منځپانگې ته ورتلل

په عراق کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو حضور (۲۰۱۴ – ۲۰۲۱ زکال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په عراق کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو حضور (۲۰۱۴ – ۲۰۲۱ زکال)
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۱۵ جون ۲۰۱۴ (۲۰۱۴) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځای
نور اړين مالومات
برخې
برخه د
پيل موده
۱۵ جون ۲۰۱۴ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ګډونوال

د ۲۰۱۴ زکال د جون په ۱۵مه نېټه د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د عراق په شمالي برخې باندې د اسلامي دولت یا داعش د برید (جون ۲۰۱۴ زکال) په غبرگون کې د ټینگ هوډ د عملیاتو (Operation Inherent Resolve) د برخې په توگه د امریکايي سرتېرو د لېږلو امر وکړ. دغه امریکايي سرتېري د عراق د دولت په غوښتنه د عراقي ځواکونو د وړتیاوو او د داعش ډلې د گواښونو د ارزونې په موخه عراق ته ولاړل. [۱][۲]

د ۲۰۱۴ زکال د اگست میاشتې په لومړیو کې داعش د عراق په شمال باندې بریدونه پیل کړل. د اگست په پنځمه نېټه متحده ایالاتو د کردي پیشمرگو ځواکونو لپاره د وسلو په چمتو کولو لاس پورې کړ. د اگست په اتمه نېټه متحده ایالاتو په عراق کې د داعش په پټن ځایونو هوايي بریدونه پیل کړل. ورته مهال شاوخوا نهو نورو هېوادونو هم له ځمکنیو کردي او عراقي ځواکونو سره په همغږۍ د داعش ډلې پر ضد هوايي بریدونه پیل کړل. د ۲۰۱۷ زکال د لویدیځ عراق له عملیاتو وروسته د ۲۰۱۷ زکال تر ډسمبر میاشتې پورې داعش نور په دغه هېواد کې کوم قلمرو نه درلود.[۳][۴][۵][۶][۷]

د مستقیمې پوځي مداخلې سربېره، د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د روزنو، اطلاعاتو او پرسونل له مخې د عراق له امنیتي ځواکونو څخه پام وړ ملاتړ وکړ. له عراقي ځواکونو څخه د ائتلافي ځواکونو د ملاتړیزو چارو لگښت له مستقیمو پوځي عملیاتو پرته د ۲۰۱۹ زکال تر مارچ میاشتې پورې په رسمي توگه ۳.۵ میلیارده ډالر اعلان شو. په دغه موده کې ۱۸۹۰۰۰ زره عراقي سرتېري او پولیس افسران د ائتلافي ځواکونو له خوا وروزل شول. [۸][۹]

د امریکا د مخالفت سربېره د ۲۰۲۰ زکال په جنوري میاشت کې د عراق پارلمان د امریکا د هوايي ځواکونو په برید کې د حشد شعبي پوځي واحدونو د قومندان او د ایران د قدس ځواکونو د مشهور مشر قاسم سلیماني له وژنې وروسته د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. ورته مهال بریتانیا او جرمني هم څرگنده کړه چې په عراق کې د خپلو سرتېرو شمېر راکموي؛ د یو شمېر پوځیانو له ویستلو سربېره بریتانیا ژمنه وکړه چې د عراق د دولت د غوښتنې په صورت کې به په بشپړه توگه خپل ځواکونه له عراق څخه وباسي. سربېره پر دې جرمني په بغداد او تاجي کمپ کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړ. کاناډا هم له عراق څخه کویټ ته د خپلو ځواکونو په ویستلو د ائتلافي ځواکونو د وتو په بهیر کې شامله شوه. په دغه هېواد کې مېشتو فرانسوي او اسټرالیايي ځواکونو بیا د پوځونو په وتلو اعتراض وکړ. د ملگرو ملتونو سازمان بیا د ۲۰۲۰ زکال په اگست میاشت کې اټکل وکړ چې په سوریه او عراق کې د داعش د پاتې جنگیالیو شمېر له ۱۰ زرو تنو څخه زیات دی. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ائتلافي ځواکونو په عراق کې خپل جنگي ماموریت په رسمي ډول د ۲۰۲۱ زکال په ډسمبر میاشت کې پای ته ورساوه، خو یو شمېر امریکايي ځواکونه د داعش پر وړاندې په روانه مبارزه کې د عراق امنیتي ځواکونو ته د مشورې، روزنې او مرستې په موخه پاتې شول چې سربېره پر دې یې د عراقي ځواکونو هوايي ملاتړ کاوه او نورې پوځي مرستې یې هم ورسره کولې.

