په میانمار (برما) کې بشري حقوق
په میانمار کې د پوځي رژیم تر واک لاندې بشري حقونه له ډېرې مودې په نړۍ کې د بدترینو له ډلې ګڼل کېږي. د بشري حقونو نړیوال بنسټونو لکه د بشري حقونو د څار بنسټ، د بخښنې نړیوال بنسټ او د ساینس د پرمختګ لپاره د امریکې ټولنې په مکرر ډول په میانمار کې د بشري حقونو پراخه سرغړونې مستند او غندلې دي. د آزادۍ کور (Freedom House) له لوري په نړۍ کې د ۲۰۱۱ ز کال راپور ښیي چې "پوځي جنتا (پوځې حکومت) ... نږدې ټول اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي؛ او د قانوني مصئونیت له امله یې د بشري حقونو سرغړونې کړې دي." په ۲۰۱۱ ز کال کې " په دې هېواد کې له ۲۱۰۰ څخه د زیاتو سیاسي بندیانو له ډلې د NLD نږدې ۴۲۹ غړي وو، چې د ۱۹۹۰ ز کال په ټاکنو کې ګټونکي وو." د سیاسي زندانیانو لپاره د مرستې د ټولنې په وینا، د ۲۰۱۳ ز کال د جولای له میاشتې راهیسې، د برما په زندانونو کې ۱۰۰ سیاسي بندیان موجود دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د بشري حقونو په برخه کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ځانګړې مرستیالې، سمانتا پاور د ۲۰۱۲ ز کال د نوامبر په نهمه نېټه، د ولسمشر له سفر وړاندې یې د سپینې ماڼۍ په پاڼه ولیکل چې په څو سیمو کې د ملکیانو پر وړاندې، د ښځو او ماشومانو په ګډون، د بشری حقونو جدی سرغړونې دوام لری." د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په مکرر ډول د برما په پخوانیو نظامي حکومتونو غږ کړی چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او عمومي اسمبلۍ د ۲۰۰۹ ز کال په نومبر کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې "د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو روانې سیستماتیک سرغړونې یې په کلکه وغندلې "او د هغه وخت د برما پر واکمن پوځي حکومت یې غږ وکړ چې د نړیوالو بشري حقونو او بشرپاله قانون څخه د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي." [۱۱][۱۲][۱۳]
جبري کار، انساني قاچاق او په ماشومانو کار عامې کړنې دي. د برما پوځي حکومت جنسي تاو تریخوالي، د سیستماتیک جنسي تېري او د پوځ له لوري د جنسي غلامانو د ساتلو د تورونونو په ګډون، چې دې کړنې چې په ۲۰۱۲ ز کال کې دوام درلود، د کنټرول د یوې تګلارې په توګه په پراخه کارولو کې هم بدنامه دی. [۱۴][۱۵][۱۶]
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې یوې درۍ کسیزې کمېټې د ۲۰۱۷ ز کال په مارچ کې د حقیقت موندنې ماموریت ترسره کړ. د دې ماموریت موخه "په میانمار کې د پوځ او امنیتي ځواکونو له لوري د بشري حقونو د وروستیو تاوتریخوالو او سرغړونو د حقایقو او شرایطو موندل وو ... چې لیدلوری یې د مرتکبینو لپاره د بشپړ حساب ورکولو او د قربانیانو لپاره د عدالت د تامین و". [۱۷]
د میانمار حکومت له بده مرغه د حقیقت موندنې له ماموریت (FFM) سره کار و نه کړی. دوی په میانمار کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته اجازه ور نه کړه چې هېواد ته راشي. هغه څه چې د حقیقت موندنې ماموریت وموندل او اعلان یې کړل دا وو چې په میانمار کې امنیتي ځواکونو له نړیوال قانون څخه جدي سرغړونه کړې چې "د جنایي تحقیقاتو او محاکمې غوښتنه کوي"، یعنې د بشریت ضد جرمونه، جنګي جرمونه، او نسل وژنه دي. [۱۸][۱۹]
