پورټو ريکو دی په کره ډول نه دی څرګند. په نوې نړۍ کې د نورو اصلي کلتورونو په خلاف (ازټيک، مايا او انکا)، کومو چې د خپلو ټولنو د لرغون پېژندنې او فزيکي شواهد پرېیښي دي، د پورټو ريکو د لومړي نفوس ډېرې کمې بېلګې او شواهد پاتې شوي دي. د استعمار د دورې ډېر کم لرغوني اثار او لومړي اسپانوي روايتونه ټول هغه څه وړاندې کوي چې د دوی په اړه ويل کېږي. د پورټو ریکو د تاریخ په اړه لومړی ټولشموله کتاب په ۱۷۸۶ز کال کې « Fray Íñigo Abbad y Lasierra» لیکلی و، دا کتاب په دې ټاپو باندې د لومړيو اسپانيو له ښکته کېدو نږدې درې پېړۍ وروسته لیکل شوی دی.[۳۱]

تر ټولو لومړي استوګن يې «ارټايرايډ» خلک وو، کوم چې له سويلي امریکا له ځمکې ځکه د کډوالو امرياينډين ښکاريانو او کب نيونکو لرغونی کلتور پړا و. ځينې پوهان وړانديز کوي چې د دوی د استوګنې تاريخ تر ۴۰۰۰ کاله پورې رسېږي. په ۱۹۹۰ز کال کې په ويکيز ټاپو کې د لرغونو اثارو د کيندنو پر مهال د انسان پاتې شوني وموندل شول چې د « Puerto Ferro Man» نوم ورکړل شو، د کوم تاريخ چې شا او خوا ۲۰۰۰ مخزېږديز ته رسېدو. ارټويرايډ نې سيلډايډ له خپلو کورونو څخه بې ځايه کړل، دا هم د همدې سیمې يو کلتور و، کوم چې دې ټاپو ته د ۴۳۰ او ۲۵۰ مخزېږديزو کلونو په منځ کې راغلي وو.[۳۲][۳۳]

اګنيري قبيله په شمالي سويل امريکا کې سمندري «اورينوکو» له سيمې څخه د ۱۲۰ او ۴۰۰ز کلونو په منځ کې پورټو ريکو ته کډواله شوې وه. «ارکيکو» او اګنيري» د څلورمې او لسمې پېړۍ تر منځ موده کې په دې ټاپو باندې په يو وخت موجود وو.

