په ځنګل کې اور لګیدنه او دهغې مخنيوى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راټولوونکی محیب الله مجیب سیدجمال الدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

دځنګل تعريف

ځنګل د لاتيني کلمې Foris څخه اخستل شوی چې دکورڅخه بهرساحې يا طبيعت  په معنی دی. يا ځنګل په زياته پيمانه پيچلی او په دوام داره توګه تغيرکوونکی محيط دی کوم چې دمختلفو ژونديو موجوداتو لکه  ونو،  بوټو، لرګينوځيليو، وحشي ګلانو،  سرخسونو، خزې، ګل سنګ، فنجي اودخاورې دژونديو مايکروسکوپيک موجوداتواو غير ژوندي موجوداتولکه اوبو،  تغذيوي موادو، تيږو، لمراوهوا څخه جوړشوی دی  چې ددې پېچلې  ټولنې لويه برخه ونې تشکېلوي

دځنګل داور پيژندنه[سمول]

The Rim Fire burned more than ۲۵۰٬۰۰۰ أكر (۱٬۰۰۰ kم2) of forest near Yosemite National Park, in 2013

دځنګل اورله هغه اورڅخه عبارت دی کوم چې په هغه عضوي موادوکې رامنځته کېږي چې په ځنګل کې په پراخه پيمانه خپاره شوي وي. يادځنګل اورله هغه سوځېدنې څخه عبارت دی کوم چې په ځنګل کې صورت نيسي اودسوځېدوړټول عضوي موادسوځوي. داډول مواد په ځنګل کې په زياته اندازه خپاره شو ي وي اوله همدې امله داوردپراختياسره مرسته کوي . دځنګل اورته ويجاړونکې اور(Wild fire) هم ويل کېږي داډول اورپه ځنګلي سيموکې رامنځته کېږي اودسوځېدووړنباتات سوځوي . دسوځېدوړنباتاتوپه اساس نوموړي اورته دبوټواور، دځنګل اور، ددښتې اور، دوښواور، دغره ياورشواوراودPeat اورهم ويل کېږي. دځنګل اوردهغې دپراخه اندازې، داصلي منبع څخه دخپرېدو چټکتيا،په ناڅاپي توګه دلوري بدلولو وړتيا او د سيندونو، سرکونو او نورو موانعوڅخه دټوپ وهلودوړتياپه اساس له عامواورونوڅخه توپيرکوي. دځنګل اور داسې هم تشريح کېداي شي چې دځنګل اوردبې کنټروله اورڅخه عبارت دي کوم چې پخپله رامنځته کيږي او هغه نباتات سوځوي چې دځنګل دځمکې سطحه يې پوښلی وې. يادځنګل اوردلرګيو(Timbers)،ګڼو ځنګلونو ياګڼو بوټو، واښو اونور زراوراخيستونکو نباتاتوپه يوه برخه کې رامنځته کېږي. دځنګل اور ښايي په طبيعي ډول او ياد انسانې فعاليتونو په نتيجه کې رامنځته شي . په مجموع کې

دځنګل داوردرامنځته کيدولپاره درې فکتورونه[سمول]

Forecasting South American fires.
UC Irvine scientist James Randerson discusses new research linking ocean temperatures and fire-season severity.

۱ - سون مواد

په دې کې ټول هغه مواد شامل دي کوم چې زراوراخيستونکي دي لکه ونې، وچ  واښه، دډبروسکاره، تيل، دنباتاتو او حيواناتو پاتې شون، وچې پاڼې، ټول فوسيلي او نوراور اخيستونکي مواد دي

۲- اکسيجن اکسيجن چې په ښکاره اوڅرګندډول په هواکې شته دی او دنباتاتوپه واسطه دضيايي ترکېب دعمليې په نتيجه کې هوا ته ازاديږي، په زياته پيمانه داورسره مرسته کوي.

۳- داورسرچينه/ دسوځيدو سرچينه دسوځيدو سرچينی په ځنګل کې ډيرې زياتې دي خو د ځنګل ګڼوالی ورسره مرسته کوي دا ښايي دتندرپه واسطه، دکورڅخه دباندې اوربلولوپه واسطه، دغورځول شوي سګريټ څخه، اويا هم دغره په يو اړخ باندې دزيات وخت لپاره دلمردلګيدو پواسطه رامنځته شي همدارنګه وچې هواګانې چې وچکالي منځته راوړي ښايي د اور درامنځته کېدوسبب شي . چې دغه وچکالي نوو زرغون شوو اوکمزورو نباتاتو ته زيان اړوي اوهغوۍدوچوالي سبب کيږي وچ شوي مواد داورلپاره ستره منبع ده . همدارنګه دوامداره قوي بادونه ددې سبب کېږي چې دځنګل اورله يوځاي څخه بل ځاي ته انتقال شي چې په پايله کې يې زياته ساحه سوځي .

دځنګل داورتاريخچه[سمول]

دځنګلونوداورلومړنۍ موندل شوي شواهد دانګلستان ته څيرمه دWalse په سرحدونوکې دRhyniophytoid نباتاتوفوسيلونه ؤ کوم چې دچارکولو(دلرګوسکاره) په ډول پاتې و اونژدې ٤٢٠ ميليونه کلونه وړاندې سلوري زمانې پورې يې اړه درلوده. همدارنګه بې لمبې سوځونکي اورونه ٤٠٥ ميليونه کاله دمخه پيل شو. دديوانيانوپه عصرکې په اتموسفيرکې داکسيجن کموالى دچارکولودکموالي سره يوځاي شو. دچارکولوڅخه ترلاسه شوي نورشواهدپه ډاګه کوي چې ځنګلي اورونوترCarboniferous مودې پورې دوام وموندورپسې دديوانيانودعصرپه وروستيوکې د١٣ %څخه ٣٠-٣١% پورې داتموسفيري اکسيجن مجموعي زياتوالى دپراخه ځنګلي اورونوسبب شو. دډبرودزمانې اورونه داوسنيواورونوسره ورته و. دهغه سطحي اورونوشواهد کوم چې دوچوموسمونو له امله منځته راتله په ديواني اوکاربونيفرس پر جمنوسپرم ځنګلونوکې منځته راتله. دکاربونيفرس دزمانې دLepidodendronځنګلونوتورې څوکې دتاج دبرخې داورونوڅرګندونه کوي. په Jurassic جمنوسپرم ځنګلونوکې دمکرروسطحي اورونوشواهدموندل کيږي. په وروستيوکلونوکې دځنګلونوداورزياتوالى ښايي دC4 ډوله واښودزياتوالي له امله وي څرنګه چې يادشوي واښه دمنځني رطوبت لرونکوسيموته منتقل شودسوځيدنې لوړې وړتيايې داورپيښيدنه زياته کړه اوپه پايله کې يې ځنګلي سيمې هم په ورشوګانوبدلې شوې. خوبياهم هغه ځنګلونه چې داورله ګواښ سره مخ و ښايي ديولړ ونولکه دPinus جنس دشهرت سبب ګرځيدلي وي. دنوموړي جنس ونې ډبل پوستکى لري کوم چې داور په وړاندې مقاومت کولي شي نوموړي نباتات کولى شي دتاج دبرخې د٦٠% برخې سوځيدووروسته هم ژوندي پاتې شي. د١٩٨٠مې لسيزې راهيسې دنړۍ په اکثره برخوکې دځنګلونوداورپه شدت کې زياتوالى راغلى. په ٢٠٠٢م کال کې ځنګلي اورونو په نړۍ کې ٣٥٠ ميليونه هکتاره ځنګلونه اوورشوګانې وسوځولې چې نوموړې ياده شوې ساحه دهندوستان هيواد دمساحت سره برابره ده. په جرمنې کې داوردڅارنې دنړيوال مرکز(GFMC) دراپورپه اساس په ٢٠٠٣ کال کې ځنګلي اورونوپه اروپاکې تقريباُ٧٠٠٠٠٠هکتاره ځنګلونه او بوټه ييزې سيمې وسوځولې. د٢٠٠٩م کال دفبروري په مياشت کې داسترالياپه وکتوريه کې رامنځته شوي ځنګلي اورونو١٧٣تنه ووژل، له ٢٠٢٩ څخه زيات کورونه او٣٥٠٠ ودانۍ هغه وخت له منځه ولاړې کله چې داورلمبې ترې چاپيره شوې. زمونږپه هيوادکې هم په بيلابيلووختونوکې دځنګلونوداورپيښې رامنځته شوي مګردتيرودرې لسيزوجګړوله امله يې ارقام له منځه تللي اوياهم ناوئيلي پاتې دي. دځنګلي اور يوه وروستۍ اوستره پيښه په ١٩٩٩م کال دجون دمياشتې په ١٢مه نيټه دکنړولايت دشوړيک په سيمه کې رامنځته شوه. په دغه اورکې چې ددوه ډلودتربګنۍ له امله رامنځته شوى ودکنړ ولايت دشوړيک، ديوه ګل، باډيل، هډوال اوکوړنګل په ساحوکې يې ١٦٠٠٠هکتاره ځنګلونه وسوځول. نوموړي اورنژدې يوه مياشت دوام وکړد٣٠٠ په شاوخواڅاروي او٤تنه يې ووژل. ذکرشوى اورډيرپراخه او نه کنتروليدونکى ودسيمه ييزوخلکوپه هلوځلويې شدت کم شواوپه پاي کې دباران له امله پاي ته ورسيده. ددې ترڅنګ د٢٠٠٥م کال دنومبردمياشتې په ٢١مه نيټه دماڼوګي ولسوالۍ دکوړنګل په ځنګل کې اورولګيده چې يوه اونۍ يې دوام وکړاووروسته دباران له امله ووژل شو. نوموړي اور٢٥هکتاره ځنګل او٧٠٠٠٠٠ فټه چارتراش وسوځول. په دې وروستيوکې دځنګله داورونويوشميرنورې پيښې هم ثبت شويدي چې عامل يې دائتلافي ځواکونوبمباري ښودل شوې ده په ځنګل کې داور لګيدنې مخنيوي اهميت او اهداف ځنګلونه دطبيعي منابعوله جملې څخه دي کوم چې دنړۍ اوهمدارنګه ديوهيواد دخلکولپاره زيات اهميت لري خصوصاً دهغه خلکو لپاره کوم چې ځنګلي سيموته نږدې اوسيږي او دخپلو اړتياو دپوره کولو لپاره مستقيماً له ځنګل څخه استفاده کوي دځنګلونو څخه خلک د لرګيو، غوښې، ميوواو شنونباتاتودتوليد او همدارنګه دوحشي حيواناتو او الوتونکود ښکار او مالدارۍ لپاره استفاده کوي.ددي ترڅنګ ځنګلونه دچاپېريال په ساتنه کې هم مهم رول لري ځنګلونه دهواککړتياکنترولوي او داکسيجن دتوليد سبب کيږي کوم چې د ژونديو موجوداتو دتنفس لپاره ډير ضروري دی. ددي پرته ځنګلونه طبی ارزښتونه هم لری. يوشمير ځنګلي ونې داسي مواد افرازوي کوم چې مکروبونه وژني همدارنګه زيات شمير درملونه له ځنګلي ونو څخه ترلاسه کيږي په اوسنيو وختونو کې دنړۍ په زياتو هيوادونو کې خلک دتفريح اوهمدارنګه د طبيعيت څخه دخوند اخيستلو په منظور ځنګلونو ته ورځي. د ځنګل محصولات د فابريکو لپاره خام مواد برابر وي دغه فابريکې دزيات شمير خلکو لپاره دکار زمينه برابروي او په مجموع کې ديوهيواد داقتصادي ودې سره مرسته کوي له بده مرغه دغه ارزښتمنه شتمني ځينې وختونه داور پواسطه سوځي اوله منځه ځي داور له امله دځنګل په سوځيدلو سره نه يواځې دهغې دزنيتي، اقتصادي، تفريحی او محافظوي ارزښتونو څخه بې برخې کيږو بلکې ددغه سوځيدنې په ترڅ کې زيات شمير مضر ګازونه هم اتموسفير ته خوشې کيږي اودهوادککړتيا، دځمکې دسطې دمنځنۍ تودوخې دلوړوالي اوپه مجموع کې دچاپيريال دککړتيا سبب کيږي . ددې لپاره چې داور له ضرر څخه په امن کې شو اړينه ده چې ځنګلي اور ، دهغې درامنځته کيده عوامل او اغيزې وپيژنو اودمخنيوی په لارو چارو يې ځان پوهه کړو. په دي کارسره به وکولاشو چې ددغه باارزښته شتمنۍ ساتنه وکړو او په دوامداره ډول ورڅخه استفاده وکړو.