د میانمار حکومت د دې تورونو په ځواب کې دریځ خپل کړی چې د FFM کار غیر مسؤلانه او بې بنسټه دی. د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۹ ز کال په سپتمبر کې، په جینیوا کې په ملګرو ملتونو کې د میانمار دایمي استازي یو کیاو موی تون (U Kyaw Moe Tun) په جینوا کې د بشري حقونو د شورا د یوې غونډې په ترڅ کې څرګندونې وکړې. یو کیاو موی تون وویل: "د میانمار خلک چې د ولسواکۍ او بشري حقونو لپاره په خپله اوږده مبارزه کې د ملګرو ملتونو تر څنګ ودرېدل ، د میانمار په اړه د ملګرو ملتونو د ځینو عناصرو له لوري د بې هدفه دریځ څخه په پراخه کچه نا هیلې شوي دي. " [۲۰]
دیني آزادي، د لږکیو حقوق او داخلي شخړې
[سمول]داسې شواهد راټول شوي دي چې د برما رژیم ځینې توکمیز اقلیتونه لکه کارېن، کارېني او شان د محوې یا برمایې کولو په موخه په نښه کړي دي. خو دې ته د نړیوالې ټولنې له لوري لږ پاملرنه شوې ځکه چې دا د ډله ایزو وژنو په پرتله چې د روانډا په څېر ځایونو کې پیښ شوي ډېر هوښیارانه او په غیر مستقیم ډول تر سره کېږي. د بخښنې نړیوال بنسټ له قوله، د روهینګیا مسلمان وکړي له ۱۹۷۸ ز کال راهیسې د جنتا تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو له سرغړونو ځورېږي او زیاتره یې په پایله کې ګاونډي بنګله دېش ته تښتېدلي دي. د مسیحي ټولنو، لکه کاچین، په وړاندې تاوتریخوالی د ۲۰۱۱ ز کال د جون په میاشت کې د ۲۰۱۱-۲۰۱۲ د کاچین په شخړه کې د جګړې له بیا پیلېدو راهیسې هم زور موندلی. [۲۱][۲۲][۲۳]
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ په ۲۱ نېټه په ۴۹مه غونډه کې میشل باچلیټ وویل چې د تاتمادو په نامه د امنیتي ځواکونو له خوا په څو توکمیزو ایالتونو کې سیستماتیک وحشت له پخوا څخه موجودې وسله والې جګړې ته لمن وهلې ده. د یوه "ژور ناورین" په اوږدو کې د بشری حقوقو بنسټیزو حقونو ته د لاسرسي پر وړاندې، په میانمار کې د ۲۰۲۱ ز کال د فبروري له کودتا وروسته اوس په ټول هېواد کې په سلګونو سیمه ییزې وسله والې ډلې جوړې شوې، چې "په هغو سیمو کې چې پخوا باثباته وې، پراخ تاوتریخوالی پیل شوی دی". [۲۴]
د مسلمانانو ځورول
[سمول]روهینګیا مسلمانان په دوامداره توګه د برما رژیم له لوري، چې دوی یې د اتباعو په توګه له منلو څخه انکار کړی (په هېواد کې د نسلونو د استوګنې تر څنګ)، د بشري حقونو له سرغړونو سره مخ دي او هڅه کوي چې په جبري توګه روهینګیا وشړي او په ځای یې غیر روهینګیا ځای پر ځای کړي. دا سیاست له برما څخه د روهینګیا د شاوخوا نیمایي نفوس د شړلو لامل شوی ده. د برما په لوېدیځ رکاین په ایالت کې د روهینګیا مسلمانانو او بودایانو تر منځ په وروستي مذهبي تاوتریخوالي کې شاوخوا ۹۰ زره کسان بې کوره شوي دي. د دې سیاست په پایله کې روهینګیا وکړي د "نړۍ تر ټولو لږ د منلو وړ" او "د نړۍ ترټولو ځورول شوي لږکیو" په توګه نومول شوي دي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
