Jump to content

پورنوګرافي په امريکا کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
A blonde haired woman wearing a pink pantyand black miniskirt is seated onto an office desk. She seductively tugs on a man's shirt, who is standing between her thighs. In the foreground a second woman sits and photographs them, beside her is a stage light pointed towards the couple.
د پورن فيلم جوړولو شېبه

پورنوګرافي په امريکا کې له کومې ورځې چې دا هېواد مېنځ ته راغلی شتون لري چې بيا په اوسنۍ يوويشتمې پېړۍ کې خورا پراخه شوې. په ۱۹۶۹ زېږدیز کال کې د انډي وارهول لخوا د نیلي په نوم يو لوڅ پورن فيلم خپور شو د ۱۹۶۹ تر ۱۹۸۴ کال مېنځ د پورن دوران په نوم يادېږي چې په دې کلونو کې د پورن فيلمونو جوړېدو ډېره پراخه وده درلودلې او په دې هېواد کې پورنوګرافي دود شوې، وروسته په ۱۹۹۰ لسیزه کې د پورن فيلمونو سوداګري او صنعت اينټرنټي شوی. دا ډول فیلمونه ټولو ته په خپل کور کې د موبايل او کمپيوټر له لارې په اسانۍ سره د لاسرسي وړ دي. د امريکا حکومت په پام کې نلري چې دا ډول فیلمونه د ځوانانو او لوی عمره کسانو پر مخ بند کړي هغه ډول چې نور هېوادونه په دې برخه کې ځينې محدوديتونه او بنديزونه لګوي.

کله چې په دې اړه د محدوديت بوی راشي د دې برخې مدافعان د امريکا د اساسي قانون لومړیو مادو ته اشاره کوي چې پکې ليکل شوي « په امريکا هېواد کې بشپړه خپلواکي او د بيان ازادي د هر اوسېدونکي حق دی. » ځينې د ګوتو په شمېر کسان دا غوښتنه کوي چې د تنکيو ځوانانو پرمخ دې د پورنوګرافي فیلمونه بند يا محدود شي خو په بدل کې ډېر قوي قوي مدافعان لري چې دا کار تر ډېره ناشونی دی، امريکا هېواد کې د پورنوګرافي فیلمونو بشپړه ازادي ده. یری څیړنو موندلې چې امريکا د پورن فيلمونو تر ټولو لوی تولید کونوکی دی. [۱] [۲] [۳]

تاریخ

[سمول]

که څه هم پورنوګرافي زرګونه کاله پخوانی تاریخ لري، خو په متحده ايالاتو کې اتلسمې پیړۍ ته ورګرځي کله چې په دې هېواد کې د بهرنيو سوداګرو او کډوالو شمېر او تګ راتګ ډېر شو نو پورنوګرافي هم ورسره رو رو زياته شوه، خو هغه مهال د اتلسمې پېړۍ په پای کې فرانسه د پورن عکسونو د خپرېدو په برخه کې ترټولو مخکښ هېواد وو. پورنوګرافي د لوبي کارټوني شکلونو، پوسټرونو او ليکنيز عکسونو موضوع ګرځیدلې وه. او رو رو د تصوير په بڼه دودېدل، مخکې له هغه چاپوونکو او انځورګرانو د پورن عکسونو لپاره له لرګيو څخه کار اخيسته او ورباندې يې دا ډول عکسونه کاږل [۴] همدا چې سوداګري پراخه شوه او د هېوادونو ترمېنځ تګ راتګ ډېر شو، ډېری خلک هغو فعالو هېوادونو ته تلل چې د پورن او سکس موضوع پکې عادي وه او د اسلامي هېوادونو په څېر ډېر سخت دريځ نه وو. نو له دې سره د پورن موضوع هم رو رو په ډېرو هېوادونو کې عادي شوه.

په ۱۸۸۰ زېږدیز کال کې، د لومړي ځل لپاره په ارزانه توګه د عکسونو بیا تولید لپاره هافټون چاپ کارول کېده. [۵] هافټون د چاپ هغه ماډل ته ويل کېږي چې لږ منځنی رنګ ولري، هغه مهال چې دا ډول اختراع وشوه سپېره يا سیاه سفید عکسونه رنګه عکسونو ته بدل شول او ورسره نور هم جوړېدل. هافټون ماډل چاپ په بشپړه توګه رنګه نه وو خو بيا هم د رنګ لرونکي چاپ لومړنۍ اختراع وه.

توليد او سوداګري

[سمول]

په امريکا کې د پورن فيلمونو توليد خورا پرمخ تللی او د غوره عايد يوه ښه سرچينه ګڼل شوې، دا ډول فیلمونه د ځانګړو ټولنو او فيلمي ټيمونو لخوا په رسمي توګه جوړېږي او بيا نشر ته وړاندې کېږي.

د پورن فيلمونو توليد تر ډېره ځينې ټيمونه او سازمانونه دي چې تګلاره يې همدا وي، دوی په دې برخه کې ځوانان او پیغلې په کار ګماري او د پورن فيلمونو په جوړولو کې ورڅخه کار اخلي. د پورن فيلمونو د صعنت پراختیا سره ډېری ځوانان او پېغلې له دې ډول ټیمونو سره يوځای شوي. ځينې يې له شوقه خو ځينې يې د يوې دندې په توګه ټاکي.