دځنګل داورډولونه[سمول]

کله چې په ځنګلې سيموکې دسوځيدنې وړمواداوموسمي شرايط اورلګيدنې اودوامداره سوځيدنې ته لارهواره کړي درې ډوله اورونه رامنځته کيږي چې په لاندې ډول ورڅخه يادونه کيږي:

ځمکني اورونه[سمول]

ځمکني اورونه په عادي توګه په پټه خپريږي اوياهم دهيومس اوعضوي بقاياوپه طبقو ښويږي اوټول عضوي پوښ اويادهغې يوه برخه اودځمکې لاندې ريښې سوځوي چې په نتيجه کې منرالي خاوره اويادخاورې لاندې ډبرې لوڅيږي. نوموړي اورونه عموماً يواځې داوږودمهاله وچکالۍ په موده کې چې خاوره په کافي توګه وچه شوې وي رامنځته کيږي او تراونيواومياشتوپورې په کراره کراره بليږي. داډول اورونه عموماً بې لمبې سوځيږي اوزياتره وختونه په اسانۍ تشخيص کيدى هم نه شي. دااورونه ترهغې دوام کوي ترڅوداورښت اوياټيټې تودوخې له امله ووژل شي اويايې هم دسوځيدو وړموادپاي ته ورسيږي. ځمکني اورونه زيان رسونکې اغيزې لري دبيلګې په ډول دااورونه داوږدې اولوړې حرارتي ضربې دتوليدولوله امله لويې اوکوچنۍ ونې وژني. هغه کوچني ژوندي موجودات اوفنګسونه چې په عضوي طبقواوهيومس کې ژوندکوي، له منځه وړي. همداراز په بقاياوکې ذخيره شوى تخم هم سوځوي اودخاورې دژوروطبقوپرته ټولې ريښې وژني. ځمکني اورونه په ميلان لرونکوسيموکې د سطحي جريان اوتخريب چانس زياتوي چې په پايله کې يې ځمکه کلکه اوسخته پاتې کيږي کوم چې ښايي دنباتاتودبيرته چټکې زرغونيدى مخه ونيسي. په لوڅو سطحوکې داوبوزيات سطحي جريان ښايي منحل غذايي مواداوايره له ځانه سره يوسي چې له امله يې شرايط دنبات دودې لپاره غيرمساعدګرځي. ځنګلداران عموماًدساحې داماده کولوپه منظورځمکني اورونه مناسب نه ګڼي اوترهغه پورې په تجويزشوي اوربنديزلګوي ترڅوهيومس دومره رطوبت واخلي چې داورپرمهال په بشپړډول ونه سوځيږي.

سطحي اورونه[سمول]

سطحي اورونه دځمکې په سطحه اوياځمکې سطحې ته نژدې واقع کوچني ښاخونه، دچارتراشوڅخه اضافه شوي لرګي، واښه، بوټي اودبقاياوپاسنۍ طبقه سوځوي. سطحي اورونه عموماًپه يوه ساحه کې په چټکۍ سره حرکت کوي مګرټول عضوي مواد نه سوځوي. دعضوي هورايزونو رطوبت اکثره دهيومس دطبقې داوراخيستنې مخه نيسي همدارنګه خاوره اوپه خاوره کې ميشت مايکرواورګانيزمونه دتودوخې څخه ساتي. هغه حرارتي ضربه کومه چې ددې چټکوخپريدونکواورونوله امله داورمخې لوري ته توليديږي دومره اوږده نه وي ترڅووکولى شي دلويوونوډبل پوستکي لاندې انساج زيانمن کړي خوبياهم دکوچنيو ونواوبوټودغاړې برخه(Collar) زيانمنه کړي اودکوچني قطرلرونکو ښاخونو او نورو کوچنيو سطحي خشاکودکموالي سبب وګرځي.

دتاج دبرخې اورونه[سمول]

له هغه اورونوڅخه عبارت دي کوم چې دونودچترۍ په برخه کې موجودمواد، لوړقدې ونې، پيچکونه اوپه ځمکه پراته دسوځيدنې وړمواد(Ladderfuels) سوځوي. دااورونه هغه وخت پيښيږي کله چې دقطع شوولرګو ډيرۍ، دولاړوونولانديني ژوندي ښاخونه اودونودتاج برخې دسطحې ياځمکني اورپه لمبوکې راګيرشي اواورشاوخواونوته خپورشي. دتاج دبرخې اورونه په ځنګل کې دوچکالۍ اوټيټ نسبتي لنده بل په موده کې رامنځته کيږي اوپه ځانګړي ډول په هغه سيموکې منځته راځي چيرته چې په ځمکه باندې په زياته اندازه دسوځيدووړمواد(چپه شوې ونې، قطع شوي لرګي اودچترۍ په لاندې برخه کې دسوځيدنې وړمواد)پراته وي. دتاج دبرخې اورونه ډيره زياته تودوخه منځته راوړي کوم چې دتودوخې دقوي انتقال(Convection) په نتيجه کې پورته ځي اوسطحې خواته دتيزوهواګانود راښکلوسبب کيږي چې دغه هواګانې داورلمبې نورې هم زياتوي. دلمبوڅخه دتودې هواجريان داورڅخه ليرې دسوځيدووړموادګرم اووچوي چې په پايله کې يې نوموړي موادالوتونکي غازونه منځته راوړي. دتاج دبرخې اورونه دځمکنيواورونوپه څيرچاپيريال اغيزمنوي، په خپله لاره کې ټولې ونې اوبوټي له منځه وړي اوعموماًسطحي عضوي موادهم سوځوي. دځمکنيواورونوپه څيردتاج دبرخې اورونه يواځې هغه وخت له منځه ځي کله يې چې دسون موادختم شي يادباران پواسطه سوړشي اويايې هم دسوځيدو وړمواد دومره لامده شي چې دسوځيدو وړنه وي په مجموع کې دتاج دبرخې اورونه په ځنګلي ايکوسيستمونوکې دساحې داماده کولوپه منظوردومره ارزښت نلري.

په ځنګل کې دوه ډوله اور پيژندل شوی دی چې لاندې ورڅخه يادونه کيږي:[سمول]

تجويز شوی اوريا کانترول شوی اور (Prescribed fire ۲-ويجاړونکی اورياپراخه سوځيدنه (Wildfire) چې چټکه سوځيدنه هم ورته ويل کيږي

۱-تجويز شوی اور[سمول]

له هغه قصدي او پلان شوي اور څخه عبارت دى کوم چې د انسانانو پواسطه د مشخصو يا ځانګړو هدفونو لپاره په کاراچول کېږي. تجويز شوى اور يا سوځيدنه په عمومي توګه کنترول شوې سوځيدنه ده چې مشخصه او ځانګړې ساحه په برکې نيسي.دکنترول شوي اور دعملي کولو په وخت بايدله ډير احتياط څخه کارواخيستل شي ځکه چې په دغه وخت کې يوه کوچنۍ بې احتياطي هم ښايي پراخه او ويجاړونکي اور ته لار هواره کړي چې کنترول يې بيا ستونزمن وي

د تجويز شوي اور موخې اوګټې[سمول]

تجويز شوى اور يا سوځيدنه که چېري په درست ډول سره کنترول شوی وي، د ځنګل، څارويو او همدارنګه انسانانو لپاره زياتې ګټې لري.داډول اور عموماً دځنګل د ادارې لخوا په کاراچول کيږي . دتجویز شوی اور ګټې يې په لاندې ډول دي: ۱-تجويز شوي اور پواسطه دنباتاتو او حيواناتو هغه پاتې شوني له منځه ځي کوم چې دځنګل پر فرش موجود وي. ۲-. تجويز شوى اور دنيالګيود کرنې لپاره ساحه برابروي. ۳- تجويز شوى اورهغه نباتات له منځه وړ ي کوم چې نورونباتاتو ودې ته ستونزې پيښوي . ۴- تجويزشوی اورهغه کوچنۍ ساحې سوځوي چې ونې يې ناروغه ،کمزورې ، زخمي اونامطلوبه وي . ۵- تجويز شوى اوردڅړځاي دکېفيت دښه والي په منظور هرزه ګياو ې اووچې ګياوې له منځه وړي .

دتجويزشوي اورڅخه د استفادې پر مهال بايد لاندې فکتورونه په نظرکې ونيول شي :[سمول]

۱- د هوا شرايط

 يوازې يوې کوچنۍ ساحې ته بايد په يو معين او ټاکلي وخت کې اور ورکړل شي. په ځنګل کې بايد رطوبت ډېرټيت نه وي .داورلګونې په وخت کې بايدزيات بادموجودنه وي .

۲- اورشغلی بايدکمې وي

د اور يا سوځيدنې د شغلې د زياتوالي  لپاره بايد زيات زمينه مساعده نه شي.ځکه چې  لوړ حرارت ياد تودوخې شدت ددې سبب کېږي ترڅو د ونو پاڼې مړاوي شې او ونې زيان  ومومي.   

۳- په کوچنيو ساحوکې بايد سوځونه ترسره سي اور يا سوځيدنې ته بايددا زمينه مساعده نه شي تر څو له کنتروله ووځي. که چيرته داډول اور له کنتروله ووځي اوزياته ساحه په بر کې ونيسي، په لوي اوخطرناک اور بدليږي او ښايی دډيرو تاوانونو سبب وګرځي.

ويجاړونکی اور يا پراخه سوځيدنه (Wildfire)[سمول]

دېته چټکه سوځيدنه هم وايي داله هغې اور يا سوځيدنې څخه عبارت دى چې خلک اودهغوۍ شتمني په خطر کې اچوي او په پراخه اندازه د ځنګل ساحه نيسي دکنتروله وتلي اور مشخص هدف معلوم نه وي.او دا په خپل سر ځنګل کې اورلګېدنه ده دا سوځيدنه يا اور له هوا او نورو شرايطو سره په تړاو خپله لمنه نور هم پراخوي. او په ټوله ساحه کې خپريږي. چې همدا اور دځنګل لپاره ډيرزيانمن دی.دااور دانسانې فعاليتونوپه اساس اويادطبيعي پيښوڅخه رامنځته کېږي. چې دځنګل نباتات، حيوانات،کوچنې موجودات، دځنګل خاوره له منځه وړي همدارنګه اقليم اونور ژوندي موجودات له ګواښ سره مخ کوي. دخلکو شتمنۍ او نورې ساحې په خطرکې واقع کوي . نو دداسې ځنګلي اورونوکنترول ډير مهم دی.