د ۱۹۸۲ ز کال د تابعیت د قانون پر بنسټ روهینګیا د برما له تابعیت څخه محروم شوي دي. په ۲۰۱۲ ز کال کې د رکاین د بودایانو او روهینګیا مسلمانانو تر منځ شورش رامنځ ته شو چې له امله یې ۷۸ کسان ووژل شول، ۸۷ نور ټپیان شول او زرګونه کورونه ویجاړ شول. په همدې ډول له ۵۲۰۰۰ څخه زیات خلک یې بې ځایه شول. د ۲۰۱۲ ز کال د جولای تر میاشتې پورې، د میانمار حکومت د روهینګیا اقلیت ډله – چې له ۱۹۸۲ ز کال راهیسې د بنګله دیش څخه د بې وطنه بنګالي مسلمانانو په توګه طبقه بندي شوې ده – حکومت د ۱۳۰ څخه د زیاتو توکمونو په نوملړ و نه ګڼل شوه او له همدې امله حکومت وايي چې دوی د میانمار د تابعیت د حق ادعا نلري.[۳۰][۳۱][۳۲]
د ۲۰۱۲ ز کال د رکاین ایالت شورش
[سمول]د ۲۰۱۲ ز کال د رکاین ایالت شورش د میانمار په شمالي رکاین ایالت کې د روهینګیا مسلمانانو او د رکاین قوم تر منځ د روانو شخړو لړۍ ده. دا شورش له څو اونیو مذهبي شخړو وروسته را منځ ته شو او د جګړې د دواړو غاړو د ډېرو خلکو له خوا وغندل شوه. [۳۳]
د شورش ناڅاپه لامل روښانه نه دی، خو زیاتره مبصرین د برما مسلمانانو له لوري په یوه ۱۳ کلنې رکاین نجلۍ له جنسي تېري او وژنې وروسته د رکاین قوم له لوري د لسو برمایي مسلمانانو وژنه اصلي لامل بولي. په ټولو کلیو کې له هر لسو تنو څخه یو خپل ژوند له لاسه ورکړی. نږدې دری سوه کورونه او یو شمېر عامه ودانۍ ورانې شوې دي. د برما د روهینګیا بنسټ (بروک) د مشر تون خین په وینا، د جون له ۲۸ نېټې، ۶۵۰ روهینګیایان وژل شوي، ۱۲۰۰ لادرکه دي، او تر ۸۰۰۰۰ زیات بې ځایه شوي دي. د میانمار د چارواکو په وینا، د رکاین د بودایانو او روهینګیا مسلمانانو تر منځ په تاوتریخوالي کې ۷۸ کسان وژل شوي، ۸۷ نور ټپیان شوي او زرګونه کورونه وران شوي دي. همدا راز له ۵۲۰۰۰ څخه زیات خلک بې ځایه شوي دي. [۳۴][۳۵]
حکومت د ګرځبندیز په لګولو او په سیمو کې د سرتېرو په ځای پر ځای کولو سره غبرګون ښودلی دی. په رکاین کې د جون په ۱۰ نېټه بیړنی حالت اعلان شو، چې پوځ ته د سیمې د ادارې اجازه ورکړل شوه. د برما پوځ او پولیس د ډله ییزو نیولو او خپلسري تاوتریخوالي له لارې د روهینګیا مسلمانانو په نښه کولو تورن شوي دي. د راهبانو یو شمېر بنسټونو چې د برما د ولسواکۍ لپاره په مبارزه کې یې ارزښتناکه وډنده لوبولې ده د روهینګیا ټولنو ته د هر ډول بشرپاله مرستو د بندولو لپاره یې ګامونه پورته کړي دي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
د ۲۰۱۹ ز کال په مې میاشت کې، د بښنې نړیوال بنسټ د برما پوځ په رکاین ایالت کې په جنګي جرمونو او نورو ظلمونو تورن کړ. د بخښنې نړیوال بنسټ وویل، پوځ "د ۲۰۱۹ ز کال له جنوري راهیسې په یوسره بریدونو کې ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي." د ختیځ او سوېل ختیځ آسیا لپاره د بښنې نړیوال بنسټ سیمه ییز رئیس وویل، "په رکاین ایالت کې نوي عملیات د ملکي وګړو نه بښونکي، له خواشینۍ ډک او غیر مسئولانه پوځي ترور او د پراخو سرغړونو ښکارندویي کوي چې یو خپلسری تاکتیک ګڼل کېږي." [۴۰][۴۱]
دوامداره تاوتریخوالی
[سمول]په لویدیځ ساحلي ښار تاندوي کې د ۲۰۱۳ ز کال د جون په ۳۰ نېټه شورشیانو دوه کورونه وسوځول. دا ناندرۍ د هغو اوازو له کبله پیل شوې چې ګواکي یو مسلمان سړي پر یوه کم عمره نجلۍ جنسي تېری کړی، یا د رکاین او مسلمانو ریکشا چلوونکو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه وه. په ډزو کې دری تنه مسلمانان ټپيان شول. د ښار دننه او بهر لارې بندې شوې او د حکومت یوه ویاند وویل د میانمار پولیس د مجرمینو د موندلو لپاره کار کوي.[۴۲][۴۳]