مخینه

[سمول]

د متحده ایالاتو پخوانۍ مداخله

[سمول]

په ۲۰۰۳ زکال کې متحده ایالاتو په عراق باندې د یو بحث پاروونکي برید مشري وکړه؛ دغه برید یې د هغو ناقصو اطلاعاتو پر مټ وکړ چې گویا د عراق بعثي حکومت د ټولیزې وژنې وسلې او همدارنگه له القاعدې ډلې سره اړیکې لري. په ۲۰۰۷ زکال کې په عراق کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۱۷۰ زرو تنو ته ورسېد. په ۲۰۱۱ زکال متحده ایالاتو خپل گڼ شمېر سرتېري له عراق څخه وویستل، خو وروسته یې په خپل سفارت او قونسلیو کې ۲۰ زره کسان وساتل چې په دغو کې د سفارت په لسگونو وسله وال ساتونکي او همدارنگه شاوخوا ۴۵۰۰ قراردادي شخصي پوځيان شامل وو. له وتلو وروسته یې د څارونکو الوتکو عملیات پیل کړل څو د هغو اسلام پالو جنگیالیو اړوند اطلاعات راغونډ کړي چې عراقي دولت یې په نښه کاوه. [۱۸][۱۹][۲۰]

پخواني دښمنان

[سمول]

په عراق باندې له برید وروسته، د داعش مخکنیو ځای ناستو (جماعت التوحید والجهاد، مجلس شورای المجاهدین او په عراق کې د القاعدې ډله) د متحده ایالاتو په مشرۍ د عراق د اشغال پر وړاندې غبرگون وښود. جماعت التوحید او د مجاهدینو شورا د مقاومت د قومندان ابو محمد له څرگندونو وروسته چې دغه اشغال یې عراقي وگړو ته د سپکاوي او همدارنگه د هغوی د تړلو په توگه توصیف کړ، په ترهگریزو بریدونو لاس پورې کړ. جماعت التوحید او د مجاهدیونو شورا په خپلو بریدونو کې په سلگونو عراقي مسلمانان، څو امریکايي سرتېري او همدارنگه په ۲۰۱۰ زکال کې له عیسویانو څخه ډکه یوه کلیسا په نښه کړه. اټکل دا دی چې دوی د ۲۰۰۴ زکال پر مهال خپل بریدونه پیل کړل چې په نورو فعالیتونو کې یې د دریو امریکايي ملکي وگړو، یو بریتانوي، د سویلي کوریا د یو وگړي او یو جاپاني ملکي وگړي څخه د سرونو غوڅول شاملېږي. [۲۱][۲۲]

په شمالي عراق کې د داعش پرمختگ

[سمول]

د ۲۰۱۱ زکال په ډسمبر میاشت کې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د عراق د دولت پر ضد تر ډېره د سني اسلام پالو له خوا له تاوتریخوالي څخه ډکو چارو دوام وموند؛ چې دغه چارې د عراقي یاغیتوبونو په نوم هم بلل کېږي.

د ۲۰۱۴ زکال د جون له ۵مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې سني اسلام پالو مجاهدینو (داعش) چې وړاندې د سوریې په کورنۍ جگړه کې بریالي شوي و؛ د عراق سامرا، موصل او تکریت ښارونه یې ونیول؛ همدارنگه یې گواښ وکړ چې د موصل بند او کرکوک به هم ونیسي، هغه سیمې چې کنټرول یې د عراق له دولت څخه د عراق کردي پیشمرگو ځواکونو په لاس کې اخیستی و. [۲۳][۲۴]

په انټرنټ کې د سرغوڅولو د ویډیوگانو تبلیغاتي کمپاین ۲۰۱۴ – ۲۰۱۵ زکال

[سمول]