دځنګل داورځانګړتياوې[سمول]

ځنګلي اورته يووخت يوناني اورهم ويل کيده مګرپه اوس وخت کې ورته پراخه، ويجاړونکى اوستراورويل کيږي. ځنګلي اورله نورواورونوڅخه دهغې درامنځته کيدودځاي له مخې هم توپيرکوي اوعموماً دباندې په واښه لرونکوسيمو، ځنګلي سيمو، بوټه ييزوسيمو، Peatلرونکوسيمواونوروهغه سيموکې چې دسون موادودسرچينې په ډول ترې کاراخيستل کيږي، رامنځته کيږي. په هغه صورت کې چې ځنګلي اورګاونډيوټولنوته خپورشي کورونه هم ويجاړوي. څرنګه چې دځنګلي اورعوامل متغيراوپايلې يې تل بې سارې وي په همدې اساس دفزيکي ځانګړتياو، دسوځيدنې وړموادوډول اوپه اورباندې دموسم داغيزوله مخې تشخيص کيدى شي. دځنګلي اورکړه وړه(روش) اوشدت دځينې فکتورونو لکه دسوځيدونکو موادو دشتوالي، احاطه شوې ساحې او موسم پايله ده. پداسې حال کې چې ځنګلي اورونه ښايي پراخه وي نه قابوکيدونکي ناورينونه په ميليونوهکتاره ساحه سوځوي. دا اورونه ښايي ١٢٥٠مترمربع اوياتردي هم کمه ساحه وسوځوي. دځنګلي اورپه نمونه اخيستنه کې کوچنۍ پيښې هم شامليدى شي مګر په ليکنوکې ورته ډيره پاملرنه نه کيږي.

دځنګله داوردرامنځته کيدوعوامل[سمول]

دځنګلي اوردرامنځته کيدوڅلورسترطبيعي عوامل له بريښنا، اورغورځونکو، دډبرودرغړيدوپه پايله کې رامنځته کيدونکې سپرغيواوپه خپل سرسوځيدنې څخه عبارت دي. په نړۍ کې دډبروسکروپه زرګونوسوځيدونکې طبقې هم شاوخوادسوڅيدنې وړموادلمبه کولى شي. خوبياهم زياتره ځنګلي اورونه ښايي انساني سرچينې ولري. دFAO د٢٠٠٤م کال دځنګلونودساتنې څانګې دراپورپه اساس دځنګلي اورونو٩٥سلنه پيښې دانساني فعاليتونوله امله رامنځته کيږي دبيلګې په ډول قصدي اوراچونه، غورځول شوي سګريت، دوسايلوڅخه رامنځته شوې سپرغۍ، دبرقي مزوشليدنه، Slash & burn تخنيک، په ښکارکې داسانتياپه موخه دځنګلونوسوځول دځنګلونودنه قابوکيدونکي اور درامنځته کيدومهم عوامل دي.

دځنګل داورطبيعي عوامل:[سمول]

ددې ترڅنګ په ځنګلي سيموکې دونوقطع دداسې واښوتسلط ته لارهواروي کوم چې په زياته اندازه دسوځيدنې وړتيالري په جنوبې ويتنام کې دورشوګانوکلني اورونه دځنګلي سيمودهغې ويجاړۍ پايله ده کوم چې دويتنام په جنګ کې دامريکايي فوځيانولخوادچاوديدونکوموادواوګياه وژونکوداستعمال اودځمکې ميخانيکي پاکونې اوسوځونې له لارې په کاراچول شوې وه. په نړۍ کې دځنګلي اورعوامل يوتربله فرق کوي دبيلګې په ډول دامريکاپه متحده ايالاتو، کاناډااوشمال لويديځ چين کې بريښنا دځنګل داوردرمنځته کيدوسترلامل دى.

                                          دنړۍ په نوروبرخوکې انساني فعاليتونه اومداخلې هم داورونوپه رامنځته کيدوکې ډيررول لري. په ميکسيکو، منځنۍ امريکا، جنوبي امريکا، افريقا، جنوب ختيځه اسيا او نيوزيلينډکې دځنګلونواورونه په يولړانساني فعاليتونوپورې اړه لري چې په کې کرنه، دحيواناتوروزنه اودکرنې په موخه دځمکې اماده کول شامل دي. په مديترانه يي حوزه اوچين کې دانسانانو بې پرواهي دځنګلي اورعمده لامل دى. په استرالياکې بريښنااوانساني فعاليتونه لکه دماشين آلاتو سپرغۍ اوغورځول شوي سګريټ دواړه دنوموړي اورسرچينه تشکيلوي. زمونږپه هيوادکې زياتره ځنګلي اورونه دښکاريانو، رمه څرونکواودځنګله قطع کونکودبې پرواهۍ پايله ده. ددې ترڅنګ قصدي اوراچونه اوپه دې وروستيوکې جنګونه اوبمبارۍ هم دنوموړي اوردپيښيدواندازه زياته کړې.

انساني مداخلي[سمول]

دډبرولرغونې اومنځنۍ زمانه کې دانسانانوپواسطه دښکاراوکرنيزواهدافوپه موخه داورڅخه استفادې پخوانۍ منظرې اورژيمونه ګډوډکړل. ځنګلي سيمې په تدريجي توګه دکوچنيونباتاتوپواسطه تعويض شوې چې په ښکار، تګ راتګ، دتخمونوراټولونه اوکرنه کې يې اسانتيارامځته کړه. دځنګلي اورونوڅخه دبشري تاريخ په اوږدوکې دلومړنۍ حرارتي وسلې په توګه استفاده وشوه. دمنځنيوپيړيوراهيسې دمسلکي سوځونې اوهمدارنګه داورڅخه استفادې دادره کولوپه موخه جوړوشوو قوانينواودودونوپه اړه ليکنې وشوې. په جرمنې کې په ١٢٩٠م کال کې په Odenwald اوپه ١٣٤٤م کال کې په توروځنګلونوکې منظمه سوځونه ثبت شويده. په ١٤مه ميلادي پيړۍ کې دځنګلي اوردمخنيوي په موخه په Sardinia کې داورماتونکوڅخه استفاده وشوه. په ١٥٥٠مه لسيزه کې دوهم فليپ دهسپانياپه ځينې ولايتونوکې دميږودروزنې مخنيوى وکړچې علت يې دهغه اورونودناوړه اغيزوڅخه ځان ساتل وکوم چې به دموسم په بدلون درموسره نقل کيدونکوشپونکيانودبې احتياطۍ له امله منځته راتله. ځنګلي اورونه په عادي توګه دلوړې تودوخې اووچکالۍ په موده کې رامنځته شول. دانسانانواغيزو داورپه پيښيدنه کې زياتوالى رامنځته کړو. د٨٥٠ ق م او١٦٦٠م کلونوترمنځ داوردپيښوزياتوالى انساني اغيزوسره تړاولري.

 په امريکاکې دچارکولودارقاموڅخه ترلاسه شوي شواهدجوتوي چې دتيروکلونوپه پرتله د١م او١٧٥٠م کلونوترمنځ په ځنګلي اورونوکې عمومي کموالى رامنځته شوى خوبياهم د١٧٥٠م او١٨٧٠م کلونوترمنځ موده کې داوردپيښوزياتوالى دشمالي امريکااواسياڅخه ترلاسه شووچارکولودارقاموله مخې څرګندشوى و. چې دادانسانانودنفوس دزياتوالي اودهغې اغيزولکه دځمکې پاکونې عملياتوپورې اړه لري. تردې وروسته په ٢٠مه ميلادي پيړۍ کې په اورونوکې مجموعي کموالى رامنځته شوچې داهم دکرنې دپراختيا، دمالونوزياته څرونه اوداوردمخنيوي دهڅوسره تړاولري.

په لنډ ډول دځنګل داور رامنځته کيدو عوامل[سمول]

داسي طبقه بندي کوو

عموماًچې په ځنګلونوکې داور رامنځته کېدل دوه عوامل لري ۱- طبيعي عوامل (Natural causes of forest fire) ۲- انساني فعاليتونه (Manmade or anthropogenic causes)

طبيعي عوامل:[سمول]

په طبيعي ډول دځنګل داور پېښيدل دانساني مداخلې په اساس نه وي. او په طبيعي ډول سره په ځنګل کې واقع کېږي چې په لاندې ډول دي. ۱- بريښناپه واسطه (Lightning) ۲- د ونوپاتي شونو په واسطه ۳- دزلزلی په واسطه ۴- لوړه تودوخه اوټيټ رطوبت ۵- اورغورځونکې غرونه

دانسانې فعاليتونوپه واسطه[سمول]

هغه اورونه چې دانسانې فعاليتونو په واسطه په ځنګل کې رامنځته کېږي په دوه ډوله دي ۱- دانسان دبې احتياطۍ په اساس ۲- قصدي اوراچونه

۱- دانسان دبې احتياطۍ په اساس[سمول]

۱- داورپاتې شوني چې دانسان نه پاتې کېږي

۲-دماچس دبل تلی يادسګرټ غورځول

۳- دهغه کسانوبې احتياطۍ په اساس چې دځنګل ګبين ټولوي

۴- ريل ګاړونه اوماشينونوچې ځنګل کې پري کارکوي

۵- په ځنګل کې دشونټۍ غورځول ۶- دبرق مزونه

۷- دبيدياوساحو سوځول دوښوپه منظور

۸- دځنګل کارکوونکولخوا دپاتې شونو په بې احتياطۍ

قصدي اوراچونه ياپه مشوري سره[سمول]

۱- دونو لاندې بوټواووښو سوځول

۲- دنوو نودواوبوټو سوځول کوم چې داوړی موسم کې شنه شوي وي ۳- دزيانمن شواوتحقيق شونباتاتو سوځول

۴- دبل چاپه حکم دځنګل سوځيدل

۵- دځنګل سوځول دسکرو په خاطر

۶- دګوڅو په حاطردځنګل سوځول

۷- دټولنوترمنځ مخالفت

۸- دکرځمکې په خاطر

دځنګل داورلپاره دسوځيدووړموادوډول[سمول]

دځنګلي اورونوخپريدل دموجودوسون موادواودهغوي دعمودي ترتيب له مخې سره فرق کوي دبيلګې په ډول هغه سوځيدونکي موادچې دغره په پاسنۍ برخوکې واقع وي دغره دلاندينيوبرخودموادوپه پرتله په ډيره اسانۍ سره وچيږي خوبياهم ښايي سوځيدونکې کوندې داوردنقطې څخه دغره لاندينيو برخوته راورغړي اوهلته دموجودوسون موادودسوځيدوسبب شي دسوځيدنې وړموادوترتيب اوکثافت په ځينې وختونوکې دتوپوګرافۍ پواسطه اداره کيږي ځکه چې دځمکې شکل دنبات دودې لپاره ضروري فکتورونه لکه اوبه اودلمروړانګوشتوالى ټاکي په ټوليزه توګه دځنګل داورډولونه دهغوي دسوځيدنې وړموادوله مخې مشخص کيدى شي.