د بایډن ادارې د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ په ۲۱ نېټه اعلان وکړ چې د میانمار پوځ د روهینګیا لږکیو په وړاندې نسل وژنه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې امریکا داسې شواهد تر سترګو کړي چې د روهینګیا مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره د وژنو، ډله ییزو جنسي تېریو او اور اچولو په اړه څرګندې ارادې ته اشاره کوي. [۴۴]
قومي تصفیه
[سمول]د ملګرو ملتونو له لوري د میانمار حکومت د روهینګیا د وګړو د توکمیزې تصفیې او د دوی پر وړاندې د دولت له لوري د صادر شوو جرمونو لکه غیر قضایي اعدامونه، ډله ایزو وژنو، نسل وژنه، شکنجه، ډله ایزو جنسي تېریو او جبري کډو تورن شوی دی خو میانمار دا تورونه ردوي.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]
د ۲۰۱۷ ز کال په اګست میاشت کې د میانمار د پوځ له خوا د روهینګیا وګړو د کلیو د سوځولو او عام وژنې راپورونه ورکړل شول. میانمار ته د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي یانګي لی په ۲۰۲۰ ز کال وویل چې تاتمادو ته د کورونا وایروس د وبا په اوږدو کې ورکړل شوو نورو واکونو دوی نور هم زړور کړي وو. [۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]
د بښنې نړیوال بنسټ تر مشرۍ لاندې څېړنې دې پایلې ته رسېدلي چې د میانمار د پوځ له لوري د ۲۰۲۰ ز کال په مارچ/اپرېل میاشتو کې ترسره شوو هوایي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د عیني شاهدانو په وینا، د میانمار پوځیانو په خپلسري ډول د اراکان له پوځ سره د تړاو په تور ولسي وګړي بندیان کړل. بندیان د پوځ له لوري په بې رحمانه ډول شکنجه شوي او ټکل شوي دي. له څه باندې یوه کال راهیسې په دې جګړه ځپلې سیمه کې انټرنیټ پرې شوی دی. د کوېد-۱۹ وبا له امله ملکي وګړي له بشري مرستو څخه بې برخې دي. په رکاین او چین ایالت کې د بښنې بنسټ د کلیو د ویجاړولو او سوځولو خبر هم ورکړی دی. [۶۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ کينډۍ:Cite document
- ↑ Howse, Robert; Jared M. Genser. "Are EU Trade Sanctions on Burma Compatible With WTO Law?" (PDF). Are EU Trade Sanctions on Burma Compatible with WTO Law?: 166+. خوندي شوی له the original (PDF) on 7 June 2010. بياځلي په 7 November 2010.
repressive and abusive military regime
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
and|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
and|archive-url=
specified (help) - ↑ Brad Adams. "Statement to the EU Development Committee". Human Rights Watch. خوندي شوی له the original on 20 June 2006. بياځلي په 11 July 2006.
- ↑ Brad Adams. "Amnesty International 2009 Report on Human Rights in Myanmar". Amnesty International. خوندي شوی له the original on 12 September 2009. بياځلي په 4 January 2010.
- ↑ "Satellite Images Verify Myanmar Forced Relocations, Mounting Military Presence". ScienceMode. خوندي شوی له the original on 26 February 2008. بياځلي په 1 October 2007.
- ↑ "Burma (Myanmar) (2011)". Freedom House. بياځلي په 29 August 2011.