د دې ډول فیلمونو اصلي ګټه يې لوبغاړو ته نه رسېږي بلکې لوبغاړي يوازې د وسيلې او کاريګرو په توکه کارول کېږي، د بېلګې په توګه دا ډول ټیمونه او سازمانونه په لوبغاړو سکس کوي او بشپړ کارونه ورباندې کوي خو دوی ته د مياشتې يو محدود معاش ورکوي.

د خپرېدو ډولونه

[سمول]

د پورن فيلمونه په امريکا کې په بېلابېلو ډولونو خپرېږي او د خلکو ليد ته وړاندې کېږي، د پورنوګرافي فیلمونو د خپرېدو ډولونه په لاندې برخو ویشل شوي:

  • اينټرنيټ: په اوسنۍ پېړۍ کې د اينټرنيټي او ټکنالوژي نړۍ په پرمختګ سره د پورن فيلمونو صنعت او سوداګري تر ډېره اينټرنيټ ته غځېدلې، نو د امريکا هېواد هم د نورو هېوادونو په څېر په اينټرنيټ کې په زرګونه سايټونه لري چې د پورن يا سکس ويډيوګانې پکې خپروي او همداراز د ليدونکو له لارې پيسې ګټي. اوسمهال په ټولې نړۍ کې دا ډول سايټونه پراخ ليدونکي لري.


  • پېر او پلور: په دوکانونو کې د پورن فيلمونو پلور هم د خپرېدو له ډولونه څخه ده، مخکې له دې چې اينټرنيټي او ټکنالوژي نړۍ د نن په څېر پرمختګ وکړي او هرڅوک په اسانۍ سره ورته لاسرسي ولري، دا ډول فیلمونه په سکس شاپونو کې خرڅېدل، خو اوسمهال په هر ځيرک موبايل او کمپيوټر کې د لاسرسي وړ دي نو هغه پلور کمزوری شوی خو بياهم اوسمهال له دې لارې ډېرې پيسې تبادله کېږي او دا ډول دوکانونه خورا ډېر دي چې پېرودونکي لري.


  • ټولنيزې رسنۍ: د پورن يا سکسي فيلمونو د خپراوي له ډولونو څخه بل ډول يې دا دی چې دا ډول فیلمونه په ټولنيزو رسنيو لکه ټويټرX، ټلګرام او ورته نور محدود اپليکشنونو کې خپرېږي، په دې برخه کې هره ټولنيزه شبکه خپل قوانين او پاليسۍ لري نو ځينې يې دا ډول فیلمونو ته د خپراوي اجازه نه ورکوي خو په ځينو کې په پراخه کچه خپرېږي او په ميليونونو ليدونکي لري. دا ډول فیلمونه تر ډېره د ټلګرام په پراوېټ يا شخصي چینلونو کې نشرېږي او همداراز د پخواني ټويټر يا ایکس په شبکې کې هم په پراخه کچه نشرېږي او په ميليونونو ليدونکي لري.


  • ټلوېزيوني چینلونه: په امريکا کې د لويانو يعنې قانوني عمر ته رسېدونکو ځوانانو لپاره ځينې ټلوېزيوني چینلونه د ځانګړو ادرسونو سره شتون لري چې پورن فيلمونو پکې نشرېږي او ليدونکي کولای شي هرکله چې يې زړه غواړي له يادو چینلونو څخه ګټه پورته کړي.

قانون او محدوديت

[سمول]

په امريکا کې دا ډول فیلمونه کتل په بشپړه توګه قانوني دي او محدوديت يوازې هغو ماشومانو لپاره دی چې عمرونه يې ۱۸ يا په ځينو برخو کې لږترلږه ۱۶ ته رسېدلي وي، خو بياهم نن سبا هرڅومره کم عمره ماشومان چې وغواړي کولای شي دا ډول فیلمونو ته په ډېرې آسانۍ سره لاسرسي ولري.

کلنی عاید

[سمول]

ځينې ادعاوې او معلوماتي څېړنې ثابتوي چې امريکا هېواد د سکسي فيلمونو تر ټول ستر توليدوونکی دی ځکه ترټولو ډېر او مشهور اينټرنټي سايټونو په دې هېواد پورې اړوند دي. او د سکسي فلمونو د توليد ډېری سازمانونه او توليدوونکي ټيمونو په دې هېواد کې فعاليت لري.

په دې اړه شمېرنې بېلابېلې دي خو امريکا هېواد د سکسي فلمونو د خپراوي له لارې د کاله سلګونه ميليارده ډالر عايد لري چې يوه برخه يې حکومت او نورې برخې يې د ټیمونو برخې ته ځي، د يادونې وړ ده چې حکومت یوازې د ماليې په توګه د دې برخې څخه د پيسو اخيستلو حق لري.

ورته ليکنې

[سمول]

پورنوګرافي

جنسي کارکوونکې

سرچينې

[سمول]
  1. Jones, D. (2001). Censorship: A World Encyclopedia. Taylor & Francis. مخونه 6890. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-79863-4. لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Hodgson, J.F.; Kelley, D.S. (2002). Sexual Violence: Policies, Practices, and Challenges in the United States and Canada. Bloomsbury Academic. مخونه 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-275-97368-1. لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. . 2021-08-10. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  4. . June 1997. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  5. . 2001-02-04. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)