دځنګل داورفزيکي خصوصيات[سمول]

دځنګله اورونه هغه وخت رامنځته کيږي کله چې داوردمثلث ټول اجزاء په يوه حساسه سيمه کې سره رايوځاي شي. داورلګيدنې سرچينه دسوځيدنې وړموادولکه نباتاتوسره په تماس راځي خوله شاوخوامحيط څخه بايد ورته په کافي اندازه اکسيجن اوکافي تودوخه ورسيږي. لوړ رطوبت عموماًداورلګيدنې مخه نيسي اوداورشدت کموي. ددې لپاره چې دسوځيدنې وړموادوڅخه ټولې اوبه تبخيرشي اونوموړي موادداوردنقطې تربريده ګرم شي لوړې تودوخې ته اړتياده. ګڼ ځنګلونه عموماًزيات سيورى منځته راوړي کوم چې دمحيط تودوخه ټيټوي اودرطوبت اندازه لوړوي په همدې اساس دځنګلي اورپه وړاندې ډيرحساس نه وي. هغه موادچې تراکم يې کم وي(لکه پاڼې اوواښه) دمتراکموموادو(لکه ښاخونه اوتنې)په پرتله کمې اوبه لري اوپه اسانۍ سره اوراخلي. نباتات په دوامداره توګه دEvapo-transpiration له لارې اوبه له لاسه ورکوي مګرداوبودنوموړي ضياع توازن دخاورې، رطوبت اوباران څخه داوبودجذب له لارې ساتل کيږي. کله چې دوچکالۍ له امله داډول توازن موجودنه وي نباتات وچيږي اودسوځيدووړګرځي.د ځنګلي اورمخکنۍ برخه دوامداره سوځونکې لمبې مخې ته بيايي چي په لاره کې ناسوځيدلي مواد دفعالولمبوسره مخ کيږي او يا دسوځيدلو او ناسوځيدلو موادو تر منځ دپټ اوردانتقال په اثرلمبي بلې ساتي.کله چي مخه وړاندې ځي د حرارتي انتقال (Convection ) او حرارتي تشعشع ( Radiation ) له لارې شاوخوا محيط او اولر ګين مواد دواړه سوځوي. ترټولولومړى په C°١٠٠کې لرګى اوبه له لاسه ورکوي اووچيږي ورپسې په (C°٢٣٠ ) کې دلرګي Pyrolysis (داکسيجن په نشتوالي کې په لوړه تودخه کې دلرګي حرارتي کيمياوي تجزيه )پيل کيږي او سوځيدونکى غازونه ازادوي. په C°٣٨٠کې لرګى په لوخړو پيل کوي او کله چې په کافى اندازه ګرم شي په C°٥٩٠کې لمبه اخلي. مخکې تردې چې د ځنګلي اور لمبې يوې ټا کلې ساحې ته ورسيږي نوموړى اور مخي خواته د تودوخې په انتقال سره هوا تر C°٨٠٠ پوري ګرموي کوم چي وارله مخه د سوځيدني وړ مواد ګرم او وچوي او په نتيجه کي نوموړي مواد په چټکۍ سره اور اخلي چي د اور چټکې خپريدنې ته لار هواروي. لوړه تودوخه او اوږودمهاله سطحي ځنګلي اورونه ښايي پورته خواته داوردلوړيدو، دونودچتريو د وچيدو او له لاندې خوا څخه اوراخيستنه وهڅوي. ځنګلي اورونه مخکې خواته د خپريدو چټکه اندازه (Forward Rate of Spread ) لري. داډول اورونه په ځنګلونوکې د km/hr١٠،٨ او په ورشو ګانوکې km/hr ٢٢ په چټکتيا سره حرکت کوي. ځنګلي اورونه ښايي په کوږ شکل د اصلي مخي سره تماس وکړي او يا هم مقابل لوري ته دحرکت له لارې شاته ولاړ شي دا ډول اورونه ښايي د ټوپ وهلو او (Spotting)له لارې خپور شي چې دا عمل ښايي دهوا اوحرارت دعمودي انتقال په سبب د سکروټو او نورو سوځيدونکو موادو دوړل کيدوله امله رامنځته شي اودهوا له لارې سيندونو، سرکونو او نورو موانعو څخه چې په نوروحالا توکې داورماتونکودنده سرته رسوي هم تيريږي. دځانګړو ونوپه چتريوکې اورونه(Torching)دځايي اورونو(Spotting) سبب کيږي کوم چې شاوخوا مواد وچوي اوپه ځانګړې توګه يې دسکروټوله امله داوراخيستنې په وړاندې حساس ګرځوي. دSpotting له امله ګرمې سکروټې داور څخه ښکته خوا ته راځي چې په پايله کې لاندې خوا کي موجودوموادوکې دځايي اورونودمنځته راوړلوله لارې دسوځيدنې سبب کيږي. پراخه ځنګلي اورونه دټوپ داغيزوله لارې په جوختوګاونډيوسيموکې دهواچلنداغيزمنوي. کله چې هوا ګرمه شي پورته جګيږي همدارنګه پراخه ځنګلي اورونه پورته خواته دهواقوي جريان منځته راوړي چي د شاوخوا سيمو څخه نوې او تازه هوا راکاږي. د تودوخې اورطوبت ترمنځ زيات عمودي توپيرونه دPyrocumulus وريځې، قوي بادونه ، طوفاني بوړ بوړکۍ (Tornadoes) او په قوت سره داور څرخيدنه منځ ته راوړي کوم چې د km/hr ٨٠ څخه په لوړه چټکتياحرکت کوي. دخپريدو چټکې اندازې، د تاج دبرخي ياځايي ډيريدونکي اورونه، داوردڅرخيدنې شتوالى اوقوي حرارتي انتقال دافراطي وضعيت څرګندونه کوي.


دځنګل داورزيانونه[سمول]

که څه هم ځينې ايکوسيستمونه دودې لپاره طبيعي پيښيدونکواورونوته اړتيالري اوتريوه حده په اورونومتکي دي خوبياهم په مجموع کې ځنګلي اورونه له ځانه سره زيات ضررونه لري چې په لاندې ډول ترې يادونه کيږي:

١- پراخه ځنګلي اورونه دځنګل ايکوسيستم ويجاړوي.

٢- دوحشي ژو غذا اوپناګاوې له منځه وړي اودهغوي دمهاجرت سبب کيږي. ځينې وختونه وحشي ژوي هم په خپلولمبوکې راايساروي اوله منځه يې وړي.

٣- په هغه ښاري سيموکې چې ځنګل ته نژدې واقع وي کورونوته زيان اړوي.

٤- دانسانانوژونداوملکيتونودواړوته زيان اړوي.

٥- دهوادککړتياسبب کيږي چې له دې لارې دژونديوموجوداوصحت ته زيان رسوي.

٦- دځمکې دکرې تودوخه لوړوي چې پايله يې ديخچالونوويلي کيدل اوداوبوسطحې لوړيدل دي.

٧- دنسلونودمنځه تګ سبب کيږي.

٨- دشين کوريزه غازونوپه منځته راوړلوسره داوزون دطبقې دتخريب سبب کيږي.

٩- داورونوله امله په هواکې د CO2اندازه زياتيږي اوله بله پلوه دونوپه سوځيدوسره داکسيجن اندازه کميږي نوپه همدې اساس د CO2اواکسيجن توازن له منځه وړي.

١٠- ځنګلي اورونه په يوه سيمه کې ايکولوجيکي توازن له منځه وړي. ١١- دهوا نسبتي لنده بل کموي.

١٢- هغه کوچني ژوندي موجودات چې په هيومس اوعضوي طبقوکې ژوندکوي له منځه وړي.

١٣- ځمکه او ونې توروي اوديوې سيمې ښکلاله منځه وړي.

١٤- اقتصادي زيان منځته راوړي.

١٥- بې روزګاري زياتوي اوله دې لارې دبې وزلۍ دزياتوالي سبب کيږي.

دځنګل داوردزيانونومحاسبه[سمول]

څرنګه چې له قابوڅخه وتلي ځنګلي اورونه ډيرپراخه اوويجاوړونکي وي اوحيواناتو، انسانانواو ځنګلي ونوته زيات زيانونه اړوي دنوموړوزيانونومحاسبه کولوپه وخت کې لاندې ټکوته پاملرنه کيږي: ١- ټوله سوځيدلې ساحه ۲- دسوځيدلوونوشمير ۳- دوژل شوواوزيانمن شووانسانانوشمير ٤- دزيانمن شووکليواوکورونوشمير ۵- دمهاجرشووياوژل شووحيواناتوشمير

په هواباندې دځنګل داوراغيزې[سمول]

د تودوخې څپې، وچکالي، داقليم سائيکليک تغيرات لکه EL Nĩno(هغه اقليمي طرزکوم چې په استوايي ارام سمندرکې هرپينځه کاله وروسته رامنځته کيږي) سيمه ييزموسمي طرز لکه دغرونولوړفشار لرونکې لړۍ په ناڅاپي توګه د ځنګلي اورروش بدلوي اوويره يې زياتوي. دباراني کلونو وروسته زياته ګرمي ډيرو پراخيدونکو اورونو او اوږود اورني موسم ته لارهوارولى شي. د ١٩٨٠مې لسيزې د نيمايي راهيسي د واورو وختي ويلي کيدنه او ورپوري اړوند د تودوخي لوړيدل هم په لويديځه امريکا کې د ځنګلي اوردموسم دسختوالي او اوږودوالي سره تړاو لري خوبيا هم يو عنصر په يواځې توګه د تل لپاره دځنګلي اوردزياتوالي سبب نشي کيدى. د بيلګې په توګه نوموړي اورونه به يواځې دوچکالۍ په موده کي تر هغې رامنځته نشي تر څوچي نورفکتورونه لکه بريښنا(د اورلګيدنې سرچينه) اوقوي بادونه (دچټک خپريدو ميکانيزم) ورسره مل نه وي. د اورشدت هم د ورځي له پلوه زياتيږي دسوځيدونکوسټودسوځيدنې اندازه د ورځې په جريان کې د ټيټ نسبتي رطوبت، لوړې تودوخې او هوا د چټک جريان له امله پينځه وارې زيات وي. دلمر وړانګې د ورځې له پلوه دځمکې تودوخه لوړوي چې په نتيجه کې هوادغره لوړو برخو ته حرکت کوي. دشپې له پلوه ځمکه سړيږي اودهوا چلندمنځته راوړي چي دغره ټيټوبرخوته حرکت کوي نوموړې هواګانې د ځنګلي اورونوسره مرسته کوي اواکثره له نوموړوهواګانوسره يوځاي د غرونو له پاسه اودروکې حرکت کوي. په اروپاکې اورونه په مکررډول دورځې د ١٢څخه تر٢ بجو پورې رامنځته کيږي. د امريکا په متحده ايالاتوکې داوروژنې عمليات د اور ٢٤ساعته ورځ په برکې نيسي چې دسهاردلسو بجوپه وخت د ورځې په تودوخه کې د وړاندوينې وړزياتوالي او شدت له امله پيل کيږي.