- ↑ "Myanmar set to release some 70 prisoners". The Myanmar Times. 24 July 2013. بياځلي په 24 July 2013.
- ↑ Weng, Lawi (24 July 2013). "Burma Govt Releases 73 Political Prisoners". بياځلي په 24 July 2013.
- ↑ "Myanmar: Final push on political prisoners needed". Integrated Regional Information Networks (IRIN). 27 September 2012. بياځلي په 19 March 2013.
- ↑ "Burma Frees 56 Political Prisoners". Voice of America. 22 April 2013. بياځلي په 26 April 2013.
- ↑ Samantha Power. "Supporting Human Rights in Burma". whitehouse.gov. بياځلي په 20 November 2012 – via National Archives.
- ↑ "List of UN General Assembly Resolutions on Burma". خوندي شوی له the original on 4 November 2016. بياځلي په 4 January 2010.
- ↑ "UN General Assembly Resolution: Time f or Concrete Action" (Press release). International Federation for Human Rights. 20 November 2009. بياځلي په 4 January 2010.
- ↑ "Myanmar: 10th anniversary of military repression". Amnesty International. 7 August 1998. بياځلي په 14 July 2006.
- ↑ "State of Terror report" (PDF). Women's League of Burma. 1 February 2007. خوندي شوی له the original (PDF) on 28 May 2007. بياځلي په 21 May 2007.
- ↑ "Human Rights Watch World Report 2012, Burma". Human Rights Watch. خوندي شوی له the original on 30 June 2013. بياځلي په 6 July 2013.
- ↑ "Biographies of the members of the Fact-Finding Mission on Myanmar". United Nations Human Rights Council.
- ↑ "Myanmar refuses access to UN Special Rapporteur". United Nations Human Rights Council.
- ↑ "Report of the Independent International Fact-Finding Mission on Myanmar*" (PDF).
- ↑ 'Myanmar Permanent Representative makes rebuttal statements to Special Rapporteur and FFM at interactive dialogues', The Global New Light of Myanmar, 20 September 2019.
- ↑ Guardia, Anton La (24 June 2005). "Burma's 'slow genocide' is revealed through the eyes of its child victims". The Daily Telegraph. London. خوندي شوی له the original on 31 May 2008. بياځلي په 20 November 2012.
- ↑ Thomson, Mike (5 March 2006). "New evidence backs claims of genocide in Burma". The Daily Telegraph. London. بياځلي په 20 November 2012.
- ↑ Burma – The Rohingya Minority: Fundamental Rights Denied , Amnesty International, 2004.
- ↑ "Human rights in Myanmar face 'profound crisis' – Bachelet". United Nation. بياځلي په 21 March 2022.
- ↑ A Handbook of Terrorism and Insurgency in South East Asia, Tan, Andrew T.H., Chapter 16, State Terrorism in Arakan, Islam, Syed Serajul Islam, Edward Elgar Publishing, ISBN 9781845425432, pg. 342, 2007
- ↑ "Burma unrest: UN body says 90,000 displaced by violence". BBC. 20 June 2012.
- ↑ Mark Dummett (18 February 2010). "Bangladesh accused of "crackdown" on Rohingya refugees". BBC. بياځلي په 29 July 2012.
- ↑ "Myanmar, Bangladesh leaders "to discuss Rohingya"". AFP. 25 June 2012. بياځلي په 29 July 2012.
- ↑ Lucas Bento and Guled Yusuf (9 October 2012). "The Rohingya: Unwanted at Home, Unwelcome Abroad". The Diplomat.
- ↑ Jonathan Head (5 February 2009). "What drive the Rohingya to sea?". BBC. بياځلي په 29 July 2012.
- ↑ "Rohingyas are not citizens: Myanmar minister". The Hindu. Chennai, India. 1 August 2012.
- ↑ "UN refugee agency redeploys staff to address humanitarian needs in Myanmar". UN News. 29 June 2012. بياځلي په 29 June 2012.
- ↑ "Four killed as Rohingya Muslims riot in Myanmar: government". Reuters. 8 June 2012. بياځلي په 9 June 2012.