د اومې او يوولسمې پېړۍ تر منځ، په دې ټاپو د « Taíno» کلتور منځ ته راغلو. د اټکل تر مخې تر ۱۰۰۰ز کال پورې دا غالب وګرځېد. د کولمبس د رسېدو پر مهال، د يو اټکل سره سم له ۳۰،۰۰۰ څخه نيولې تر ۶۰،۰۰۰ پورې «ټاينو» امريکاينډين، د چا مشري چې « cacique» (مشر) « Agüeybaná» کوله، په دې ټاپو کې اوسېدل. هغوی دې ته بوريکن ويل، معنا دا چې «د زړور او ستر رب ستره ځمکه». اصلي اوسېدونکو يې په کوچنيو کليو کې ژوند کاوه، چې د هر يو مشري يې يو « cacique» (يعنې مشر يا ملک) کوله. هغوی خپل ژوند په ښکار او کب نيولو چې دا کار به عموماً نارينه وو کاوه، د دې تر څنګ يې د ښځو له خوا د کاساوا د وليو د راټولولو او تصفيه کولو او ميوو په مټ خپل ژوند پر مخ ووړ. دې حالت تر هغه وخته دوام درلود، کله چې په ۱۴۹۳ز کال کې کلمبس هلته ورسېد.[۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. "CIA World Factbook – Puerto Rico". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pueblo v. Tribunal Superior, 92 D.P.R. 596 (1965). Translation taken from the English text, 92 P.R.R. 580 (1965), pp. 588–89. See also López-Baralt Negrón, Pueblo v. Tribunal Superior: Español: Idioma del proceso judicial, 36, Revista Jurídica de la Universidad de Puerto Rico. 396 (1967), and Vientós-Gastón, Informe del Procurador General sobre el idioma, 36 Revista del Colegio de Abogados de PuertO Rico. (P.R.) 843 (1975).
  3. "Puerto Rico". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Stacy Taus-Bolstad (1 September 2004). Puerto Ricans in America. Lerner Publications. د کتاب پاڼي 7–. OCLC 1245779085. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8225-3953-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Caban, Pedro A. (2009). Constructing a Colonial People: Puerto Rico and the United States, 1898–1932. Westview Press. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0786748174. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Santiago-Valles, Kelvin A. (1994). Subject People and Colonial Discourses: Economic Transformation and Social Disorder in Puerto Rico, 1898–1947. SUNY Press. د کتاب پاڼې ix. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0791415894. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lipski, John M. (2005). A History of Afro-Hispanic Language: Five Centuries, Five Continents. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1107320376. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Documenting a Puerto Rican Identity | In Search of a National Identity: Nineteenth and Early-Twentieth-Century Puerto Rico | Articles and Essays | Puerto Rico at the Dawn of the Modern Age: Nineteenth- and Early-Twentieth-Century Perspectives". Digital Collections, Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. José Trías Monge. Puerto Rico: The Trials of the Oldest Colony in the World. New Haven, CT; London: Yale University Press, 1999. p. 4.
  10. 8 U.S. Code § 1402 – Persons born in Puerto Rico on or after 11 April 1899 (1941) Retrieved: 14 January 2015.
  11. Igartúa–de la Rosa v. United States (Igartúa III) Archived 16 March 2012 at the Wayback Machine., 417 F.3d 145 (1st Cir. 2005) (en banc), GREGORIO IGARTÚA, ET AL., Plaintiffs, Appellants, v. UNITED STATES OF AMERICA, ET AL., Defendants, Appellees. No. 09-2186 Archived 5 September 2018 at the Wayback Machine. (24 November 2010)
  12. The trauma of Puerto Rico's 'Maria Generation' . Robin Ortiz. ABC News. 17 February 2019. Accessed 24 September 2019.
  13. PUERTO RICO: Fiscal Relations with the Federal Government and Economic Trends during the Phaseout of the Possessions Tax Credit. General Accounting Office publication number GAO-06-541. US Gen. Acctg. Office, Washington, DC. 19 May 2006. Public Release: 23 June 2006. (Note: All residents of Puerto Rico pay federal taxes, with the exception of federal income taxes which only some residents of Puerto Rico must still pay).
  14. "Puerto Rico's Political Status and the 2012 Plebiscite: Background and Key Questions" (PDF). Congressional Research Service. 25 June 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۶ – عبر fas.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "El Nuevo Día". Elnuevodia.com. 18 April 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Advanced economies". IMF. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Manufactura" (په هسپانوي ژبه کي). Government of Puerto Rico. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Allatson, Paul (2007). Key Terms in Latino/a Cultural and Literary Studies. Malden, Mass.: Blackwell Publishing. د کتاب پاڼې 47. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-0250-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Taino Indigenous Peoples of the Caribbean". Clásicos de Puerto Rico (2nd). (1972). Ed. Cayetano Coll y Toste. Ediciones Latinoamericanas, S.A.. 
  20. Grose, Howard Benjamin (1910). H. B. Grose, Advance in the Antilles: the new era in Cuba and Porto Rico, Presbyterian Home Missions, 1910. Literature Dept., Presbyterian Home Missions. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Boricua. Merriam-Webster Dictionary. Accessed 9 February 2022. Archived.
  22. Borincano. Diccionario de la Real Academia Española. Accessed 9 February 2022.Archived.
  23. Julian Granberry and Gary Vescelius. Languages of the Pre-Columbian Antilles. The University of Alabama Press. 2004. p.92. کينډۍ:ISBN
  24. Schechter, Patricia A. (2012). "¡Adelante Hermanas de la Raza!, Josefina Silva de Cintron and Puerto Rican Women's Feminismo. – The New York's World Fair: 1939–1940". Exploring the Decolonial Imaginary: Four Transnational Lives. New York: MacMillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137012845. Note: The phase "The Island of Enchantment" has been traced back to a travel guide by that title that Theodore Roosevelt, Jr. offered in House & Garden magazine in 1938 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Treaty of Peace Between the United States and Spain; December 10, 1898". The Avalon Project. Yale Law School. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Crafting an Identity". History, Art & Archives. Office of the Historian and the Clerk of the House's Office of Art and Archives. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Secretary's, Puerto Rico; Office, Puerto Rico Secretary's (1 January 1903). Register of Porto Rico (په انګلیسي ژبه کي). Office of the Secretary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Deusen, Richard James Van; Deusen, Elizabeth Kneipple Van (1931). Porto Rico: A Caribbean Isle (په انګلیسي ژبه کي). Henry Holt. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Sciences, New York Academy of (1922). Scientific survey of Porto Rico and the Virgin Islands (په انګلیسي ژبه کي). New York Academy of Sciences. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "CIA World Factbook – Puerto Rico". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Abbad y Lasierra, Iñigo (1866). Historia Geográfica, Civil y Natural de la Isla de San Juan Bautista de Puerto Rico. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Rouse, Irving. The Tainos : Rise and Decline of the People Who Greeted Columbus کينډۍ:ISBN.
  33. Mahaffy, Cheryl (په 28 January 2006 باندې). Vieques Island – What lies beneath.
  34. Pedro Torres. "The Dictionary of the Taíno Language". Taíno Inter-Tribal Council Inc. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Cheryl Mahaffy (په 30 January 2006 باندې). Vieques Island: What lies beneath.
  36. "500 Years of Puerto Rican History through the Eyes of Others". Newberry.org. The Newberry Library. 12 July 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)