دځنګل داور کشفول ياموندنه[سمول]

(Detection of forest fire): دځنګلي اورسره په مبارزه کې موثراوچټک کشف يوکليدي فکتوردى. په پخوانيووختونو کې داورد کشف هڅې په لومړنيوغبرګونونو، دشپواوورځودواړو په دقيقوپايلواوداورخطرته دلومړيتوب ورکولو وړتياوباندې متمرکزې وې. په امريکاکې د٢٠مي پيړۍ په لومړيوکې

داوردڅارنې دبرجونوڅخه استفاده وشوه همدارنګه دټيليفونونو، پيغام ليږدونکو کوترو او هيليوګرافونو څخه په استفادې سره داورونو راپورونه ليږدول کيدل. په ١٩٥٠م کال کې دهوايي اوځمکنۍ عکاسۍ په منظور د فوري کيمرو څخه استفاده وشوه ترڅوچې په ١٩٦٠مه لسيزه کې داوردموندنې لپاره دInfraredعکاسۍ څخه استفاده وشوه خوبياهم په مواصلاتي تکنالوژۍ کې دخنډونوله امله دمعلوماتو ليږد خنډ سره مخ کيدله. په ١٩٨٨م کال کې Yellowstone اورونوپه جريان کې په لويديځ Yellowstone کې دData يومرکزجوړشوچې په نژدې څلورساعته کې به يې دسيټلايټ په مرسته داورونومعلومات ورکول. په دې وروستيووختونوکې دځنګلي اورونودموندنې لپاره په برجونوکې داوردڅارنې اوهوايي اوځمکنيوګزموڅخه استفاده کيږي خوبياهم کيدى شي دانسانانوپواسطه دقيقه مشاهده دکنترولونکود ستړيا، دورځې ياکال دوخت اوجغرافيوي موقعيت پواسطه محدودشي. په وروستيووختونوکې دانساني کنترولونکودخطادله منځه وړلولپاره برقي سيستمونوشهرت موندلى دى. نوموړي سيستمونه بشپړاويا نيمه خودکاردي چې دGIS(دجغرافيوي معلوماتوسيستم) دارقامودتحليل په څيردخطروړسيمواوانساني ژونددموجوديت ددرجې له مخې سيستمونه په کاراچوي. دوي عموماًداوردموندنې لپاره يومخلوط سيستم په کاراچوي چې دسيټلايټ ارقامو، هوايي عکاسۍ اوGPS سيستمونوڅخه په ګډه توګه دWireless Incident Command Center لخوا اداره کيږي.

يوه کوچنۍ خوزيات خطرلرونکې ساحه چې زيات شميرنباتات ياانسانان لري اويايوې بحرانې ښاري سيمې ته نژدې وي دمحلي کشفي شبکې څخه په استفادې سره څارل کيدى شي. دکشف په سيستمونوکې ښايي دبې سيمه کشف شبکې شاملې وي کوم چې دخودکاره موسمي سيستمونوپه ډول عمل کوي اوتودوخه، رطوبت اولوګى کشف کوي. داډول سيستمونه دبيټرۍ، لمري انرژۍ اويادونو څخه چارج اخلي(خپلې بيتريانې په ونوکې دموجودوکوچنيوبرقي چارجونوڅخه چارج کوي). هغه پراخه سيمې چې متوسط خطرلري دڅارونکوبرجونوپواسطه څارل کيږي کوم چې دلوګې يانورو فکتورونولکه دارو پواسطه رامنځته شوىCO2 دInfrared خاصيت دموندلولپاره دنصب شووکيمرو اوکشفونکوڅخه استفاده کوي. چې ددې پرته نورې وړتياوې لکه دشپې ليدنه، دځلاکشف اودرنګ تغيرکشف هم ښايي دکشفونکوپه ډله کې په کارواچول شي. سيټلايټ اودالوتکو، هيلي کاپټرواوUAVs(بې پيلوټه هوايي وسايلو)څخه په استفادې سره هوايي څارنه پراخه منظره ورکولى شي اوښايي دډيروپراخه کم خطرلرونکوساحودڅارنې لپاره په زړه پورې وي. نوموړي ټول سيستمونه GPS اوپهInfrared سنبال الوتکې يالوړResolution لرونکې ليدونکې کيمرې دځنګل داوردکشف اوهدف ګرځولولپاره په کاراچوي. په سيټلايټ سنبال کشفونکي لکه Advanced along track scanning Radiometer اوداروپايي Remote Sensing Satellite دAlong-track Scanning Radiometer داورپواسطه تيت شوې Infrared وړانګې اندازه کولى شي کوم چې د٣٠سانتيګرادڅخه لوړحرارت لرونکې نقطې(Hot spots) تشخيصولى شي.

دځنګلي اورنمونه اخيستنه[سمول]

دځنګلي اورنمونه اخيستنه داوردروش دوړاندوينې اودرک لپاره حسابي ورته والي پورې اړه لري. دځنګلي اورنمونه اخيستنه په عين وخت کې داوردوژنې اوځپلوسره مرسته کوي. دعامووګړواو اوروژونکومصونيت زياتوي اوداورزيان راکموي دنوموړي اورپه نمونه اخيستنه کې دمحاسبوي علم څخه په استفادې سره دپخوانيواورونودپيښواحصايوي تحليل شامل دى چې په مرسته يې داوردمخې برخې روش اودSpottingدخطروړاندوينه کيدى شي. په تيرووختونوکې داوردنمونه اخيستنې لپاره مختلف ماډلونه وړانديزشويدي چې په کې ساده بيضوي، هګۍ اوپکي ته ورته ماډلونه شامل دي. دځنګلي اوردروش دمعلومولوپه موخه دلومړنيوهڅوپه برخه کې دځمکې اونباتاتويوشان والى په زړه پورې دى خوبياهم دځنګل داوردمخې دقيق روش په يولړفکتورونولکه دبادونوچټکتيااوميلان پورې اړه لري.

په چاپيريال باندې دځنګل داور اغيزې[سمول]

ځنګلي اورونه په هغه اقليمونو کې زيات دي چيرته چې د کافي رطوبت له امله نباتات وده کوي مګر غزيدلې ګرمه او وچه موده هم لري. داډول سيمې داستراليا او جنوب ختيځې اسيا، د جنوبي افريقا ورشوګانو، د جنوبي افريقا د لويديځ Fynbos سيمه، د امريکا د متحده ايالاتو او کاناډا ځنګلي سيمې او مديترانې له حوزې څخه عبارت دي. دا اورونه په ځانګړې توګه دقوي بادونو، وچکالۍ او د اوړي د ګرمو مياشتو په ورځو کې ډير پياوړي وي. د ځمکې د کرې د تودوخې لوړيدل (Global warming) ښايي په زياتره سيمو کې دوچکالۍ او واقع کيدنې (تکرار) شدت زياتوي چې په پايله کې يې ډير شديد او تکراري اورونه منځته راځي. که څه هم ځينې ايکوسيستمونه دودې د تنظيم لپاره طبيعي پيښيدونکواورونو ته اړتيالري. ځينې ايکوسيستمونه ډير زيات اورونه زغمي دبيلګې په ډول دجنوبي کليفورنيا د Chaparral سيمه او د امريکا دجنوب لويديځودښتوکمه ارتفاع لرونکې سيمې. په نوموړوسيموکې چې په کمه اندازه په اورمتکي دي داورزيات تکرار طبيعي سائيکلونه په بل مخ اړولي، دبومي نباتاتو ټولنې يې له منځه وړي اوداورپه وړاندې حسا سو نباتاتواوغيربومي هرزه ګياو ودې سره يي مرسته کړې. په هغه سيموکې چې داورله امله زيانمنې شوې وي، يرغل کوونکي انواع لکه Bromus tectorum او Lygodium microphyllum په چټکۍ سره وده کوي. څرنګه چې داډول نباتات په زياته اندازه اور کوي په همدې اساس په راتلونکي کې د اورخطر لوړولى شي او په پايله کې بومي نباتاتوته د لا زيان سبب جوړيدلى شي. د امازون په باراني ځنګلونو کې و چکالي، قطع، د حيواناتودڅرولوعمليات اودکرنې لپاره دځمکې برابرولوپه موخه دونو سوځونه داورپه وړاندې مقاوم ځنګلونه زيانمنوي او دداسې بوټو ودې ته لار هواروي کوم چې په اسانۍ سره سوځيږي په همدي اساس د اورونودډيروالي سره هم مرسته کوي. په باراني ځنګلونوکې اورنه دګڼو انواعو ټولګه تهديدوي او په زياته پيمانه CO2 توليدوى همدارنګه په ياد شوو ځنګلونو کې اورونه چې وچکالي او انساني مداخلې هم ورسره مل وي تر٢٠٣٠م کاله پورې دامازون دباراني ځنګلونو له نميايي څخه زياته برخه زيانمنولى شي. ځنګلي اورونه ايره توليدوي، عضوي مواد له مينځه وړي اوداوبوRun off زياتوي کوم چې غذايي مواد له ځانه سره وړي او ويجاړونکوسيلابونوته لارهواروي. په ٢٠٠٣م کال کې دانګلستان په شمالي يارکشاير کې ځنګلي اوردنباتاتو ٢،٥ کيلومترمربع (٢٤٧هکتاره) ساحه او دځمکي لاندې عضوي طبقه ويجاړه کړه ورپسې دباد پواسطه تخريب نوموړې ايره اولوڅه شوې خاوره راولاړه کړه اوداسې لرغونې بقاياوې يې په ډاګه کړې چې تر ١٠٠٠ق م پورې قدامت يې درلود. ځنګلي اورونه په اقليمي تغيراتوهم اغيزه کوي. نوموړي اورونه په اتموسفيرکې د CO2اندازه لوړوي اودنباتاتودودې مخه نيسي کوم چې په مجموع کې دنباتاتوپواسطه د CO2جذب اغيزمنوي. په ټنډراکې دسوځيدنې وړموادوتجمع اوځنګلي اورکوم چې دځمکې اونباتاتوپه طبعيت پورې اړه لري، يوطبيعي طرزوجودلري. په Alaska کې څيړنوپه ډاګه کړې چې داوردپيښې دراستنيدوموده (Fire Event Return Interval) عموماًد١٥٠څخه تر٢٠٠کلونوپورې توپيرکوي اوله مخې يې ټيټې وچې سيمې دلوړومرطوبوسيموپه پرتله په زياته اندازه سوځي.

دځنګل داورمخنيوی[سمول]

دځنګل داورمخنيوى داوردخطرراکمونکودفاعي ميتودونواوهمدارنګه دهغې دشدت اوخپريدوراکمولود عمليوڅخه عبارت دى.  داوردمخنيوي پاليسي بايدهغه رول حتمي په پام کې ونيسي چې انسانان يې دځنګل په اورکې لري دبيلګې په ډول دFAO ديوراپورپه اساس په اروپاکې دځنګل٩٥سلنه اورونه دانساني لاس وهنوسره تړاولري. دانسان پواسطه رامنځته شوي اور په سرچينوکې ښايي اوراچونه(Arson)، ناڅاپي اوراخيستنه اويادځمکې دپاکولواوکرنې په منظورد اورناسم کنترول شامل دى.