- ↑ Lauras, Didier (15 September 2012). "Myanmar stung by global censure over unrest". Agence France-Presse in the Philippine Daily Inquirer. بياځلي په 15 September 2012.
- ↑ Hindstorm, Hanna (28 June 2012). "Burmese authorities targeting Rohingyas, UK parliament told". Democratic Voice of Burma. خوندي شوی له the original on 25 September 2018. بياځلي په 9 July 2012.
- ↑ Linn Htet (11 June 2012). "အ႘ရး႘ပၚအ႘ျခအ႘န ႘ၾကညာခ်က႙ ႏုိင႙ငံ႘ရးသမားမ်ား ႘ထာက႙ခံ". The Irrawaddy. بياځلي په 11 June 2012.
{{cite magazine}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Keane, Fergal (11 June 2012). "Old tensions bubble in Burma". BBC News Online. بياځلي په 11 June 2012.
- ↑ Hindstorm, Hanna (28 June 2012). "Burmese authorities targeting Rohingyas, UK parliament told". Democratic Voice of Burma. خوندي شوی له the original on 25 September 2018. بياځلي په 9 July 2012.
- ↑ Hindstorm, Hanna (25 July 2012). "Burma's monks call for Muslim community to be shunned". London. The Independent. بياځلي په 25 July 2012.
- ↑ "Amnesty accuses Burmese military of new abuses". بياځلي په 29 May 2019.
- ↑ "Burmese army committing fresh atrocities in Rakhine state, says Amnesty". The Telegraph. بياځلي په 29 May 2019.
- ↑ "Rohingya houses set ablaze in Thandwe". Mizzima. 1 July 2013. خوندي شوی له the original on 4 July 2013. بياځلي په 1 July 2013.
- ↑ "Rioters renew violence in Myanmar's Rakhine State" Archived 2019-08-24 at the Wayback Machine., Jared Ferrie and Aung Hla Tun, The Star Online (Reuters), 1 July 2013
- ↑ "Myanmar Rohingya violence is genocide, US says". BBC. بياځلي په 21 March 2022.
- ↑ Al Jazeera English (11 September 2017). "UN: Rohingya facing 'ethnic cleansing' in Myanmar". YouTube. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-12-12. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ "Gruesome New Details on The Ethnic Cleansing in Myanmar No One Is Talking About". Foreignpolicy.com. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ McPherson, Poppy (8 May 2017). "'We must protect our country': extremist Buddhists target Mandalay's Muslims". the Guardian. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ "Myanmar may have killed 'thousands' of Rohingya Muslims". Abc.net.au. 9 February 2017. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ "Burma: Rohingya Recount Killings, Rape, and Arson". Hrw.org. 21 December 2016. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ "Burma: Government Forces Implicated in Killings and Rape". Hrw.org. 12 January 2017. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ "Suu Kyi denies Rohingya ethnic cleansing". Bbc.com. 6 April 2017. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ "In Myanmar's hidden region, media tour takes harrowing turn when soldiers aren't watching". Abc.net.au. 19 July 2017. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ McPherson, Poppy (8 May 2017). "'We must protect our country': extremist Buddhists target Mandalay's Muslims". the Guardian. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ "Women, children feared among scores dead in Myanmar village 'massacre'". Abc.net.au. 1 September 2017. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ "Rohingya children 'beheaded and burned alive' in Burma". Independent.co.uk. 2 September 2017. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ MacGregor, Fiona (2 September 2017). "Fears of mass atrocities against Rohingya civilians in Burma". Telegraph.co.uk. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ "Rohingya villages 'burned by Burmese army' in crackdown on Muslim minority". Independent.co.uk. 29 August 2017. بياځلي په 16 January 2018.
- ↑ edition.cnn.com. "UV: At least 30,000 Rohingya trapped in Myanmar mountains without food". unv.is/. بياځلي په 16 January 2018.
{{cite web}}
:|last=
has generic name (help)CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Coronavirus is 'emboldening' Myanmar military to carry out 'war crimes' says UN human rights expert". CNN. 30 April 2020. بياځلي په 1 May 2020.
- ↑ "Myanmar: Indiscriminate airstrikes kill civilians as Rakhine conflict worsens". Human Rights Watch. بياځلي په 8 July 2020.