د ۲۰۱۴ زکال د اگست په ۱۲مه نېټه داعش د لویدیځوالو او جاپاني بندي شوو ملکي وگړو د سرغوڅولو عملیات پیل کړل (اعلان یې د اگست په ۱۲مه وکړ، خو له جیمز فولي څخه یې د اگست په ۱۹مه، له سټیون سوتلوف څخه یې د سپټمبر په ۲مه، له ډېوېډ هاینس څخه یې د سپټمبر په ۱۳مه، د سپټمبر په ۲۴مه یې له هروه گوردل، د اکتوبر په ۳مه یې له آلن هنینگ، د نومبر په ۱۶مه یې له پیټر کاسیگ، د ۲۰۱۵ زکال په جنوري میاشت کې یې له هارونا یوکاوا او د ۲۰۱۵ زکال د جنوري په ۳۰مه نېټه یې له کنجی گوتو سرونه غوڅ کړل) او د هغوی ویډیوگانې یې د انټرنټ له لارې خپرې کړې. [۲۵][۲۶]

د داعش پر وړاندې د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلاف

[سمول]

د ۲۰۱۴ زکال د سپټمبر په پنځمه، د سپټمبر په پنځلسمه او د ډسمبر په دریمه نېټه بېلابېلو هېوادونو غونډې وکړې څو د داعش پر وړاندې د همغږي اقدام اړوند خبرې وکړي. په دریو واړو ناستو کې متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، کاناډا، ترکیې او ډنمارک گډون درلود.

د سپټمبر د پنځمې نېټې د ائتلاف په ناسته کې لسو هېوادونو پرېکړه وکړه چې په عراق او سوریه کې به د داعش ضد ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.[۲۷]

د سپټمبر د پنځلسمې نېټې د ائتلاف په ناسته کې ۲۶ هېوادونو پرېکړه وکړه چې له عراقي دولت څخه به په پوځي ډگر کې ملاتړ وکړي.[۲۸]

د ډسمبر د دریمې نېټې ائتلاف (۵۹ هېوادونو) بیا د څو اړخیزو ستراتیژیو اړوند خبرې وکړې چې په دغو کې د داعش د مالي او بودیجوي منابعو قطع کول او همدارنگه د داعش د واقعي ماهیت افشا کول شامل وو. [۲۹]

د عراق له دولت څخه ملاتړ

[سمول]

وروسته له هغه چې متحده ایالاتو د ۲۰۱۴ زکال په جون میاشت کې عراق ته د خپلو گټو د خوندیتوب او عراقي ځواکونو ته د مشورې ورکولو په موخه د ځواکونو د لېږلو هوډ وکړ، ولسمشر باراک اوباما د سپټمبر په وروستیو کې پرېکړه وکړه چې ۱۶۰۰ سرتېري به د عراق د پوځ او کردي ځواکونو د مشاورینو په توگه عراق ته ولېږي. له دغه شمېر سرتېرو څخه ۸۰۰ سرتېرو د خپلو نورو همکارانو د ساتنې مسئولیت پر غاړه درلود او همدارنگه ۱۰۰ تنو یې بیا د عراقي او کردي ځواکونو د روزنې مسئولیت واخیست؛ همدارنگه یې ورته لارښوونه کوله چې څه ډول له داعش سره جگړه وکړي. ولسمشر اوباما د نومبر تر اتمې یا نهمې نېټې پورې په عراق کې د خپلو سرتېرو شمېر دوه چنده کړ چې په دې سره په عراق کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۳۱۰۰ تنو ته ورسېد. د سرتېرو شمېر د ۲۰۱۵ زکال تر فبروري میاشتې پورې ۴۵۰۰ تنو ته زیات شو. د ۲۰۱۵ زکال په جون میاشت کې یې ۴۵۰ نور اضافي سرتېري هم عراق ته ولېږل چې په دې سره په دغه هېواد کې د شته سرتېرو شمېر لږ تر لږه ۴۸۵۰ تنو ته ورسېد. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې

[سمول]
  1. "DoD Authorizes War on Terror Award for Inherent Resolve Ops". Department of Defense. 31 October 2014. بياځلي په 22 November 2014.
  2. Lewis, Paul; Ackerman, Spencer; Dehghan, Saeed Kamali (17 June 2014). "Iraq crisis: Barack Obama sends in US troops as Isis insurgency worsens". The Guardian (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 20 June 2014. بياځلي په 1 December 2023.
  3. Arango, Tim (3 August 2014). "Sunni Extremists in Iraq Seize 3 Towns From Kurds and Threaten Major Dam". The New York Times. بياځلي په 20 August 2014.
  4. "Obama Authorizes Air Strikes in Iraq – ABC News". ABC News. 7 August 2014. بياځلي په 18 August 2014.
  5. "First ground clash between ISIS and US forces in Iraq". Shafaq News. 16 December 2014. خوندي شوی له the original on 17 December 2014. بياځلي په 17 December 2014.
  6. Austen, Ian (19 January 2015). "Canada: Troops Clash With ISIS in Iraq". The New York Times. The New York Times. بياځلي په 16 February 2015.
  7. Aboulenein, Ahmed (10 December 2017). "Iraq holds victory parade after defeating Islamic State". Reuters. بياځلي په 11 December 2017.
  8. CJTF-OIR Official Twitter. 20 March 2019. Accessed 25 March 2019.
  9. CJTF-OIR Official Twitter. 15 March 2019. Accessed 25 March 2019.
  10. "More than a dozen missiles hit two bases in Iraq, Pentagon says". The Washington Post.
  11. Shinkman, Paul D. (7 January 2020). "Esper Refutes Iraqi Prime Minister: 'We Are Not Leaving Iraq'". U.S. News & World Report. بياځلي په 18 June 2022.
  12. "Germany to cut troop numbers in Iraq; UK reduces staff at Baghdad, Tehran embassies - World News". Hürriyet Daily News. 7 January 2020.
  13. "Germany cuts troop numbers in Iraq after Suleimani killing". The Guardian. 7 January 2020.
  14. "UK will leave Iraq if Baghdad asks us to go: defense minister". Reuters. 7 January 2020 – via www.reuters.com.
  15. "[[:کينډۍ:Sic]] Source: France not Planning to Cut Troop Numbers in Iraq for Now | Voice of America - English". www.voanews.com. 7 January 2020. {{cite web}}: URL–wikilink conflict (help)
  16. Shields, Bevan (6 January 2020). "'Don't throw us out': Australia pleads to stay in Iraq but plans for the worst". The Sydney Morning Herald.
  17. "Over 10,000 Islamic State fighters active in Iraq, Syria as attacks 'significantly' increase: UN". Military Times. 25 August 2020. بياځلي په 4 February 2021.
  18. "President Discusses Beginning of Operation Iraqi Freedom". whitehouse.gov. بياځلي په 29 October 2011 – via National Archives.
  19. "U.S. Secretly Flying Drones Over Iraq". WSJ. 12 June 2014. بياځلي په 20 November 2014.
  20. "U.S. has armed drones over Baghdad, official says". CNN. 27 June 2014. بياځلي په 20 November 2014.
  21. "Frontline (U.S. TV series)" (transcript) (TV program). PBS. 21 February 2006. بياځلي په 22 February 2015.
  22. "Al-Qaeda group claims Salim death". BBC News. 19 May 2004. بياځلي په 31 December 2014.
  23. Roggio, Bill (10 June 2014). "ISIS takes control of Mosul, Iraq's second largest city". The Long War Journal. بياځلي په 22 November 2014.
  24. "Kurdish peshmerga seize a chaotic victory in Kirkuk". The Guardian. 12 June 2014. بياځلي په 29 September 2014.
  25. "Beheadings as Terror Marketing". The Atlantic. 2 October 2014. بياځلي په 4 March 2015.
  26. "Jihadists sent chilling email to Foley family before execution". Big News Network. 22 August 2014. خوندي شوی له the original on 26 November 2014. بياځلي په 20 October 2014.
  27. 'U.S. Forms Anti-ISIS Coalition at NATO Summit' Archived 2018-10-12 at the Wayback Machine.. Time, 5 September 2014. Retrieved 14 June 2015.
  28. "International Conference on Peace and Security in Iraq (Paris, September 15, 2014)" Archived 18 September 2014 at the Wayback Machine.. France Diplomatie (undated). Retrieved 14 June 2015.
  29. 'Joint Statement Issued by Partners at the Counter-ISIL Coalition Ministerial Meeting'. United States Department of State, 3 December 2014. Retrieved 16 June 2015.
  30. "Lines blur for US troops in fight against ISIS". The Hill. 27 September 2014. بياځلي په 2 October 2014.
  31. Obama doubling US troop levels in Iraq. Stars and Stripes, 7 November 2014. Retrieved 18 December 2014.
  32. NRC Handelsblad, 11 November 2014.
  33. "Militants attack government forces near Iraq's Baiji refinery". Reuters. 13 June 2015. بياځلي په 8 August 2015.