په ١٩مه ميلادي پيړۍ کې HMS Beagle سياحانوداسترالياپخواني اوسيدونکي وليدل چې دځمکې دپاکولو، ښکاراوFire-stick farming (په ښکارکې داسانتيااوپه يوه ساحه کې دحيواني اونباتي ترکيب دبدلون په منظورپه منظمه توګه دنباتاتودسوځونې په موخه داورڅخه استفاده)لپاره داورڅخه استفاده کوله. داورداډول محتاط استعمال دپيړيولپاره دژونديوموجوداتودښه والي په موخه دKakadu په ملي پارک کې په لاره اچول شوى. په ١٩٣٧م کال کې دامريکادمتحده ايالاتودهغه وخت جمهورريئس Franklin D Roosevelt داوردمخنيوي په موخه يوملي کمپاين پيل کړچې دځنګل په اورونوکې يې دانسانانوبې پرواهي په ګوته کوله. ځنګلي اورونه په يولړطبيعي فکتورونولکه توپوګرافي، دسوځيدنې وړموادواوموسم ديوځاي کيدوله امله رامنځته کيږي. دانساني تيريودکمولوپرته يواځې دسوځيدنې وړموادوبدلون ښايي په راتلونکي کې داورويره اوروش اغيزمن کړي. په نړۍ کې دځنګلي اوردمخنيوي په پروګرامونوکې يولړتخنيکونه په کاراچول کيږي لکه تجويزشوى ياکنترول شوى اورکوم چې داړونده دولتي چارواکو لخوادموسم په داسې شرايطوکې اچول کيږي چې دومره دخطروړنه وي. همدارنګه Wideland اورونه چې په طبيعي ډول منځته راځي څارنه يې کيږي مګرسوځيدوته يې اجازه ورکول کيږي. نباتات ښايي دبيلابيلوانواعودساتنې په موخه په نوبتي شکل وسوځول شي. دځنګل په سطحه کې دسوځيدنې وړموادومکرره سوځونه دهغوي دتجمع مخه نيسي اوله همدې لارې دتاج دبرخې داورونو ويره راکميږي.دونوستراتيژيکه قطع اوداوروژنې دفني ډلې(Crew) لخواهم ښايي دځنګل دپاک اوصاف ساتلوپه موخه دسوځيدووړموادوليرې کول هم دهغوي دزياتيدومخه نيسي اوځنګلي سيموته لاس رسى زياتوي. په ځمکه باندې دپرتو موادو (Ladderfuels) دکوچني اوميده کولواوپه ملچ باندې بدلولولپاره ښايي له برقي اروڅخه کارواخيستل شي. په راتلونکي کې داوردخطردکمولولپاره اکثره دسوځيدنې وړ موادو څو ډوله معالجې ته اړتياده چې دهر يو ډول ګټې بايددځنګلي اوردنمونوڅخه په استفادې سره پرتله شي اوله مخې يې په راتلونکي کې وړاندوينه وشي. خوبياهم دYellowstone Field Stationدبيالوجست Jan Van Wagtendonk دراپورسره سم کنترول شوې سوځيدنه ديواوردخپريدوداندازې، داورشدت، دلمبې طول اوپه في واحدساحه کې دتودوخې دکمولولپاره ترټولوغوره معالجه ده. ددې پرته که څه هم دسوځيدووړموادومعالجه عموماًپه کوچنيوساحوپورې محدودشوې وي په لويوساحوکې دسوځيدووړموادواداره کولوپه منظورداورموثر منجمنټ ته اړتياده ترڅوپه راتلونکي کې داوراندازه اوشدت راکم شي. داوردخطرسره مخ ځنګلونوکې عموماًداسې جوړښتونوته اړتياليدل کيږي کوم چې دسوځيدنې په وړاندې مقاومو موادو څخه جوړشوي وي همدارنګه دنوموړوجوړوشووساختمانوشاوخواڅخه بايدتريوې ټاکلې فاصلې پورې دسوځيدووړموادليرې شي ترڅودومره تشه وساتل شي چې اورورڅخه تيريدى نشي. په فلپاين کې ټولنې دخپلوکليواوځنګلونوترمنځ د٥-١٠متره په پراخوالي سره داورکرښې جوړوي اوپه وچ موسم يااوړي کې ورباندې ګزمې کوي. دسوځيدونکوموادوډيرښت دويجاړونکواو زيانمنونکواورونوسبب جوړيدى شي کوم چې نوي جوړشوي کورونه، څړځايونه اوځنګلي سيموته نږدې نورجوړشوي تسهيلات له منځه وړي. داورايکولوجيکي فوايداکثره دانساني ژونداومحافظوي ساختمانونودساتلواواقتصادي ګټولخواترپښو لاندې کيږي دبيلګې په ډول دسوځيدووړموادومعالجه دتاج دبرخې اورونوويره راکموي نوموړي تخنيکونه دنباتاتواوحيواناتودبيلابيلوهستوګنځايونه ويجاړوي.

دځنګل داورپه کنترول کې دټولنې ونډه[سمول]

داورتنظيم نيغ په نيغه په ګټه اخيستنه پورې اړه لري. په هغه صورت کې چې محلي ټولنې پدې قانع شي چې دځنګلونوساتنه دوي ته ګټه لري دځنګلونوداورپه مخنيوي کې به له هرې ممکنې لارې کارواخلي. په ټوله نړۍ کې څيړنوداپه ډاګه کړې چې محلي ټولنې ترهغه وخته دځنګل په تنظيم کې مستقيمه ونډه نه اخلي ترڅوچې په ځنګل کې سهم ونلري. دبيلګې په ډول په چين کې ديوکلي په ځنګل کې په تيرو ٣٥کلونوکې داورکومه پيښه رامنځته نشوه دا وروسته له هغې چې دنوموړي کلي خلکوته دځنګلونو څخه دګټې اوعايداخيستنې پاليسي منظورشوه. په هندکې يوې مطالعې داجوته کړې چې په شاوخواځنګلونوباندې دکليوالي ټولنوداتکاءسطحه په مستقيم ډول دځنګل دمنجمنټ سره تړاولري. ===په ګمبياکې په ځنګلدارۍ کې دټولنې ونډه اخيستنې=== پرکتسونودزيانمنونکواونامطلوبه اورونوپه کموالي کې مرسته کړې په نوموړوسيموکې دځنګل څخه استفاده اودځنګل ملکيت ته لاس رسي ددې زمينه مساعده کړې ترڅوخلک رامنځته شوي اورونه په ډيره اغيزمنه توګه کنترول او ووژني. دامريکاپه متحده ايالاتوکې دټولنې په سطحه داوردمخنيوي فعاليتونه ډير بريالي وچې زياتره يې دپوهاوي په اړه و. په ځينې هيوادونوکې که څه هم دهغه رسمي قيوداتوسره سره چې ټولنې دځنګل په تنظيم کې مسؤلې ګڼي، دولتونه لاتراوسه په دې بريالي شوي نه دي ترڅوهغه ټولنې چيرته چې کليوالي خلک په پلان جوړولواوتصميم نيولوکې دومره اغيزه نلري دځنګل تنظيم ته ژمن کړي. خوبياهم محلي ټولنې په يواځې توګه ددې وړتيانلري ترڅوشديداوپراخه اورونه تنظيم کړي چې په داډول حالاتوکې بيادولايتي ياملي ادارومداخلي ته اړتياليدل کيږي. په ځينې هيوادونوکې داوراچونکوپروړاندې دموثروقوانينو تطبيق ددې ستونزې دحل يوه برخه ده همدارنګه داوردکنترول اومخنيوي په اړه پوهاوى بايدزيات شي. داپه ځانګړې توګه په هغه ښاري سيموکې چيرته چې کورونه ځنګلي سيموته نژدې جوړيږي. په داډول سيموکې بايدپرمختللې څارنه ترسره اوپه وخت سره بايددرامنځته شوواورونوراپور اړونده مراجعوته ورکړل شي.

دځنګل داورپه مخنيوي کې دټولنې ونډه اخيستنه په لاندې ټکو راڅرخي:[سمول]

- دسوځيدو وړموادوپه تنظيم اوکموالي کې مرسته - داورکرښوجوړول - په هغه ورځوکې چې موسمي شرايط داورلګيدنې لپاره مساعدوي په جوړوشووکرښوباندې ګزمې ترسره کول. - داورلګيدنې په صورت کې اړونده مرجع ته خبرورکول - دقصدي اوراچونکومخه نيول - دځنګل څخه دګټې اخيستنې اوښکارپه وخت کې له احتياط څخه کاراخيستل

دځنګل د اوروژنه[سمول]

دځنګلي اوروژنه په هغه ساحه کې په موجوده تکنالوژۍ پورې اړه لري چيرته چې نوموړى اوررامنځته کيږي. په کموپرمختللوهيوادونوکې داتخنيکونه ډيرساده چې داور سره مستقيم تماس دلاس په واسطه وي چې په کې په اورباندې دشګوواړول، دډانګ اوياهم دخرما دپاڼو پواسطه داوروهل اوهمدارنګه دسوځيدونکو ساحو شاوخوا د خندقونواواورماتونکو مونعو جوړول اوداور وژل داور په واسطه ياBy counter firing شامل دي. په غيری مستقيم تماس سره پرمختللوهيوادونوکې دلوړتکنالوژيکي ظرفيت له امله داوروژنې ميتودونه هم فرق کوي. دواورې داورښت دهڅولوپه موخه سلورايودايداستعماليږي همدارنګه دبې پيلوټه الوتکو، هيلي کاپټرواونورو هوايي وسايلوڅخه په اورونوباندې اوبه اوداورمخه نيونکي کيمياوي مواد(Fire retardants) غورځول کيږي. لکه ۱- Bentonite :داهغه ماده ده چې داورغورځونکو ايرو څخه جوړه شوی وي ۲- Viscous water: سريښناکې اوبه دي

۳- Calcium alginate تيزابي مالګه

۴- Diammonium phosphate ۵- Mono ammonium phosphate

۶-Ammonium sulphate که څه هم داوربشپړه وژنه ډيره ستونزمنه ده مګراکثره ځنګلي اورونه مخکې تردې چې دکنترول څخه ووځي وژل کيږي. پداسې حال کې چې دځنګلي اورونودوروستيو١٠٠٠٠پيښوله ډلې څخه ٩٩سلنه يې ترکنترول لاندې راوستل شوي بياهم له قابوڅخه وتلي ځنګلي اورونه پراخه زيانونه اړولى شي. ځنګلي اورونه په کلني حساب په ټوله نړۍ کې په بيليونويوروزيان اړوي. په کاناډا اوامريکاکې ځنګلي اورونه په کال کې په منځني ډول ٥٤٥٠٠ کيلومتر مربع (٥٢٦١١٠٠ هکتاره) ځنګلي ساحه سوځوي. ددې ټولوترڅنګ دځنګلي اورونوسره مبارزه ښايي وژونکې وي. ځنګلي اورونه ښايي خپلې مخې لورې ته په ناڅاپي توګه بدلون ورکړي اوياهم داورماتونکوڅخه ټوپ ووهي. شديده تودوخه اولوګى لورى اودځنګلي اوردلوري سنجونه دلاسه وباسي کوم چې دنوموړې اورخطرلازياتوي. دبيلګې په ډول يه ١٩٤٩م کال کې دامريکا د Montanaايالت په Mann Gulch Fireکې ١٣تنه Smokejumpers هغه وخت ژوندله لاسه ورکړکله چې دهغوي سره اړيکې له منځه ولاړې، لورى يې له لاسه ورکړاوداورلمبوواخيستل.

دځنګل داوروژنې لپاره پرسونل او وسايل[سمول]

داوروژنې لپاره سامان الات اوپرسونل داورسره دمبارزې دساينس يوه برخه ده چې دوسايلوپه تخصصي استعمال، په اغيزمنه توګه داوردکنترول تربيت اوتکتيکونو، داورپه را ايسارولواوپه پاي کې دهغې له منځه وړلوباندې تمرکزکوي. يوڅوځانګړي وسايل شته چې دخپل فعاليت اواستعمالونکي دتربيت له لارې ځانګړي وظايف سرته رسوي اوداورسره دمبارزې لپاره ځانګړي شويدي. داداورد روش معلومولوسره يوځاي داوروژنې لپاره ديوحياتي پلان دتشکيل په منظورپه کاروړل کيږي. داورپه وژنه کې له لاندې پرسونل اووسايلوڅخه کاراخيستل کيږي:

پرسونل[سمول]

هغه افرادچې داور له منځه وړلوچارې سرته رسوي داوروژنې له پرسونل څخه عبارت دي. داوروژنې پرسونل لاندې ډولونه لري: Hand Crew دځنګلي اورونوسره دمبارزې سازمانونه داوروژنې دلويوډلو(Hand crews) څخه استفاده کوي کوم چې شل ياله شلوزيات نفرلري اودموټروپواسطه دپيښې ځاي ته ځان رسوي. که څه هم نوموړې ډلې ښايي له شلوڅخه په زياتواوياکمواوروژونکومشتمل وي خوعموماً ورته شل کسيزه ډلې ويل کيږي. ددې ډلوڅخه ځينې يې دچټک يرغل لپاره ځانګړې شوې وي اوعموماً٥-٨ پورې نفرلري دوي هم دموټروله لارې دپيښې ځاي ته ځي اوداورله منځه وړلوپه برخه کې لاندې وظايف سرته رسوي: - داورکرښه جوړول(دځمکې يوه اوږده پټۍ دسوځيدو وړموادوڅخه خالي کوي اوترعضوي موادوپورې يې کني). - Sawline جوړول(داوږې دارتفاع سره برابراويالوړدسوځيدنې وړموادليرې کوي). - دSwamper په نامه غړي يې چپه شوې ونې رنګړۍ کوي اولارصفاکوي.

Smokejumpers ډيرماهره اوتکړه اوروژونکي دي چې داوروژنې په تکتيکونوکې يې ځانګړى تربيت ترلاسه کړى وي داډول ټيمونه عموماًداورلګيدوپه لومړيوکې چې لاهم کوچنى وي اوزيات پراخه

شوى نه وي دپيښې ځاي ته ځان رسوي اوله پراخيدودمخه اورونه دمنځه وړي. دوي دهوايي الوتکوڅخه داورسره مبارزې په موخه ليرې پرتوسيموته پياده کيږي اوکولى شي داوږدې مودې لپاره په ليرې پرتوسيموکې دلوجستيکي ملاتړپرته کاروړکړي.

Helitack اکثره Helitack ډلې دنورولومړنيوحمله کونکوډلوپه څيروظيفه سرته رسوي. دوه يادرې اوروژونکي يونوي لګيدلي اورته ليږدول کيږي. Helitack ډلې عموماً په هغه اورونولومړنۍ حمله کوي چې دنورواوروژونکولاس رسى ورته ستونزمن وي اوياهم هغه اوږوداورته چې داوبو غورځولو، وسايلوتهيه کولواوداوروژنې ټيمونوليږدته په کې اړتياليدل کيږي دهيلي کاپټرپوسيله داوروژنې منابع تهيه کوي. Helitack ډلې په لومړنۍ حمله کې دهيلي کاپټرپواسطه دپيښې ځاي ته ځي اوهلته ديوڅخه تردرې ورځو (که څه هم ځينې وختونه زيات) تيروي چې داورله منځه وړلووروسته دځنګلي سيموڅخه نژدې سرکونوته وځي ترڅوله هغه ځايه بيرته انتقال شي Rapellers په هغه صورت کې چې نژدې سرکونه موجودنه وي دځنګلي اورله منځه وړلويوه ډيره موثره لاره دهيلي کاپټرڅخه دپړي پواسطه دځنګل داوروژونکوښکته کول دي. نوموړي اوروژونکي ترپياده کيدووروسته يا اوروژني اوياهم په هغه صورت کې چې اورډيرپراخه وي دنورواوروژونکودراتګ لپاره يومصؤن ځاي پاکوي. Rapellers عموماًله ځانه سره د٣٠پاونډه په اندازه شخصي سامان وړي همدارنګه داوروژنې لپاره ورته٣٠٠ پاونډه نورسامان دهيلي کاپټرڅخه ښکته کيږي. دRapelling اندازه د٣٠فوټه (په دوامداره اوږدوبوټوکې) څخه تر٢٥٠فوټه (لرګين ځنګل کې) پورې ارتفاع ته رسيږي. داورله پاي ته رسيدووروسته نوموړي اوروژونکي له نژدې سرکونوڅخه دموټروپواسطه وړل کيږي. داټيمونه له ځانه سره برقي ارې لاسي وسايل او٢٨٠ليټره داوبوکڅوړې وړي کومې چې داوروژنې لپاره په کاروړل کيږي.

دځنګل داوروژنې دپرسونل لپاره حفاظتي وسايل[سمول]

دپرسونل لپاره ځانګړي حفاظتي وسايلوته اړتياليدل کيږي. دبيلګې په ډول Smokejumpers اورته دورتګ دميتودپه اساس زياتو محافظوي وسايلو ته اړتيالري عموماً ټول اوروژونکي دهغوي ددندې پام کې نيولو پرته لاندې وسايلوته اړتيالري: - دستکشې - کلکه خولۍ(Helmet) - دڅښلواوبه (Potable water) - دسترګودساتنې لپاره عينکې - داورلپاره زرې (Armor) - داورلپاره ځانګړي سپارښت شوي بوټان چې کم ترکمه ٨ انچه (٢٠٣ملي متره)پنډوالى ولري - ساتونکى لباس - نقاب (Nomex) پورته يادشوي وسايل عموماً دتودوخې، کيمياوي موادو، برق اوعفونت دضررڅخه ساتنه کوي

دځنګل داوروژنې لپاره موټرې[سمول]

دځنګل داورپه وژنه کې عموماًله لاندې موټروڅخه ګټه اخيستل کيږي:


١- Wideland Fire Engine داډول موټرې په اورباندې داوبو، ځګ (Foam) اونوروکيمياوي موادودشيندلولپاره ځانګړي وسايل په کاراچوي. نوموړي انجنونه ددې وړتيالري چې ٣٠٠٠ليتره اوبه له ځانه سره يوسي. اکثره يې څلورټيرونه لري اوله سرک څخه پرته استعمال لپاره ځانګړي وسايل لري.

٢- Brush Trucks دټولوځمکنيوترانسپورتي وسايلو، پاشونکواوځنګل دژغورنې دموټرومجموعه ده. بيلګې يې عموماً ګڼ کارونه سرته رسونکي پايکپ لارۍ وي چې د٧٥٠ ليتروڅخه زيات ټانکرونه، برقي ارې، داورلپاره کشۍ، تبرونه اودژغورنې دعملياتولپاره غزيدونکي لري. دا لارۍ عموماًهغه ځايونوته ځي چيرته چې اصلي دستګاه نشي تللى مثلاً تنګ سرکونه، کروندې ياجبه زارې ځمکې. ٣- داوروژنې دټيمونودانتقال لپاره داوروژنې ډلې دځانګړوبسونوله لارې داوردرامنځته کيدوځاي ته رسول کيږي همدارنګه په ځينې شرايطوکې دټانګې ياګاډۍ څخه دنوموړوډلودانتقال په موخه ګټه اخيستل کيږي.


٤- Water Tenders په هغه صورت کې چې داوروژنې دانجن دډکولولپاره اوبوته اړتياوي داوبوتهيه يوحياتي ارزښت لري. هغه ځانګړې موټرونه کوم چې داوروژونکولاريولپاره اوبه اوکيمياوي موادراوړي اوداور وژنې لپاره ځانګړي شويدي Water Tenders بلل کيږي چې تر٤٥٠٠ليتره پورې اوبه وړلى شي. ددې ترڅنګ په هغه صورت کې چې دبوکوپواسطه اوبه غورځونکوهيلي کاپټرولپاره داوبوزيرمه نژدې نه وي داوبوزيرمه هم ډکولى شي.

درانده وسايل[سمول]

دځنګلي اورپه وژنه کې ددرندووسايلولمړنى فعاليت ددرندوتعميراتي وسايلوڅخه استفاده ده. نوموړي وسايل په زياته اندازه دسون موادياخاوره بې ځايه اوليرې کولى شي. دسون موادو ماتولو، دخونديتوب سيمواو داوردکرښو جوړولو او همدارنګه هغه ساحوته دلاس رسي په موخه چې پخواورته لاس رسى ستونزمن و، ددې وسايلوڅخه استفاده کيږي. بيلګې يې Bulldozers اوتراکتورقلبې دي.

هوايي اوروژنه[سمول]

دالوتکوڅخه دځمکني پرسونل دښکته کولوپه موخه استفادې پرته اوروژونکې ډلې له هيلي کاپټرواو ثابت وزرلرونکوالوتکوڅخه چې دهوايي اوروژنې لپاره ډيرې په زړه پورې دي استفاده کوي. نوموړې الوتکې هغه سيموته چې موټرې ورتلى نشي اوبه اوداورمخه نيونکي کيمياوي موادښکته کولى شي.

١- دثابتووزرونولرونکې الوتکېدثابت وزرلرونکوهوايي الوتکوڅخه دهوايي ټانکرونوياWater Bombersپه ډول کوم چې دسيندونو، بحيرو اوزيرموڅخه اوبه پورته کولى شي، په اورباندې داوبواوکيمياوي موادودغورځولو، دSmokejumpers دانتقال اوهمدارنګه دهواله لارې په منظمه توګه داوروژنې دوسايلودليږدپه موخه استفاده کيږي.

٢- دڅرخې وزرونولرونکې الوتکې(هيلي کاپټرې) دهيلي کاپټروڅخه دHelitack اوRappel ډلودانتقال اوښکته کولو، داوبورسولواوهمدارنګه دبوکوله لارې په اورباندې اوبوغورځولوپه موخه استفاده کيږي.

لاسي وسايل[سمول]

هغه لاسي وسايل چې دځنګل داورپه وژنه کې ورڅخه استفاده کيږي په لاندې ډول دي: ١- Mcloed Tool يادسون موادودجلاکولولپاره کشۍ ٢- Pulsaki tool چې دتبراوکيندلودواړوپه منظورترې استفاده کيږي ٣- Fire Flapper عموماًله ربړيافولادوڅخه جوړوي اودکوچنيواورونوله منځه وړلولپاره استعماليږي. ٤- Hand held thermal detector دتودوخې معلومولولپاره ترې استفاده کيږي ٥- Hygrometer دسوځيدووړموادودرطوبت اندازه کولولپاره ترې کاراخيستل کيږي. ٦- Chainsaw يابرقي اره چې داورماتونکودجوړولوپه وخت ترې دبوټودقطع کولولپاره ګټه اخيستل کيږي. ٧- Shovelيابيلچه چې داورماتونکودجوړولوپه وخت ترې دخاورې اوعضوي موادوليرې کولوکې استفاده کيږي. ٨- Fusee دساحې دروښانه کولولپاره ورڅخه استفاده کيږي. ٩- Flare gun دډيرخطرپه وخت کې ترې دسګنال ورکولوپه منظورکاراخيستل کيږي. ١٠- Two-way Radio دپيغام ليږدولواواخيستلواوهمدارنګه داړيکوټينګولولپاره په کاروړل کيږي. ۱۱- Hoe ددې څخه هم دخندقونوپه کيندلوکې کاراخيستل کيږي.

دځنګل داور راکمولو لارې چارې[سمول]

۱-د محلي خلکوښه نيت[سمول]

دالازمه ده چې دعام خلکوافکاروته دمطبوعاتو،پوسترونو،اخبارونو او نور وسايلو واسطه  په  داور دلګيدنې دعواملو او دهغې تا ثيراتو په باره کې انکشاف ورکړل شي، عامو خلکوته بايد تشريح شي چې ځنګلونه دهغوۍ ملکېت دی او د هغوۍ دراتلوونکي نسل لپاره فايدې لري، کله چې د کلي خلک په دي خبره پوهه شي چې دځنګلونو مديريت دهغوۍ د ګټي په خاطر اجراکېږي نو د ناڅاپي اورلګيدنی عوامل کميږي او ورسره داور پيښې هم کميږي    .

۲-دخبرتيا ناستې[سمول]

بايد دشوراګانو،شپونکيانواود ځنګل کميټي سره په کليو،جوماتونو،ښونځيو  ،دوستانې محفل او بنډارونو کې په منظمه توګه ناسته  ترسره شي کوښښ وشي تر څو دټولنې خلک دخپل ځنګلونو دساتنې پر اهميت باندې  پوهه شي. اود پروګرامونو په اړه واضح معلومات او قانع شي تر څو هغوۍ تشويق شي چې په خپلو ځنګلونو کې اور  لګيدو مخه ونيسي.

۳- په اوړي کې دټوکيدلو واښو او نيالګيو له مينځه وړل.[سمول]

هغه نباتات لرې کول چې داوړي په موسم کې راشنه شوي وي که داسې پريښودل شي نتيجه يې اور دی ځکه دادحيواناتود پاتې شونو سره ګډيږي اوپه اسانۍ سره اور رامنځ ته کوي. لکه دحيواناتو دښکرو او هډوکو سره ځکه دا نباتات وخت ته نه شی رسيدی اود لمر په واسطه ژر له مينځه ځي.

۴- دهغه کسانو تشويقول څوک چې ځنګل سره مرسته کوی[سمول]

هر هغه څوک چې چې دځنګل اور په وژلو کې مرسته کوي بايد دوي تشويق شې دحکومت لخوا اودوي ته جايزي ورکړی شی معاش ورته حواله شی تر څو نور کليوال خلک مرستی ته امده شی. نو دځنګل نه به ساتنه په اسانی سره وشي او افتخاری کسان به زيات شی.

۵- قانون پلي کول[سمول]

دافغانستان دځنګلانودتنظيم قانون په څلورويشتمه ماده کې داسې راغلی دی چې هغه شخص چې دولتي يا غيری دولتي ځنګل ته قصداً اور واچوی نو درسيدلی زيان پری جبران او په اوږد حبس محکوميږی. اوکه چېری له نورو اشخاصو مالونو ته زيان ورسيږی نو له دی 

رسيدلی زيان پری هم جبران او په اوږد حبس چې د لس کالو څخه زيات نه وی محکوميږي

۶- په ځنګلي ساحه کې خبرتياوي لګول[سمول]

په هغه ساحوکې خبرتيا لګول چې ځنګل لارې ،ميدانونه،تفريحي ځايونه اونورو ساحې وي چې منع اعلان شوي وي دهر بلوونکې شی انتقال ځنګلي ساحي ته ياهرهغه شی چې اور رامنځته کوي انتقال يې ځنګلي ساحي ته منع دی.

۷-دخطرورځي اټکلول[سمول]

دهوا اداره هغه ورځی اوموسمونه ،باد،تودوخه،لنده بل اونورشرايط دالو په واسطه معلوموي چې له مخکې نه ورته تدابير ونيسی تر څو د اور دلګيد امکان کم شي لکه په هندوستان هيواد کې ورته (Thermometers) لګولی دی.

۸-داوروژونکې ادارې فعاليتونه[سمول]

مخکې له دې چې داور موسم راورسيږي دوي بايد ټرينګونه،لارښونې،مهارتونه،ترتيبات، سامانو نوتنظم، داوروژونکو ډلوځاي پرځاي کول دځنګل په هغو ساحو کې چې داور امکان پکې زيات وي دايې ترسره کړی وی که اور رامنځته شی په اسانې سره به يې مخه ونيول شي. 

۹- دکېمپونو،اوږدولارو اوسرکونو پاکول[سمول]

زياتره اورونه دتفريحي کېمپونونه ،سفرکوونکونه دسرګټ غورزولونه چې شاوخوا اوراخيستونکې مواد شته دی نومخکې له دی چې ګرمی هواګانې شروع شی نو دوي پاک شی همدارنګه دسرکونو غاړو ته مواد شته دی نوبايد دسرکونو او لاری (۱۰-۵۰) متره پوری پراخه وی او دسرکونو غاړو ته خطرناک مواد پاک شي.

۱۰-وختي سوځيدنه[سمول]

د ځنګل په فرش موجود زراوراخيستونکې مواد کوم چې مرسته کوي د اورخپريدوسره لکه وچ واښه ،بوټی،دلرګيو پاتې شونې،دنباتاتو لويدلی پاڼې مخکې له دی چې دګرمی هوا په واسطه وسوځول شی بايد دځنګل ساتونکې له خوا وسوځول شی په کانترول شوی اور سره په احتياط چې نورنباتات زيانمن نه کړی.

۱۱- Fire break and fire lines[سمول]

دا هغه بلاکونه يا موانع دی چې په طبيعي يا په مصنوعی ډول سره موجود وي دونو دارتفاع په اساس ويستل کېږي داداور په مقابل کې مانع يا بندونکې دی يادبلاکونو ترمنځ خلاص لاينونه (Open line) پريښودل کېږي دوي په لاندې ډول سره واقع کېږي.

۱-دنباتاتوپاکول يادځمکې لوڅيدل (Strip clearance of vegetation) ۲- لاری اوسرکونه ( Roads and paths )

۳- سيندونه او ويالی (River and stream ) ۴-دغونډيو لړی يا موړی چې له نباتاتو څخه پاکې وی Fire Break- بايد د (۱۰-۲۰) متره پوري وی يا دونو دارتفاع په اساس جوړ شيبعضي سيلويکلچری عمليه هم ترسره کېږي

۱۲- رنګړي کونه Thinning[سمول]

دځنګل په رنګړي کوونه کې کولی شو دځنګل اورمخه راکمه کړو هغه ونې چې په طبيعي ډول رامنځته شوي وي اوګڼی وي بايد رنګړي کړاي شي. اوکه مونږ يې رامنځته کوو نو بايد فاصله مراعت شي چې اور خطر کم شي.

۳-دښاخونواو وچو څانګو پريکول Pruning[سمول]

پرېکول دټيټوڅانګو،وړو ونو،وچواو زخمي شوو څانګو اوښاخونو چې داور خطر کم کړی شي.

۱۴-دسپيشزونو ترکېب[سمول]

کله چې مونږ ځنګل رامنځته کوو نو داسې ونې انتخاب شي چې داور په مقابل کې مقاومې وي دا هغه ونې دي دکومو رښې چې ژورې اوپوستکی يې ډبل وي ،تاج يې پراخه خلاص وي،قوي وده ولري او غوړيز موادکم ولري چې په لاندې ډول دي

ونې چې مقاومی دی                 هغه ونې چې زر اور اخلی

Larix occidentalis Douglas fir Pinus ponderosa Yellow pine Pseudotsuga taxifolia White pine Western Larch Western hemlock Abies grandis Sitka spruce Pinus contorta

Pinus monticola

Thuya plicate

ځنګل ساتنې ته د هڅونې په پار[سمول]

ځنګلونه نه يواځي داوسني نسل شتمني ده بلکې دراتلونکو نسلونو ميراث هم دی چې بايد په درست ډول وساتل شي. او په معقوله توګه ترې استفاده وشي په همدي اساس لاندې وړاندېزونه بايد عملي شی:

۱ -  سيمه يزه خلک بايد په ځنګل کې د ګرځيدو او ښکار په وخت کې له احتياط څخه کار واخلي.

۲- دولت بايد په ځنګل کې قصدي اور اچوونکو مخه ونيسي او دمخنيوي لپاره يې بايد قوانين په مواثر ډول نافذ کړي. ۳- دولت بايددځنګل داور وژنې لپاره ځانګړی پرسونل اودهغوی لپاره وسايل برابرکړي. ۴- کچيرته له تجويزشوي اورڅخه استفاده کيږي، بايد دپوهه او مسلکي اشخاصو لخوا په داسې ورځ په کار واچول شي په کومه ورځ چې شرايط داور دخپريدو لپاره په زړه پورې نه وي. ۵- په ځنګلونو کې داور دموندنې لپاره بايد دڅار برجونه جوړشي . ۶- سميه يزه ټولنې بايد په ځنګل کې داور لګيدني په صورت کې اړونده مراجعو ته خبر ورکړي اوداور په وژلوکې د ځنګل دديپارتمنت سره همکاري وکړي. ۷- ځنګلونه ملي شتمني ګڼل اودشخصی دښمنيو او جنګونو ښکارکولو څخه يې ډډه کول. ۸- دځنګل د ساتلو لپاره دطبيعي ځنګل دترکېب په اړه سروې کول اود معلومات راټولول. ۹- دراديو،تلويزيون،اخبار اوجريدو له لارې دځنګلونو دحفاظت په اړه پروګرامونه خپرول. ۱۰- حکومت بايد دځنګلي ساحو لپاره لارې اوسرکونه جوړ کړې. ۱۱- دولت بايد په ځنګلي ساحه کې دکورونو جوړيدو او اوسيدو ته اجازه ورنکړي. ۱۲- دولت او موسيسات بايد دځنګل اور وژلو لپاره وسايل او ماشينونه برابرکړي. ۱۳- دځنګل اداره بايد په ځنګل کې ساتونکي او اور وژونکې وګوماری اود هغوۍ لپاره بايد مرکزونه رامنځته کړي.

سرچینې[سمول]

۱- حميدي، اتل . (۱۳۹۱هـ ش) دځنګل احداث سيدجمال الدين افغاني پوهنتون دکرنې پوهنځی .

۲- دافغانستان ځنګلونو دتنظيم قانون کال (۱۳۸۷هـ ش) کانې اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت کابل افغانستان

۳- ځلاند، وسيم الله . (۱۳۹۱هـ ش) . سيلويکلچر سيدجمال الدين افغاني پوهنتون دکرنې پوهنځی .

4- FAO. (2001) International Hand book on Forest fire Protection, Silva, Mediterranean, France. (pages)- (7-10), 113-115, 90-91.

5- OCHA (1999) . Afghanistan forest fire. Report No 1-2. Kabal

6- Khanna . L. S. (I. F. S) Reted, (1982) Forest Protection , Khanna Bandhu. 7 Talk, Marg, Dehradun .(pages) – (79-115).

7- Stoddard .C. H.(1978). Essentials of forestry practice. Third edition. Jhan Wileg and Sons, INC. Canada.(pages) – (192-215).